د ایران د پوهنې وزارت د نړیوالو چارو مرستیال غلام رضا کریمي وايي، د تیرو څلورو لسیزو راهیسې د سیمې د جګړو له کبله ایران د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د کډوالو او د کډوالو زده کوونکو لوړ نفوس لري.

نوموړي د ایران ټایمز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، په ایران کې اوسمهال قابو ۴۵۰ زره بهرني مهاجر زده کونکي شتون لري چې لویه برخه یعنې ۴۱۰ زره یې افغان مهاجر زده کوونکي تشکیلوي.

نوموړي ویلي، " افغان او نورو بهرنیو کډوالو ۷۲ سلنه زده کوونکي په لومړنیو ښوونځیو کې زده کړې کوي، ۱۹ سلنه په منځني ښوونځیو کې او ۹ سلنه په عالي لیسو کې په لوست بوخت دي. له دغې ډلې هلکان ټولټال ۵۲ سلنه زده کونکي تشکیلوي او پاتې یې نجونې دي".

د نوموړي په وینا، "د تهران ولایت د بهرنیو مهاجرو زده کونکو په شمیر کې لومړی ځای لري ځکه د ۱۰۰ زرو څخه زیات زده کوونکي په دغه ولایت کې زده کړې کوي. د اصفهان، خراسان او رضاوي ولایتونه چې د ۵۰ او ۱۰۰ زرو ترمنخ زده کونکي لري دوهم ځای لري. د فارس، کیرمان، قوم، سیستان بلوچستان او البرز ولایتونه چې د ۲۰ او ۵۰ زرو ترمنځ زده کوونکي لري په دریم ځای کې قرار لري."

نوموړی وايی، "دا باید په یاد ولرئ چې په نورو هیوادونو کې کډوال له ښارونو لېرې په کمپونو کې ساتل کیږي، خو ایران کې مونږ افغانانو ته په خپلو ښارونو کې هرکلې ویلي، ترڅو له مونږ سره ګډ ژوند وکړي. هغه وايی، تر ډیره زمونږ د دې کار د ترسره کولو لامل له افغانانو سره زمونږ کلتوري او مذهبي ورته والې دی".

تر ۲۰۱۵ کال پورې په ایراني ښوونځیو کې د افغان او نورو هیوادونو مهاجرو زده کونکو شمیر ۳۰۰ زره ته رسیده چې دا ټول یوازې راجستر شوي کډوال زده کوونکي ول. خو د ۲۰۱۵ کال په مۍ میاشت کې د دغه هیواد مذهبي مشرآیت الله علي خامنیي یو فرمان صادر کړو، چې وروسته تر دې ټول بهرنیان، آن هغه څوک چې هیڅ پیژندنه نلري او حتی په ناقانونه توګه ایران کې ژوند کوي هم اجازه لري چې ښوونځیو ته لاړ شي.

دغه فرمان چې د بشردوستانه دلایلو پر بنسټ خپور شو له امله یې په ایراني ښوونځیو کې د افغان زده کونکو شمیر کې ۱۱۰ زره نور زیاتوالې راغې چې ټوله شمیره یې ۴۱۰ ته پورته کړه.

د ښاغلې کریمي په وینا "دا زده کوونکي اړتیا نلري چې د زده کړې لپاره فیسونه تادیه کړي. ایران کې د ښوونځیو ټولې زده کړې د دوی لپاره وړیا دي. نوموړی وايی، موږ په دې حقیقت ټینګار کوو چې هیڅوک باید د پیسو د نشتوالي له امله له ښوونځي څخه پاتې نشي."