د وردګو د کلتوري یون مشرتابه  پلاوی ټولو افغانانو، د دې متن ګرانو لوستونکو  او د ګرد اسلامي امت وګړو  ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای  (ج) له دربار څخه هیله من یو چې  د ژوند دغه مبارکې او رنګینې لحظې د خوښۍ سولې، امن او سوکالۍ په شیبو کې تیرې کړی. همدارنګه هیله من یو چې لوی خدای ( ج) د  ټولو مومنانو لمونځونه، روژې او عبادتونه پخپل دربار کې قبول او تاسو ټول د حاجیانو او غازیانو له ډلې څخه حساب کړي.
راځی ټول په یوه خوله دعا وکړو چې یا الله د د ې نیکمرغه کوچني اختر د دې رنګین مناسبت په روی،
یا الله د خپلې ستا د عظیم دربار د ځانګړې مهربانۍ، ترحم، شفقت او عظمت په روی،
یا الله ستا د ځانګړې میاشتې  د مبارکو لحظاتو د انوارو په برکت نور نو زموږ ګران افغانستان، زموږ سپيره خلک او غم لړلی چاپیریال د تل لپاره د هر ډول ناخوالو، ورانیو او جګړو له ګردابونو څخه د یوې ریښتنې سولې او ثبات لوري ته روان کړې څو زموږ ځپل شوي  خلک لږ تر لږه د آرامۍ په فضا کې د خپل بیوزله  ژوند تیرولو شونتیا تر لاسه کړي.
هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور

د وردګو کلتوري یون