ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د قبایلي ضلعو پولیس په وسلو او نورو اسانتیاوو کې د صوبې د نورو برخو له پولیسو شاته پاتې دي

پېښور — په خېبر پښتونخوا صوبه کې د پخوانیو قبايلي ضلعو له ورګډيدو وروسته اوس هم په قبایلي ضلعو کې ډېرې سیمې داسې دي چې پوليس سټېشنونه یا تاڼې پکې نه دي جوړې شوې. څيړونکي وايي پوليس په کمزورې وسله او لږو وسايلو کې د وسله والو مقابله په ګرانه کوي۔  د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د پوليسو د پاره يې نوي فنډونه منظور کړي دي۔  د قبايلي ضلعې مومند په يکه غونډ تحصيل کې د تاڼې جوړولو د پاره ځای خوښ کړی شوی دی خو لا هم  پرې کار نه دی شروع شوی. د يکه 63 زره ابادۍ د پاره لا يو نوی پوليس سټېشن هم نه دی جوړ کړی شوی، پوليس وايي  اکثره د پخواني خاصه دارو د پاره جوړو ودانیو کې يې پوليس سټېشنۍ جوړ کړي او هر يو پوليس سټېشن اکثره  يو پوليس موبايل لري او د نورو اسانتياو نه هم محرومه دي۔   ځايې خبريال ګل حسین وایي، د قبایلي ضلعو پولیسو ته لا هم د پوليس  وسله نه ده ورکړل شوې، دا د هغه وخت وسله  ده چې ليويز او خاصه دارو سره وه، هغه اوس دوي ته  ورکړل شوې ده. ډیوه سره خبرو کې ګل حسین وویل" دوي ته یوازې نوم د پوليس ورکړل شوې دې، او يو دوه ګاډي ورته ورکړل شوي دي، نور ورته خاص څه سهولت نه دې ورکړل شوی لکه څنګه چې د نورو علاقو پوليسو ته ورکړل شوې دې"  په کال2018م  کې د قبايلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې له ورګډېدو وروسته د مومند پينځه نيم لکه ابادۍ د پاره په اوو تحصيلونو کې تر اوسه درې نوې پوليس سټېشنې جوړې کړې شوې دي.  پوليس وايي دې تاڼو کې د پوليس موبايلو کمی دی، او په وسله کې ورسره زياتره کلاشنکوفې دي.  تېر صوبايي حکومت ويلي وو په قبايلي ضلعو کې به پينځه ويشت پوليس تاڼې جوړوي او پوليسو ته به تربيه او عصري وسله ورکوي۔  څيړونکي وايي د قبایلي ضلعو پوليسو سره د وسله والو مقابله کې وسله کمزورې ده او هغه هومره فنډونه نه ورکړل کيږې څومره چې د دې سيمي پوليسو ته د وسله والو د مقابلې د پاره ضرورت دی ځکه پوليس د وسله والو اسان هدف ګرځېدلی او د روزانه په حساب پرې بريدونه کيږي. روان کال د جنورۍ په مياشت کې په باجوړ کې په پوليسو بمي چاودنه کې اته پوليس اهکار وژل شوي وو۔     پخوانې اېډېشنل ايي جي پوليس رحمت محسود وایي،"يو دوي سره ايکويپمنټ سم نه دي، او بل زه بيا بيا دا وايم چې دوي ته يو ښه تربيت پکار دی"  په نزدې وختونو کې په قبايلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې وسله والو  په پوليسو باندې بريدونه  زياتره د سړک  دغاړې خښو بمونو او د شپې ليدونکو شيشناکو ټوپکو( نائټ ويژن) له لارې کړې دي۔  د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د قبايلي ضلعو پوليسو د پاره يې د امنيت ټينګ ساتلو او نوؤ وسلو اخستو او نورو ضرورتونو پوره کولو د پاره اووه اربه روپۍ منظورې کړې دي۔  د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سېف  ډیوه ته وایي صوبایي حکومت د پولیسو توان لوړولو ته سنجیده دی. ډیوه سره خبرو کې د هغه وینا وه"زه دا ګڼم چې مونږ ښه پوره سنجيده يو، او د پوليس مضبوطولو دپاره زاړه لېويز اهلکار پوليس کې شامل کړی شوي، لېويز  ډير اوس پوليس کې راغلي دي، او د هغوي استعداد لوړولو د پاره دې منصوبه بندۍ کې پروګرامونه شامل دي" د خېبر پښتونخوا د پېښور او باجوړ پوليسو په تېرو وختونو کې احتجاجونه هم کړي چې دوي پرله پسې د بريدونو ښکار کيږي، او د وسله والو مقابله کې هغسې عصري وسلې نه لري۔  د خېبر پښتونخوا پوليسو ويلي دوي د صوبې د نا ارامه سيمو پوليسو ته د شپې ليدونکې شيشناکې ټوپکې، بکتر بند ګاډي او نوري عصري وسلې ورکړې دي خو څيړونکي وايي چې د قبايلي ضلعو پوليس د ملک نورو برخو د پوليسو نه په اسانتياو کې ډير وروسته پاتې دي۔

25.04.2024 ډیوه

ار اېس اېف په افغانستان کې د څلورو نیول شویو خبریالانو د ازادۍ غوښتنه کړې

د مطبوعاتو او د انساني حقونو نړیوال تنظیمونه وايي په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمېندو وروسته طالبانو د مطبوعاتو د ازادۍ په ضد یو شمېر ګامونه اخیستې دي

25.04.2024 ډیوه

بلینکن په شانګهای کې له چین سره د مخامخ خبرو له لارې د اختلافاتو پر حل کولو ټینګار کړی

واشنګټن — د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په شانهګای کې له چینایي چارواکو سره د خپلې لومړۍ رسمي ناستې په مهال د چین پر دې خبره ټینګار کړی چې د چین او امریکې تر منځ "مخامخ" او "مستقل ښکېلتیا" ته اړتیا ده. په چین کې د امریکن چېمبر آف کامرس (امچام چاینا) د 2023م کال د سروې له مخې په دې هېواد کې د اېپل او مرک په ګډون شاوخوا 1,000 امریکایي کمپنۍ کار کوي. اینټني بلینکن د پنجشنبې- زیارت په سهار په شانګهای ښار کې د چین د کمیونیسټ ګوند له سیکرټري چین جینینګ سره خبرې وکړې. جینینګ په چین کې یو اعلی ځایي چارواکی او د کمیونیسټ ګوند د سیاسي بیورو غړی دی. د کمونست ګوند له سیکرټري سره د لیدو په وخت بلینکن وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمن دی چې د کلونو ترینګلو اړیکو وروسته، د نړۍ دوه تر ټولو ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه په خپلو کې "مخامخ او دوامدار" مذاکرات پیل کړي: "زه فکر کوم د مخامخ خبرو او مذاکراتو ارزښت او اړتیا باید وپېژندل شي، اختلافات تعریف شي او د حل لپاره یې کار وشي. موږ خپلو خلکو او نړۍ ته ذمه واره یو چې د دواړو هېوادونو تر منځ مخالفتونه حل کړو." بلینکن زیاته کړه دی به چینایي چارواکو ته "خپل ریښتیني اختلافات" وړاندې کړي، خو هڅه به کوي چې "د دوی له لارې کار وکړي" او ورسره ورسره "چې څومره کولای شي د همکارۍ کولو" هڅه به کوي. د کمیونیسټ ګوند سیکرټري چین جینینګ اینټني بلینک ته شانګهای ته په ورتلو هرکلی ووایه او د ژباړونکي په وسیله یې وویل 45 کاله وشول چې امریکا او چین تر خپل سفارتي اړیکې لري او وایي دا په نړۍ کې تر ټولو ارزښتمنې دوه اړخیزې اړیکې دي. ښاغلي جینینګ وویل که څه هم د امریکې او چین تر منځ اړیکې تل ښې نه دي پاته شوې او "کوز و پاس" پکې راغلي، خو وایي "په مجموعي توګه یې تاریخي‌ پرمختګ او مخ پر وده روانې دي". سیکرټري جینینګ زیاته کړه: "نو که چين او امريکا د همکارۍ لاره غوره کوي او که له یو بل سره د ډغرې وهلو، دا د دواړو هېوادونو د خلکو پر خیرښېګړه او همداسې د انسانیت پر راتلونکي اغېز کوي". اینټني بلینکن لومړی ځل د بل کلینټن د واکمنۍ په مهال په 1998م کال کې چین ته تللی وو او وروستی ځل په 2015م کال کې د بارک اوباما د صدارت په مهال هغه وخت شانګهای ته تللی وو چې د امریکې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وو. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وایي د بلینکن او چینایي چارواکو تر منځ نننۍ خبرې رغوونکې او صادقانه وې او وایي هغه وویل چې امریکا په چین کې د خپلو کارکوونکو او کمپنیو لپاره د اقتصادي برابرۍ میدان غواړي: "سیکرټري [بلینکن] په خبرو کې د چین د تجارتي پالیسیو او له بازار پرته اقتصادي کړنو په اړه خپلې اندېښنې را برسېره کړې او ټینګار یې وکړ چې امریکا له چین سره مثبته اقتصادي مقابله غواړي". په شانهګای کې د نیویارک پوهنتون له امریکایي او چینایي زده کوونکو سره د بحث په وخت بلیکن د زده کوونکو، پوهانو او تجارتونو تر منځ د تبادلې د زیاتولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "موږ ته د دې خبرې باوري کولو اړتیا ده چې ګواکې موږ له یو بل سره خبرې کوو، یو بل اورو او د یو بل په خبرو پوهیږو". د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د شاهګهای په نیویارک پوهنتون کې دا مهال تقریباً 2,000 انډر ګرېجوېټ او ګرېجوټ زده کوونکي لري چې نیمایي یې د چین دي. د پوهنتون نور نیمایي زده کوونکو د امریکې په ګډون د نړۍ د 70 هېوادونو دي، د امریکایي زده کوونکو شمېر هم تقریباً 500 دی. اینټني بلینکن د پنجشنبې- زیارت په ماسپښین په شانهګای کې د امریکا د تجارت په چېمبر کې له تاجرانو سره ولیدل او له هغوی سره د خبرو په مهال یې د امریکا او چین تر منځ د یو لړ تجارتي مسایلو د حل غوښتنه وکړه. بلینکن شانهګای ته په رسېدو د چارشنبې- شورو په ورځ ناوخته په یوه لنډه ویډیو کې وویل، د امریکې او چین چارواکي به پر نورو هغو برخو هم خبرې وکړي چې دواړه هیوادونه پکې "د پام وړ اختلافات" لري:   "زه په چین کې یم چې د هغو مسلو په اړه پرمختګ وکړو کومې چې د امریکې خلکو ته ډېرې مهمې دي، چې په هغوی کې د فینټینیل ګولیو د قاچاق مخه نیول هم شامل دي". تمه کیږي بلینکن به په بېجینګ کې د چین د حکومت له مشرانو سره د لیدو پر مهال له روس سره د چین د اړیکو په اړه هم اندېښنې راپورته کړي. که څه هم امریکایي چارواکي په پیل کې خوشاله وو چې بیجینګ په اوکراین کې د جګړې لپاره روس ته وسلې نه دي لېږلي، خو اوس وايي په اوکراین کې د جګړې په ډګر کې د ماسکو له ناکامیو وروسته چین په لویه کچه صنعتي توکي روس ته لېږلي دي. د امریکې چارواکي په دې باور دي چې چین د خپل کورني اقتصاد په خاطر د لوېدیځ اندیښنو ته په غور سره غوږ نیسي او له همدې کبله له لوېدیځ سره کړکېچ نه غواړي. خو چین د صدر بایډن د یو لړ اقداماتو په اړه هم په غصه دی چې بیجینګ یې خپل اقتصاد ته زیان ګڼي. د امریکې کانګرس تازه داسې یو قانون منظور کړ چې له مخې یې د لنډو ویډیوګانو مشهور چینایي اپلیکیشن ټیک ټاک ته شرط ایښودل شوی که له خپل چینايي مالک څخه په راتلونکو نهو میاشتو کې جلا نه شي په امریکا کې به بندیز پرې ولګیږي

25.04.2024 ډیوه

ارایس ایف: طالبان دې خبریالان له زندان خوشې اود دوو تلویزیونونود فعالیت ځنډول لغوه کړي

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) په یوه اعلامیه کې د طالبانو له زندان څخه د څلورو راډیوګانو د بندي خبریالانو د خوشې کیدو او ددغې ډلې له خوا پر دوو خصوصي تلویزیوني خپرونو باندې د لګیدلو بندیزونو د لغوه ګیدوغوښتنه کړې ده.

25.04.2024 امریکا غږ

ملګري ملتونه د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د راپور ارزونه کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي چې ددغې شورا د ارزونې کاري نوبتې ډله په پام کې لري چې راتلوونکی اونۍ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ددغې شورا راپور وارزوي.

25.04.2024 امریکا غږ

بلینکن د امریکا او چین ترمنځ د اختلافاتو حل غوښتی

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوايي شپږمه) چین ته د سفر په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې امریکا او چین خپل اختلافات په "مسئولانه" توګه حل کړي.

25.04.2024 امریکا غږ

سپینه ماڼۍ: بایډن د محصلانو د بیان د ازادۍ حمایت کوي

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (ثور پنځمه) وویل چې ولسمشر جوبایډن د امریکا په پوهنتونونو کې د محصلانو د بیان د ازادۍ ننګه کوي، دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد په یو شمېر پوهنتونونو کې په غزې کې د اسرائيل د جګړې په ضد مظاهرې کړي دي.

25.04.2024 امریکا غږ

دراني: د افغانستان مسلې پاکستان ته، له هند سره دریو جګړو نه زيات تاوان اړولی خو افغان سیاستوال دا ادعا ناسمه بولي

کراچۍ ‏-واشنګټن — د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، "د هند سره درېو جګړو پاکستان ته دومره مالي او ځاني تاوان نه دی اړولی، څومره چې ‏په څلورو لسيزو کې د افغانستان مسلې يا حالاتو اړولی دی".‏ نوموړي د افغانستان په اړه دغه څرګندونې پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د سټراټيجکي مطالعاتو انسټيټيوټ (آی اېس اېس آی) او د ‏جرمني د فرېډرک ايبرټ سټيفټنګ (اېف اي اېس) لخوا (پاکستان په راپورته کېدونکې جيو پوليټیکل منظره) کې د سرخط لاندې جوړې يوې ورځنۍ ‏غونډې ته په وینا کې کړي دي.‏ خو په واشنګټن کې پخواني افغان ډپلوماټ صفي الله دلاور د ښاغلي دراني دا څرګندوې غلطې وبللې او وویل، پاکستان تل د افغانستان او افغانانو پر سر له نړیوالو پيسې اخیستي. ښاغلي دلاور وايي، پاکستان چې د افغانستان په نوم څومره ګټه کړې هغه یې له هند یا کوم بل هېواد څخه نه ده کړې خو هغه ضرر چې یې افغانستان ته رسولی هم د پاکستان لخوا کوم بل هېواد ته په دې کچه نه دی رسېدلی. "پاکستان د افغانستان د جهاد په نامه، ناټو ته د خپلې خاورې له لیارې د پوځي اکمالاتو او د افغان کډوالو پر سر په بیلیونونو ډالره له امریکا او نړیوالو اخیستي دي خو همدا پاکستان بیا د افغانستان د جمهوري نظامونو پرضد ترهګر روزلي، ساتلي او جګړو ته یې استولي تر څو چې یې پرې په کابل کې جمهوري نظام ړنګ کړ." خو اصف دراني ویلي، "د ‏‎9/11‎‏ نه وروسته پېښو په پاکستان بدې اغېزې کړي، د ‏‎8000‎‏ امنیتي عسکرو په ګډون پکې ‏‎80,000‎‏ کسان وژل شوي او ‏‎150‎‏ بيلينه ‏ډالره تاوان ورته اوښتی دی".‏ د دراني په خبره، "افغانستان د څلور لسيزو راهسې د پاکستان په سيمه ييزه نمونه کې يو مستقل حيثیت جوړ شوی دی".‏ هغه ويلي، "د ترهګرۍ پرضد تش په نوم جګړه کې په تیرو دوه لسیزو کې پاکستان کې ‏‎80,000‎‏ کسان وژل شوي، او اوس هم پاکستان مړي او ژوبل ‏شماري".‏ دراني زياته کړې، له افغانستان څخه " د نېټو ځواکونو وتلو وروسته تمه وه چې په افغانستان او سیمه کې به امن راشي خو دغه تمه پوره نه شوه".‏ د نوموړي په خبره، افغانستان سره "د پاکستان په پوله پرتو علاقو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) بریدونه ‏‎65‎‏ فيصده او ځانمرګي بريدونه ‏‎500‎‏ ‏فيصده سېوا شوي دي".‏ اصف دراني بيا تکرار کړې، ټي ټي پي د افغانستان د خاورې نه په پاکستان بريدونه سېوا کړي او دا د پاکستان دپاره د ژورې اندېښنې خبره ده او "بله ‏زياته د ويرې خبره دا ده چې افغان وګړي په دغو بریدونو کې برخه اخلي".‏ پاکستان وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ زياته شوې او تور لګوي د افغانستان خاوره د ‏پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کاريږي.‏ خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.‏ اصف دراني په خپلو خبرو کې دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې د اوکراين جګړه د سوړ جنګ بڼه اخلي، او د اسرايل حماس شخړې په اړه یې ويلي، نړیواله ‏جګړه یې نوره پېچلې کړې ده.‏ هغه ويلي، که د ايران او اسرايل شخړه په فوري توګه ونه درول شوه، نو دا د منځني ختيځ څخه بهر وتلی شي او پاکستان هم ترې اغېزمن کېدی شي.‏

25.04.2024 ډیوه

د امریکې سفير د پاکستان د سېنېټ چيرمېن سره په دوه اړخيزه اړيکو خبرې کړي

کراچۍ ‏ — اسلام اباد کې د امريکې سفير ډونلډ بلوم د پاکستان د سېنېټ چيرمېن يوسف رضا ګېلاني سره په دوه اړخيزه چارو خبرې کړي او د پاکستان او نړيوالې ‏مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ترمنځ روانو خبرو په اړه یې خوشبينې څرګنده کړې ده.‏ د پاکستان د سېنېټ په اېکس (پخواني ټویټر) د ليدنې په اړه ورکړل شوي بيان کې ویل شوي، د امریکې سفير د پاکستان اقتصادي ټيم ستايلی او د ‏پاکستان او امريکې ترمنځ د نورې زياتې اقتصادي همکارۍ په خبره یې زور ورکړی دی.‏ بيان کې ویل شوي، بلوم د پاکستان مثبتې اقتصادي اشارې منلي، د ګرانۍ او ډالرو د لوړې ذخیرې يادګېرنه یې کړې او زياته کړې یې ده، د نړيوالې ‏مالياتي ادارې مثبت غبرګون به پانګه وال وهڅوي.‏ دغه خبرې په داسې وخت کې شوي، چې د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزېب تمه څرګنده کړې، د روان مالي کال ‏‎2023/24‎‏ اخره پورې به د پاکستان ‏غېر ملکي زر مبادله ذخيره لس اربه ‏ډالرو ته ورسيږي.‏ نوموړي په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان حکومت نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ته د نورې ‏‏قرضې يا پور خواست کړی دی.‏ اورنګزېب په وروستیو کې د واشنګټن په سفر کې د آی اېم سره د پور د نوي پروګرام په اړه ويلي وو، د آی اېم اېف سره په نوي پروګرام کې دوه مهمې خبرې ‏دي، لومړۍ دا چې په اقتصاد کې دا وخت کوم ښه والی لیدل کیږي دا هم دغه شان جاري وساتو، دویم دا چې د اقتصادي اصلاحاتو پلانونه عملي کړو.‏ نوموړي ویلي وو د اصلاحاتو عملي کولو لپاره حکومت ته درې کاله موده پکار ده. د اقتصادي اصلاحاتو د نه عملي کیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب ‏کې محمد اورنګزیب ویلي، که چرې پخوا شوي اصلاحات عملي شوي وی نو اوس به پاکستان د آی اېم اېف ‏‎24‎م پروګرام ته نه ورتلو.‏ د پاکستان د سېنېټ په بيان کې ويل شوي، د امريکې سفر د سېنېټ د چيرمېن سره په ليدنه کې د ترهګرۍ ضد د پاکستان هڅې ستايلي، او د ترهګرۍ ‏ضد جګړه کې یې د امریکې د ملاتړ خبره تکرار کړې ده. ‏ ويل شوي په ليدنه کې په دوه اړخيزه او پارلیماني چارو هم خبرې اترې شوي دي.‏ پاکستان کې د امریکې سفارتخانې د دغه ليدنې په اړه تراوسه پورې په رسمي ډول کوم بيان نه دی ورکړی.‏

25.04.2024 ډیوه

عراق په ترهګرۍ محکوم ۱۱ تنه اعدام کړي دي

په عراق کې صحي او امنیتي مسئولینو د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (ثور پنځمه) وویل چې هغه ۱۱ تنه یې اعدام شوي‌ دي چې د ترهګرۍ په پېښو کې په لاس لرلو محکوم شوي وو.

25.04.2024 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

25.04.2024 امریکا غږ

امریکا اوکراین ته د اوږد واټن وېشتونکي بالستیکي میزایل ورکړي

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویاند جګړن چارلي‌ ډیټز امریکا غږ ته ومنله چې واشنګټن اوکراین ته د «ATACMS» په نوم د لېري واټن وېشتونکي تکتیکي بالستیکي میزائیل ورکړي‌دي.

25.04.2024 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more