مقالې


نوی کال، نورروز او پسرلی

نوروز، نوی کال او پسرلی د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، مذهبي او موسمي بڼې لري چې د ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړ کوي. نوروز هم د نوي هجري لمریز کال د لومړۍ نیټې او د پسرلي د موسم د لومړۍ ورځې سره برابره ده، د  سیمې او نړۍ د مهمو جشنونو څخه ګڼل کیږي او د افغانستان په شمول د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې په مختلفو ډولو باندې نمانځل

04.04.2009 ahmadi

آتمه مڼې ګل کتاب چاپ شو

د ویاړ ځای دی چې نن ورځ د هیواد د ملي پښتو ژبې ودې او د افغان اصیل  کلتور غوړیدو ته په مختلفو بڼو کار کیږي. که له یوې د افغانستان کلتوري ډګر هره میاشت د لسګونو تخلیقي آثارو ادبي څیړنو او ډول ډول کلتوري هڅو ګواه دی چې زموږ په ټولنه کې د خپریدو چانس مومي  نو له بلې خوا د هیواد کلتوري ټولنو، ادبي مجلسونو، ولسي مشاعرو، فرهنګي میلو او پوهنیزو محلفونو بهیر هم  د ورځې په تیریدو خپلې روښانه څپې د ملت د ویاړونو په سیند ورګډوي او د اهمیت ګراف یې د لوړیدو په لوري روان دی.په افغانستان

19.06.2008 ahmadi

افغانستان، کرکټ او ملي اتلولي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په دې و توانیده چې د انګلستان په جرسي ټاپو کې د روان ۱۳۸۷ کال د غبرګولي په ۱۱ چې د ۲۰۰۸ میلادي کال د مې له ۳۱ نیټې سره برابره ده د نړۍ د څلورو ټاپو وزمو د  ۱۲ هیوادونو د کرکټ په سیالیو کې نړیواله اتلولي د افغانستان لپاره ځانګړې او خپل ګران هیواد ته د اتلولۍ د کپ په راوړلو بریالۍ شي.د تاریخي ویاړونو، خوښیو او شکرونو ځای دی چې زموږ هیواد له یوې اوږدې غمیزې وروسته په بیړه بیړه  د دې جوګه کیږي چې د خپلو زیارکښو بچیانو پر مټو په نړیوالو ډګرونو کې د ویاړو

05.06.2008 ahmadi

پښتو ویبلاګونه او تبصرې

د پښتو ژبې ویبلاګونه د معاصرې زمانې د کلتوري هلو ځلو په لړ کې د خدمت او کار کولو هغه فرهنګي وسیلې ګڼلی شو چې په ډیر آسانه، ګړندۍ او اغیزمنه توګه د  لیکوال له ذهن څخه د هغه د ګوتو او فکر په هڅه تولید شوي توکي اخلي او د ټولې انساني نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې  د مینه والو  مخې ته په مینه مینه ږدي.پښتو ویبلاګونه چې د انټرنیټ پر مټ نن د لیکوالو، لوستونکو، څیړونکو او کره کتونکو په چوپړ کې قرار لري د یوه داسې الهي نعمت حیثیت لري چې که په مثبته، روغه او ریښتنې توګه د خپل پښتني فرهنګ په غوړی

24.02.2008 ahmadi

د افغان د زړه آواز

یوه خبره چې بیا بیا تکراریږي او د تاریخ په دې مهم پړاو کې د هر افغان د زړه آواز او د هیلو غوټۍ ده هغه په ګران افغانستان کې سوله، وروګلوي، هر اړخیز سمون، روغه جوړه او ریښتنې بیا رغونه ګڼل کیږي.سوله هغه آرمان دی چې د هر افغان د هیلو ځونډي پرې تړلي او راتلو ته یې د زړه له تل څخه هیله من دي چې بیا یې خپل هیواد او جونګړې ته په ریښتنې مانا راولي. همدارنګه افغانان  غواړي چې د خپل  ژوند هراړخیز ارزښتونه د سولې تر رنګین، ښکلي او زرین چتر لاندې د نیکمرغۍ

24.02.2008 ahmadi

په انسانانو باندې د مورنۍ ژبې حقوق

مورنۍ ژبه د انسانانو له هغه لوړ بها ارزښت څخه عبارت ده چې هغه ته دناموس، خاورې، هیواد، خپلواکۍ، ملي حاکمیت او داسې نورو ارزښتونو په څیر کتل کیږي. انسانان تل هڅه کوي چې خپله مورنۍ ژبه ژوندی وساتې، د سمسورتیا او ښیرازۍ په لاره کې یې هلې ځلې وکړي، لازمه وده ورکړي او د پراختیا په لاره کې یې له ټولو ممکنو لارو چارو څخه کار واخلي. همدارنګه مورنۍ ژبه او د هغه هراړخیزه پراختیا د انسانانو د ژوند په هراړخیزو خوښیو کې نیغه ونډه او اغیزه لري. د مورنۍ ژبې په غوړیدو سره یې ویونکي خوښیږي، په پراختیا سره یې

07.02.2008 ahmadi

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more