كوړپاڼه
ادبي ټوټه (زه دويم ځلي راستون سوم)
هلک جلۍ ته وويل که چېرې کومه ورځ زړه ته اړتيا ولرې،نو لومړى کس به زه يم چې خپل زړه او ټول وجود درته په ډالۍ کې درکړم. جلۍ په خندا شوه او ويې ويل: مننه کوم په داسې حال کې چې يوه ورځ جلۍ ته د زړه د ناروغۍ ستونزه پيدا شوه،د جلۍ روغتيايي حالت ښه نه و،او زړه ته يې ډېر زيات ضرورت درلود،له هلک نه خبره نه وه،جلۍ له ځان سره ويل:ته پوهيږې چې ما هيڅکله هم داسې فکر نه کاوه چې ته به دې خپل زړه ما ته راکړې،او خپل ځان زما لپاره قرباني کړې،مګر ستا هغه تېرې خبرې څه شوې،چې حتى ديدن ته مې هم رانغلى،