د اندونیزیا په بالي ښار کې د آګست په ۷مه په یوه غونډه کې د جنوب ختیځې آسیا د ۴۰ هیوادونو لوړپوړو حکومتي چارواکو او مخکښو سوداګرو په سیمه کې د عصري غلامۍ د له منځه وړلو لپاره د (تایید، عمل او حرکت) په نوم یوه نوې ستراتیژي تصویب کړه.

د عصري غلامۍ ټکی د انسان د قاچاق، جبري مزدورۍ، په پور کې بند پاتې کېدل، جنسي قاچاق، جبري ودونو او نور د غلامۍ په شان ډولونو د استثمار لپاره کاريږي.

په دغه غونډه کې د سیمې ټولو مشرانو عصري غلامي په جنوب ختیځه آسیا کې خورا پراخ جرم وبله او د هغې سره د مبارزې لپاره یې د عملي او سیمه ایزو حل لارو د موندلو پر سره خبرې ترسره کړې.

حکومتي چارواکو او سوداګرو د غونډې په پای کې یوه ستراتیژي تایید کړه چې په ټولو ډولونو کې د عصري غلامۍ د پای ته رسولو لپاره به سمدستي اغیزمن ګامونه پورته کوي.

جنوب ختیځه آسیا د نړۍ یوه لویه برخه ده چې د نړۍ د نفوس ۵۶ سلنه جوړوي. داسې اټکل کیږي چې په دغه سیمه کې عصري غلامي د نړۍ د نورو برخو پر پرتله په حیرانوونکي ډول څو چنده زیاته ده.

د اټکل لمخې اوسمهال قابو ۲۵ میلیونه وګړي چې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي په جنوب ختیځه آسیا کې د عصري غلامۍ د بیلابیلو ډولو لاندې ژوند تېروي.

په غونډه کې د استرالیا یو مشهور سوداګر انډریو فاریسټ داسې وویل، « د جنوب ختیځې آسیا د اوسیدونکو په توګه مونږ باید دا هیڅکله تحمل نه کړو چې زمونږ سیمه دې د نړۍ د عصري غلامۍ ګرم ځای اوسي.»

نوموړي زیاته کړه، « دغه غلامي چې زمونږ هیوادونو کې اوس شتون لري د لسګونو میلیونو وګړو بشري او اخلاقي حیثیت یې له منځه وړی، زمونږ د هیوادونو اقتصاد یې زیانمن کړی او سربیره پر دې نورې نړۍ ته یې هم زمونږ یوه ناسمه بېلګه وړاندې کړې. نو د دغه ننګونې د حل لپاره باید مونږ سوداګر له خپلو حکومتونو سره په ګډه کار وکړو، ترڅو په شریکه د عصري غلامۍ دغې شومې پدیدې ته د پای ټکې کیدو.»