ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


وسلوالو په کابل کې پر يوه مېلمستون او لوژستيکي مرکز حمله کړې

په کابل کې پر يوه مېلمستون او لوژستيکي مرکز د لارۍ موټر په وسيله بمي چاودنه شوې ده.

01.08.2016 ازادي راډیو

کابل کې درنه چاودنه شوې

پلازمینه کابل کې د یوې درنې چاودنې غږ اورېدل شوی چې لامل یې تر اوسه نه دی معلوم. له چاودنې وروسته د ښار په زياتره برخو کې برېښنا پرې شوې ده.

01.08.2016 BBC

د سوریې حکومت د مخالفینو سره خبرو ته تیار دی

د سوریې حکومت وایي چې هغوي د ملگرو ملتونو په مشرۍ په ژنیو کې د اگست په میاشت کې د حکومت د مخالفو ډلو سره د خبرو د بیا شروع کولو ته تیار دي.

01.08.2016 امریکا غږ

په کابل کې د زوروي چاودني غږ اوریدل شوی

د ریوټرز خبري اژانس واېي چې په کابل کې د دوشنبې د سحر په یوه بجه او ٢٥ دقیقو د یوې زوروي چاودني غږ اوریدل شوی.

01.08.2016 امریکا غږ

په کانګو کې لانجمنې کان کيندنې

د کانګو ديموکراټيک جمهوريت چې د مځکې پراخوالی يې د لوېديځې اروپا يا هم په ګډه د افغانستان او ايران په کچه دی، نړۍ کې د مسو او کوبالټ تر ټولو لوې زېرمې لري. دغه هېواد کې راتلونکی نومبر ولسمشريزې ټاکنې کېږي.

31.07.2016 BBC

کاپي شوي پسونه او مېږې

ژويو كې د کلونېنګ يا د بل کاپي کولو تر شا ټکنالوژي اوس داسې برېښي چې انسانانو کې هم ښايي د ځانګړو ناروغيو درملنو لپاره وکارول شي. مخکې ساينسپوهان اندېښمن وو، چې د کلونېنګ يا کاپي کولو له امله ژوي ښايي له وخت مخکې زاړه شي

31.07.2016 BBC

د حلب جګړه

د سوریې حلب کې ډېرو کمو خلکو هغه بشري لارې کارولې، چې د حکومت مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې سيمو نه د وتلو لپاره ورته ټاکل شوې دي. روسيې ويلي له ۱۵۰ زيات ملکيان له دې سيمو وتلي، خو مخالفانو بيا دا شمېر نه دی منلی.

31.07.2016 BBC

په افغانستان کې ځوان فلم جوړوونکي

په افغانستان کې د فلم جوړونې کار هم د نور چارو په څېر د جګړو او ناامنیو له کبله ټکنی شوی دی. خو ځینو ځوانو فلم جوړوونکو په افغانستان کې د ننه او بهر د دې تکل کړی چې دغې صنعت ته نوی رنګ ورکړي.

31.07.2016 BBC

د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې جګړه روانه ده

د افغانستان جنوب هلمند ولايت څخه راغلي راپورونه ښيي چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه پيل شوې ده. ویل کېږي وسله والو طالبانو په ډله ييزه توګه په يو شمېر پوځي پوستو بريدونه کړی دی.

31.07.2016 BBC

د ترکيې ناکامې کودتا په تړاو له زرو ډېر نور پوځيان ګوښه شوي

د ترکیې حکومت په ناکامه کودتا کې د لاس لرلو په تور نور ۱۳۸۹ پوځيان له دندو ګوښه کړي دي. روانه مياشت ترکيه کې د ولسمشر رجب طيب اردوګان د حکومت پر ضد د ناکامې کودتا له هڅې وروسته تراوسه شاوخوا ۳۰۰۰ تنه پوځيان له دندو ګوښه شوي دي.

31.07.2016 BBC

د ریزه ګل زخم تازه دی خو بېرته خپل کور ته ځي

ریزه ګل چې څو میاشتې مخکې میړه یې پوزه پرې کړې وه او په ترکیه یې عملیات وشول، بېرته خپل کور ته ستنیږي.

31.07.2016 امریکا غږ

د سرکونو، څلور لارو او تاریخي ځایونو نومونو بدلولو غبرګونونه پارولي

د کابل ښار اوسیدونکي وايي دغه کار د کابل تاریخي او فرهنګي ارزښت له منځه وړي او د قومونو ترمنځ بیلوالی راولي.

31.07.2016 امریکا غږ

"جوزجان کې ۲۰۰ پوليس کلابند دي"

د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولايت ځايي چارواکي وايي نژدې ۲۰۰ تنه د ملي، سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو سرتېري له تېرو دريو ورځو راهيسې قوش تپې ولسوالۍ کې کلابند شوي دي.

31.07.2016 BBC

افغان حکومت: چین طالبانو ته کومه کړنلاره نه برابروي

چین د طالبانو سره د تازه لیدنو په اړه تر اوسه رسمي څه ندي ویلي

31.07.2016 امریکا غږ

فارياب کې له بشري حقونو د سرغړونو تورونه

د بشري حقونو د څار نړيوالې ټولنې ويلي افغان حکومت بايد هغه ملېشې محاکمه کړي چې د افغانستان شمال فارياب ولايت کې د ملکيانو پر وژنه او نورو تېريو ګرم دي. دغه ټولنه وايي فارياب کې تېر جون د افغان پوځ اوجنبش ځواکونو له عملياتو وروسته ملېشو لږترلږه ۱۳ تنه وژلي

31.07.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more