ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د سوریې حلب کې ځمکنیو او هوایي بریدونو ۵۱ کسان وژلي

د سوریې د بشري حقونو فعالینو په وینا، په حلب ولایت کې د شنبې په ورځ په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د څلورو ماشومان په ګډون لږ ترلږه ۵۱ کسان وژل شوي دي.

14.08.2016 BBC

نیوزیلېنډ هرالډ: نجلۍ د قاتل نوم واخست او ساه یې ورکړه

د نیوزیلېنډ هرالډ ورځپاڼې د هغې امریکايۍ نجلۍ د مړینې وروستۍ شېبې انځور کړي چې پرون لاس انجلس کې ووژل شوه. ورځپاڼې لیکلي؛ یلېنا لیلیان موور خپله وروستۍ ساه ساتلې وه چې د قاتل نوم پرې واخلي.

14.08.2016 BBC

نیویارک کي یو مسلمان ملا او د هغه ملګری په ډزو وژل شوی

پولیس وایي، د نیویارک کوینز سیمه کې د جومات یو امام او د هغه ملګری په ډزو وژل شوي دي. د کوینز په اوزان پارک کې یو سړی ټوپک په لاس له سیمې د وتلو په مهال لیدل شوی، خو تراوسه د برید په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

14.08.2016 BBC

د سوريې د منبج نه د داعش د ایستلو وروسته خوشحالي

د سوریې د منبج ښارګوټي ته په زرګونو کسان بیرته ستانه شوي دي. د سوریې دیموګراتو قوتونو دغه ښارګوټی په جمعې د داعش نه ونیوه.

14.08.2016 امریکا غږ

ريو اولمپيک: د سعودي ښځینه منډې وهونکې تاريخ جوړ کړ

کريمان ابو الجدايل د سعودي عربستان لومړنۍ ښځينه ده چې د اولمپيک سياليو په ۱۰۰ متره واټن ځغاسته کې برخه اخستې.د سعودي عربستان لومړنۍ ښځينه چې په اولمپيک سياليو کې يې ګډون کړی ساره عطار وه.

13.08.2016 BBC

کابل: چې پاکستان عملي اقدام وکړي، د سولې خبرې بیا پیلوو

ارګ وايي تر هغه چې اسلام اباد په څلور اړخیزې غونډې کې خپلې شوې ژمنې عملي نکړي، له طالبانو سره د سولې خبرې نکوي.

13.08.2016 امریکا غږ

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه مو درته په کلېک کې راټول کړي دي. کلېک هره اوونۍ پر بي بي سي پښتو ټلويزيون لیدلی شئ.

13.08.2016 BBC

په افغانستان کې د داعش د مشر وژنه

امريکا باور کوي، افغانستان، پاکستان او شاوخوا سيمو کې د "اسلامې دولت" نومې ډلې مشر حافظ سعيد خان دا تېره مياشت ننګرهار کې په يو ډرون بريد کې وژل شوی دی. تېر کال افغان استخباراتي ادارې هم ويلي وو، دی همدې سيمه کې د ډرون بريد کې وژل شوی و

13.08.2016 BBC

بریتانيا کې د مسلمانو ښځو حال

د اسلامي نړۍ ډېرو هېوادونو کې د ښځو د حالت او کړاو په اړه اندېښنې ښوول کېږي، خو خبره يوازې هلته نه ده، دلته بريتانيا کې هم د يوه راپور له مخې مسلمانې ښځې له اقتصادي پلوه تر ټولو ډېرې محرومې بلل شوې دي.

13.08.2016 BBC

د سوريې منبج ښار بيا نيونه

د سوریې ديموکراتيو ځواکونو ډله چې د امريکا ملاتړ ورسره ملګری دی، وايي د ترکیې له پولو سره نژدې یې له سټراټيزيک پلوه مهم ښار منبج ولکه تر ګوتو کړې. دغه ائتلافي ډله چې ډېری یې کوردان دي، وايي د "اسلامي دولت" نومې ډلې وروستي پاتې شوي "اورپکي" له ښاره ايستلي

13.08.2016 BBC

د هلمند والي: ګرمسير ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو نېولې

د افغانستان جنوبي ولايت هلمند چارواکي وايي، د ګرمسير ولسوالۍ يې له طالبانو بېرته نېولې او په دغه عملياتو کې طالبانو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتی دي. د هلمند والي حيات الله حيات ويلي، د ولسوالۍ ودانۍ او بازرا بېرته د امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلی

13.08.2016 BBC

د ایټالیا یو ښار کډوالو ته په قانوني ډول جعلي پيسې ورکوي

د کالابریا د کوچني ښار د جویوسا یونیکا په سیمه کې ۷ زره خلک ژوند کوي، هلته اوس یوه ډله پناه غوښتونکي هم اوسېږي، چې بازار کې د اړتیا وړ ځینو توکو د اخیستلو لپاره، د یو کوپوني سیستم د یوې برخې په توګه ورته ساختګي یا جعلي بانکنوټونه یا "ټکټونه" ورکول کېږي.

13.08.2016 BBC

د کابل بازانو او امو نهنګانو لوبډلو لوبې وګټلې

د شپږیزې سیالیو په لړ کې په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو او مس عینک لوبډلو سیالي سره وکړه. په بله لوبه کې آمو نهنګانو سپین غر بازانو لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

13.08.2016 BBC

د عکسونو البوم: د اولمپيک سياليو اوومه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو په اوومه ورځ هم امریکا د مډالونو د جدول په سر کې ده په دوهم نمبر چين او په درېيم نمبر بريتانيا ده. د سياليو پر اوومه ورځ سنګاپور اولمپيک سیالیو کې خپل لومړۍ مډال وګاټه.

13.08.2016 BBC

د اشرف غني او عبدالله عبدالله دوه په دوه خبرې وځنډېدې

ټاکل شوې وه چې نه اجرايي رئیس عبدالله عبدالله له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې وګوري، خو غونډه ونشوه

13.08.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more