بېلابېل


ژوند(ټوټه)

رالیږونکی: صفي الله   خوشحالۍ د غم په کلي کې اړولي دي. غم لکه سیوری خوشحالیو سره روان وي. انسان پرې پام نه کوي، خو کله چې د سختو وختونو لمر په پوره حرارت سره پرې وغورځي، نو پرې پام یې شي او د سختې تندې ماتولو لپاره اوبو پسې ګرځي؛ د اوبو همدا لټون ژوند دی،ځانونه تږي کړ

30.09.2010 – نبراس الحق عزيز

د استغفار ګټې

عزیز یو ځل امام احمد بن حنبل رحمه الله په سفر ووت. په لار کې یو مسجد ته د شپې تېرولو لپاره ورغی. خو د مسجد د ساتونکي له لوري پرې نه ښودل شو چې په مسجد کې شپه تېره کړي، امام احمد بن حنبل ډیر کوښښ وکړ چې د مسجد ساتونکي راضي کړي ترڅو ده ته د شپې اجازه ورکړي خو هغه نه منله. اخیر امام احمد بن حنبل د مسجد په درواز

21.07.2010 – نبراس الحق عزيز

شیطان دې نه پرېږدي

شیطان دې نه پرېږدي امام ابو حنیفة رحمه الله ته یو سړی  راغی او ورته ويې ویل چې مال مې چېرته خښ کړی دی او اوس یې ځای راڅخه هېر دی، که تاسو په دې هکله څه مرسته راسره وکړئ. امام ابو حنیفة ورته وویل چې زه خو نه پوهېږم چې په کوم ځای کې به دې خښ کړی وي، فقهي مسئله هم نه ده چې حل يې راوباسم، خو خیر، څه چل به ورسره وکړم. لاړ شه، کله چې دې د ماسخوتن لمونځ وکړ نو خدای ته په تهجدو ودرېږه، سهار بیا راشه او ما خبر کړه چې څنګه شو؟

01.05.2008 – نبراس الحق عزيز

لقمان حکيم خپل زوی ته

لقمان حکيم خپل زوی ته وايي: بچيه! کله چې له علماوو سره کېناستې نو د دې په ځای چې خپله څه ووايې زيات کوښښ کوه چې څه واورې، او په ښه توګه اورېدل زده کړه، او د مقابل لوري په خبرو کې تر هغه مه ورلوېږه ترڅو يې چې بشپړې کړې نه وي.

29.03.2008 – نبراس الحق عزيز

فیصله مه کوه

فیصله مه کوه عمر بن عبد العزيز وايي: که چېرته تاته د جګړې يو لوری راغی په داسې حال کې چې یوه سترګه يې له لاسه ورکړې وي، نو تر هغه فیصله مه کوه ترڅو بل لوری نه وي راغلی؛ کېدی شی چې هغه دواړه سترګې له لاسه ورکړې وي.

29.03.2008 – نبراس الحق عزيز

له مور سره ولې ډوډۍ نه خورې؟

له مور سره ولې ګډه ډوډۍ نه خورې؟ له امام زين العابدين رحمه الله نه پوښتنه وشوه چې: ته خو له مور سره تر هر چا زيات ښه کوې، نو بيا ولې په يو دسترخوان ورسره ډوډۍ نه خورې؟ هغه په ځواب کې وويل: زه وېرېږم که چېرته مې لاس هغه څېز ته وروړاندې کړم چې د مور مې پرې له مخکې سترګې لګېدلې وي نو ما به يې نافرماني کړي وي.

29.03.2008 – نبراس الحق عزيز

زړه لکه مارغه

زړه لکه مارغه                زړه د مارغه په څې

29.03.2008 – نبراس الحق عزيز

خپګان په څه؟

خپګان په څه؟ یو عالم په يو سړي باندې تېرېده چې په مخ کې يې د خپګان او غم نښې له ورايه ښکارېدې، نو ورته يې وويل: زه درڅخه د درېوو څيزونو پوښتنه کوم ځواب به يې راکوې: آیا په ګرده نړۍ کې د الله جل جلاله له غوښتنې پرته کوم کار کېدونکی دی؟ سړي وويل: نه. بیا يې پوښتنه وکړه: آیا هغه روزي چې الله جل جلاله درته ليکلې وي کمېدی شي؟ سړي

29.03.2008 – نبراس الحق عزيز

د ذکر ګټې

د ذکر ګټې شيطان شړي، ځپي يې، او لويي او غرور يې ورماتوي. څښتن تعالی خوشاله کوي. له زړه څخه خپګان او اندېښنې وباسې. زړه ته خوښي او سوکالي راولي. زړه او بدن تندرست ساتي. مخ او زړه نوراني کوي. روزي پراخوي. ګناهونه رژوي.

29.03.2008 – نبراس الحق عزيز

ښوونکی لېونی دی

ښوونکی لېونی دی يو بې دينه ښوونکي له خپلو زده کوونکو څخه وپوښتل چې: آيا تاسې مېز ليدلی شئ؟ زده کوونکو ځواب ورکړ: هو، ښوونکي وويل: نو مېز هم شته دی. بيا يې وپوښتل چې: آيا تاسې توره تخته ليدلی شئ؟ هغوی ځواب ورکړ: هو، ښوونکي وويل: نو توره تخته هم شته. بيا يې وپوښتل چې: آيا تاسې الله تعالی ليدلی شئ؟ هغوی ځواب ورکړ: نه، ښوونکي وويل: نو الله هم نشته. له زده کوونک

29.03.2008 – نبراس الحق عزيز

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more