ظفرساپی کریمي

Profile Photo

دغه ځمکه چې خړوبه شي لونګ شي
دکنړ دسيمې په هکله ممکن شاعر داويلي وي چې (دغه ځمکه چې خړوبه شی لونګ کړي دلته نرم نرم تل اوره بارانه)کله چې سړی دپښتو ادب په بڼ کي يوه بله خوا وګوري نو بې شميره داسي تنکي
ګلان او درنې ميوه لرونکې ونې ګورې چې دکنړ په خاوره راټوکيدلې دې.ښاغلی ظفر کريمي هم دکنړ په خاوره له راټوکيدلیو هغو تنکو ګل بوټو څخه ده چې په يوه وار يي بې شمېره ګلان سپړلي .په ١٩٨٠ کال زېږيدلی ظفر کريمي په ماشومتوب کي دنورو لکونو هيوادوالو په څير کوز وطن ته په هجرت کولو اړشو .ولي دغريب الديارۍ ستونځو هم وه نه کړای شو ظفر له کتاب او مکتب نه لري وساتي. دپيچ ولسوالی دغه زلمی مهاجر له باجوړ نه دابتدايي زدکړو دترلاسه کولو نه پس دپيښور علم دوست ښار ته راغی او دپيښور پوهنتون نه يي په سياسياتو کي دګريجوشن ډګري تر لاسه کړه.دعلم همدغې تندې په پراخ اسمان کي الوت ته وحڅاوه او تر کراچۍ يي ورساوه .له يوې خوا په پښتو ادب کي دماسټر دډګري ترلاسه کول او له بله پلوه په ژورناليزم کي مقام تر لاسه کول
هغه خوبونه دي چې دتعبيردموندلو په هيله يي دننګلام کلي دغه ساپی پښتون دکراچۍ په ګرمۍ کي شپې ورځې تيروي .په "پاکستان "او "رهبر " نومی سمييزو ورځپاڼو کي دايډيټر په توګه له دندي تر سره کولو پس په پشتو تيلويزون خيبر نيوز کي درپورټر په توګه شامل شو او اوس مهال په کراچۍ کې د مشال ریډیو نماینده دی .له دي سره په څنګ کي په فرهنګي هلو ځلو کيې هم پوره ونډه لري يو ناول يي چاپ ته تيارده له پيښور نه چاپ کيدونکي "وحدت" ورځپاڼې يي شاوخوا ٢٠٠ کالمونه نشر کړي دي چې وطن او قام ته دورپېښو مسايلو په هکله دي.دکراچۍ دشاعرانو او ليکوالو پښتنو داستازي تنظيم جرس ادبي جرګي له اساسي غړيو نه ده او په خپله تکړه شاعر ده چې په شعر کې يي دکنړ دشيرينې لهجي ښکلا له ورايه بريښي .دکراچۍ په نوم ويبلاګ په يوه سر چلوي چې زياتره ادبي مواد نشر ته سپاري .ښاغلی ظفر کريمي په دې توګه دا ثابتوي چې دی دکنړ ريشتونی ګل بوټی ده چې په يوه وار ډېر ګلونه سپرلی شي
نورمحمد سعید

زما په آند


خېبر پښتونخوا په سینټ کې

د هزارې د خلقود قهرجنو مظاهرو روسته د پاکستان مسلیم لیګ ن ډله نن خپل اهم اجلاس کوي او شاید په نني اجلاس کې د خېبر پښتونخوا نوم دپاره د هزاره پښتونخوا نوم باندې متفق شي ـ که داسې وشي نو اتلسم ترمیم نه خو د خېبر پښتونخوا کیسه کیدی شي هلته په سینټ کې ځوړنده پاتې شي ـ که تاسو ته یاده وي د ایم ایم ای حسبه بل هم لا په سېنټ کې بانډه دی ـ دلته دا خبره هم د یادونې ده چې لسګونه کلونه مخکې خلقو پښتونستان غوښته،بیا یې افغانیه،پښتونخوا کړه ـ د س

13.04.2010 – ظفرساپی کریمي

دریاض تسنیم اوښکې/ظفرکریمي

د ریاض تسنیم اوښکې   ظفرساپی کریمي هاغه ورځ مې چې د ریاض تسنیم یو غزل په لیکه کړو کوم هغه ماته یوه دوه میاشتې مخکې راایمیل کړی وو، دا د یکشنبې ورځ څا

28.07.2009 – ظفرساپی کریمي

د ویر له چمه یو وړوکی خبر/ظفرکریمي

                                 د ویر له چمه یو وړوکی خبر او وړوکی ځکه دی چې د یو کور یوازې درې کسان پکې شهیدان یا وژل شوي دي او شپږ نور زخمیان شوي د

01.07.2009 – ظفرساپی کریمي

پنجابي پوهان طالبان په دوو ډلو ویشي

                        پنجابي پوهانو طالبان په دوو ډلو ویشي شکر په دې دی چې دومره خو وشوه چې هغو ړندو مشرانو،لیکوالانواو دانشورانو خو دومره ومنله چې د ددوي د سترګو تور،،مجاهدین،،ترهګر دي او یا ددو

18.06.2009 – ظفرساپی کریمي

غېرت یعنې څه؟

                         غېرت یعنې څه؟  غېرت چې خوشال خټک ورته ننګ ویلی دی او د مغل د بند څخه د راخلاصیدو وروسته ښکاره اعلان کړی دی چې د افغان په ننګ یې توره تړلی،شاید ددغه وخته ددې ټکي کارول پیل شو،خو ځیني پوهان بیا په دې اند دي چې څومره پښتانه زاړه دي هومره غېرت او ننګ زوړ دیلوستونکو،کله هم تاسو په

07.01.2009 – ظفرساپی کریمي

راځئ تبصرې ولیکو

                         راځئ تبصرې ولیکوزما په پوښتنه هغه دواړه لاسونه غوږونو ته وروړل ،سر یې یو او بل لور ته وخوزاوه او وې ویل توبه مې ده توبه، د وېب پاڼو نوم راته مه اخله،د وېب پاڼې د کتو څخه دکتاب لوستل ډېر ښه دي ـ "غوښه که وسوزي هم نو د پیتي نه ښه وي "،کتاب که څومره هم خراب شي کنځلې خو به پکې نه وي او دا وېب پاڼې .......دا د پښتو وېب پاڼې ........توبه

17.12.2008 – ظفرساپی کریمي

پېنټ شرټ/ظفرکریمي

                 پېنټ شرټ                                ظفرکریميیو غوبل جوړ وو،د ایمبولانسونو سایرونونو داسې غوغا جوړه کړې وه تا به ویل ګویا ټول ښار اور اخېستې دی ـ په سرک د ترافیک د کنټرول دپاره لګیدلې اشاره هم سره نه و

11.12.2008 – ظفرساپی کریمي

پاکستاني سیاست کې بیا سړه جګړه

         پاکستاني سیاست کې بیا سړه جګړه د پاکستان په سیاسي تاریخ کې چې کله هم کوم سیاسي ګوند په واک کې راغلی دی نو د اسټبلشمنټ سره یې خامخا تودې سړې راغلي دي.په تېره بیا دا تودې سړې د پیپلز پارټۍ سره دومره زیاتې راغلې دي چې ساری نه لري .په پاکستان کې تر اوسه درې ځله  واک ته رسیدلی پیپلز ګوند دا ځل د سید یوسف رضا ګیلاني په شکل کې څلورم ځل واکمن شول. ددې ګوند لمړنۍ واکمني هغه وخت نسکوره شوه کله چې د

26.11.2008 – ظفرساپی کریمي

اختر دې مبارک شه

                   اختر دې مبارک شهفرهاده ياره ! اختر دې مبارک شهزما ځوانيمرګه ! د تورو خاورو په تور څلي کې دې دا شپږم اختر هم بختور شهتا به ويل کنه چې زه که چېرته نه ومه<

30.09.2008 – ظفرساپی کریمي

داسلام اباد چاودنه چا وکړه؟

                               دترهګرۍ وکالت                                               &n

23.09.2008 – ظفرساپی کریمي

ښه ادب یعنی څه؟

                      ښه ادب یعنی څه؟ ادب د ژوند ترجمان بلل کیږي خو آیا ښه ادب داده چې ژوند هماغسې انځورکړي لکه څنګه چې ژوند پخپله ده؟نه داسی بلکل نه ده بلکه آدب او ښه ادب داده چې خلک د خوبونو عملي کولو ته راوبولي د خلکو په فکر اغیزه ولري او خلک دژوند او د هغه دمسائلو حل کولو ته تشویق کړي دغه په ژوند پوري مربوط ژوندی آدب ده ...که موږ مسائل هماغسې وړ

19.09.2008 – ظفرساپی کریمي

دا کراچۍ ده ..........

            غنيمــــــــــــــــت دى چې ما او تا پکې مشغول شو            ګنې دې مشيني ښار کې ګرانه څومره ځانځاني ده او زه خو وايم چې ځانځاني ځکه ده چې مصرفيت زيات دى ـ دا د ګيډې غم  دى چې هر سړى يې په سر اخيستى دى ـ پخوا به خلق پيتاوو ته ناست وو ساعت تيري لپاره به يې رنګارنګ کيسې کولې او آد چا خبره روژه به يې لنډوله خو ددې برعکس د

09.09.2008 – ظفرساپی کریمي

روژه او سنتوش

                  روژه او سنتوش                                                 ظفرکريميدسنتوش پوره نوم سنتوش ک

07.09.2008 – ظفرساپی کریمي

ډاکتر فوزيه

       ډاکټر فوزيه يوه مثالي پښتنه پېغله      زه ثابتول غواړم چې پښتنې پېغلې هم د چا نه کمې نه دي                                 رحم

01.09.2008 – ظفرساپی کریمي

دوه ورځې کابل کې دوه ساعته پلچرخي کې

 دوه ورځې کابل کې دوه ساعته پلچرخي کې                                        ظفرکریمي      دبېنظیر بټو سکه ورور میر مرتضی بټو هغه مهال د ببرک کارمل د حکومت مېلمه ؤـ نومیال

24.05.2008 – ظفرساپی کریمي

دباجوړ ډمه ډولې په اړه زما خاطیرې

          دباجوړ ډمه ډولې په اړه زما خاطیرې  خدای مې د غاړه نه نیسي ،دابه د1993م  د پسرلي شپې ورځې وی ـ زه د نوی نوی  دمردان په یو ښونځي کې داخل شوی وم ـ زما لهجه او دمردانیانو په لهجه کې د توپیر سربیره یو بل شی هم داسې وو چې تل به زه د مردانیانو د خندا  سرکل ګرزیدلی وم  ـ تاسو ته به شاید د خندا د دغه  سرکل پته نه وي مالومه ـ دغه سرکل زما سرټیفیکټ ؤ،او هغه ځکه چې یو خو زما

18.05.2008 – ظفرساپی کریمي

ددریم نسل شهید

 داودفرهته!    زما په خپلو غوږونو باور نه راځي ، زه ګنګس یم ، تا څوک یادولو ؟ تا ویل کنه د "حُبیب" ځوي دی ،"اُلفت" یې نامه ده ، د پنځه یا شپږو کلنو په عُمر دی ،هغه د ورکوټي سیند سره نزدې لوبې کولې ،دشګو کوټنۍ یې جوړولې د توغوندي پارچه یې رسا په سر لګیدله ـ اُلفت په خپلو لاسونو د شګو په جوړو شویو کوټنو ورولویدو ـ ډېرې لتې یې وټکولې ،یو څوکسان راغلل هغه یې راپورته کړو ،جنازه یې کړو او د کور پله یې یوړو ـ د اُلفت په لمدو شګو ککړو لاسونو اوس د وین

16.05.2008 – ظفرساپی کریمي

دجهاد برياليتوب په جشن برید.....ظفرکریمي

         "کرزی صېب ددو ښېرو نه دی"    داد 22 اګست 2002م یو زېړ مازیګر ؤـ زما ماما  کوم چې دا مهال دګوانتانامو په زندان کې بندي دی ،یوه  ورځ دمخه دامریکایانو له لوري په یوه نامالومه وجه نیول شوی ؤ ـ دماما په کور کې د پښتنې روایاتو له مخې ډېرې میرمنې راټولې شوې وې او د ماما په نیونه یې کوربه نوو مېرمنو ته دلاسه ورکوله او د ماما د راخل

27.04.2008 – ظفرساپی کریمي

خوشال خټک........انتخاب

                      انتخاب :ـ ریاض تسنیم د  بازیو  دی  موندلی  یم   غلوه  مې  دهلک غوندی ریښتیا ګڼم مذاق ستا    خلق وایې چې دوزخ  شته   پس له مرګه <

22.01.2008 – ظفرساپی کریمي

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more