له مور سره ولې ګډه ډوډۍ نه خورې؟
له امام زين العابدين رحمه الله نه پوښتنه وشوه چې: ته خو له مور سره تر هر چا زيات ښه کوې، نو بيا ولې په يو دسترخوان ورسره ډوډۍ نه خورې؟
هغه په ځواب کې وويل: زه وېرېږم که چېرته مې لاس هغه څېز ته وروړاندې کړم چې د مور مې پرې له مخکې سترګې لګېدلې وي نو ما به يې نافرماني کړي وي.
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
زړه لکه مارغه
زړه د مارغه په څې...
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
فیصله مه کوه
عمر بن عبد العزيز وايي:
که چېرته تاته د جګړې يو لوری راغی په داسې حال کې چې یوه سترګه يې له لاسه ورکړې وي، نو تر هغه فیصله مه کوه ترڅو بل لوری نه وي راغلی؛ کېدی شی چې هغه دواړه سترګې له لاسه ورکړې وي....