ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه د ایران او پاکستان اندېښنه - اتصال

د اتصال په خپرونه کې پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر د پایلو او له بریتانیا څخه روانډا ته د کډوالو د لیږلو په اړه بحث شوی دی.

24.04.2024 امریکا غږ

متقي او کابلوف دوحه کې د ملګرو ملتونو په درېیمه غونډه کې د طالبانو پر ممکنه ګډون خبرې کړې

واشنګټن — د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د روس له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي په دوحه کې د افغانستان په اړه پر درېیمه غونډه یې له ملګرو ملتونو سره خبرې روانې دي او کله چې ددې غونډې ایجنډا او ترکیب معلوم شي د ګډون په اړه به یې پرېکړه وکړي. د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه د درییمې مشاورتې غونډې ڼیټه لا تر اوسه نه ده اعلان شوې، خو لومړۍ یې د تېر 2023 کال په مې میاشت کې وشوه او دویمه یې د روان 2024 کال په فرورۍ کې وشوه. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د روسي فېډرېشن د صدر د ځانګړي استازي ضمر کابلوف له خولې ویلي، هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه هر ډول غونډه جوړېږي، باید د طالبانو حکومت هوکړه پکې اخیستل شوې وي: "ښاغلي ضمیر کابلوف وویل، د دوحې په راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د [طالبانو] حکومت توافق ولري. ده ټینګار وکړ چې د افغانستان د حکومت له هوکړې پرته دا لړۍ کومه پایله نه شي لرلی." د خبرپاڼې له مخې ضمیر کابلوف ویلي د نړۍ هیوادونه د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای باید د طالبانو له حکومت سره د دوه اړخیزو میکانیزم له لارې اړیکې وپالي. ددې وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل د اپرېل پر 23مه پر ایکس لیکلي، د مولوي امیر خان متقي او ضمیر کابلوف په لیدنه کې د دوحې له غونډې سره سره د افغانستان او روس ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سیمه ‌ییزو مسایلو هم خبرې شوي دي.   د وزارت ویاند وایي امیر خان متقي یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د افغاستان د استازې له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ او ویې ویل: "د افغانستان اوسني ځمکني واقعیتونه باید درک شي او اوس په افغانستان کې داسې شرایط نه دي واکمن چې د ملګرو ملتونو لخوا د کوم ځانګړي استازي اړتیا دې وي". ضیا احمد تکل ویلي، امیرخان متقي د افغانستان او روس تر منځ د سیاسي اړېکو او سوداګرۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی، وایي متقي له روس سره د افغانستان اړیکې مهمې بللې او ټینګار یې کړی: "متقي صاحب وویل، د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره مخ په غوړېدو دي او اوسمهال افغانستان د سیمې له نژدې ټولو هېوادونو سره فعال سفارتونه لري". د طالبانو د رئیس الوزرا یا وزیراعظم د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر هم له ضمیر کابلوف لیدلي او دفتر یې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، روس د طالبانو حکومت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو غوښتونکی دی. د خبرپاڼې له مخې مولوي عبدالکبیر هیله څرګنده کړې چې د ماسکو فارمټ په غونډو کې به د طالبانو حکومت استازي ته د افغانستان د رسمي استازي په توګه غړیتوب ورکړل شي. د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په لومړۍ غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، خو په دویمه غونډه کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ګډون بلنه نه وه منلې او له دې کبله یې پکې برخه نه وه اخسیتې چې ویل یې دوی ته به پکې د افغانستان د یواځیني استازي‌ حکومت په توګه برخه ورکول کیږي. د ملګرو ملتونو په لومړۍ او دویمه غونډه کې د نړۍ د نورو هېوادونو او ادارو د استازو په ګډون ګڼ شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو هم ګډون کړی وو چې په هغوی کې ښځې هم شاملې وې. ملګرو ملتونو د دویمې غونډې په اړه ویلي وو ددغې غونډې هدف په دې اړه بحث کول وو چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزوونکي سپارښتنو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغوونکي ډول نړیواله بوختیا زیاتېدلی شي. ملګرو ملتونو ویلي وو د دوحې دویمه غونډه به افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو ځانګړو استازو ته ددې فرصت ورکړي چې په یو ځای د افغانستان په مسله کې د واکمنو طالبانو د حکومت د استازو په ګډون د اړوندو ښکېلو غاړو، مدني ټولنې د افغان فعالانو او د افغان میرمنو له استازو سره بحث وکړي.

24.04.2024 ډیوه

د صمدخان اڅکزي ژوند او مبارزه - ځانګړې مرکه

د صمدخان اڅکزي د ژوند او فعالیتونو په اړه د هغه د لمسي او لیکوال ایاز اڅکزي سره ځانګړې مرکه شوې چې د صمدخان اڅکزي"زما ژوند او ژوندون" کتاب یې انګریزي ته ژباړلی دی.

24.04.2024 امریکا غږ

اسرایل په غزہ پټۍ کې دوہ بریګېډہ پوځ په ځای کړ‎ی

کراچۍ — د اسرایل پوځ د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، په غزہ پټۍ کې یې دوہ بریګېډہ ریزرو پوځ په ځای کړ‎ی په داسې وخت کې چې اسرایل په جنوبي رفح ښار کې د عملیاتو تیاری کوي. پوځ ویلي، بریګېډونه به دفاعي او تکنیکي مشن ترسرہ کوي خو په دغه اړ‎ہ یې نور جزیات نه دي شریک کړ‎ي. د اسرایل چارواکو ویلي، په رفح کې عملیات اړ‎ین دي د دې دپارہ چې د حماس وسله والې توندلارې ډلې د ختمولو ھدف ترلاسه کړ‎ل شي. امریکې، ملګرو ملتونو او نورو ھیوادونو په دغو عملیاتو اندېښنه څرګندہ کړ‎ې او ویلي دي دا به په رفح کې بشري بحران جوړ‎ کړ‎ي. ویل شوي په سیمه کې د غزې د نیمې نه زیاتې ابادۍ پناه اخستې، دغلته زیاترہ خلک د غزې د نورو سیمو څه د جګړ‎ې او اسرایل د حکمونو له امله ورغلي دي. د شورو په ورځ د اسرایل پوځ ویلي، په تیرہ ورځ کې یې جېټ الوتکو په غزہ کې 50 اھداف په نخښه کړ‎ي دي. د اسرایل پوځ په جنوبي لبنان کې په حزب الله ھم حملې کړ‎ي دي، دغه حملې د حزب الله د حملو په ځواب کې کړ‎ي، یادې توندلارې وسله والې ډلې ویلي وو د اسرایل د پوځ لخوا په ملکي خلکو د د ھوایي حملو په غبرګون کې حملې کړ‎ې وې. امریکې، حماس او حزب الله دواړ‎ہ ترھګرې ډلې ګرځي دي. د اسرایل په وینا، حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کړ‎ې، 1200 کسان یې وژلي، 250 یې یرغمال کړ‎ي چې خواوشا د 100 نه زیات یې اوس ھم په بند کې دي. اسرایل د یادې حملې په غبرګون کې د حماس ختمولو او یادې ډلې بیا د حملې نه جوګه کېدو په موخه عملیات پیل کړ‎ي وو، په غزہ کې د صحت وزارت ترمخه په دغو عملیاتو کې 34,183 فلسطینیان وژل شوي او 77,000 نور ژوبل شوي دي. وزارت د ملکي خلکو او جنګیالو فرق نه دي ویلی خو وایي په وژل شوو کې زیاترہ ښځې او ماشومان دي. (د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)

24.04.2024 ډیوه

اسرايل په غزه کې ريزرو لا احتياطي ځواک ګوماري

واشنگټن —   د اسرايل پوځ چې په رفاع ښار د زمکني پوځي عملياتو تيارۍ کوي د شورو په ورځ ويلي په غزه پټۍ کې به دوه ريزرو لا احتياطي برګيډز ډويژنې ګوماري.  پوځ ويلي دغه بريګيډز به دفاعي او ځانګړي پوځي عمليات کوي خو د عملياتو نور تفصيل يې نه دی ښودلی.  اسرايلي چارواکو ويلي د حماس وسلوالو د نوغي ويستلو او خپل هدف ترلاسه کولو د پاره اړينه ده چې په رفاع کې زمکني عمليات وشي.  امريکا، ملګرو ملتونو او نورو په زمکني عملياتو انديښنې څرګندې کړي او وايي دا به په رفاع کې انساني ناورين رامنځ ته کړي.  د غزه د نيمې نه زياتې ابادۍ په دغه سيمه کې پناه اخستلې ده چې دا خلک د جنګ او اسرايل د وتلو د امر نه وروستو د غزه نه تښتېدلي. د اسرايل پوځ ويلي چې جنګي الوتکو يې تېره ورځ په غزه کې د پنځوستو نه زيات هدفونه په نخښه کړي.  اسرايل په سويلي لبنان کې د حزب الله په ځايونو هم هوايي حملې کړي چې د حزب الله د راکټونو ويشتلو په ځواب کې شوي او حزب الله وايي راکټونه يې اسرايل ته د عامو وګړو د وژني په غبرګون کې ويشتلي وو.  امريکا حماس او حزب الله دواړه ترهګرې ډلې ګرځولي. حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې وه او د اسرايلي شمېرو ترمخه نزدې دولس سوه اسرايليان يې وژلي وو او دوه نيم سوه يې ژوندي تښتولي وو.  اسرايل وايي وسلوالو اوس هم نزدې سل تنه يرغمل کړي او د دېرشو تنو مړي هم د هغوی په ولقه کې دي.  اسرايل وايي پوځي کمپين يې د حماس د ختمولو د پاره روان دی چې په راتلونکي کې بيا په اسرايل د حملې توان ونه لري. د غزه د صحت چارواکي وايي اسرايل په روانه جګړه کې کم نه کم 34,183 تنه فلسطينيان وژلي او نزدې 77,000 يې ژوبل کړي.  ياد چارواکي وايي په وژلو شوو تنانو کې په درېو کې دوه برخې ښځې او ماشومان دي.  په رپورټ کې څه معلومات د ای پي، ای اېف پي او رايټرز خبري ادارو نه اخستل شوي. 

24.04.2024 ډیوه

د ایران او پاکستان مشران: افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی

پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د درې ورځنې سفر په پای کې، د دواړو هېوادونو مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

24.04.2024 امریکا غږ

پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد قضيو اورېدنو عدالتي بېنچ مات شوی

اسلام اباد/کراچۍ — په پوځي عدالتونو کې د عامو ملکي خلکو د قضيو اورېدنو کالعدم ګرځولو ضد اورېدنه کوونکی د سپريم کورټ شپږ کسيزه بېنچ مات شوی او سپريم ‏کورټ د بېنچ بيا جوړولو معامله د ججانو درې کسيزه کمېټۍ ته لېږلې ده.‏ په درې کسيزه کمېټۍ کې د سپريم کورټ د چيف جسټس پشمول د سپريم کورټ درې مشران ججان شامل دي.‏ د شورو/ چارشنبې په ورځ د سپريم کورټ د جج جسټس امين الدین خان تر مشرۍ لاندې شپږ کسيزه بنچ په پوځي عدالتونو کې د عامو ملکي خلکو د ‏قضيو اورېدنې خلاف د خواستونو اورېدنه وکړه چې په کې مرکزي خواست کوونکو په بنچ اعتراض راپورته کړو او دا معامله يو ځل بيا د ججانو کمېټۍ ته ‏ولېږل شوه.‏ کله چې نن په سپريم کورټ کې په پوځي عدالتونو کې د عامو کسانو د قضيو اورېدنې کالعدم ګرځولو اپيلونو باندې اورېدنه پيل شوه نو سرکاري وکيل يا ‏اټارني جنرل عدالت ته وویل چې په وړوکي اختر کې د پوځ په تحويل کې ګېر 20 ملزمان خوشي شوي او خپلو کورونو ته تللي دي.‏ په اورېدنه کې جسټس ميا محمد علي مظهر د اټارني جنرل څخه پوښتنه وکړه چې ايا د خوشي کړل شوو کسانو خلاف اوس کومه مقدمه نشته؟ او عدالت د ‏اټارني جنرل دا بيان د رېکارډ برخه جوړه کړه.‏ د نوښار د نواز خان زوی دعوت خان هم د نهمې مې د احتجاجونو په تور کې نيول شوی وو او هغه اوس د پوځ په ولکه کې دی. وايي، زوی یې د نيول کېدو ‏وروسته يوه نيمه مياشت غايب وو.‏ ‏"مونږ ته د پوځ نه فون راغلو چې ستاسو کس زمونږ سره دی بيا زه لاړم او پوځ ته مې خواست وکړو چې تاسو هغه څنګه او ولې نيولی دی؟ خو زما خبره چا وا ‏نه ورېده او چې کله د قضيې اورېدنه پيل شوه نو مونږ نه خو د اورېدنې نه خبر شو او نه راته دا پته ولګېده چې ايا د ده وکيل څوک دی".‏ د سپريم کورټ د پخواني چيف جسټۍ جواد اېس خواجه وکيل خواجه احمد حسېن په شپږ کسيزه بنچ اعتراض وکړو او وې یې ویل چې د نهه کسيزه بنچ د ‏جوړښت لپاره دې دا معامله د ججانو کمېټۍ ته ولېږل شي.‏ قانون پوه سلمان اکرم راجا وايي دا ډېره اهمه معامله ده چې ایا پوځي عدالتونه د عامو ملکي خلکو د قضيو اورېدنه کولی شي.‏ ‏"په دې معامله د يوې غوڅې فېصلې لپاره ضروري ده چې د سپريم کورټ غټ بنچ جوړ شي چې داسې فېصله اولس ته د منلو وړ وګرځي او هغوي مطمين ‏وي چې څه وشول هغه د قانون او ايين مطابق وشو".‏ د ملکي کسانو خلاف په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو پرېکړه د کال م2023 د مې په نهمه د پاکستان تحریک انصاف د هغو تشدد څخه ډکو ‏احتجاجونه وروسته شوې چې کله د ياد ګوند مشر او پخوانی وزیر اعظم عمران خان د بډو رشوتونو په مقدمه کې د اسلام اباد هاىکورټ دننه ونيول شو.‏ پوځ د نهمې مې پېښه چې پکې پوځي ودانۍ او په لاهور کې د کور کمانډر کور سوځول شوی وو د پاکستان د تاريخ توره ورځ بللې وه او حکومت په دغو ‏احتجاجونو کې د برخه اخستونکو کسانو خلاف په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو فېصله کړې وه.‏ په عدالتي چارو نظر لرونکي خبريالان وايي لا هم د 85 ملکي کسانو ضد په پوځي عدالتونو کې اورېدنې روانې دي او هغوی د پوځ سره په ولکه کې دي.‏ د عدالتي چارو خبريال غلام نبي يوسفزی وايي، "د عدالت نننۍ پرېکړه دوه اړخونه لري، يو دا چې د زياتو ججانو بنچ فېصله او رای به زياته معتبره وي خو ‏بل طرف ته هغه کسان چې اوس په جېل کې دي د هغوي د بندي پاتې کېدو موده او د هغوي اذيت به اوږديږي".‏ د مې په ‏‎28‎مه شوې اورېدنه کې د جسټس امين الدین خان په مشرۍ کې شپږ کسيزه بنچ د کال 2023م دسمبر په خپله حکمنامه کې بدلون کړی او د اکتوبر د ‏مياشتې هغه فېصله یې معطل کړې وه چې پکې د نهمې مې د تشدد په پېښو کې د ککړو کسانو پرضد پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلول یې کالعدم ‏ګرځولي وو.‏ په دغه ترميم شوې حکمنامه کې پوځي عدالتونو ته د عادي خلکو د مقدمو چلولو اجازت ورکړل شوی وو خو ورسره یې دا هم ويلي وو چي تر څو په ‏حکومتي اپيلونو اورېدنه نه وي مکمل شوې نو تر هغې به يو ملزم ته هم نه سزا ورکول کيږي او نه به بري کولی شي.‏

24.04.2024 ډیوه

د تورخم له لارې بیا افغانستان ته د بې اسناده کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده

پېښور/ واشنګټن — په تېرو څو هفتو کې د هغو افغانانو وطن ته په ستنېدو کې چټکتیا لیدل کېږي چې په پاکستان کې په غېر قانوني توګه اوسېدل. افغانان وايي د پاکستان د حکومت اعلانونو او ګونګسو يې لا ويره سېوا کړې او له همدې کبله خپل وطن ته روان دي. په تورخم کې حکومتي چارواکي وايي په پاکستان کې په غېرقانوني توګه د مېشتو افغانانو ترڅنګ د پي او آر او اې سي سي کارډ لرونکو افغانانو د ستنېدو شمېره د تېر وخت په نسبت زياته شوې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي د قانوني اسناد نه لرونکو کډوالو د ایستلو د پاره په ټولو ممکنه لارو چارو باندې غور کوي، خو اوس لا د هغو کډوالو د ایستلو کوم پلان نه لري چې افغان کارډونه (اې سي سي) لري. افغانان وايي په پاکستان کې يې ډېره موده تېره کړې، دلته يې روزګارونه کول او اوس غواړي په عزت سره خپل وطن ته لاړ شي. د حاجرالله په نوم افغان کډوال وایي "مجبور شو چې خپل وطن ته لاړ شو او که هغه اول وي او که وروسته، ښه دا وه چې په وخت راغلو او نه راپسې چا غږ وو او نه بله څه خبره وه". حاجرالله زیاتوي چې "خپل کور مو هلته نشته خو د بل چا په کور به په کرايه اوسېږو او څه چې په قسمت کې وي هغه به رارسيږي او کاروبار ته مو دستي نيت نشته او دې نه وروسته به ګورو چې څه مو په قسمت کې وو هغه به رارسېږي". د خېبرپښتونخوا د حکومت د داخله چارو محکمې شمېرې ښيي د اپرېل په 23مه 669 غېرقانوني افغانان د تورخم د لارې خپل وطن ته ستانه شوي دي. د دې تر څنګ په تورخم کې حکومتي چارواکي وايي سږ کال د مارچ او اپرېل په مياشتو کې قانوني اسناد يعنې اې سي سي کارډ لرونکو افغانانو خپل وطن ته په ستنېدو کې پینځوس فيصده اضافه شوې ده. د تورخم په لاره خپل وطن ته ستنېدونکي افغانان وايي پاکستان کې يې له څلوېښتو کالو نه زيات وخت تېر کړو او دلته يې د ګټې وټې هيڅوک پاتې نه شو نو ځکه خپل وطن ته ځي. شمشېر خان هم افغان کډوال دی، هغه وایي کارډونه يې ورکړي دي او اول کې دفتر نه وو خو بيا وروسته دا سرکاري کارډونه د کډوالو ادارې يو اين اېچ سي ار دوی ته ورکړل: "تاسو تا ما ووېل چې دلته اوس زمونږ روزي لنډه شوه او اوس خپل وطن ته ځو او په بغلان کې له هم يخني ده او جلال اباد ته ځو او هلته زمونږ هلک يوه کوټه په کرايه نيولې ده او هغه ټيلیفون کړی چې راشئ او زما سره به اوسېږئ". د پاکستان نګران حکومت تېر کال د اکتوبر په پیل کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو پروګرام اعلان کړی وو او د نومبر لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه پینځه لکه 50 زره نه زيات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

24.04.2024 ډیوه

د امریکا سنا پر ټیک ټاک د ممکنه بندیز لایحه تصویب کړه

د متحده ایالاتو سنا سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي ۴) هغ لایحه تصویب کړه چې له مخې یې ښايي په امریکا کې د ټیک ټاک پر اپلیکیشن بندیز ولګول شي.

24.04.2024 امریکا غږ

د امریکې په تعلیمي ادارو کې د غزې د جګړې ضد مظاهرې، د اظهار د ازادۍ او يهودو مخالفت نوی بحث پيل کړی

واشنګټن — د غزې د جګړې ضد د کولمبيا پوهنتون څخه پيل شوي احتجاجونه د امریکې نورو تعليمي ادارو ته غځېدلي او د غورځنګ بڼه یې اخستې ده. د زده کوونکو ‏احتجاج ته د اظهار د ازادۍ او يهودو مخالفت په توګه کتل کيږي.‏ د زده کوونکو د احتجاج وروسته ځينو تعليمي ادارو د زده کړو لړۍ په کورونو کې پيل کړې ده.‏ پوليسو ځينې زده کوونکي نيولي، او ځينو ته پکې د عدالتونو څخه سمنونه هم جاري شوي دي. ‏ زده کوونکي غوښتنه کوي په غزه کې دې سمدستي جنګ بندي وشي او امریکا دې اسرايل ته د وسلې ورکول ودروي.‏ د کیليفورنيا سټېټ پولي ټيکنک پوهنتون اعلان کړی، د مظاهرينو لخوا په ودانۍ د قبضې وروسته ياد کېمپس د شورو- چارشنبې د ورځې څخه بند کړل ‏شوی او زده کړې په انټرنېټ ورکول کيږي.‏ په مېسي چيوسټس کې د هارورډ پوهنتون د مظاهرچيانو قابو کولو دپاره اقدامات کړي دي، په غېر متعلقه کسانو یې کېمپس ته په ورتلو بنديز لګولی او ‏په مختلفو ځايونو کې بې د اجازته کښېناستو يا خېمو لګولو یې هم بنديز لګولی دی.‏ د ادب د پي اېچ ډي محصل کرسچن ډيلين ويلي دي، د هارورډ پوهنتون انتظامیه زده کوونکي د مظاهرو څخه ولې ودروي، او زده کوونکو ته داسې ځای ‏پکار دی چرته چې هغه د خپلو خیالاتو څرګندونه کوي.‏ هغه ويلي، "مونږ د پوهنتون د کېمپس په څېر ځايونه د مظاهرو دپاره کارولی شو چرته چې زمونږ غږ اورېدل کېدی شي".‏ د امریکې د سېول لبرټيز يونين سره اړونده وکیل بين وزنر ويلي، په کالج کې د يونين مشران دا وخت د سخت مشکل سره مخ دي ځکه د دوی نه يواځې دا ‏زمه واري جوړيږي چې يقيني کړي، خلک دې د خپلو خيالاتو څرګندونه وکړي، بلکې د زده کوونکو ځورل، ګواښونه ورته کول او د ويرې څخه ورته هم د ‏تحفظ ورکول د هغوی زمه واري ده.‏ احتجاجونه څنګه وغځېدل؟ په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره د کولمبيا پوهنتون زده کوونکي د تیرو څو مياشتو راهسې احتجاج کوي، زور یې هغه وخت واخستو چې تيره اوونۍ د ‏پوهنتون صدر مينوش شفيق پوليسو ته خواست کړی چې په کېمپس کې د مظاهرينو خېمې لرې کړل شي.‏ پوليسو په ‏‎18‎م اپرېل کارروايي کړې د ‏‎100‎‏ نه زیات مظاهرېن یې نيولي له هغې وروسته دغه د احتجاجونو لړۍ نورو تعليمې ادارو ته غځېدلې ده.‏ مينوش شفيق د ګل/ دوشنبې په ورځ د سکول کميونټۍ ته په يو پېغام کې ویلي، په کېمپس کې چې څه کیږي هغه پرې خفه دی ځکه د ځيني يهودي زده ‏کوونکو وينا ده، په اسرايل نيوکه په يهود مخالفت بدله شوې ده.‏ د امریکې د استازو د اېوان سپيکر مايک جانسن د شورو په ورځ په کولمبيا پوهنتون کې د يهود زده کوونکو سره د ليدو اراده لري، او په خبري غونډه کې ‏به په تعليمي ادارو کې د يهودو د مخالفت په اړه خبره هم کوي.‏ په نيويارک کې د سېول لبرټيز يونين د نهې په ورځ په يو بيان کې خبرداری ورکړی، چې پوهنتونونه د مظاهرو ختمولو دپاره د قانون نافذونکو ادارو په ‏رابللو کې تادي کوي.‏ د ګروپ اېګزېکټيو ډايريکټر لبرمېن ویلي، چارواکو ته په اسرايل کېدونکی تنقيد دې د يهود دښمنۍ يا مخالفه سياسي بيانيه غلي کولو دپاره د کرکې ‏ډکو بيانونو سره ونه تړل شي.‏ د کوټلي بحث اړتيا د مشيګن پوهنتون زده کوونکي ليواوربچ ویلي، که مونږ په پوهنتونونو کې د بېلابيلو ټولنو ځای غواړو، نو د مختلفو ټولنو ترمنځ بحث پکار دی.‏ هغه ويلي، دا وخت هیڅ بحث نه کيږي.‏ د مېسي چيوسټس انسټيټيوټ اف ټکنالوجي (اېم آی ټي) د فزکس  زده کوونکې هنادايدباني ترمخه، په کولمبيا پوهنتون کې چې څه وشو، زده کوونکي ‏یې اغېزمن کړي دي.‏ تور یې لګولی، دا وخت په کېمپس کې څو پروفېسران د خپلې څيړنې دپاره د اسرايل د دفاع وزارت څخه نېغ په نېغه پېسې اخلي، زمونږ د پوهنتون د ‏انتظامیې نه غوښتنه ده دغه د څيړنې اړيکې دې ودروي.‏ د قانون زده کوونکي ملک افا ويلي، په کيليفورنيا پوهنتون کې د نهې په ورځ نزدې 30 خېمې لګول شوې، احتجاج پيل کړل شوی او دا خلک د کولمبيا ‏پوهنتون څه متاثره دي.‏ په غزه کې د شپږو مياشتو راهسې روانه جګړه کې د غزې د صحت د وزارت ترمخه، د ‏‎34,000‎‏ نه زيات فلسطينيان وژل شوي زياتره یې ښځې او ماشومان ‏دي.‏ په اووم اکتوبر حماس په اسرايل حمله کړې، د اسرايلي چارواکو په وينا په حمله کې ‏‎1200‎‏ کسان وژل شوي او خواوشا ‏‎250‎‏ يې يرغمال کړي وو.‏

24.04.2024 ډیوه

د امریکې سېنټ هم پر ټیک ټاک د مشروط بندیز مسوده منظوره کړه، تمه ده نن یې صدر بایډن لاسلیک کړي

واشنګټن — د امریکې له استازو اېوان وروسته سېنټ هم په نړۍ کې مشهور سوشل مېډیا اېپ «ټیک ټاک» باندې د مشروط بندیز په اړه یوه قانوني مسوده منظوره کړې ده، که په امریکا کې پر دې اېپ بشپړ بندیز ولګیږي د میلینونو امریکایانو ژوند به اغېزمن کړي. له سېنټ او استازو اېوان څخه د منظورې شوې مسودې له مخې به د ټیک ټاک چینایي کمپنۍ بایټ ډانس په راتلونکو نهو میاشتو کې دننه ځان له دې سوشل مېډیا بېلوي او که داسې ونه کړي په امریکا کې به یې پر کارولو بندیز ولګیږي. کمپنۍ ته په نهو میاشتو ورکړل شوي شرط کې دا اسانتیا ورکړل شوې چې که د ټیک ټاک د خرڅولو کار یې پیل کړی وو نو درې میاشتې نور اضافي وخت به هم ورکړل شي. د امریکا په کانګرس کې د سه شنبې- نهې په ماښام پر ټیک ټاک د بندیز مسوده د 18 په مقابله کې په 79 رایو منظوره شوه. تر دې وړاندې د استازو اېوان هم د شنبې- خالي په ورځ دا مسوده منظوره کړې وه. پر ټیک ټاک د بندیز مسوده له هغې قانوني مسودې سره یو ځای منظوره شوې چې په بنیاد به یې امریکا اسرایل، اوکراین او تایوان ته 95 اربه ډالره پوځي مرسته ورکوي. د کانګرس په دواړو اېوانونو کې تر منظورۍ وروسته به اوس پر ټیک ټاک د بندیز دا مسوده صدر جوبایډن ته لېږل کیږي چې د مسودې تر منظورۍ سمدستي وروسته یې لا په یو بیان کې ویلي چې نن د چارشنبې- شورو په ورځ به یې لاسلیک کړي او په قانون به بدله شي. د امریکې د کانګرس غړي اندېښنه لري چې کېدای شي چین د ټیک ټاک په وسیله د امریکایي وګړو شخصي معلوماتو ته له رسایي تر لاسه کولو پرته د هغوی څارنه وکړي. په سېنټ کې د استخباراتو د کمېټۍ یو مهم ریپبلکن غړي مارکو روبیو د مسودې تر منظورۍ وروسته وویل، "د نوي قانون له مخې به د ټیک ټاک چینایي مالک ته پکار وي چې دا اېپ خرڅ کړي، دا د امریکې لپاره یو ښه ګام دی". د سېنټ د تجارت کمېټۍ مشرې ماریا کېنټویل د کانګرس غونډې ته ویلي، کانګرس د دې مسودې په منظورولو سره بایټ ډانس ، ټیک ټیک یا کومې بلې شخصي کمپنۍ ته سزا نه ورکوي: "کانګرس د بهرنيو مخالفینو د جاسوسۍ، څارنې، ناوړه عملیاتو، د کمزوره امریکایانو د زیانمنېدو، زموږ پوځیانو، ښځو او د امریکې د حکومت کارکوونکو ته د زیان رسولو د مخنیوي لپاره عمل کوي". بل لور ته د ټیک ټاک ملکیت لرونکې کمپنۍ بایټ ډانس ورباندې لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي، د خپلو امریکایي کاروونکو شخصي معلومات یې د چین له حکومت سره نه دي شریک کړي او نه به دا کار وکړي. په امریکا کې د ټیک ټاک د پبلک پالیسۍ د څانګې مشر مایکل بېکرمېن خپلو کارکوونکو ته په یوه لېږلي یادداښت کې ویلي، کله چې دا مسوده لاسلیک شي نو د چېلنج کولو لپاره به یې عدالت ته ځي. ښاغلي بېکرمېن په یادداښت کې ویلي، د ټیک ټاک د خرڅولو یا بندیز قانون د دې نړیوال اېپ د 17 کروړه یا 170 میلینه امریکایي کاروونکو د حقونو ښکاره سرغړونه ده. د بېکرمېن په وینا په دې اړه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي ځکه چې وایي "دا د دې اوږده بهیر پای نه دی بلکې پیل یې دی"، ځکه چې وایي پر ټیک ټاک ممکنه بشپړ بندیز به په امریکا کې 70 لکه وړې کاروباري ادارې هم زیاتې اغېزمنې کړي. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویټرز اخیستل شوي دي.

24.04.2024 ډیوه

طالبان: روان کال کې له څلورو زرو زیات افغانان د کرونا په ناروغۍ اخته شوي

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د کرونا ویروس د څلور زره او ۱۶ مثبتو پیښو د ثبت خبر ورکړی دی، چې له امله یې ۲۳ کسانو ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

24.04.2024 امریکا غږ

اسرائیل: د امریکا پوځي مرسته دښمنانو ته 'قوي پیغام' استوي

اسرائیل د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوايي پنځمه) وویل د امریکا په سنا کې له اسرائیل سره د ۱۳ میلیارد ډالرو پوځي مرستې تصویب کېدل د اسرائیل دښمنانو ته "قوي پیغام" استوي، په داسې حال کې چې په غزه کې له حماس سره جګړه روانه ده.

24.04.2024 امریکا غږ

طالبان: د دوحې درییمه غونډه کې د ګډون په اړه ملګرو ملتونو سره خبرې روانې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون د جمهور رئیس ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي چې دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په درییمه غونډه کې د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی.

24.04.2024 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more