د ملي‌وحدت حکومت په رامنځته کیدو او ولسمشر محمد اشرف غني واک ته د رسیدو سره لومړیتوب سولې ته ورکړ او د سولې راوستلو لپاره يي په ځينو کلیدي بستونو کې ژمن کسان وټاکل او هغوې ته يي دنده وسپارله ترڅو سولې او ټيکاو لپاره هر اړخیزه کوښښونه وکړي ، ښه بیلکه يي د ملي امنیت د شورا د مشر په توګه د محمد حنیف اتمر ګمارل کیدل او هغه ته د سولې او ټيکاو د راوستلو په برخه کې د هڅو د ترسره کیدو واک ورکول دي ، ښاغلي محمد حنیف اتمر چې يو په کار پوه او بااستعداده شخص دي تل يي دا هڅه کړي چې د افغانستان او افغانانو د پرمختګ لپاره کار وکړي ، که هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې وو او که یا اوس دي .
د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت د شورا د مشر محمد حنیف اتمر د سولې هڅې ډير پراخه دي ، له هیواده نیولي تر سیمي او نړۍ يي دغه هڅې غځولي دي او لا يي هم دغه هڅې دوام لري .
ښه بیلګې يي په هیواد کې دننه د سیمي او نړۍ هیوادونو سره ګډې غونډي او همدراز د هیواده بهر د دي ترڅنګ د سیمي او نړۍ په کچه بیلابیلو هیوادونو ته د افغان سولې کې د همکاري په اړه د شاغلي اتمر صیب سفرونه یادولاي شو.
تاسو پوهیږي د اتمر صیب د هڅو په لړ کې زموږ په هیواد کې د ترهګرو ډلو يو ستر ملاتړ کوونکي هیواد پاکستان باندې د سیمي په او نړۍ په کچه فشارونه او ترڅنګ يي د ترهګرو سره د مالي ملاتړ کوونکي په توګه په خړ لېست کې د پاکستان شاملیدل ترسره شول او پاکستان اړ شو چې له ملي وحدت حکومت سره د سولې او پېوستون د عمل پلان نهايي او د تطبیق لپاره يي وکړي .
اوس نو پاکستان په داسې يو حالت کې قرار نه لري چې د تېر په څير له فریب کاري نه کار واخلي ، ځکه اوس پاکستان ته د ترهګرو سره د مالي ملاتړ کوونکو د تور لېست کې د شاملیدو خطر شته او دا هر څه همداسي او په خپله نه دي ترسره شوي بلکې د اتمر صیب د هڅو او اندونو پایله ده .
د دي ترڅنګ په سوله کې د چین ، سعودې عربستان او عربي امارتو مرسته هم خورا مهمه او اړینه برخه ده چې دي برخه کې هم د پام وړ کار شوي او لا هم روان دي .
راځم اصلې مطلب ته هغه دا چې اوربندونه تاسو پوهیږي د ولسمشر محمد اشرف غني او د اتمر صیب هڅي وي چې تېر ځل د اختر په ورځو کې له طالبانو سره اوربند ترسره شو او دغه اوربند له امله ولس ته ستره خوښي ورپه برخه شوه ، د هغه اوربند ګټې خوار زیاتي وي ، يو خو دري ورځ هیڅ پېښه ونه شوه او خلکو په ارامه د اختر خوشحالي ولمانځلې د کلیو خلک ښارونو او د ښارونو خلک کلیو ته لاړل چې کلونه کلونه نه وو تللي ، د دي ترڅنګ همدا اوربند په ځينو طالب جنګیالیو دومره اغیزه وکړه چې حتا وسله يي پر ځمکه کېښوده او له جنګ جګړو يي لاس واخست ، یو شمیر نورو هغو چې يي د طالبانو په لیکو کې جنګیدل او جنګیږي اوس هم زړه نازړه جنګ ترسره کوي ، اوس ویل کیږي چې د حکومتي جګپوړو چارواکو هڅي دا دي چې په راتلوونکي لوي اختر کې هم بیاځلې طالبانو سره اوربند وکړي او داسي ویل کیږي چې دا اوربند کیداشي له هغې سره تفاوت ولري او تفاوت به يي په دي کې وي چې موده به يي اوږده وي او کیدای شي دغه اوربند د طالب جنګیالیو سره په تل پاتي سوله باندې بدل شي او طالبانو سره سوله وشي .
خو يواځې د حکومتي چارواکو هڅې بسندویه نه دي که چېرته هر افغان د سولې تږي وي او سوله غواړي نو باید د حکومت له کړنو ملاتړ وکړي او ورسره یادو هڅو کې برخه واخلي ، تاسو پوهیږي زموږ په هیواد کې د ترهګرو ډلو باوجود داسي کړي هم د حکومت په چارچوب کې شتون لري چې دوي هم ملي ګټو ته ژمن نه دي او خپلو فردې ګټو پسې روان دي دوي غواړي چې د بې ځایه څرګندولو په وسیله د حکومت د هڅو پروړاندي خنډونه ایجاد کړي ، تاسو به خبریاست چې اوس وسله والو طالبانو په غزني برید کړي او د ځاي خلکو کورونه او هټي يي سوځولي ، طالبان په دغه برید کې کاملآ ناکام دي خو پوهیږي ځينې کړۍ د دي لپاره چې د خلکو احساسات روپاروي داسي شور يي جوړکړي چې ګنې غزني سقوط شو ، حال دا چې داسي نه ده د طالبانو د دغه برید په اړه حکومت له وړاندي خبر وو او د هغوي د پرځولو لپاره يي بشپړ چمتوالي نیولاي وو همدا لامل دي چې سلګونه طالبان په دغه برید کې ووژل شول او سخت زیان ورواوښت.
خو اخر خبره دا چې د دورعجنو او پچو تبلیغاتو پسې مه ګرځي د حکومت او نظام ملاتړ وکړي ترڅو زموږ ستر ارمان چې سوله ده چې هغه پوره شي .
بس ای ده هغه خلک تل سرفراز ،بریالي ، سر لوړي او کامیابه لري څوک چې زموږ دردیدلي ولس ته خدمت کوي او دې خاورې او هیواد ته ژمن وي .