پیغامونه او خبرتیاوې
نوی کال ځینې ګلونه اخلي
نوی کال ځینې ګلونه اخليزمانه هم عجیب حالات په انسان باندې راولي کله کله داسې شي چې د خوښیو څخه په جامو کې نه ځایږي خو کله کله بیا پرې د تورتم توره لړۍ داسې را تاو شي چې هره لحظه یې ویر، ژړا، ماتم، اوښکې او سوې سوې اندیښنې وي. په داسې یوه حالت کې نو د انسان د ژوند د قسمت آسمان ته د غم تورې وریځې رامنډې کړي او په داسې یوه ویرونکي درز سره نارې وهي چې درد یې د انسان د بدن له پوښتیو څخه پورې ورې وزي.نوی کال هغه زرغون موسم دی چې انسان ورته خوښیږي او فکر کوي چې موږ ته به نوي نوي ګلا
زیری
زیری د غازي محمد جانخان وردګ ژوندلیک چاپ شو غازي محمد جانخان وردګ، د خپلواکۍ په جګړه کې د نوموړي اتلولي او مظلومانه شهادت د هغه کتاب نوم دی چې ښاغلي حیات الله حلیم لیکلی او تازه له چاپه راوتلی دی. دغه کتاب چې په څلورو فصلونو او څه کم دیرش عنوانونو او ۲۳۴ صفحو باندې له څه تاریخي عکسونو سره یو ځای ترتیب شوی دی د هیواد د ستر سپهسالار شهید غازي محمد جانخان وردګ د ژوند لیک، ویاړلو کارنامو او مظلومانه شهادت په هکله تاریخي او مستند حکایت ستاسو مخې ته ږدي چې د لیکوال په ژورو هڅو او زی
مهم، مهم، مهم
مهم، مهم، مهمپه ملي کچه د ملي اتلانو نازول افغان ولس هغه میړنی، لایق، باطور او با استعداده ولس دی چې د لازم فرصت، سولې او امنیت په فضا کې ډیر ژر د نړۍ د ویاړلو ولسونو په کتار کې خپل ځان ته ځای موندلی شي چې د کرکټ په ډګر کې د ۱۳۸۷ کال مسلسلې بریاوې او په ارجنټاین کې وروستۍ اتلولي د دې ادعا غوره ثبوت ګڼل کیږي.د کرکټ لوبه سره له دې چې پخوا به هم په هیواد کې وه خو په افغانستان کې دومره اوږد تاریخ نه لري بلکي د هیواد د کرکټ ملي ټیم په دې څو کلونو کې د ځینو ویاړلو
د وردګو د کلتوري یون پیغام
د وردګو د کلتوري یون مشرتابه پلاوی ټولو افغانانو، د دې متن ګرانو لوستونکو او د ګرد اسلامي امت وګړو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من یو چې د ژوند دغه مبارکې او رنګینې لحظې د خوښۍ سولې، امن او سوکالۍ په شیبو کې تیرې کړی. همدارنګه هیله من یو چې لوی خدای ( ج) د ټولو مومنانو لمونځونه، روژې او عبادتونه پخپل دربار کې قبول او تاسو ټول د حاجیانو او غازیانو له ډلې څخه حساب کړي.راځی ټول په ی
نبي ساحل ته د خواخوږۍ پیغام
د جغتو مدني او کلتوري بهیر د هیواد د کلتوري یون د تکړه لیکوال، پیاوړي ژورنالیست او فرهنګپال ځوان ښاغلي نبي ساحل د ارواښاد پلار د مړینې له کبله چې د تیرې جمعې په ورځ په حق رسیدلی دی خپله غمرازي او د تسلیت مراتب څرکندوي. ارواښاد خزانه دار محمدخان د وردګو یو خیرخواه سپین ږیری وو چې تل یې د خیرښیګڼې په کارونو کې نه یوازې پخپله ونډه درلودلې بلکي د خپل اولاد په سالمه روزنه کې یې هم هیڅ ډول سپما نه ده کړې چې نبي ساحل د ارواښاد د کلتوري هڅو یوه غوره ډالۍ ګڼلی شو. لوی خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس