ټپيزې
د عاشقانو دې خدای مل شي
د بېلتانه په ژرنده دل شي
له روغ سړي نه جوړ پاګل شي
لرګي چې دوه شي اورې پرې بل شي
بېګاه په ما غريب يوازې بلېدنه
• * * * * * ** * * * * * **
شېبه شېبه ولې قتلېږي
لکه د شمعې ويلې کېږي
پوهېږم څه ته هوسېږې
که په ښايست مې خفه کېږې
نور به د زمکې خوب کوم چې ژېړه شمه
• * * * * * ** * * * * * **
عمر به دغسې خپل ډېر کړم
يو څه موده به دې پاک هېر کړم
زړه به په پړو کې راګېر کړم
يو کال به بل وطن کې تېر کړم
چې ستا د حُسن دوران تېرشي رابه شمه
• * * * * * ** * * * * * **
زړه مې بې ځايه اوس درزا کړي
خدای به يې يوه راپخلا کړي
د غومره نازه خو به اشنا کړي
يارانه هله خوند پيدا کړي
چې کله کله جدايي پکې راځينه.