که طالبان له عام ولس سره په ریښتیا دښمني نه لري او د ملي ګټو درنښت کوي، نو دا خبره دې یو څوک ورته غوږ کړي چې د ازبېکستان او تاجېکستان د برېښنا ستنې چې تاسو يي هره ورځ د جهاد تر سپېڅلي نامه لاندې په بمونو نړوی، نه په بګرام کې د امریکایانو پوځي اډې رڼا کوي، نه په کابل کې د انګلیس سفارت ته ځي او نه ارګ او د وکیلانو کورنه بې برېښنا پاتې کیږي. دا برېښنا د کابل په خړو او خټینو کوڅو کې د بې وزله ښاریانو تیارې خونې روښانه کوي. ستاسو په دې کار سره، په کابل ښار کې د پوهنتونونو په لیلیو کې د محصلینو شپې تیارې شوې. له دې ور هاخوا، له دې برېښنا سره د زرګونه کورنیو حلال رزق تړلی او تاسو د بې وزله کورنیو اقتصادي ماشین بند کړی. برېښنا؛ د ټولو لپاره ده، خو ډېر ګټه ترې عام ولس پورته کوي.
د طالبانو لخوا په بغلان ولایت کې د برېښنا ستنې په داسې حال کې د څویم ځل لپاره په بمونو نړول کیږي چې دوی، ظاهرا په خپلو تبلیغاتو کې له ټولګټو پروژو څخه ملاتړ علان کړی او په ټینګار سره يي د ټولګټو پروژو له تطبیق څخه هرکلۍ په ډاګه کړی.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو پر کابل ښار د برېښنا مزي په پرې کولو سره د هغوی کورونه تیاره کړي، بلکې د روان میلادی کال راهیسې يي پر ټولګټو او ملکي تاسیساتو بریدونو او حملو ته زور ورکړی. په تېرو څو میاشتو کې لسکونه ښوونځي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د شپې لخوا سوځول شوي. په داسې حال کې چې د ښوونځي په سوځولو سره یوازې د یوه ښوونځي ودانۍ نه، بلکې د یوه نوي نسل راتلونکې سوځول کیږي. د دوی په دې کار سره زرګونه ماشومان د زده کړې له نعمت څخه بې برخې شوې دي. دا کار په حقیقت کې پوهې او حقانیت سره دښمني ده او د جهالت پلویان نه غواړي چې زموږ د نن ماشومان د لیک او لوست پر ګاڼه سنمبال شي او په لوی لاس يي، د روښانه راتلونکې مخه نیسي.
د افغانستان دښمنان غواړي چې د ملکي او ټولګټو تاسیساتو په زیانمنولو سره، افغانان په تیارو په زندان کې وساتي او ځوان کهول ته اجازه ور نه کړي چې هېواد د تیارو له کندو را وباسي.
یوازې د برېښنا مزي، او ښوونځي نه دي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د بمونو په وسیله الوزول کیږي بلکې، همدا اوس په ولایتونو کې د سړک جوړولو، او ګڼ شمېر نورو رغنیزو ټولګټو پروژو څخه سهم اخلي او دې ته زمینه برابروي چې تطبیق کوونکی شرکت یا اداره د پروژې کیفیت ته ډېره توجه ونه کړي. همدا دلیل دی چې په ولایتونو کې رغنیزو پروژو کیفیت ډېر ټيټ دی.
او له هغو پروژو، چې تطبیق کوونکی شرکت طالبانو ته سهم ورنه کړي، ممانعت کیږي او اجازه نه ورکوي چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې تطبیق شي او خلک ترې ګټه پورته کړي. له دې روښانه شوه چې طالبان په عمل او کړن کې ریښتیني نه دي او د دوی، له دې، دوه مخي چلند څخه ښکاري چې له ملي ګټو سره هېڅ ډول دلچسپي نلري.
اوس خلکو ته په کار ده چې خپله راتلونکې په خپله وټاکي او هڅه ونه کړي چې د دښمن د ناسمو تبلیغاتو تر اغېز لاندې راشي. ولس باید په یوه غږ له ټولګټو تاسیساتو څخه په خپله ساتنه وکړي ځکه چې دا تاسیسات پر ولس پورې تړاو لري او د خلکو دي.