ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د سوریې په عدلب کې هوايي بریدونه شوي

د سوریې د بشري حقونو ډله وايي د یکشنبې په ورځ د سوریې د عدلب د ولایت په بیلابیلو ځایونو کې ۲۶ هوايي بریدونه شوي دي.

14.08.2016 امریکا غږ

پر وانت وايګل د طالبانو بريد، "۲۰ تنه وسله وال وژل شوي"

د افغانستان په ختيځ کې ځايي چارواکي پر وانت وايګل ولسوالۍ د طالبانو د ډله ييز بريد خبر ورکړی، خو وايي اوس يې طالبان بېرته په شا کړی دی. د نورستان والي حافظ عبدالقيوم بي بي سي ته ويلي، طالبانو نن سهار له شپږو خواوو پر ولسوالۍ بريد کړی و.

14.08.2016 BBC

بهرني ډيپلوماتان د غني او عبدالله ترمنځ منځګړتوب کوي

د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو له عبدالله عبدالله سره کتلي چې له ولسمشر غني سره یې پېدا شوې لانجه حل کړي.

14.08.2016 امریکا غږ

د اولمپيک سياليو اتمه ورځ

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر اتمه ورځ امريکا د مډالونو د جدول په سر کې وه او ورپسې چين و. دغه ورځ د بريتانيا لپاره ډېره ښه وه، دوی اته مډالونه وګټل او اوس د ۱۰ سرو زرو مډالونو په لرلو سره په جدول کې درېيم ځای لري.

14.08.2016 BBC

کابل بازان او امو نهنگان د کابل شپږیزې کرکټ لیگ دویم پړاو ته ووتل

  په کابل کې د شپږیزې کرکټ لیگ په نوم د کورني کرکټ د شل اوریزو سیالیو په پینځه ورځ شوو سیالیو نه پس دویم پړاو ته د وتلو په زغل کې د دوه ټیمونو نومونه څرگند شویدي خو د باقي دوه نورو فیصله به سبا کیدونکو سیالیو په اساس کیږي. تر اوسه شوو لسو سیالیو کې شپږو ټیمونه نه هر یو ټیم څلور څلور سیالۍ کړیدي او د گټې او بایلات په اساس ېې پواینټونه گټلي دی، چې دی کې د کابل بازانو ټیم چې مشري ېې د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی کوي، خپل څلور واړه سیالۍ گټلي دي او  د اتو پواینټونو په گټلو سره مستقیم د دې سیالیو سیمي فاینل ته رسېدلې ده. دویم مقام د میرویس اشرف په مشرۍ د امو نهنگانو د ټیم دی، چې څلور ېې کې ېې درې گټلي او یوه بایللې او شپږ پواینټه لري او د دویم پړاو ځای ېې ځانته خوندي کړیدی . د کابل بازان او امو نهنگان نه علاوه د نوروز منگل ټیم مس عینک اتلان او د محمد نبي ټیم بند امیر ښاماران څلورو سیالیو کې د دوه بریاو او دوه ماتو نه پس څلور څلور پواینټونه گټلي دي او یوه سیالي ورته بل گټل دي چې  دوي هم د کوارټر فاینل مرحلې په څلورو ټیمونو کې شامل شی. د سپین غر زمریانو  ټیم په څلورو کې فقط یوه سیالي گټلې ده او دوه پواینټه لري. نو که چرې مس عینک اتلانو سره سبانۍ لوبه په لوی توپیر سره وگټي نو امکان لري چې بل پړاو ته لاړ شي. د بند امیر ښاماران د کابل بازانو سره سیالي لري، د هغوي لوبه هم د دویم پړاو د باقي پاتې دوه ټیمونو په سرنوشت کې مهم رول لري.بست ساتونکو ته د پرمختگ چانس نه دی پاتې. نن شوو سیالیو کې د مس عینک اتلانو ټیم د بند امیر ښامارانو په اسانۍ په پینځو وکټو ماتې ورکړه او دویمه سیالۍ کې د نجیب ځدران د بست ساتونکو د کابل بازانو د قوي ټیم سره مقابله وکړه خو بری ېې ونه مونده. د کابل د کرکټ شپږیزو سیالیو بل پړاو کې د لومړي پړاو د سر ټیم به د دویم مقام لرونکي ټیم سره یو کوارټر فاینل کوي،که ېې وگټي نو راسا فاینل ته ځي او که نه نو گټونکی ټیم به فاینل ته ځي او دی به د گروپ د دریم او څلورم ټیم گټونکي ټیم سره سره کیدونکي سیالۍ گټونکي سره بیا مخامخ کیږي.  چې هغه د ایلمینټر په نوم یادیږی. او اخري سیالي به د اگست په نولسمه نیټه وی.

14.08.2016 امریکا غږ

د اولمپيک سياليو اوومه ورځ: له امريکا او چين وروسته بريتانيا په درېيم نمبر ده

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر اتمه ورځ د امريکا، جميکا او بريتانيا منډې وهونکي په سر کې وو او پورټريکو د سرو زرو لومړی مډال وګاټه. امريکا د ۲۴ سرو زرو مډالونو په ګټلو سره ټول ۶۰ مډالونه ترلاسه کړي او د جدول په سر کې ده.

14.08.2016 BBC

پر وانت وايګل ولسوالۍ د وسلوالو حمله په شا وتمبول شوه

د نورستان چارواکي وايي پر وانت وايګل ولسوالۍ يې د دولت-ضد وسلوالو حمله يې په شا تمبولې ده. د نورستان والي وايي چې د کونړ او خپله د نورستان ولايت وسلوالو طالبانو په ګډه پر دې ولسوالۍ نن سهار تهاجمي حمله پيل کړه. حافظ عبدالقيوم ازادۍ راډيو ته وويل، چې د افغان قواوو د مقاومت په نتيجه کې وسلوال له سيمې تښتېدلي او مرګ ژوبله هم وراوښتې ده. والي وويل چې له دولت ضد وسلوالو سره ځينې بهرني نښته ويشتونکي هم ملګري وو. خو هغه ونه ويل چې د کوم هېواد اتباع. په دې حمله کې درې افغان سرتېري هم وژل شوي او شپږ تنه ټپيان دي.

14.08.2016 ازادي راډیو

صديقي: په هلمند کې لا هم امنيتي ګواښونه شته

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په هلمند ولايت کې لا هم امنيتي ګواښونه شته. دغه وزارت وايي د کورنيو چارو وزارت ارشد معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن او د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال مراد علي مراد په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو د څارنې لپاره دغې ولسوالۍ ته ورغلي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د کورنيو چارو وزارت پر رسمي فېسبوک پاڼه په يوه ويډيويي پيغام کې په مجموع کې د هلمند پر وضعيت خبرې کړي: ”وضعيت د بدلون په حال کې دى، خو د هلمند په څو سيمو کې ګواښونه شته، ډېره هڅه کوو، چې دغه تهديدونه ليرې شي“ د هلمند چارواکي وايي په وروستيو ناامنيو کې له بېلابېلو ولسواليو شا و خوا ٤زره کورنۍ بېځايه شوي دي. د هلمند په اړه بل خبر دا دى په درېيو ولسواليو نادعلي، ګرمسېر او ګريشک کې ٢٥ تنه وسلوال وژل شوي دي. د هلمند د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي، چې په دغو عملياتو کې ٧ تنه نور وسلوال ټپيان شوي دي.

14.08.2016 ازادي راډیو

اجرائيه ريس له درېيو بهرنيو چارواکو سره په يوه ورځ وکتل

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن له څو بهرنيو چارواکو سره د ملي يووالي حکومت پر سياسي موافقې او تعهداتو، دغه راز نورو مسايلو موضوعاتو خبرې وکړې. د اجرائيه رياست په اعلاميه کې راغلي، چې اجرائيه رئيس او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادا ميچي ياما موتو، د دې موافقې عمل کېدل ضروري ګڼلي دي. ښاغلي عبدالله په جلا کتنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي فرانز ميشل ميلبين سره په کتنه کې هم د ملي يووالي حکومت د سياسي موافقې د موادو پر تطبيق ټينګار کړى دى. اعلاميه زياتوي، چې عبدالله عبدالله دغه راز د افغانستان لپاره د هند له سفير امر سينها سره په کتنه کې ويلي، افغانان د هغو ژمنو عملي کېدل غواړي چې د ملي يووالي حکومت مشرانو ورسره کړي دي.

14.08.2016 ازادي راډیو

د افغانستان پخوانی جګړه مار ایټالیا کې د داعش مشر دی

د لیبیا چارواکو ایټالیا ته خبردار ورکړی، چې د میلان په شاوخوا سیمو کې د داسلامي دولت د ډلې یوه شبکه فعالیت کوي.

14.08.2016 امریکا غږ

وسله والو په نیویارک کې د یو جومات ملا امام وژلی دی

د نیویارک پولیس وايي د الفرقان د ملا امام او د هغه د یو ملګري د وژلو او د بریدګرو د معلومولو لپاره یې تحقیقات پیل کړي دي.

14.08.2016 امریکا غږ

ولسمشر غني د افغانستان د ځوانانو روزنیز پارلمان ناسته پرانسته

د افغانستان د پارلمان په ودانۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د افغانستان د ځوانانو پارلمان پنځه ورځنۍ روزنیزه ناسته پرانستل شوه. ددغه سمبولیک پارلمان هدف د ځوانانو ترمنځ د "ولسواکۍ تمرین" او په هېواد کې د دیموکراسۍ پیاوړي کول بلل شوي.

14.08.2016 BBC

یمن کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۰ ماشومان وژلي

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، د یمن شمال صعده ولایت کې پر یوه ښوونځي د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په هوایي برید کې ۱۰ ماشومان وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي. ددې سازمان په خبره، په دې برید کې د وژل شویو او ټپي ماشومانو عمر د ۸ او ۱۵ کلونو ترمنځ دی.

14.08.2016 BBC

امیرګل: د مرکزي بغلان نښته کې ۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي

د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې په مرکزي بغلان کې د امنیتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. د بغلان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر جنرال امیرګل حسین خیل نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه چې وسله‎والو طالبانو پر امنیتي پوستو برید وکړ. ښاغلي حسین خیل وویل چې په دغه نښته کې ۶ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. په سیمه کې د ازادي راډیو خبريال وايي چې تر مرکزي بغلان سربېره په دهنه غوري کې هم د جګړې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

14.08.2016 ازادي راډیو

مشرانو جرګه: حکومتي مشران دې خپل اختلافات ژر ختم کړي

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم‌یار له ولسمشر غني غوښتي، چې له خپل اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره دې خپل اختلاف ژر پای ته ورسوي.

14.08.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more