samim samim
زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم.
په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بانډارونو کې برخه اخیسته او له هماغه وخت راهيسې مې ليکنې هم پيل کړې، چې تر فراغت وروسته مې (د ژباړې فن) په نامه يو اثر خپور شو. دا اثر د ژباړې په اړه کابو هر اړخيزه څېړنه رانغاړي او د مبتدي ژباړنو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.
ورپسې مې دويم چاپ شوی اثر (قرآن او تخنيک) دی، چې ژباړه ده، ترکيې د ستر ليکوال شعبان دوغن په زړه پورې اثر دی.
1- د ژباړې فن
2- قرآن او تخنيک (ژباړه)
3- د ژباړې فن د دوهم ځل لپاره هم چاپ شوی دی.
د هېواد په بېلابېلو ادبي او کولتوري خپرونو کې مې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي او د وېبسايټونو له لارې هم زما ليکنې تر ډېرو پښتنو رسېدلي.
چاپ ته چمتو اثار:
1- ذهني پياوړتيا
2- ماشوم روزنه
اوسمهال په يوې نا دولتي مؤسسه کار کوم، زما برېښليک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com ، او ګرځنده شمېره: 0093700308908 او 0093788308908 ده.
د فیس بوک پته : http://www.facebook.com/#!/rafiullah.stanikzai
ماشوم روزنه او ټولنيزې چارې
له زېږون وروسته
له زېږون وروسته له هغه وروسته، چې خدای مو ارمان پوره کړي او خدای درته ماشوم درکړي؛ نو د دغه ارمان د پوره کېدو شکرانه او يا هم د دې نعمت د شکرانې بدل د ماشوم سالمه او سمه روزنه ده. ځينې وخت موږ ناسم فکر کوو او وايو، چې ماشوم روزنه به وروسته ښه وکړو او په لومړيو کې مو ورته بېخي پام نه وي، هسې بابېزه او يا لاپروا يې ګنو، خو روزنيزې چارې بايد آن له هماغې لومړۍ ورځې پيل شي، ځکه چې ماشوم له همدغې ورځې خپله ټولنه درک کوي. تر هرڅه دمخه باید د م
د زېږون پر مهال
د زېږون پر مهال رفيع الله ستانکزی لکه څنګه چې مو په تېر کې وويل، چې د ماشوم تر زېږون دمخه باید هره مياشت مېرمن د کتنې لپاره ډاکټر ته يووړل شي، ترڅو د ماشوم او د مور د روغتيا په اړه ډاډمن شي. اوس نو د دې وخت راغلی دی، چې ماشوم زېږي او له لویه خدایه دې د خپلې مېرمنې او ماشوم دواړو روغتيا غوښتونکی شي، د مننې او شکرانې لمونځونه دې وکړي او له خپلې مېرمنې سره دې د درد او نورو بې حوصلګۍ پرمهال له صبر او مرستندويه اوسېدنې
ماشوم روزنه
ماشوم روزنه موږ افغانان ډېر عجيبه خلک يو، کله چې مو اولاد نه وي او يا نه کېږي؛ نو په جوماتونو، ملايانو، تعويذګرو، کوډګرو، زيارتونو او هېوادونو باندې ګرځو، چې که خدای مو د کوم اولاد څښتن کړي، کله چې يې خدای راکړي، بيا يې پر سر نظرونه او ... نيسو، که خدای يې راته وساتي، دا مې د دې لپاره ذکر کړل، چې موږ له خپلو اولادونو سره دومره لېونۍ مينه هم لرو، خو بنسټيزه روزنه باندې يې نه پوهېږو، حتا چورت مو هم نه دی پرې وهلی، موږ کله هم هغوی ته د هغوی سم او اړين حقونه نه دي ورکړي؛ بلکې پرځای مو يې
پلار، د کورنۍ ښوونکی
پلار، د کورنۍ ښوونکی رفيع الله ستانکزی پلرنی مسؤليت او د اولادونو سرپرستي يو تر ټولو ستر مسؤليت دی، چې برياليتوب یې په بلهارۍ يا قربانۍ، اخلاق او معلوماتو سره شونی دی. د حضرت محمد (ص) په وینا: والرجل راع علي اهل بيته و هو مسئول عنهم. پلار د دې مسؤليت لري، چې په خپلې کورنۍ کې اعتماد رامنځ ته کړي او د خپلو اولادونو پالونکی اوسي، همدارنګه هغوی ته آزادي او خپلواکي ورکړي او خطرونه دې ورنه لرې کړای
سالمه کورنۍ
په تېر پسې... سالمه کورنۍ رفيع الله ستانکزی په تېرو ليکنو کې مو درې ډوله کورنۍ در وپېژندلې، چې هرې کورنۍ خپلې ستونزې لرلې، اوس څلورمه کورنۍ درپېژنو، چې دا کورنۍ د اولاد روزنې په برخه کې تر ټولو سالمه کورنۍ ده او يقيناًً چې د دې کورنۍ اولادونه به سالم وي. اوس به ستاسې مخې ته د سالمې کورنۍ ټولې ښې ځانګړنې کېږدو: ۱- د دې کورنۍ غړي ژوندي او مينه ناک دي او د دوی ټ
خپه او ځورېدونکې کورنۍ
په تېر پسې .... خپه او ځورېدونکې کورنۍ په تېر کې مو په بلا پسې کورنۍ خبرې کړې وې، دا ځل یې ځورېدونکې او خپه کورنۍ درته مخې ته ږدو، دا کورنۍ د خپل ماشوم په اړه تل ځورېږی او همدغه ځور به یې د اولاد په روزنه کې ستونزې راولاړوي. په داسې کورنيو کې ماشومان يو ډول رواني حالت سره مخ وي، ځکه چې د دوی مور او پلار تل
بې پروا يا بلا پسې کورنۍ
ب ) آسانه کورنۍ (بې پروا يا بلا پسې کورنۍ) په تېر کې مو سخت ګيره کورنۍ درمعرفي کړه اوس به بې پروا يا بلاپسې کورنۍ در وپېژنو، چې دا کورنۍ کومې ستونزې او کومې ښېګڼې لري، خو تر ډېره بريد یې ستونزې ډېرې وي. ۱- د دې کورنۍ مور او پلار د خپلو اړتياوو پوره کولو پسې دي، هغوی خپلې هلې ځلې د خپل ځان د خوښې لپاره ترسره کوي. ۲- د ماشوم د روزنې د اصولو سره سم د هغوی د جسمي او اروايي اړتیاوو د پوره کولو
د ماشوم روزنې له پلوه د کورنۍ ډولونه
د ماشوم روزنې له پلوه د کورنۍ ډولونه رفيع الله ستانکزی د ماشوم روزنې د اصولو او حتا ويلای شو، چې په ټوليز ډول زموږ په ټولنه کې همدا ډول کورنۍ شتون لري، ما د خپلو تجربو له مخې د کورنيو وېش کړی دی کېدای شي تولنپوهان یې بل ډول ووېشي، خو زموږ ټولنه په ځانګړې توګه د اولاد روزنې په برخه کې همداسې کورنۍ شته دي. د ماشوم روزنې له پلوه او يا هم په ټوليز ډول د کورني سيسټم کولای شو په څلورو ډولونو ووېشو.چې په هر ډول به یې په خپل وار سره لږه رڼا واچوو: الف -
په مورنۍ ژبه زده کړې او د پوهنې وزارت
په مورنۍ ژبه زده کړې او د پوهنې وزارت رفيع الله ستانکزی په مورنۍ ژبه زده کړې د زده کوونکو يو بشري حق دی، چې د نړۍ هر قانون او هرې علمي څېړنې یې اغېزمنتيا او ښه والی په ډاګه کړی او تاکيد یې ورباندې کړی دی. د بېلابېلو ژبو پيدا کوونکو خاوند ستر څښتن تعالی هم هر قوم ته د هماغه قوم په ژبه پيغمبر لېږلی دی، چې وکولای شي، خپل قوم ته په خپله ژبه د دين مفهومونو په ساده او آسانه ډول ورورسوي؛ نو په همدې پار مورنۍ ژبه د نړۍ د نورو قانونونو ترڅنګ اسلامي قانون هم مهمه او اغېزم
اولاد روزنه
اولاد روزنه قاطعيت او جديت د نورو ټولو هغو اصولو ترڅنګ چې له ماشوم او يا تنکي ځوان سره انساني اړيکې جوړوي يو ډېر مهم اصل قاطعيت او جديت دی. ډېری مور او پلار يا قاطع دي او یا ډېر مهربان، په داسې حال کې چې ډېر لږ يې په يو وخت کې هم قاطع دي او هم مهربان. ستاسې د غږ ټُن دی، چې د ماشوم په اړه ستاسې اصليت يانې قاطعيت او یا مهربانېدل ښيي. داسې فکر ونه کړﺉ، چې جديت د تاوتريخو
له اولاد سره مينه خو څومره او څنګه؟
له اولاد سره مينه خو څومره او څنګه؟ رفيع الله ستانکزی يوه ډېره حساسه او اړينه موضوع، چې زموږ افغاني ټولنه ورسره مخ ده، هغه له اولاد سره مينه لرل، ځينې وخت موږ له خپل اولاد سره دومره ډېره مينه وکړو، چې له ډېرې مينې لېونی شي او ځينې وخت يې بیا دومره له مينې محروم کړو، چې د ټولنې تر ټولو محروم انسان شي، يانې موږ ډېری وخت ډېرښت (افراط) او کمښت (تفريط) کاروو، ولې هغه خیر الامور اوسطها نه مو ب
آيا اولادونه مو خبرې نه مني؟
آيا اولادونه مو خبرې نه مني؟ رفيع الله ستانکزی ډېری ماشومانو د خپلو ميندو او پلرونو خبرې نه مني او د هغوی د خبرو منلو پر ځای خپلو لوبو او تلويزون ننداره کولو ته ادامه ورکوي، که یې مور او پلار ورته د کاليو ټولولو او اغوستلو ووايي، هغوی یې د نه منلو سره سره پروا هم نه کوي او خپلو لوبو کولو او ټلويزون ننداره کولو ته ادامه ورکوي، دا هغه وخت دی، چې مور او پلار عصباني کېږي غوسه کېږي او خپلې خبرې په بار با
په ماشومانو کې د ژب بندۍ ستونزه
په ماشومانو کې د ژب بندۍ ستونزه ژباړونکی: رفيع الله ستانکزی د ماشوم روزنې په برخه کې ځينې وخت له دې حساسې ستونزې سره هم مخ کېږو، نو د همدې په پار مې وغوښتل چې په دې اړه له بېلابېلو برخو څخه ګټور معلومات راوژباړم او دا دی ستاسې مخې ته يې ږدم، هيله ده، چې د ماشوم روزنې په برخه کې زموږ له هېوادوالو سره مرسته وکړای شی.
د ماشومانو احساسات
د ماشومانو احساسات رفيع الله ستانکزی يوه ورځ ماسپښين مهالې کور ته له دفتر نه لږ وختي راغلم او کور ته له رارسېدو سره مې خپل کشر ورور په ژړا وليد، د ژړا لامل مې يې وپوښت، خو داسې له ده مې تر پوښتنو اښتنو وروسته هېڅ ترا يا واضح ځواب مې ونه موند. خپله په دې لټه کې شوم، چې ولې ماشوم ژاړي، تر ډېرې څېړنې وروسته پوه شوم، چې ماشوم د مرغۍ د بچي د راغورځېدو لامله ژاړي او همدارنګه د ژړا پر مهال وخت ناوخت په څنګ
د ماشومانو د ژبني مهارت ځواکمنول
د ماشومانو د ژبني مهارت ځواکمنول رفيع الله ستانکزی د دې پر ځای چې خپل ماشوم ته کيسې ووایاست، له هغوی سره خبرې وکړﺉ، خپل ماشومان پرېږدﺉ، چې خپل دننني فکرونه راوسپړي، که څه هم هغه يو څو بې مانا کلمې یا توري هم وي. ډېری وخت د مور او پلار تر ټولو مهمه دنده او ستره اندېښنه د ماشوم روزنې په برخه کې هغوی ته د ژبني مهارت د ورزده کولو په برخه کې وي. له ژبې
په ماشومانو کې د خلاقیت ځواک
په ماشومانو کې د خلاقیت ځواک رفيع الله ستانکزی مخکې تر دې، چې په ماشوم
پردی چاپیریال اوله کوچنیانو سره د چلند مسآله
پوهندوی بهاند زموږټولنه، زموږخلک، زموږکورنۍ اوپه ځانګړي ډول زموږماشومان، میندې اوپلرونه په هیواد کې دننه اوپه ځانګړې توګه له هیواد نه بهرد مهاجرت چاپیریال کې، په خپلمنځي اړیکوکې سختې ستونزې لري. د یوه کارد سرته رسولوله پاره، د یوې هیلې د پوره کیدو له پاره میندې او پلرونه ډیر ځلې غواړي کوچنیان ترفشارلاندې ونیسي، انتقاد پرې وکړي اوخپل پروګرام پرې عملي کړي.هلته په افغانستان کې بیا خبره د انتقاد له برید نه هم اوښتې، ترښکنځلو،او وهلوټکو لوپورې رسیدلې ده؛ آن تردې چې ما پ
د پلار کېدو لپاره تیار اوسه! (دريمه او وروستۍ برخه)
د پلار کېدو لپاره تیار اوسه! (دريمه او وروستۍ برخه) رفيع الله ستانکزی د ماشوم له زېږېدا څو اونۍ وروسته نويو نويو کارونو او کړنو ته اړتيا پيداکېږي، چې دلته به يې په ځينو بحث وکړو:
د پلار کېدو لپاره تیار اوسه! (دوهمه برخه)
د پلار کېدو لپاره تیار اوسه! (دوهمه برخه) رفیع الله ستانکزی له زېږون وروسته لومړنۍ اونۍتر زېږون وروسته به ستاسې د کور لومړنۍ اونۍ ډېرې غير عادي وي، شپه او ورځ به مو سره ګډه وي، ستاسې په کو
د پلار کېدو لپاره تيار اوسه! (لومړۍ برخه)
د پلار کېدو لپاره تيار اوسه! (لومړۍ برخه) رفيع الله ستانکزی د ماشوم زېږېدنه ستاسې په ژوند کې يو ستر بدلون دی او دا د ټولو هغو شېبو انتظار ته پای وربښي، چې تاسې ورته نهه مياشتې ساعتونو شمېرلي او همدارنګه ستاسې د ژوند د کتاب يو نوی باب پرانيزي او ستاسې د ژوند د نويو اړيکو نويو هيلو او نورو خوښيو يو بشپړ فصل دی. اوس راځو دېته، چې پلار بايد په دې ټولو خوښيو کې څه رول ولوبوي او بايد کومې تيارۍ ونیس
د ماشوم روزنې اصول
د ماشوم روزنې اصول رفيع الله ستانکزی نننۍ روانپوهنې دا په زبات رسولې، چې د انسان د برياليتوبونو او ناکاميو راز د هغه د ماشومتوب په پېر (دور) پورې تړلی دی، راځۍ، چې د خپلو ماشومانو لپاره دا پېر داسې برابر کړو، چې دوی د بريالیتوب لوري ته بوځي، نه د پرلپسې ناکامۍ په لور. مينه، ثابت پاتې کېدل، د ښه والي نمونه جوړېدل، د باور وړ کېدل، صابر، ځان نه خوښوونکی او ف
د ماشومانو په روزنه کې د لوبو رول
د ماشومانو په روزنه کې د لوبو رول د ماشومتوب د پېر له ځانګړنو يو هم لوبې کول دي. په دې پېر (دوره) کې لوبې کول د فعاليت يا کړنې يوه طبيعي چار ده، د ماشومانو لوبې په بېلابېلو وختونو يا د عمر په بېلابېلو پوړونو کې خپلې ځانګړنې لري، په لومړيو کې د ماشوم لوبې کول له توکو يا شیانو پيلېږي او بیا یې تر انسانه رسوي بيا درې يا څلور
د ښه پلار کېدا په پار غوره لارې (دوهمه برخه)
د ښه پلار کېدا په پار غوره لارې (دوهمه برخه) رفيع الله ستانکزی په لومړۍ برخه کې مو د ښه پلار کېدا په پار په ځينو غوره لارو چارو خبرې وکړې او په دې ليکنه کې به هم په ځينو نورو رڼا واچوو، ځکه چې د ماشوم په روزنه او ژوندانه کې د پلار رول حياتي رول دی. پلرونه د ماشومانو د ژوند يو تر ټولو مهمه برخه جوړوي او بايد هم وي. لاندينۍ ليکنه به د ماشوم
د ښه پلار کېدو په پار غوره لارې
د ښه پلار کېدو په پار غوره لارې رفيع الله ستانکزی ۱- فعاله اوسئ که پلرونه په خپلو کارونو کې فعاله ونه اوسي، نو فکر نه کوم، چې د خپل ماشوم د روزنې په برخه کې به خپل مسؤليتونه (هغه تکليفونه، چې د دوی ماشومان ورته اړتيا لري او د دوی حق هم دي) ښه پرمخ بوځي. د دې پرځای چې د خپلو ماشوم د ژړا پر مهال په هغه پټکه يا غوسه وکړئ هغه ته مينه ورکړئ او له پيله يې په مينه ناکو خبرو اموخته کړئ، چې له دې لارې يې جرات هم ښه پاتې کېږ
ماشومان او مطالعه
ماشومان او مطالعه ژباړه او اوډنه: رفيع الله ستانکزی لوست د علم او پوهې کيلي ده او د تمدونونو د پرمختګ له ترټولو ښو وسيلو څخه شمېرل کېږي. د لوست له لارې انسان کولای شي، چې له پوهانو او ليکوالانو سره اشنا شي او د هغوی له تجربو څخه معلومات ترلاسه کړي او په خپل ژوند کې ورڅخه ګټنه وکړي. څښتن تعالی په خپل رالېږل شوي پيغمبر (ص) لومړنی ايت شريف داسې نازل کړ، چې هغه مبارک يې لوستنې ته وهڅاوه او ويې فرماي