ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په نائجریا کې د پولیو یا ګوزڼ دوه تازه قضیې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان دوه کاله وړاندې اعلان وکړ چې نائجریا د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ویروس نه پاک شو خو اوس پکې دوه تازه پیښې ثبت شوي.

13.08.2016 امریکا غږ

بي بي سي پښتو ټلويزوني خپرونه اوس په پاکستان کې پر مشرق ټي وي

د بي بي سي پښتو ټلويزوني پروگرام نړۍ دا وخت به د پاکستان د يوه نوي پښتو چېنل، مشرق ټي وي، د ورځنيو خپرونو برخه وي. مشرق ټي وي د اګست پر ۱۴ مه د يکشنبې/اتوار په ورځ خپلې خپرونې پيلوي.

12.08.2016 BBC

کندهار کې سړک غاړې ماین چاودنې څلور ملکي کسان وژلي

کندهار کې چارواکي وايي د دغه ولایت میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې پایله کې څلور کسان وژل شوي دي.

12.08.2016 BBC

اولمپیک ۲۰۱۶: افغان منډه وهونکې سيالي تر سره کړه

د اولمپیک سیاليو د ۱۰۰ متره ځغاستې په لومړي پړوا کې افغان منډه وهونکې کيميا يوسفي ټاکلی واټن په ۱۴،۰۲ ثانيو کې وواهه او په دغه سيالۍ کې یې ۲۲ ځای خپل کړ.

12.08.2016 BBC

د هلمند له جګړو تېښته

په هلمند کې جګړه لا روانه ده. دغه ولايت ته نور تازه دمي ځواکونه رسېدلي، چې پر لښکرګاه د طالبانو د يون مخه ډب کړي. افغان او امريکايي چارواکو ټينګار کړی، دوی به پرې نږدي چې ښار د افغان حکومت له ولکې ووځي.

12.08.2016 BBC

لوګر کې د پاکستانۍ چورلکې نا معلوم برخلیک

لوګر ولايت کې د پاکستان د غورځېدلې چورلکې د سپرلۍ په اړه بېلابېل راپورونه خپرېږي. ځينو پاکستاني رسنیو هغه هېواد ته د دغې چورلکې د سپرلۍ د استولو خبره کړې، خو ځايي افغان چارواکي په دې اړه له خبرو ډډه کوي.

12.08.2016 BBC

د حلب جګړه کې د کلورين غازو بريد

د سوریې حکومت کلابند شوي حلب کې د کلورين يوه بريد کې د هر ډول ښکېلتيا خبره ردوي. ملګري ملتونه د داسې پېښو په اړه د راپورونو پلټنه کوي، چې يو کس په کې وژل شوی، او ګڼ شمېر نور په کې ټپيان شوي دي. نړيواله ټولنه وايي دا پېښه د جګړې جرمونو کچې ته رسېږي.

12.08.2016 BBC

نغمه: زما مېړه پاکستانی نه دی

د افغانستان وتلې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې له بي بي سي پښتو ویبپاڼې سره ځانګړې مرکه کې ویلي اوسنی میړه یې افغان او د لوګر ولایت اوسېدونکی دی.

12.08.2016 BBC

په پاکستان کې په زور د هندو نجونو د مسلمانولو پرضد مظاهري شوي

په زور د اهل هنود د جینکیو د مسلماناولو ټوله ملامتي د میا میټهو په نامه په یو مذهبی مشر اچول کیږي.

12.08.2016 امریکا غږ

غني: هغه کسان مې په انحصار تورنوي چې ګټې یې په خطر کې دي

د افغانستان جمهور رئیس ټینګار کړی چې شته ستونزې باید ملي موخو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

12.08.2016 امریکا غږ

د اولمپيک سياليو شپږمه ورځ

د اولمپيک سياليو د شپږمې ورځې مهمه خبره د فجي لومړی مډال ګټل وو. دغه هېواد اووه کسيزه رګبي سیاليو کې د بريتانيا په څېر پياوړې لوبډلې ته ماته ورکړه او د سرو رو مډال يې وګاټه.

12.08.2016 BBC

ارګ: د عبدالله عبدالله وروستۍ څرګندونې د حکومتوالۍ د اصولو خلاف دي

د افغانستان جمهوري رياست وايي د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرونۍ څرګندونې د دولتدارۍ له اصولو سره په ټکر کې دي.

12.08.2016 ازادي راډیو

ارګ: د عبدالله عبدالله خبرې د دولتدارۍ روحیې سره برابرې نه وې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د اجراييه رییس عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې. په هغه اعلامیه کې، چې د ولسمشر له دفتره خپره شوې راغلي، چې د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی.

12.08.2016 BBC

ترکیه وايي د داعش په وړاندې مبارزه به یې دوام لري

ترکيه وايي د لوېديځ او انقرې ترمنځ له وروستي کړکېچ سره- سره به د داعش پرضد د مبارې لپاره د امريکا تر مشرۍ ائتلاف کې د ترکيې رول له ځنډ او خنډ پرته روان وي. د تېرې مياشتې تر ناکامې پوځي کودتا وروسته د حکومت د ځپونکو اقداماتو له کبله د لوېديځ او انقرې ترمنځ په اړيکو کې کړکېچ راغلى دى.  د ترکيې دفاع وزير فکري ايشيق دا خبره نن په هغه مرکه کې وکړه چې له خبرتُرک ټلويزيون نه خپره شوه.  ترکيې د ٤٠ فيصده جنرالانو په ګډون په زرګونو سرتېري او ملکي مامورين د جولاى د پنځلسمې تر ناکامې کودتا وروسته له دندو ليرې کړل.  ترکيه وايي دغه کودتا په امريکا کې د دېره مذهبي مشر فتح الله ګولن د پلويانو له خوا تنظيم شوې وه.  خو ګولن د تېرې مياشتې د کودتا په هڅه کې چې له کبله يې څه باندې ٢٧٠ کسان ووژل شول- خپل دخالت ردوي.  د امريکا متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې د ترکيې له حکومت نه غوښتنه کړې چې له ځپونکو اقداماتو ډډه وکړي.   په لسګونو زره پوځيان، پوليس او نور مامورين د کودتا د هڅې په تړاو نيول شوي، له دندو ليرې کړاى شوي يا هم پوښتنې ګروېږنې ورڅخه شوې دي.

12.08.2016 ازادي راډیو

ارګ د عبدالله څرګندونې د "دولتدارۍ د روحې مخالفې" وگڼلې

د افغانستان جمهوری ریاست د حکومت د اجرائیه رئیس د پنجشنبې د ورځې په څرگندونو تاسف ښودلی او هغه یې د دولتدارۍ له موازینو خالف گڼلي دي.

12.08.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more