ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د مورنيو ژبو نړيواله ورځ، د پښتو په پلوۍ غونډې او لاريونونه شوي

نن 21 فروري چې د ټولې نړۍ په څېرد پښتونخوا بېلا بیلو سیمو کې هم د مورنیو ژبو ورځ نمانځل کیږي. په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د مورنۍ ژبې پښتو د ورځې په مناسبت پښتنو ملت پاله ګوندونو غونډې او لاريونونه کړي دي.

21.02.2023 ډیوه

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

21.02.2023 امریکا غږ

صدر پوټن: روس د اېټمي وسلو د مخنیوي په معاهده نیوسټارټ کې شرکت ځنډوي

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د پوټن اعلان د غیر ذمه وارانه او د افسوس وړ وبللو. بلېنکن خبریالانو ته وویل ګوري په چې روس په حقیقت کې څه کوي؟ هغه زیاته کړه د خپل ملک او د اتحادیانو د تحفظ دپاره امریکې مناسب اقدامات ځای په ځای کړي دي

21.02.2023 ډیوه

تهران یو ایراني الاصله جرمن تبعه د 'ترهګرۍ په جرم په اعدام' محکوم کړ 

د ایران قضايي قوې نن سه شنبه فبروري ۲۱ (کب دویمه) اعلان وکړ چې جمشید شارمهد یې چې د جرمني تابعیت هم لري د «ترهګرۍ په جرم» په اعدام محکوم کړی دی.  Jamshid Sharmahd, the

21.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

21.02.2023 امریکا غږ

روسیې د اټومي وسلو د کمولو تړون تعلیق کړ؛ امریکا: خبرو ته تیار یو 

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۱ (کب دوهمه) وویل چې د واشنګټن سره د اټومي وسلو د کمولو د تړون د ځنډولو لپاره د روسیې پریکړه "ژوره خواشیني کوونکې او غیر مسؤلانه" وه، خو متحده ایالات په دې اړه خبرو اترو ته چمتو دي.

21.02.2023 امریکا غږ

امريکې په متحده قومونو کې په اسرایل د تنقید د بیان حمایت کړی

سېکیورټي کاونسل د خپلې رای اظهار په داسې حال کې هم کړی دی چې د اسرایل او فلسطينیانو ترمنځ په تاوتریخوالي کې اضافه شوي ده او د سږ کال د شروع کېدو راهسې په تشدد کې ۴۷ فلسطینیان او ۱۰ اسرایلیان وژل شوي دي

21.02.2023 ډیوه

څېړونکي: د سیاسي بيانونو په ځای به حکومت او رياستي ادارو ته د ترهګرۍ پر ضد په واضحه تګلاره يو کېدل وي

څيړونکي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري د ترهګرۍ په اړوند دريځ سياسي بيان بولي او وايي د حکومت سره به ټولو رياستي ادارو ته د يوي واضحه او کوټلي پاليسۍ لاندې د ترهګرۍ ضد يو کېدل وي.

21.02.2023 ډیوه

بایډن او پوتین به د اوکراین د شخړې په اړه ویناوې وکړي

واشنګټن – د نړۍ د دواړو لویو مشرانو بایډن او پوتین د نهې یا سې شنبې د ورځې ویناوې به په اوکراین د روس په یرغل باندې څرخي د کوم چې یو کال پوره کېدو ته یواځې څو ورځې پاتې دي. د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین به د خپل هېواد پارلمان ته وینا کوي او د امریکا ولسمشر جو بایډن به د اوکراین د ګاونډي پولېنډ له پلازمېنې وارسا څخه په خپله وینا کې له اوکراین سره د خپلو تل پاتو مرستو یادونه وکړي. بایډن تېره ورځ په یوه ناڅاپي سفر د اوکراین له سرښار کیېف څخه هم لیدنه کړې. سپینې ماڼۍ ویلي، بایډن به هڅه وکړي چې د اوکراین له خلکو سره د نړیوالو مرستې تیزې او د اوکراین تر شا په درېدو کې په خپلو ژمنو باندې ودرېږي تر هر څومره وخته چې ورته اړتیا وي. بایډن د ګل یا دوشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي سره په یوې ګډې خبري غونډه کې وویل، "یو کال وروسته هم،‌ کېف ولاړ دی او اوکراین ولاړ دی." بایډن زیاته کړه، "امریکایان له تاسو سره ولاړ دي او نړۍ له تاسو سره ولاړه ده." بایډن له اوکراین سره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو نوره مرسته اعلان کړه او وویل،‌ چې په دې اونۍ کې به د روس پر ضد نور بندیزونه هم ولګېږي. اوکراین ته د بایډن سفر په پټه توګه ترسره شوی داسې چې له امریکا څخه په جرمني کې د امریکا یوې پوځي‌ اډې ته تللی،‌ بیا یې پولېنډ ته پرواز کړی او له هغې ځایه په لسو ساعتونو کې په اورګاډي کې کیېف ته تللی. بایډن په کیېف کې پنځه ساعته تیر کړي چې ددغه وخت یوه برخه یې د امریکا په سفارت کې له امریکايي چارواکو سره په لیدنه کې هم لګولې. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سېلیوان وویل، چې امریکا روس ته د بایډن د پلان شوي سفر په اړه له مخکې خبرداری ورکړی وو چې د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ د کوم غیر قصدي مرګونې پېښې مخه ونیسي. جنګي سیمو ته د تېرو دا ډول سفرونو پر خلاف،‌ امریکا د اوکراین فضا نه کنټرولوي خو د امریکا جنګي الوتکو د بایډن سفر د پولېنډ له اسمان څخه کنټرولوه. سلیوان کیېف ته د بایدڼ سفر تاریخي و باله او وویل،‌ دا په اوسني وخت کې ساری نه لري چې د امریکا ولسشمر دې په جګړه کې د ښکېل هېواد سرښار ته په داسې وخت کې ولاړ شي چې امریکا د هغه ځای د بنیادي‌ ودانیو کنټرول هم نه لري.‌ سلیوان وویل، که څه هم زیاتې لوجیستیکي مسلې وې، خو ولسمشر بایډن ویل چې دا په دې ارزښتناک وخت کې مهم دي. همدارنګه ټاکل شوې ده چې بایډن به د ناټو له مشر ینز سټالټنبرګ او نورو مشرانو سره د شورو یا چهارشنبې په ورځ مخکې له دې چې واشنګټن ته سفر پیل کړي هم وویني. بل پلو د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګېن د نهې یا سې شنبې په ورځ د اوکراین د شخړې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې چې د هغه په وینا له کنټرول څخه د وتلو په حال کې ده.‌ کېن وویل،‌ "مونږ له ځانګړو هېوادونو څخه غواړي چې ژر تر ژره دې دغه اور ته د تیلو پاشل ودروي." دغه تبصره یوه ورځ وروسته له هاغې وشوه چې امریکا او اروپايي‌ اتحاد د ګل یا دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که چین د اوکراین په جګړه کې له روسي ځواکونو سره جنګي مرسته وکړي نو له نا څرګندو پایلو سره به مخ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن خبریالانو ته وویل،‌ چې د امریکا او چین اړیکو ته به ريښتیني پایلې ولري او ده نیغ په نېغه د امریکا اندېښنې د چین د بهرني سیاست له لوړ پوړي چارواکي وانګ یې سره شریکې کړې دي. د اروپايي‌ ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل په برسلز کې خبریالانو ته وویل،‌ چې ده هم په دې اړه له وانګ یې سره خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې روس ته دې وسلې نه ورکوي. بورېل وویل، "د چین دا ډول مرسته به زمونږ په اړیکو کې سره کرښه وي."      

21.02.2023 ډیوه

د کندهار ځینې اوسېدونکي په ښار کې له غږیزې ککړتیا شکایت کوي

د کندهار اوسېدونکي وايي، غږیزې ککړتیا په تکلیف کړي دي. د دغه لوی ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د وسایطو ترڅنګ د دوکانونو مخې ته د چالانو جنراتورونو او هغو پلورونکو شمېر ډېر شوی چې په لاوډسپیکرونو کې د ثبت شوو غږونو له لارې پېرودونکي جلبوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

21.02.2023 ازادي راډیو

بلوچستان: مستونګ او چمن کې وسله والو بریدونو کې د ليويز دوه عسکر وژل شوي، پوليس اهلکار ژوبل شوی

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ او چمن سيمو کې پر ليویز ځواک او پولیس اهلکارو وسله وال بريدونه شوي، د چارواکو په وينا د ليويز ځواک دوه عسکر او يو بريدګر پکې وژل شوي دي. 

21.02.2023 ډیوه

د تورخم دروازه لا هم تړلې ده، سوداګر وايي تاوانونه ورته اوړي

د افغانستان سره د تورخم دروازه چې په 19 فرورۍ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا تړل شوې تراوسه پورې بنده پرته ده. د دروازې د بندېز له امله عام خلک وايي د ستونزو سره مخ شوي سوداګر او ټرانسپورټران وايي تاوانونه ورته اوړي. چارواکي وايي د اسلام اباد او کابل کې د واکمنو ترمنځه خبرې روانې دي.

21.02.2023 ډیوه

​​​​​​​ښاپېرۍ نغمې د افغان نجونو په ملاتړ يوه بله سندره ويلې

سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه په افغانستان د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو د لرې کولو په تړاو له یوې نوې سندرې سره. ښاپېرۍ نغمه وايي، د افغان نجونو د حقونو په ننګه به خپل غږ وچتوي، که د شعر له لارې وي، د سندرې له لارې او یا بلې هر ډول مبارزې له لارې. نوموړې وايي: "دا موضوع موږ ‌ډېر ځوروي چې زموږ د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلی شوې دي، نو زه هم دوی سره همغږې یمه، دا خپل اواز به ورته وچتوو، هغه که د شعر له لارې وي، که د سندرې له لارې وي، که د هر قسم مبارزې له لارې وي." نغمه وايي، په دې توګه غواړي، تر نړیوالو خپل غږ ورسوي، چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د غوښتلو په برخه کې له دوی سره همغږې شي. نوموړې له طالب چاروکو هم غواړي چې پر افغان نجونو او ښځو ټول لګول شوي محدودیتونه لرې کړي. د نغمې لومړنۍ سندره چې نږدې درې میاشتې مخکې یې د افغان نجونو او ښځو د حقونو په ننګه وویله، بې موزیکه وه، خو دا سندره یې له موسیقۍ سره ویلې ده. نوموړې د خپلې دې نوې سندرې په اړه وايي: "موسیقي یې په پېښور کې شوې، کمپوز د ماسټر علي حیدر او شعر د هارون حکیمي دی، ان شالله چې زما دا درد او د شاعر درد دغه ټولو دردونه سره یو ځای شي، او د دغه خلکو په زړونو کې یوه داسې عاطفه پیدا کړي، چا چې زموږ د نجونو مکتبونه تړلي دي." نغمې د افغان نجونو او ښځو د حقونو په ننګه خپله لومړنۍ سندره ځکه بې موزیکه ویلې وه، چې د دې په خبره، طالب چارواکي یې واوري او پر دوی لګول شوي محدودیتونه لرې کړي. خو له دې سره سره چې بیاځلي له طالبانو ورته غوښتنه مطرح کوي، داسې ښکاري چې له دوی دې ناهیلې شوې وې، نو ځکه له نړیوالو هم د ملاتړ او همغږۍ غوښتنه کوي.

21.02.2023 ازادي راډیو

تهران کې په افغان سفارت کې بدلون؛ ایران وايي طالبانو سره یې تعامل ندی بدل شوی

د طالبانو حکومت ته په ایران کې د افغانستان سفارت احتمالي سپارولو په اړه د راپورونو خپرېدو سره هم مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو له حکومت سره په تعامل کې د دغه هیواد په دریځ کې کوم تغیر نه دی راغلی.

21.02.2023 امریکا غږ

بلینکن: په ترکیې د اف – ۱۶ جیټ الوتکو د پلورلو ملاتړ کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وایي چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت په انقرې د ایف – ۱۶ جنګي جیټ الوتکو د پلور ملاتړ کوي خو پدې هکله یې نور جزیات ورنکړل چې کانګرس ته به څه وخت د دې معاملې په هکله خبر ورکړي.

21.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more