چې رانه وړي زماد خيال هغه رنګينه دنيا...
ماشومتوب يوه بېله نړۍ وي ،داسې نړۍ چې يادونه يې انسان دژوندترپايه ځوروي .داسې چې هره شېبه يې له رنګينوډکه وي اوژونديوبېل رنګ لري .
کېداي شې ماشومتو ب به دنورولپاره بېل مفهوم ولري خوزمادماشومتوب شېبې له داسې سپېڅلوشېبو ډکې دي چې هېرول يې زماله واکه وتلې ،زه چې کله دخپل تېرژوندپه باب فکرکوم نودخيال څپې مې ترماشومتوبه رسوي، زړه مې غواړي بياماشوم شم اودزمان له دې بې رنګه غېږې لرې دوخت په هوسااوبې پرواشېبوکې پناه واخلم
.زمادزېږدنې لمړۍ شېبې مې پلارپه يوه پاڼه داسې ليکلې :مجيب الرحمن د١٣٦٧ کال دپسرلي ددوهمې مياشت په دوه ويشتمه نېټه زېږدېدلي ...........
ترکومه چې زمايادېږي الف اوبا مې په خپل کلي کې دجومات له امامه پيل کړې په شپږکلنۍ کې کلي ته نژدې په يوه ښونځي کې شامل شوي يم ورسته مې دخپل ښونځي نوم چې ((الجهاد))نومېده هم زده کړ،ښونځي ته دشاملېدوشېبې مې اوس هم يادې دي .
اونه مې هېريږي ترشپږ ټولګي پورې زمادزده کړې يوه بېل پړاوو داشپږ کلونه په ډېره بيړه تېرشول دومره په بيړه چې مايې فکرهم نه شوکولاي .په اووم ټولګي کې مې دژونداوزده کړې يوبل بهيرته ګام کېښود همدلته مې دادب سره يونرى تارهم پيداشوکله کله به مې يوڅه چې مابه ورته شعرويل هم ليکل خوچاته مې نه ښکارول په نهم ټولګي کې مې لدې ښونځي رخصت واخيست اودچک روزنتون ته ولاړم .دوه کاله مې هلته له خونده ډکې شېبې تېرې کړې اوکه ريښتياووايم ډېرڅه مې زده کړل ځکه دې ښونځې له نوروهغوتوپيردرلود هماغه مهال (( دوردګوعلمي اوفرهنګي مرکز)) هم جوړشوموږله هماغه لمړيوشېبوورسره تګ راتګ پيل کړهغه مهال په هېوادکې دپښتوادب يوه نوې څپه خوره وه اوپه بېلابېلوسيموکې به مشاعرې جوړېدې يوه مياشت ورسته موږهم وپتيله چې موږ هم بايدله دې بهيرسره ملګري شو بلاخره په دې پرېکړه وشوه چې هره اونۍ به دمشاعرې په نوم سره راټولېږو. زموږلمړۍ ناستې خوراله شوره اوشوقه ډکې وې ګڼومينه والواوشاعرانوبه پکې ګډون کاوه . ورسته مووپتيله چې په مشاعره کې دکره کتنې برخه هم ورزياته کړو.په دې سره ګڼ شاعران راپيداشول اوخپل شعرونه به يې کره کتنې ته وړاندې کول دمشاعرواوغونډو دوياندوييۍ چارې به کله کله زماپرغاړوې خودغونډو دراپورليکل تل زماپه غاړه وې .
فرهنګي مرکزيوکتابتون هم درلود چې بېلابې کتابونه پکې وو، زمادمطالعې شوق هم له هماغې کتابتونه راپيداشو يوکال ورسته مودشپېلۍ ديوې مجلې بنسټ هم کېښود په شپېلۍ کې به دنووليکوالواوشاعرانودشعرونوترڅنګ يوشمېرفرهنګي اوسياسي ليکنې هم خپرېدې دمجلې دمرستيالۍ چارې زماپه غاړه وې همالته مې دژورناليزم آساساست هم په يوه دوه مياشتني کورس زده کړل اوله هماغه ځايه مودملي هدف اونيزې سره چې له ميدنښاره خپرېده اړيکې ټنګې کړې دې اونيزې ته مې زموږ دغونډوراپورونه وراستول اوزموږ ځينې نورې ليکنې به يې په ورين تندي خپرولې
په ١٣٨٥ کال دعمرفاروق عالي لېسې څخه فارغ شوم ، دکانکورله ازموينې ورسته مې له نيکه يوه بله هيله هم پوره شوه اودننګرهارپوهنتون دادبياتوپوهنځي ته بريالى شوم. ننګرهارچې داوسنى پښتو ادب وزرونه پکې ډېرخواره شوي زمالپاره نوي باب وو دپوهنتون په دوهم ټولګي کې مې په جلاابادښارکې له ځينورسنيوسره اړيکې ټينکې کړې ددې ترڅنګ مې په ننګرهارمېديوتيک کې دژورناليزم شپږ مياشتيني زده کړې هم ترلاسه کړې اودژورناليزم له نړۍ سره يې څه ناڅه آشناکړي يم .دمرام راډيومې دعملي کارلمړۍ پله وه څومياشتې ورسته دصفاراديودجوړېدوسره سم هغې ته ولاړم اوکارمې ورسره پيل کړ دلته مې لمړ ي ددري برخې دخبري مسول په توګه کارپيل کړدپوهنتون دبوختياووله امله ونه توانيدم چې هره ورځ ترښاره ځان ورسوم له هغې ورسته مې دوه اونيزې خپرونې واخستې اوپه اونۍ کې دري ځله ورتلم . په دې ډول مې نورڅه هم يادکړل
له ادب سره زمامينه له پخواوه اودلته نوره هم غښتلې شوه . په ادبي ژانرونوکې مې شعرخوښ دي اوکله کله يونيم شعرهم ليکم اوڅوګوډمات شعرونه مې ديوې ټولګې په نامه راټول کړې آذادشعرډېرخوندراکوي اوخپله هم ترډېره آذادشعرونه ليکم . لنډې کيسې مې هم خوښې دي اوترشلولنډې کيسې مې دچاپ لپارچمتودي .ددې ترڅنګ مې ځېنې سياسې اوبېلابېلې هنري لکنې هم شته چې اکثره يې په بېلابېلوانترنتي سايټونوکې خپرې دي .ددې ترڅنګ ژباړه هم کوم خودکتاب په بڼه مې لمړۍ ژباړه ((لټون )) تاريخېي ناول دي چې څه موده وړاندې دګودرخپرندوي ټولنې لخواخپورشو . همداوس په يوه بل ناول کارکوم چې زموږدټولنې ديوه بدددو(( ولوه ر)) څخه په راپيداکيدونکوستونزوراڅرخي . ددې ترڅنګ دارواپوهنې په برخه کې ديوبل کتاب په ژباړه هم کارکوم چې کاريې کابوبشپړدي . له ادب سره زمااړيکې نه شلېدونکې دې څومره چې پکې وړاندې ځم راته خوندور.کيږي . زړه مې غواړي دژوندترپاپه همدې لاره لاړشم . دپښتوادب په ستروڅېروکې دستراستاد سعدالدين شپون ليکنې زماپه زړه لګېږي اوخوندراکوي .دژورناليزم په ډګرکې داود ((عظمي )) اود((سالک )) جادوګرغږونه مې هم زړه تخنوي .
داهم دښاغلي احساس څوآزادشعرونه
چيغه !!!
زمادزړه په تل کې مړه اورته پکى مه وهئ
زمادهنداروښيښي ماڼۍ ته لاس مه وروړئ
زمادزړه په تل کې مړا وي اورني يادونه مه ويښوئ
زمادقسمت وزرونه مات دي مانورمه خوځوئ
نوردتقديراودتدبيردورازې نه ټکوم
ماپه تياره کې پرېږدئ
زه ديوچادڅونيمګړوارمانوله پاسه خوب کومه
زه مې په زړه کې درنګونو اويادونوډکه
ديوې سپينې اوبې داغه مينې يوه ويده ،ويده دنيازنګوم
زمادخيال ماڼۍ ته نورمه راځئ
هسې نه زمادزړه لمبې څه ژبغړاندې نه شي
بيانوزمامنصوري هوډدتم کېدلونه دي
بيانوزمادانالحق چيغه اسمان ته رسي
بيادژوندون په لاس کې اورنه منم
بيانوضميرته هتکړې نه منم
بيانوله غرونونه لمبې پاڅوم
بيانوله خپل زړه نه توبې پاڅوم
مجيب ((احساس ))
ننګرهارپوهنتون
نوروز
نن مې دذهن دروازه ټګېده
نن دشېبوله تسلسله سره سم روان شوم
دژوندپراخه دښته ټوله سرابونيولې
زمالېونى اوجل وهلى قسمت
په خپله ورکه پسې منډې وهي ....
دژوندپه شونډوماناداره مسکاوغوړېده
ژوندنوى ګام واخيسته ...
زه په حسرت څلورويشتم سپرلي ته وګورمه
ژوندڅه بې رنګه هستي
ژوندڅه رنګين ښکاريږي
مجيب ((احساس ))
ننګرهارپوهنتون
١٣٩٠ دنورزلمړۍ شپه
راز
بېګادستوروپه آينو وختم
بېګامې پل په ژوندورکېښودلو
بېګادمرګ اوژوندترمنځ راتېرشوم
بېګاژوندوند څه په حسرت راکتل
بېګاددارپه پړي وزنګېدم
بېګادمرګ له پولې واوښتلم
بېګامې څنګه په پسته غېږه کې ټينګه کړلې!!!؟
مجيب ((احساس))
داهم نثري بېلګه :
تالاشي :لنډه کيسه
ليکوال :مجيب( احساس )
دسړک په منځ ولاړپوليس په خپل خيرن دسمال دمخ خولې پاکې کړې ،اوږې يې وڅنډلې اوترمخ يې ولاړموټرته دتلواشاره وکړه .
په ښارکې ګڼه ګوڼه وه ،دانسانانواوموټروغږونوځوږ جوړکړي وو،ښارته داخلېدونکې هرموټرپلټل کېده اوبيابه ښـارته دننه کېده .دتالاشۍ لپاره په سړک ولاړپوليس له ګرمۍ ډېرتنګ وو.خپلې دندې هېڅ خوندنه ورکاوه ،څوځله يې هوډکړى ووچې دنده پرېږدي خوهرځل به يې خپله غريبي سترګوته ودرېده اوکومه بله مناسبه دنده يې به يې ترنظرنه ورنغله ،له خپله هوډه به تېرشو.نن يې بيازړه خوړين ووهېڅ شي خوندنه ورکاوه په ځان کې يې د يوډول ملامتيااحساس کاوه .ښارته ورتلونکى موټريې يوهم نه تالاشي کاوه يوازې دسرپه اشاره به يې وپوهول چې تېرشي .پوليس په ژوروسوچونوکې تللي ووچې ناڅاپه يې په شادټوپک ميله احساس کړه په ورخطايۍ اووېره يې شاته وکتل دخپل قوماندان په ليدويې ټکان وخوړيوګام شاته شو.دقوماندان له سترګودغوسې سپرغي بادېدل په غوسه يې ورته وويل:تلاشي همداسې کېږي ؟ ورنژدې شوپرمخ يې يوه ښه څپېړه ورکړه اوزياته يې کړه دايوساعت کېږي چې زه دې وينم يوموټرهم نه تلاشي کوې ته دلته دموټرودحسابه لپاره ولاړيې که دهغوي دکتلولپاره ؟.....ځه مخ دې ورک کړه زمااوستاخبرې به په قوماندانۍ کې کېږي ...چټک درځه .
پوليس په مړوګامونودقوماندانۍ په لوري روان شو.
دقوماندان پام شوچې په سړک دموټرواوږده ليکه جوړه ده اوټول دده حکم ته ګوري .قوماندان ده ته نژدې موټرته اشاه وکړه چې مخکې ورشي موټروړاندې ورغي ده چلونکي ته وکتل ويې ويل:له کومه ځايه راغلي يې ؟
چلونکي ورووويل :له ولسوالۍ ...
قوماندان په داسې حال کې چې بلې خواته يې کتل لاس سېټ ته وردننه کړ ويې ويل:لېسنس دې راکړه ...
چلونکى ورووويل :زابت صېب ....ناروغ راسره دي بيړه مووه لېسنس رانه کورپاتې شو......قوماندان يې خبره ورپرې کړه: لېسنس دې راکړه زه دلته د اپلتوداورېدولپاره نه يم ولاړه .
چلونکې بياوويل :صېب: ناروغ ډېرپاذاب وو،ليسنس رانه کورپاتې شو.قوماندان موټرته سروردننه کړپه دوهم سېټ کې يې په يوه بوډا چې رنګ يې ژېړ اوښتى ووسترګې ولګېدې چې په چوکۍ غزېدلي اوترڅنګ يې يوبل ماشوم ناست دي .
قوماندان چلونکى ته په غوسه وويل :يوې خواته ودرېږه!
چلونکى په خواره خوله وويل :صېب ناروغ موډېرپه تکليف دي زه ..... قوماندان په سينه يودروندسوک ورکړاوخبره يې ورپرې کړه :درته ومې ويل چې يوې خواته شه .
چلونکى يوې خواته شواوقوماندان دموټرونوپه تالاشۍ لګياشولږورسته له وړاندپه سړک ګردونه پورته شول په يوشېبه کې دقوماندان ترمخ د توروشيشويولوکس موټرپه خوراسرعت تېرشو.قوماندان له خپله مخه ګردونه پاک کړل اولاړموټرته ورغي دننه يې وروکتل دماشوم له سترګواوښکې روانې وې اوبوډاپه سختۍ ساه اېستله .
مجيب احساس
ننګرهارپوهنتون