یوه خبره چې بیا بیا تکراریږي او د تاریخ په دې مهم پړاو کې د هر افغان د زړه آواز او د هیلو غوټۍ ده هغه په ګران افغانستان کې سوله، وروګلوي، هر اړخیز سمون، روغه جوړه او ریښتنې بیا رغونه ګڼل کیږي.
سوله هغه آرمان دی چې د هر افغان د هیلو ځونډي پرې تړلي او راتلو ته یې د زړه له تل څخه هیله من دي چې بیا یې خپل هیواد او جونګړې ته په ریښتنې مانا راولي. همدارنګه افغانان غواړي چې د خپل ژوند هراړخیز ارزښتونه د سولې تر رنګین، ښکلي او زرین چتر لاندې د نیکمرغۍ په لاره سم کړي.
سوله هغه بنسټ دی چې د انسانانو ټولې بریاوې پرې تړلې او د ژوند د روښانه خوښیو شرینې پیمانې یوازې د سولې په رنګین ټاټوبي کې موندل کیدای شي. یوازې سوله ده چې بشر ته د نیکمرغۍ د خوږو جامونو رنګینې پیمانې وړاندې کولی شي.
همدارنګه یوازې سوله ده چې انسانانو ته د غوره او مخکښ ژوند نظام ډالۍ کوي، په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او هراړخیزو ډګرونو کې یې لاسنیوی کوي او د وړانګو یوه داسې روښانه ماحول ته یې ورسره بیايي چې هر لوري ته یې د زرین څرک ویاړلي مشالونه د رڼایۍ په نڅا بوخت وي.
هو سوله خو ښه څیز دی بلکي د ژوند تر ټولو وړانګیز، رنګین او قیمتي جوهر ګڼل کیږي نو څنګه کیدای شي چې بشر او بیا په ځانګړي توګه د افغان ولس وګړي د تاريخ په دې اساس پړاو کې د دې ګران بها جوهر په لاسته راوړلو کې بریالیتوب ترلاسه کړي؟
زما په آند د سولې د راوستلو په اړه عملي فکر کول داسې یوه اړتیا ده چې نن ورځ د زیاتو هغو خواخوږو اړخونو سره مطرح ده چې د دې هیواد د جنګ ځپلو خلکو لپاره د یوه پرتمین ژوند د موندلو په هڅو لګیا دي. راځئ چې ټول په ګډه د دې مهمې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره هلې ځلې وکړو، د خپل توان، وړتیا، نفوذ او اغیزې په اندازه په خپله ټولنه کې د عملي سولې د لاسته راوړلو لپاره ریښتنې او هراړخیزې هڅې پيل کړو. همدارنګه که مو تراوسه پورې دغه هلې ځلې پیل کړي وي ، نو د پراختیا او سمون په لاره یې سمې کړو. په یقین سره ویلای شم چې د افغاني ټولنې هغه پوهنیز روڼ آندي چې خدای (ج) د پوهې له ډیوو څخه ونډه ورکړې ده په دې لاره کې تر ټولو ستر مسوولیت لري څو د هیواد په ګوټ ګوټ کې دغه قیمتي جوهر په عملي ډګر کې پلی او پراختیا ورکړي.
د دې کرښو د لیکوال په آند که دغه لاندې ټکو ته جدي او ریښتنې پاملرنه وشي نو له شک څخه پرته چې ګټورې پایلې به ولري:
لومړی: راځئ په خپل منځ کې داسې ژمنه او هوډ وکړو چې هر افغان د خپل وس سره سم، د خدای د رضا د حصول او له بدمرغیو څخه د خپل ځپل شوي ولس د خلاصون په لاره کې مټې را ونغاړو او د واقعي د راوستلو له بهیر سره یو ځای شو.
دویم: هر فرهنګپال افغان هغه که دیني عالم وي، ټولنیز شخصیت وي، لیکوال وي، شاعر وي، ژونالیست وي، نطاق وي، ملا امام وي او یا قومي مشر وي نو لږ تر لږه د سولې په هکله د یوه مطلب په لیکلو، لوستلو، تبلیغ کولو، نشرولو او د خلکو د پوهولو په لاره کې عملا ونډه واخلو او د ملي یووالي په چوکاټ کې هیواد ته د سولې د راستلو بهیر ګړندی کړو.
دریم: هر هغه افغان چې د لانجې په مختلفو اړخونو هر څومره اغیزه درلودلی شي نو له خپلې اغیزې څخه دې کار واخلي څو هغوی په هیواد کې د ریښتینې سولې راوستلو ته و هڅوي. ټول په یووالي سره د سولې د راوستلو په لاره کې د لانجې ښکیلو اړخونو د پخلاینې کچکول و نیسو، د خپل ځوریدلي اولس حال ورته تشریح کړو او نور یې په دې ړنګ هیواد کې د تاوتریخوالي له ډیروالي څخه منع کړو. همدارنګه ننواتې ورشو، خپله یوه لیکنه ور ولیږو او په هغو ګواښونو یې پوه کړو چې زموږ تاریخي هیواد افغانستان، خلکو، سیمې او زموږ شړیدلې جونګړې ته د جګړې، تاوتریخوالي او بدبختیو له کبله متوجه دي.
څلورم: راځئ چې د خپل وس، ونډې او اغیزې په اندازه د هغو رسنیو ټوله پاملرنه د سولې خواته را واړوو چې ورسره کار کوو، ورسره پیژنو او یا اغیزه ورباندې لرو. باور لرم چې په دې لاره کې د خواخوږو لوریو بیا بیا غوښتنه، ژړا، اسویلي، سلګۍ، ننواتې او ګډ کار به هرو مرو یوه داسې بختوره او روښانه پایله له خپل ځان سره ولري چې په هیواد کې د هراړخیزې، ډاډمنې او ریښتنې سولې د ټینګښت په لاره کې موثره تمامه شي.
پنځم: راځئ چې هیواد ته د سولې د راوستلو په داسې یوه میکانیزم توافق سره وکړو چې موخه یې یوازې او یوازې په دې ځورول شوي، ځپل شوي، وران او ویجاړ هیواد کې د هراړخیزې سولې تامین، د افغانستان د خلکو د خوښیو راتګ او د پرمختګ په لاره د خپل هیواد برابرول وي. د دې میکانیزم لپاره که له تاسو ښاغلیو سره هر ډول طرح، نظر او یا وړاندیز وي، نو د خدای (ج) د رضا د حصول، د ټوکر ټوکر افغانستان د بیا رغونې او د دې ځپل شوو خلکو د نجات په خاطر یې له هغو اشخاصو او اړخونو سره شریک کړی چې د همدې موخې لپاره په هڅو لګیا دي څو ټول په ګډه د یوې پرمختللې افغاني ټولنې په جوړیدو کې برخه واخلو. ډاډمن یم چې تاسو به مخکې له دې هم په دې هکله خپله ونډه ادا کړې وي، اوس به هم په هیواد کې د سولې د راوستلو په هڅو لګیا وی او په راتلونکي کې به هم هوډ لری چې په دې لاره کې کار وکړی خو په دې هکله د یوه ګډ اقدام لپاره بیا هم خپله غوښتنه تکراروم او ستاسو ښاغلیو پاملرنه ورته را جلب کوم.
شپږم: راځئ ټول په ګډه له دې تاریخي فرصت څخه استفاده وکړو او د سولې دغه اوچت شوي غږ ته له لبیک ویلو سره سره هغه ته پراختیا ورکړو چې د افغانستان د نجات لپاره د مخلتفو لوریو له لوري زمزمه کیږي. که نور نه وي نو لږ تر لږه د یوه داسې پراخ کمپاین په لړ کې چې له یوې میاشتې څخه تر شپږو میاشتو پورې او یا څومره چې تاسو مناسبه ګڼی نو دومره وخت یوازې د سولې د آواز د اوچتولو لپاره ځانګړی کړو. په دې موده کې د خپلو ټولو مطبوعاتو، رسنیو او لیکنو پاملرنه د سولې د راوستلو د تبلیغاتو په لاره کې په کار ولګوو او هغه د دیني، ملي، ټولنیزو او هر اړخیزو اړخونو له زاویې څخه تشریح، اړوندو ملي او نړیوالو اړخونو ته یې ورسوو. همدارنګه غوره به وي چې هغه ټاکلې مودې ته د افغانستان د سولې د اعادې نوم ورکړو.
اووم: نا امیدي او نهیلي د ناکامو پرګنو کار دی، افغانان لکه څنګه چې د پردیو د یرغل او سختیو په مختلفو ادوارو کې یې په ستونزو باندې د بري کلۍ موندلې ده، نو باور لرم چې خپل هیواد ته د سولې په راوستلو کې به هم وروسته پاتې نه شي او خپل دغه آرمان به د عمل په ډګر کې پلی وویني. خو نوموړی کار په یوه شرط سره شونی دی هغه دا چې د هیواد ټولې فرهنګي کړۍ، لیکوالان، ژورنالیستان، شاعران، پوهان، روحانیون، بزګران، قومي مشران او ټولنیز شخصیتونه او عام وګړي یې ملاتړ وکړي. بیا هم په دې لاره کې د فرهنګي کړیو مسوولیت له ټولو نورو اړخونو څخه دروند او اغیزمن دی څو له جګړې، تاوتریخوالي او لانجو څخه د سولې، بیا رغونې، سواد او نیکمرغۍ خواته د خلکو د اذهانو د جوړولو په لاره کې خپله ملي وجیبه او اسلامي رسالت ادا کړي. مطبوعات کولای شي چې د ټولنې د وګړو مسیر ته مثبت بدلون ورکړي او کوم ځواک چې په مطبوعاتو کې موجود دی د وګړو له بل هیڅ راز پرګنې سره نه تر سترګو کیږي. ستاسو د یووالي هر غږ، هره لیکنه، هر تبلیغ او هر زړه سواندی مطبوعاتي عمل به په دې لاره کې ټاکونکی رول لوبولی شي چې د خپلې ټولنې د سمون، سولې او روغې جوړې د تامین لپاره یې پورته کوی.
آتم: زه باید د یوې خبرې وضاحت وکړم او هغه دا چې دغه کلیمات چې ستاسو قدرمن حضور ته وړاندې شول یوازې د یوه داسې درمند زړه آواز دی چې خپله ټولنه د سولې د وړانګو تر چتر لاندې د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسول غواړي او هر افغان ته په خپل هیواد کې د ښه ژوند او خوښۍ د برابرولو په تکل پسې لالهاند دی. خپله لیکنه د رحمان بابا په دې بیتونو تماموم:
چې غوټې پسې وهې په لاس په درشي
چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته
مقالې