افغان قاچاقبر احمد ضیا علیزاده چې د ۲۰۱۰ کال کې یې له اندونیزیا څخه استرالیا ته د کډوالو په قاچاق کې لوی لاس درلوده د پنجشنبې په ورځ د استرالیا په (پېرت) ښار کې د یوې محکمې لخوا په ۹ کلونو بند محکوم کړل شو.

علیزاده د ۲۰۱۰م میلادي کال د فیبروري او مۍ میاشتو ترمنځ درې ځله په کښتیو کې سلګونه ناقانونه کډوال استرالیا ته انتقال کړي وه.

یادې درې کښتۍ چې د استرالیا د کریسمس او اشمور ټاپوګانو ته رارسیدلې وې، پکې سلګونه ناقانونه کډوال سپاره ول.

په محکمه کې څارنوال (کای مارینوس) وویل، علیزاده د دغه دریو قاچاقي پیښو د تنظیمولو او انتقالولو مسولیت درلوده او د دغه کار د ترسره کولو پر سره یې له کډوالو سلګونه زره ډالر اخیستي وه.

څارنوال همداراز وویل، په یادو قاچاقي پیښو کې له علیزاده سره یو بل افغان وګړی امان رضايي هم شامل وه چې هغه تراوسه نه دی نیول شوې.

د یادونې وړ ده چې علیزاده په ۲۰۱۵م میلادي کال کې د اندونیزیايي پولیسو لخوا ونیول شو، خو له قابو درې کلونو قید تیرولو وروسته د استرالیا د حکومت په غوښتنه اندونیزیا نوموړې د بیا ځل محکمې لپاره استرالیا ته وسپاره.