جاوید کوهستاني دپاکستانۍ ټوډي ورځپاڼي ته ویلې دي چې مونږ ډیورنډ لاین منلی دی او دا مسله نور مونږ ته حل ده ، دا هغه خبره ده چې په تیرو څو لسیزو کې دا خبرې کړي دي او داچې د ډیورنډ لاین ورکول دچا صلاحیت دی او څوک باید په دي اړه پریکړه وکړي دا د خلکو پوري اړه لري او دوهم دا چې ولي دجاوید کوهستاني په څیر خلک داسي خبري کوي غواړم دلته پري لږ بحث وکړم .
لومړی !
ډیورنډ لاین دا چې دی یو نه منل شوي کرښه ده او دتاریخ په اوږدو کې هیڅ افغان حکومت دا کرښه په رسمیت نه ده منلي او نه به یې ومنې ځکه دا چې ده دافغانستان خاوره ده او دافغانستان ملکیت دی او دا ملکیت دیو کس یا دوه کسانو په خوله باندي څوک پاکستان ته نه بښلی شي او نه بښل کېږي ځکه د ډیورنډ کرغیړني لیکي دواړو خواوو ته پروت یو قوم دی او هغه پښتون قوم دی او دا قوم دهر اړخه سره نه شلیدونکې اړیکې لري چې تر ټولو مهمه یې دوینې اړیکه ده او دا ړیکه هیڅوک نه شي بیلولی او دا خلک حق لري چې په دي اړه باندي بریکړه وکړي ځکه چې دا ددوۍ حق دی چې دوۍ غواړي له خپلو ورونو بیل شي او که نه ؟ نو کله چې مسله دا وي نو بیا په دي وخت کې یو کس راجیګیږي او داسي چغي وهې دا هیڅ دمنلو نه دي په ورته وخت کې که یو شمیر ددي کرښې هغې خواته هم ددي مسلې چغي وهې هغوۍ هم دمنلو نه دي ځکه افغانان ددي خاوري دعوه ګیري دي او هغه خلک چې نه غواړي په دي خاوره کې اووسیږي هغوۍ کولې شي په اسانۍ سره دا خاوره پریږدي او کولي شي چې له دی ځایه څخه لاړ شي .
نو په ټوله کې ویل شوی چې په دی برخه کې دا په خپله په خلکو پوري اړه لري چې تصمیم ونیسي او دخلکو تصمیم روښانه دی ځکه دپښتون په روانو لاریونونو کې چې په اسلام اباد کې وشول دا په ډاګه شوه چې پښتانه څه غواړي او څه یې هدف دي هغوۍ په ښکاره باندي دلر او بر یو افغان چغې وهلي هغوۍ په ښکاره باندي دپنجاب فوځ دهغه کړنو څخه یادونه کوله کومه چې د پښتنو پرضد کېږي په پاکستان کې نو ښکاره ده چې اوس دا مسله یوازي په خلکو پوري اړه لري چې په دی اړه پریکړه وکړي او خپل سرنوشت وټاکې .
دوهم !
بدبختانه پاکستان په تیرو څو لسیزو کې یو شمیر کړۍ په افغانستان کې خپل جاسوسان وروز دا جاسوسان که څه هم په ښکاره دپاکستان ضد څرګندوني کوي خو په اصل کې کله ناکله داسي خبرې کوې ترڅو د پاکستان څخه حواله شوي امکانات او پیسي تر لاسه کړي چې بیلګې یې مونږ ډیرې ولیدلي په تیرو څو کلونو کې هغه که پير سید اسحاق ګیلاني او هغه بل تره زوي یې وو او که یو شمیر نوري کړۍ یې دي دوۍ یوازي ددي لپاره ناست دي کله چې پاکستان دنړیوالو تر فشار لاندي راځي نو یاد هېواد په افغانستان کې دننه خپلو جاسوسانو ته دنده سپاري ترڅو وکولي شي دلته دعامه اذهانو په خرابوالي او ترڅنګ یې دنړیوالو دفشار کموالي په پاکستان داسي څرګندوني وکړي او خپلې پیسي ترلاسه کړي او هم یې پاکستان خوشاله ساتلی اوسي نو اوس جاوید کوهستانی هم په هماغه رول کې لوبیږي ترڅو له دی لاري خپل امکانات او په کور دننه دعامه اذهانو دخرابوالي ترڅنګ یو شمیر احساساتي تاجک ځوانان په ځان راټول کړي او په دی برخه کې له ځانه څخه هیرو جوړ کړي .
نو اوس چې پاکستان له هري خوا تر فشار لاندي دی نو پاکستان یو ځل بیا کوشش کوې چې دذهنیت بدلون لپاره خپلو جاسوسانو ته دنده سپارلي ده چې داسي څرګندوني وکړې چې په پاکستان فشارونه کم کړي او دلته د ذهنی جګړې په لاره اچولو سره افغانان له اصلي مسیر څخه وګرځوي او خپله انرژي په دي مسایلو مصرف کړي .