هلک جلۍ ته وويل که چېرې کومه ورځ زړه ته اړتيا ولرې،نو لومړى کس به زه يم چې خپل زړه او ټول وجود درته په ډالۍ کې درکړم.
جلۍ په خندا شوه او ويې ويل: مننه کوم
په داسې حال کې چې يوه ورځ جلۍ ته د زړه د ناروغۍ ستونزه پيدا شوه،د جلۍ روغتيايي حالت ښه نه و،او زړه ته يې ډېر زيات ضرورت درلود،له هلک نه خبره نه وه،جلۍ له ځان سره ويل:ته پوهيږې چې ما هيڅکله هم داسې فکر نه کاوه چې ته به دې خپل زړه ما ته راکړې،او خپل ځان زما لپاره قرباني کړې،مګر ستا هغه تېرې خبرې څه شوې،چې حتى ديدن ته مې هم رانغلى،کېداى شي چې زه نوره هيڅ ژوندۍ پاتې نه شم،چوپه شوه او نوره په هيڅ پوه نه شوه. شېبه وروسته يې سترګې پرانستې،ګوري چې ډاکټر يې سر ته ولاړ دی،ډاکټر ته يې وويل،څه خبره ده؟ ډاکټر وويل تشويش مه کوئ،ستاسو د زړه عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسېده .ته بايد ارام وکړې، ددې تر څنګ دغه خط ستا لپاره دى. جلۍ خط واخيست.د پاکټ پر مخ د چا نوم نه و ليکل شوى،پاکټ يې خلاص کړ او په خط کې داسې ليکل شوي وو. سلام ګرانې! همدا اوس چې ته دا خط لولې زه ستا په زړه کې ژوندى يم.له مانه مه خفه کېږه،چې ستا پوښتنې ته رانه غلم،که چېرې راغلى واى زه پوهېدم چې تا دې ته نه پرېښودم چې خپل زړه تاته درکړم.دهمدې لپاره رانغلم چې وکولى شم دا کار وکړم. هيله لرم چې علميات مو په برياليتوب سره پاى ته رسېدلى وي.((زه ستا د مينې لېونى يم)) جلۍ باور نه شو کولی،چې هغه به دا کار کړی وي،او خپل زړه به یې جلۍ ته ورکړی وي.
په قراره یې دهلک نوم واخیست او د اوښکو څاڅکي یې پر مخ راروان شول..
او له ځانه سره یې وویل: ولې مې د هغه په خبرو باور نه کاوه