دقدرت دمنحوصو جزیرواودپردیپالو ترحمایت لاندې دپالل شوګوډاګیان دمهارولو په پار دولس مشردتصمیم اوپلان ملاټړ باید وشي خاصتأ ولسونه باید د زورواکو پردیپالو،متعصبینو، او قانون ماتونکو پر وړاندې د نظام ملاتړ وکړي:

د افغانانو قاتلین، زورواکان ،دځمکو اوعامه شتمنیوغاصبین، جاسوسان، مافیاکړۍ، اداری فسادکونکې ، دعامه شتمنیو لوټماران او د ملي حاکمیت ننګونکي په هیڅ قوم، ژبې او لوري پورې اړه نه لري.

قانون باید پر ټولو یوشان پلی شی څوک چې قانون ماتوي او ملي حاکمیت ننګوي باید مجازات شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي۔

د قانون پر وړاندې د معافیت سیستم باید پای ومومي. او د افغانستان دخلکو او ولسونونه غوښتنه کوو چی دمعلوم الحالو بدنامو څیرو اوهغه اشخاص چې دپردیپالو لخوا حمایه اوتغذیه کیږی او هیوادکې قومی ،ژبنۍ،سمتی، مذهبی، تنظیمی، ګوندی اوتعصبی کړنۍ کوی او ولسونه او ملی حاکمیت ننګوي په مظلومو خلکو ظلم کوی او بهرنۍ ،اجنبی او استخباراتی اجنداوی مخ ته وړی اوپلی کوی یی هرقوم او ملت پوري چې اړوند وی باید ننګه او حمایت اوملاټړ یی ونشي اودداسی اشخاصو په خاطر دخپل حکومت او اتلو امنیتی ارګانو پرخلاف راپورته نشی او نه هم ملی شتمنی ،ټول ګټي او عامه تاسیسات ویجاړ نه کړی او نه هم خلکو او ولسونو ته ستونزی او سرخوږی جوړنکړۍ،او داسی بدنامه اشخاص پریږدی چې قانون ته وسپارل شی او قانونی برخورد ورسره وشي۔ او مرکزی حکومت هم باید دمصلحت اوسیاسي فشارونو لاندي رانشي او د داسی اشخاصو پروړاندی قاطع برخورد اوقانونی کړنۍترسره کړۍ۔ ترڅو قانونیت اوعدالت پلی شی او دقدرت منحوصي جزیری اومافیای کړۍ نابودی او له مینځ لاړی شی بنأ په یوغږ او یوعزم سره ټول ولسونه بایدد ولسمشر ،حکومت اونظام ملاټړوکړی ، ترڅو دزورواکانو اودقدرت دجزیروخاتمه وشي۔

نصیراحمدڅپاند