کراچۍ کې داحمدي ټولنې دبلې عبادتخانې مینارې رانړول شوې دي
په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو په سرغړونو ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې، ډلې او امریکا هم اندېښنې ښايي او امریکا په دې وروستیو کې د پاکستان نوم د بشري حقونو او دمذهبي لږکیو د حقونو څخه د سرغړونو لپاره د نړۍ په کچه د بدنامو لسو هېوادونو په نوملړ کې اچولی دی
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.
د شمالي وزيرستان کډوال وايي په ابايي سیمو کې یې کورونه وران دي چې ستانه شي کوم ځای به ژوند کوي
د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيرستان ضلعې نه د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال کډوالې شوې کورنۍ بيرته ليږل کيږي، په صوبه کې د افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې وایي دا هغه کورنۍ دي چې د تېرو پړاوونو څخه پاتې شوي دي.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
ژوند په امریکا کې
"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.
امريکا د ګوانتنامو بی پاکستانی قيدي ماجد خان بيليز جزيرې ته ولېږلو
د پینټاګان د بيان تر مخه امريکا د بيليز حکومت او نورو شراکت دارانو د ملګرتيا د کوښښونو ستاينه کوي کوم چې د قيديانو په شمېر په ذمه دارانه توګه په کمولو کې مرستې کوي چې په پايه کې به يې هدف د ګوانتنامو بی بندول وي
د هند پولیسو د کم عمره نجونو د ودونو په تور ۱۸۰۰ نارینه نیولي دي
د هند په آسام ایالت کې پولیسو څه دپاسه ۱۸۰۰ نارینه د کم عمره نجونو سره د واده کولو یا د ودونو د تنظیم کولو په تور نیولي دي.
د نجونو پر زدهکړه د بنديز ۵۰۰ ورځې؛ يو شمېر زدهکوونکې: زموږ ښوونځي پرانېزئ
د طالبانو د حکومت له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د دروازو د تړلو ۵۰۰ ورځې پوره شوې. مخکې له دې چې مدینه په دولسم ټولګي ته لاړه شي، د طالبانو حکومت، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې. مدینه وايي، ۵۰۰ ورځې کېږي، چې د ښوونځيو د بېرته پرانيستلو لپاره شېبې شماري. هغه وایي، که نجونې او ښځې د پوهې په ګاڼه سمبال نهشي، نهشي کولای په ټولنه کې د علم او پوهې په پرمختګ کې ونډه واخلي. مدينې ازادي راډيو ته وويل: "که موږ نن په نړۍ کې ډېری پرمختګونه وينو، دا ټول د ساینس او پوهې له برکته دي. ښه نو د اسلام دین هم د ساینس او پوهې دین دی او د پرمختګ دین دی، دا چې ښځو او نجونو ته د کار او زدهکړې اجازه نه ورکول کېږي، موږ نړۍ ته دا منعکسو، چې اسلام د انزوا او د محرومیت دین دی." عاليه د غزني ولايت د يوولسم ټولګي يوې بلې زده کوونکې، ازادي راډيو ته وويل: "دا يوولس کاله مو زدهکړې وکړې هيڅ، موږ د راتلونکو يوولسو کلونو لپاره پلان جوړ کړی، چې پوهنتون ته به ولاړې شو، ليسانس به تر لاسه کړو، ماسټري به ووایو. زموږ پلانونه مو مه ضايع کوئ، د ښوونځيو دروازې پرانيزئ، تر څو زده کړو ته مو ادامه ورکړو." دا په داسې حال کې ده چې د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو د دروازو د تړل کېدو ۵۰۰ ورځې پوره شوې. د طالبانو حکومت د پوهنې د وزارت ویاند عزیز احمد ریان او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نهدی ویلی. خو تر دې وړاندې یو طالب چارواکو ویلي په تعلیمي نصاب کې ستونزې، مذهبی دليلونه او اقتصادي مشکلات، هغه څه دي چې له امله يې له شپږم څخه پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي دي. خو د طالبانو حکومت ځینو چارواکو په خپلو خبرو کې ویلي، چې د اسلام له نظره د نجونو د تعلیم پر وړاندې هیڅ خنډ نهشته. په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان، یو ځل بیا له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو بندېدو په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې: "زدهکړې کولی شي ښځې او نجونې د ډول ډول ظلمونو، بې عدالتیو او بدمرغیو په وړاندې ځواکمنې کړي." د بشري حقونو دغه سازمان دا هم لیکلي، چې د طالبانو حکومت لهخوا د نجونو د زدهکړو په مخنیوي سره د دوی په دغو وړتياو منفي اغېز لري. په افغانستان کې دطالبانو بيا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د کار او زدهکړې د حق څخه محرومېدو پر ضد د پراخو کورنيو او نړیوالو غبرګونو سره سره، د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره کوم عملي ګام نهدی پورته شوی. د دغو ستونزو د حل په موخه ان د ملګرو ملتونو دوه پلاويو کابل ته سفرونه کړي او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یې لیده کاته او خبرې کړې دي، خو تر اوسه د دغو لیدو کتو او بحثونو کومه مثبته پایله نهده لیدل شوې.
شهباز شريف: د وخت ضرورت دی چې سیاسي او مذهبي مشرتابه رایو ځای شي د ترهګرۍ مقابله وکړي
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف وايي، "د وخت ضرورت دی چې مرکز او صوبې او سياسي، مذهبي مشرتابه را يوځای شي، چې خپل اختلافات شاته کړي او د ترهګرۍ د ناسور مقابله وکړي".
بو علی سینا
د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.
پنجاب کې دچین وګړو ته ویل شوي چې خپل حفاظت لپاره دې د شخصي امنیتي کمپنیو خدمات ترلاسه کړي
دا وخت پولیس د ترهګرې سره مخ دي. په خاصه توګه د خیبرپښتونخوا پولیس ددې څومره جوګه دې چې د خپل حفاظت ترڅنګ د عام ولس حفاظت هم وکړی شي؟ په دې اړه د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر اختر علې شاه وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، پولیس تر ډیر حده د عصرې اړتیاو سره سم کړی شوي دي
نیکلاسن: پاکستاني چارواکو سره مې افغاستان کې د یو ټولشموله حکومت په اړتیا خبرې کړي
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې د بشري وضعیت او پر میلیونونو افغانانو د طالبانو له خوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار د بندیزد اغیزو او د یوټولشموله حکومت د جوړیدو په اړتیا خبري کړي دي.
دپاکستاني استازي بیان ته په رسنیو سخت غبرګون،پاکستان وایي له خپل استازي یې وضاحت غوښتی
پروفیسر ډاکټر سهیل خان ډیوه ته وایي، پښتنې میرمنې تل نارینه و سره د ژوند هره برخه کې اوږه په اوږه پاتې شوې دي. څیړونکی او تاریخ پوهه حیات روغانی وايي په تاریخي توګه کله هم پښتنو خپلې میرمنې د زده کړو نه نه دي منعې کړې
وزیراعظم شهباز شریف: د ايي اېم اېف شرایط د "تصورنه بهر" دي خو حکومت به یې مني
رپورټ وايي ايي اېم اېف د پاکستان نه غواړي چې ټېکسونه یا مالیا زیاته کړي او په ځینېو شیانو سبېډي یا د حکومت ریاعت ختم کړي، خو پاکستان تر اوسه دغه شرطونه نه دي منلي او ویره لري چې په اکتوبر کې د کېدونکو انتخاباتو نه مخکې به ولس د دغو شرطونو مخالفت وکړي او حکومت به مقبولیت بېلي
پاکستان: د افغان موقتي حکومت نه د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د مرستې تمه لرو
پاکستان ويلي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو "د موقتي حکومت نه تمه لري چې د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې د پاکستان مخلصانه همکاري وکړي او کابل په دغه برخه کې د نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي".