محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

ټــپــيـــــزې


په پخوانوپلونو دې پرېوتل ګردونه/ ټپيزې

مصريزې: محمدحنيف حيرانشېبې د مرګ دې نه وي لنډېوهم دې شپې او ورځې منډېوهي دې خلک په ما ملنــــډېخدای دې زما که غونډې منډېپه سر به پنډې چلوم تابه ساتمــــــــــــــــــــــــــــه اخ څومره بد يم څومره ښـــــه يمستا د پښو خاورې يم رانجه يمپه زړه سوری دې بېلتانه يـــــــمکله به يم کله بـــــــه نـــــه يـــــــــــمزما ياري په ړنګه مه شمېره مېېـــــــــــــــــــــــنه

25.10.2008 محمدحنيف حيران

زماروژه به ترقيامته پورې وينه/ټپيزې/ حيران

مصريزي: محمد حنيف حيرانمين سړی ډېره خطـــــــا کړيپه بېلتـــــانه کې چې ژړا کړيځان په تمام جهان رسوا کړييارانه هله خوند پيدا کړيچې کله کله جدايي پکې راځينـــــــــــــــه. د زيارت مالګه له مور غواړيځان په شړۍ کې رانغـــــــــاړيد لېوني په څېر ځـــــــان داړيهلک موچۍ  چيچلــــی ژاړيجينۍ ښامار خوړلې  شنه له خندا شينه. ښکاري په زړه باندې ډېر کلک دیځکه خوراک يې وچ ســــوکړک دی

13.09.2008 محمدحنيف حيران

يارمې دزړه په سر ازغی دی/ حيران

نور جګېدای نه شــــــم له ځايهبس يادوم به يې له ورايــــــــــــهشپه ورځ يې غواړمه له خدايهپه ښکلي يار مې سلام وايــــهد غريبۍ مې ورته مه وايـــــه حالـــــــونه خير دې که عمر دې خپل لنډ کهتا خو به تل د نيـــــــــکۍ پنډ کهچا پرښتې درته ځان خـــــــــنډ کهپه تورو خاورې کې دې ځنډ کهوړکيه! خوشال يې که رخصت نه درکوينه لکه نينه په اور وريتــــېږمپه صبر صبر خاورې کېږمله تشريفاتو نه تــــــــېرېږمپه من

14.08.2008 محمدحنيف حيران

ټپيزې

ټپيزې: محمدحنيف حيراند عاشقانو دې خدای مل شيد بېلتانه په ژرنده دل شيله روغ سړي نه جوړ پاګل شيلرګي چې دوه شي اورې پرې بل شيبېګاه په ما غريب يوازې بلېدنه• * * * * * ** * * * * * **شېبه شېبه ولې قتلېږيلکه د شمعې ويلې کېږيپوهېږم څه ته هوسېږېکه په ښايست مې خفه کېږېنور به د زمکې خوب کوم چې ژېړه شمه• * * * * * ** * * * * * **عمر به دغسې خپل ډېر کړميو څه موده به دې پاک هېر کړمزړه به په پړو کې راګېر کړ

03.03.2008 محمدحنيف حيران

ټپيزې: حيران

ټپيزې: محمدحنيف حيران١_ زما په سترګو کې غړېږهزما په زړه کې وټوکېږهخير دی په حسن دې نازېږهبند په بند مه رانه تاوېږهکه مسافر شوم بيا به نه درځي خوبونه ٢_ اشنا دې يو خو وفادار وينه چې د سلو تنو يار ويچې دې سبا په اوږو بار ويد يو زړګي نه بل ته لار ويچې زما خوښ يې ستا به ولې بداېسمه ٣_ زما درکړې مينه راکهزما د حُسن حق ادا کهمرور خيال مې راپخلا کهد سترګو ټول نظر پما کهلکه ويشتلې مرغۍ بېله ناسته يمه.

25.12.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more