ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

20.01.2023 امریکا غږ

په باچا خان پوهنتون د ټي ټي پي د حملې اوومه کلیزه ولمانځل شوه

په پوهنتون برید کې د وژل شویو کسانو په یاد کې د غونډې په موقع د يو وژل شوي زدکونکي پلار فضل ربي وايي" ما ته چې څومره درد رسېدلی هغه بل چا ته نه دی رسېدلې ، زمه اولاد وو او زمه پرې د ملا تير مات شوې چې د شپې په خوب په ډاډا اوړم هم راياديږي"

20.01.2023 ډیوه

د افغان نجونو په نوم د زده‌کړو نړيواله ورځ ځانګړې کول؛ نجونو او فعالانو يې هرکلی کړی

یو شمېر افغان نجونې چې ښوونځيو ته له تګ بې‌برخې دي، د یونسکو راتلونکې جوړېدونکې غونډې ته په اشارې وايي، دا غونډه باید یوازې د افغان نجونو سره د خواخوږۍ د ښودلو لپاره جوړه نه‌شي. بهار چې د يوولسم ټولګي زده‌کوونکى ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، غواړي په راتلونکي تعليمي کال کې بېرته خپلې زده‌کړې پيل کړي. نوموړې وايي: "کاش چې په نوي کال کې موږ یو بې توپیره او عادلانه حکومت ولرو چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د ښوونځیو دروازې بېرته زموږ پر مخ پرانیزي. زه هیله لرم چې د یونسکو غونډه یوازې د افغان نجونو لپاره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره نه وي او نړیواله ټولنه باید په رښتیني ډول اقدام وکړي ترڅو موږ له خپلو حقونو برخمن شو." دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د جنورۍ ۲۴مه د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په توګه د هغو افغان مېرمنو او نجونو زده‌کړو ته ځانګړې کړې چې له زده‌کړو بې برخې دي. په پام کې ده یونسکو راتلونکې اوونۍ د یوې لوې غونډې د جوړېدو په ترڅ کې د افغان ښځو پر زده‌کړو د بندیز د ژر تر ژره لیرې کولو غوښتنه وکړي. د دغه سازمان په اعلاميه کې د يونسکو عمومي مشرې (اډري ازولي) ویلي چې يونسکو به په دې غونډه کې د تعلیم د بنسټیزې غوښتنې بیا رغولو لپاره خپل غږ تازه کړي. مېرمن ازولي وړاندې ویلي، نړيواله ټولنه دا مسووليت لري چې د افغان نجونو او ښځو حقونه له ځنډ پرته تامين کړي او ټينګار يې کړی چې د ښځو پر وړاندې جګړه بايد ودرول شي. خو د پوهنې په برخه کې یو شمېر فعالان وايي، که د یونسکو غونډه په یوې اعلامیې کې له طالبانو څخه د نجونو پر مخ د زده‌کړو د دروازې د پرانېستلو په اړه پای ته ورسېږي، دا به کومه مثبته پایله ونه‌لري. د دغو فعالانو له ډلې څخه نوري نزهت ازادي راډیو ته وویل، نړيوال دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د طالبانو پر حکومت د بندیزونو په لګولو او د مالي مرستو په بندولو فشار راوړي. اغلې نزهت وايي: "یونسکو، د نورو سازمانونو سره په همغږۍ کې باید د هغو ډلو او حکومتونو لپاره هڅه وکړي چې واک ترلاسه کوي او ښځې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کوي، د هغو ډلو او حکومتونو په توګه چې د ښځو د حقونو او بشري حقونو اصلي سرغړونکي دي، د نړیوالو بندیزونو تابع دي. دوی دغه ډلې او حکومتونه مجبوروي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي." له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو محدودیت او پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو پر تحصیل د بندیز تر څنګ په غیر دولتي ادارو او اکثرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بنديز هغه لوى محدوديتونه دي چې طالبانو پر ښځو لګولي دي. خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي. د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې د معلوماتو له‌مخې، د طالبانو د پرېکړې له امله په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې (۲،۵ میلیونه) له زده کړو بې برخې شوې دي. یونسکو د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي او په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د پرمختيايي لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره وايي چې له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٢١ کال پورې ددغه هېواد د پوهنې په ټولو کچو کې د زده‌کړو په برخه کې لس برابر زياتوالى راغلی و چې له يو ميليون زده‌کوونکو څخه شاوخوا لس ميليونو ته د زده‌کوونکو شمېر رسېدلی و. خو د یونسکو د معلوماتو له‌مخې په دې برخه کې هم په ورستیو کې کموالی راغلی.

20.01.2023 ازادي راډیو

د ډاکټر شکیل اپریدي کورنۍ وايي په جېل کې د ډاکټر شکیل جامې ویستل شوي وې اؤ تشدد پرې شوی

د اسامه بن لادن په معالومولو کې د امريکايي استخباراتي ادارې سي ايې اې سره په مرسته تورن شکيل اپريدي ته په کال 2012 کې د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ اسټنټ پوليټيکل ايجنټ د يو لاقانونه ګرځول شوي تنظيم سره د اړيکو په سر د 33 کالو د قيد سزا اورولې وه د هغه د وکيلانو په اپيل دغه سزا 23 کالو ته راکمه کړل شوه

20.01.2023 ډیوه

وړو صوبو ته دپورونو ورکولو په اړه دسټیټ بینک ترمیمي قانوني مسوده دسینیټ نه منظور کړل شوه

د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې مختلف صنعتي مرکزونه هم اعلان کړي دي او د صنعتي پرمختیا دپاره یې په اسانو شرطونو کاروباریانو لپاره د قرضو سکيم راوړی و خو د مرکزي بینک له خوا د پیسو نه ترلاسه کیدو له وجې هغه سکيم نه دی عملی شوی

20.01.2023 ډیوه

افغانستان کې د سختې يخنۍ دلاسه په يوه اوونۍ کې 78 کسان مړه شوي

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي په يوه اوونۍ کې د سختې يخنۍ نه 78 کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی او د 75000 نه زيات څاروي هم مړه شوي دي.

20.01.2023 ډیوه

د دنیا په مختلفو ښارونو کې د افغان طالبانو خلاف مظاهرې شوي

د انساني حقونو تنظیمونه وايي طالبان په د مظاهرو په ضد د زور زیاتي نه کار اخلي، فعالان نېسي او تشدد پې کوي او ميدیا سېنسر کوي. طالبان دغه خبرې ردوي، وايي ملک يې د امریکي د اشغال نه ازاد کړی او دا چې ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د افغان دود او د اسلام سره سم حالات برابروي

20.01.2023 ډیوه

پاکستان کې دتېرو څلورو کلونو په مهال 42 خبریالان وژل شوي،خو دې مقدمو کې یوازې یو تورن تن نیول شوی

سینیټ کې دخبریالانو د وژنې په اړه دجمع شوؤ نه وروسته خپله وینا کې د سینیټ غړي ویلي دپاکستان داطلاعاتو د وزارت شمیرې ناسمې بللې دي اؤ ویلي یې دي داطلاعاتو وزارت بې خبره دی ځکه چې بلوچستان کې درې نه بلکې تر10 زیات خبریالان وژل شوي دي

20.01.2023 ډیوه

پاکستان هغه ترهګر بريد غندلی چې وايي‌د ایران د خاروې نه شوی او څلور عسکر يې وژلي 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د ايران د لوري په پوله ترهګر بريد یې په کلکه غندلی چې په نتيجه کې يې څلور امنيتي عسکر وژل شوي وو.

20.01.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: سږ کال افغانستان کې ۲۸ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې په دغه هیواد کې ۲۸.۳ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

20.01.2023 امریکا غږ

امريکا: د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو اوسنۍ تګلاره بشري حقونو ته سپکاوی دی

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا طالبانو ته روښانه کړه چې د مشروعیت پیدا کولو لپاره لپاره څه اړین دي. د دې وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل پرون یوه خبري کنفرانس کې ویلي، که طالبان غواړي چې مشروعیت پیدا کړي، باید د ټولو افغانانو حقونو ته احترام وکړي. پټېل د افغان نجونو او ښځو په اړه د طالبانو اوسنۍ کړنلاره بشري حقونو ته سپکاوی وباله. نوموړي ويلي: "د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو سیاستونه بشري حقونو ته سپکاوی دی او تر هغه چې طالبان نجونې او ښځې ځپي، له نړیوالې ټولنې سره به یې اړیکې زیانمنې وي. موږ روښانه ویلي، د مشروعیت او باور خپلولو لپاره باید په واضحه ټکو خبرې وشي او دوی باید د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی وکړي، نه یوازې د لنډ وخت لپاره." له طالبانو مو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند د څرګندونو په اړه پوښتنه وکړه، خو ویاند یې ځواب را نه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې ویلي چې، په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي. خو د بښنې نړیوال سازمان په خپله ټویټرپاڼه د یو شمېر هغو بندیزونو او محدویتونو نوملړ خپور کړی چې طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګولي دي دي. دا سازمان لیکي، طالبانو همدا اوس افغان نجونې او ښځې له ورزش کولو منع کړي، په رسنیو کې یې د هغوی فعالیت محدودیت کړی، له پوهنتونونو یې را ګرځولي، ورزشي کلبونو ته یې هم د دوی په تګ بندیز لګولی، په نا دولتي مؤسسو کې یې د هغوی د کار مخه نیولې، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي او ترڅنګ یې له ۷۲ کیلومټره واټن ليرې بې له محرمه د نجونو او ښځو په سفر بندیز لګولی دی. دا ټول هغه څه یادېږي چې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه یې د افغانانو له بنسټیزو حقونو د طالبانو ښکاره سرغړونه بولي. هاخوا د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره ریتنو مرسودي چې نیویارک ته تللې، د ملګرو ملتونو سازمان کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خبرې کړي دي. اندونیزیا له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ کاله د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ریاست ته نومانده ده. ریتنو مرسودي په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا له دایمي استازې لیندا توماس سره هم خبرې کړي او اغلې توماس وايي، اندونیزیا د افغان نجونو او ښځو له بشري حقونو ملاتړ کوي. طالبان د افغان نجونو او ښځو او په ټوله کې د افغانانو له حقونو په ملاتړ او د بشري حقونو په نقض تورن دي، خو طالبان یې نه مني.

20.01.2023 ازادي راډیو

امریکا اوکراین سره د ۲.۵ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د ورکړې اعلان وکړ

متحده ایالاتو او لویدیځو متحدینو پنجشنبه جنوري ۱۹ (مرغومي۲۹) د اوکراین سره پداسې حال کې د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ چې ټاکل شوې سبا د شاوخوا ۵۰ هیوادونو استازي په جرمني کې راټول شي چې د اوکراین سره د مرستو په لارو چارو وغږیږي.

20.01.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د پولیسو په پوستې 'ځانمرګي برید کې درې تنه' ووژل شول 

په پاکستان کې پولیس چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه «جمرود تحصیل» کې یو ځانمرګي‌ د پولیسو په پوستې کې ځان الوځولی دی او لږ تر لږه دوه پولیس او یو اشپز یې وژلي دي. 

19.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

19.01.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

19.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more