ډاکټر فوزيه يوه مثالي پښتنه پېغله
زه ثابتول غواړم چې پښتنې پېغلې هم د چا نه کمې نه دي
رحمان بونيرى
دپاکستان سندهـ ايالت ستر ښار کراچۍ ته د قامونو مرکز او د تهذيبونومسکن هم ويل کيږي ـ په دې ښار کښې د نورو قامونو په څېر پښتانۀ هم مېشته دي ـ په دې ښار کښې زياتره پښتانۀ مزدوريانې کوي خو ځينو نورو پکښې اعلى او اوچت تعليمونه حاصل کړي دي او د ژوند په غوره برخو کښې په اوچتو عهدو کارونه کوي ،لکه ډاکټر فوزيه ـ
ډاکټر فوزيه په يو وخت ډاکټره ده ،اوستازه ده ،دټي وي کوربنه ده ،او د منشياتو خلاف جوړ سرکاري فورس اينټي نارکوټس مرستياله هم ده ـ ډاکټر فوزيه په يو وخت دومره کارونه څنګه سر ته رسوي په دې حقله د هغې خيال دے چې " زه چې څومره هم کارونه کوم په ټولو کښې زما شوق زما مل وي سبق ښوول زما شوق دى، په ټېلې ويژن کار کول هم زما خوښ دي ـ زما په خيال که کوشش وشي هر څه کيدى شي زه خپل وخت ضايع کول نه غواړم ځکه زه د سبا ورځې دپاره د خپلو ټولو کارونو يو فهرست جوړ کړم او هره خبره پکښې وليکم"
ډاکټر فوزيه هره ورځ دولس ساعته په خپلو کارونو کښې مصروفه وي او کله نا کله هغه تر شپاړس ساعته پورې هم کار وکړي ـ اته ديرش کلنه ډاکټر فوزيه خپل دفتري کارونه په دفتر کښې خلاصوي په دې حقله دهغې وېنا ده چې " ما د خپل ژوند يواصول جوړ کړے دى هغه اصول زما خاوند ته هم مالوم دى يعنې چې څومره د دفتر کار دى هغه به هم هلته وي ،کله چې کورته لاړه شم ،هلته به بيا د دفتر کارونه نه وي ، که په ما څومره هم د کار بوج وي هغه زه په دفتر کښې پوره کوم ـ زما د کور وخت زما بچو لپاره وي هلته زه د دفتر کار بيخي نه کوم"
د صوبه سرحد صوابۍ علاقې سره تعلق لرونکې ډاکټر فوزيه چې کله په په لومړي ځل د ټېلې ويژن په پرده راښکاره شوه نو دهغې خپلوانو په هغې سخت ټکونه او نېوکې وکړې خو ډاکټرفوزيه همت ونه بايله ـ د ډاکټر فوزيه خيال دے چې" په ټي وي کار زه ددې خبرې دپاره نه کوم چې ما خلک وپېژني بلکې دا ما يو مطلب لاندې شورو کړى دى ، زه بدلون راوستل غواړم ،زه دا ثابتول غواړم چې پښتنې مېرمنې د ژوند هر اړخ کښې کار کولى شي او په مېډيا چې کوم تعصب عام دى چې تعليم يافته ښځې دلته کار نه کوي زه هغه غوڅول غواړم " ـ که چېرې نورې پښتنې هم وغواړي چې هغه په ټي وي کار وکړي عمل زغل کښې ورګډې شي نو څه کولى شي په دې اړه ډاکټر فوزيه واي "ګورئ اول ځان قايله کول غواړي چې ځان قايله شي نو بيا هر کار کيدى شي که يو تن ځان پوهه کړي چې زه کار کول غواړم او په دې کار کښې زه دستونزو سره هم مخ کيدى شم نو هيڅ ګرانه نه وي ـ اصل کښې چې مونږ کله خپله د تذبذب ښکار شو بيا واړۀ واړۀ اعتراضونه هم ستر ښکاره شي ،انسان له پکار ده چې خپل مقصد وپېژني ،چې يو جوت مقصد وي نو بيا لار واضحه وي او پخپله سم ښکار ي او بيا انسان په هغۀ ځايې اودريږي چې فېصله کولى شي"
په پاکستان کښې دا وخت خلک په تېزۍ سره ذهني مرضونو په مخه کړي دي اخر وجه څه ده؟ په دې حواله ډاکټر فوزيه د خپل ماهرانه رايى اظهار داسې کوي " په لويو ښارونو کښې دا مرض زيات دى ،وجه داده چې خانداني تړون ډېر کم شوى دى ،د وړاندې په شان خلک په شريک خاندان کښې نه اوسيږي ،خلک يوازې اوسي اوخپلې ستونزې يو بل ته نه وايې ،بله دا چې په ژوند کښې د مقابلې کولو رجحان زيات شوى دى ،هر کس د بل نه په وړاندې تلل غواړ ي او کله چې مورپلار دمقابلې په زغل کښې د شاميليدو په وجه د ذهني ستړيا اودباو ښکار شي نو دغه دباو زمونږ ماشومان هم محسوسوي زما په خيال مثبت سوچ پکار دى" ډاکټر فوزيه په دومره مصروف وخت کښې د ځان د خوشاله او صحتمند ساتلو دپاره په لوبو کښې هم برخه اخلي ـ ډاکټر فوزيه د اسونو د زغل يوه نامتو لوبغاړې ده ـ هغه د جيپانو(ګاړو) په زغل کښې هم برخه اخلي ،هغه لامبوزنه هم ده او کله نا کله کرکټ هم کوي ـ
ډاکټر فوزيه وايي چې زه لوبې هم کوم او ديوې پېغلې د سينګار کولو شوق هم پوره کوم ـ د ډاکټر فوزيه پېغام دى په اخلاص سره کارکول پکار دي ،چې هر څه کوئ په صفا نيت سره يې کوئ نو هر کار به اسان شي او کاميابي به ستاسو قدمونه ښکل کړي ـ