ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان لیکوال اکرم عثمان ومړ

د افغانستان یو مشهور لیکوال محمد اکرم عثمان د ۷۹ کلنۍ په عمر سویډن کې ومړ. نوموړی په ۱۳۱۶ هـ ش کال لوېدیځ هرات ولایت کې زیږېدلی چې د لنډو کیسو ګڼې ټولګې یې چاپ شوې. وروستۍ ټولګه یې د "زما کوڅه" په نامه ده.

12.08.2016 BBC

اولمپيک سياليو شپږمه ورځ، امريکايي فېلپس د سرو زرو ۲۲ م مډال وګاټه

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر شپږمه ورځ امريکايي لامبو وهونکي مايکل فېلپس د سرو زرو د يوه بل مډال په ګټلو سره په ريو کې د خپلو سرو زرو د مډالونو شمېر څلور کړ. فېلپس په ريو کې دغه د سرو زرو مډال د ۲۰۰ متره واټن لامبو په سياليو کې ترلاسه کړ

12.08.2016 BBC

د لوړو زده کړو پر بهیر د چاپېریال اروايي اغېز

د زده کړو بهیر سختوالي ترڅنګ بهر ته د لوړو زده کړو په نیت راتلونکو زده کړیالانو یوه تلپاتي او تکراري پوښتنه او اندېښنه دا وي چې دی به په ورتلونکي چاپېریال کې څنګه ژوند کوي؟ څنګه به لومړی له چاپېریال او بیا یې له وګړو سره ملګری کېږي؟

12.08.2016 BBC

له ګولن سره د تړاو په تور د فوټبالر د نیولو حکم

د ترکیې دولتي رسنۍ وايي، چې د دغه هیواد د ناکامې کودتا پلټونکو څارنوالانو د یوه مشهور فوټبالر هاکان شکور د نیولو حکم کړی دی. هاکان شکور په نړیواله کچه د ترکیې خورا پېژندل شوی فوټبال لوبغاړی و.

12.08.2016 BBC

د تایلنډ سیاحتي ښارونو کې چاودنې شوې

د تایلنډ په ځینو سیاحتي ښارونو کې چاودنې شوې چې لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. چاودنې د جمعې ورځې د رخصتي او د ملکې د زوکړې ورځې له مراسمو سره هم مهاله شوې دي

12.08.2016 BBC

پښتونخوا کې د وسلو کاروبار ولې ډېر شوی؟

په ۲۰۱۴ کال ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا پر پوځي ښوونځي او پاچا خان پوهنتون کې له بریدونو وروسته په دې ایالت کې د وسلې خرڅلاو ډېر شوی دی.

12.08.2016 BBC

هلمند والي: ناوه کې مو له طالبانو نورې سیمې هم نیولي

د هلمند والي وایي،افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په دغه ولایت کې په روانو جګړو کې افغان ځواکونو نور پرمختګ هم کړی او دغو ځواوکونو د ناوې بازار له طالبانو بیرته نیولی.

12.08.2016 امریکا غږ

شاه رخ خان د امریکا هوايي ډګر کې 'نیول' شوی

د متحده ایالتونو چارواکو په لاس انجلس نړیوال هوايي ډګر کې د بالیووډ ستوری شاه رخ خان 'نیولی'، چې بېرته خوشی شوی. خان په دې خواشیني ښودلې، خو لا هم معلومه نه ده، چې ولې نیول شوی و.

12.08.2016 BBC

د عکسونو البوم: پوکمون ته ورته واقعي ژوي

"پوکمون ګو" لوبه په ګرده نړۍ کې په کم وخت کې ۱۰۰ میلیون ځله ولېښل (ډاونلوډ) شوه او هره ورځ یې مینه وال ډېرېږي. پوکمون ګو په ګرځنده تیلېفون کې یوه لوبه ده چې په مجازي نړۍ کې د حیرانوونکو ژوو په ښکار پسې سړی بیايي.

12.08.2016 BBC

هلمند کې د جګړې له کبله زرګونه خلک تښتېدلي

افغان چارواکو بي بي سي ته ویلي، د سوېلي ولایت هلمند ولایت د روانې جګړې له کبله زرګونه وګړي له خپلو مېنو تښتېدلي دي. افغان دولت سیمې ته ځانګړي ځواکونه استولي او پر ناوې ولسوالۍ یې د حکومت مخالفو برید شا ته تمبولی دی.

12.08.2016 BBC

ټرمپ: اوباما د "اسلامي دولت" بنسټګر دی

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوريپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ولسمشر اوباما د "اسلامي دولت" نومې ډلې بنسټګر بللی. نوموړي ویلي، هیلري کلنټن هم د داعش په جوړولو کې د اوباما شریکه ده.

12.08.2016 BBC

ترکیې سوریه کې د روسیې سره د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه

ترکیه وایي چې د اسلامي دولت یا داعش ډله ګډ دښمن دی او پکار ده چې په ګډه ورسره مبارزه وشي.

12.08.2016 امریکا غږ

عبدالله عبدالله د اجراییه او جمهوري ریاست ترمنځ پر نه همغږۍ نیوکه کړې

اجراییه رییس په ټاکنیزو کمېسونونو کې پر سمون، د پارلماني ټاکنو ترسره کولو او د اجراییه ریاست د صدراتي کولو لپاره د لویې جرګې پر جوړولو هم ټینګار وکړ.

11.08.2016 BBC

د سوریې جګړه؛ بمباریو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په سوریې کې ډاګټرانو وایې چې د هوایې بمباریو له کبله لسکونه کسان مړه او تپیان شوي دي

11.08.2016 امریکا غږ

عراق، سوریې ته تللي امریکایان د چا په ضد جنګیږي؟

​په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۱۱۴ امریکایان د عراق او سوريې په جګړو کې ښکیل و.

11.08.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more