مجيب احساس
نوم مې مجيب الرحمن دي احساس تخلص کوم په ١٣٦٧ هجري لمريزکال دوردګوولايت په چک ولسوالۍ کې زيږدلى يم لمړنۍ زده کړې مې دکلي له امامه پيل کړې اوپه شپږکلنۍ کې مې خپل کلي ته څيرمه په يوه ښونځي کې زده کړې پيل کړې له شپږم ټولګي ورسته دحضرت عمرفاروق عالي لسې ته ولاړم اوتردولسم ټولګي مې همالته زده کړې کړې . په ١٣٥٨ کال دننګرهارپوهنتون دژبواودبياتوپوهنځي ته بريالى شوم اوپه ١٣٩٠ کال مې داپوهنځى پاي ته ورساوه . دادب سره مې مينه له پخوانه وه په خپله سيمه کې مې په ادبي هڅوکې ونډه درلوده همالته دچک ادبي بهيرمرستيال وم ددې ترڅنګ دوردګوپه علمي اوفرهنګي مرکزکې دفرهنګي څانګې غړي وم . دژورناليزم سره مې همالته ملتياپيل کړه په ١٣٨٣ کې مې دملي هدف اونيزې سره درپورټرپه حيث دنده درلوده په ملي راډيوکې مې دويندويۍ په برخه کې همکاري درلوده . له هغه ورسته پوهنتون ته راغلم اوپه ننګرهارکې مې
له سيميزورسنيوسره همکاري پيل کړه . په دې لاره اوس هم مزل کوم اوهمدا اوس په ننګرهارکې ديوې سيميزې راډيوسره دنده لرم . دژورناليزم ترڅنګ ليکوالي هم کوم ،کله کله شعرهم ليکم دژباړې په برخه کې مې يوناول د( لټون ) په نامه چاپ شوي دي دلنډوکيسومې يوه ټولګه چاپ ته چمتوته اودشعرونودوه ټولګې مې هم چاپ ته چمتودي . دادب دلارې مينوال يم اوغواړم دادب ترڅنګ دژورناليزم لاره ترپايه وپايم .
مجيب الرحمن احساس
زماپه اړه
پيژندنه
چې رانه وړي زماد خيال هغه رنګينه دنيا... ماشومتوب يوه بېله نړۍ وي ،داسې نړۍ چې يادونه يې انسان دژوندترپايه ځوروي .داسې چې هره شېبه يې له رنګينوډکه وي اوژونديوبېل رنګ لري . کېداي شې ماشومتو ب به دنورولپاره بېل مفهوم ولري خوزمادماشومتوب شېبې له داسې سپېڅلوشېبو ډکې دي چې هېرول يې زماله واکه وتلې ،زه چې کله دخپل تېرژوندپه باب فکرکوم نودخيال څپې مې ترماشومتوبه رسوي، زړه مې غواړي بياماشوم شم اودزمان له دې بې رنګه غېږې لرې دوخت په هوسااوبې پرواشېبوکې پناه واخلم .ز