ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا روسیه په حلب کې په 'بربریت' تورنه کړه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې روسیه د سوریې په حلب ښار کې د خونړیو بمباریو له کبله په 'بربریت' تورنه کړې ده. بریتانیا هم په سوریه کې د روسیې د کړنو په غندلو کې د فرانسې او امریکا ملګرتیا کړې ده.

26.09.2016 BBC

ټرمپ : بیت المقدس به د اسرائیلو د پایتخت په توگه ومني

د ډانلډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزې دفتر وایي چې دا به د اسرائیلو په اړه د امریکا په پالیسیو کې لویې بدلون وي.

26.09.2016 امریکا غږ

امريکا کې د يوه تور پوستي د وژنې پر سر ناندرۍ

د هغه تورپوستي امریکایي سړي خپلوان چې د پولیسو له خوا د امریکا په شارلټ ښار کې وژل شوی وايي د چارواکو له خوا په خپره شوې ویډیو کې سم نه ښکاري چې هغه ولې ووژل شو.

25.09.2016 BBC

فرانسه کې د افغان ماشوم کډوال مړينه

بریتانیا کې د مریتوب ضد کمېشنر پر حکومت غږ کړی چې د هغو بې سرپرسته کډوالو ماشومانو سره دې لا ډېرې مرستې وکړي چې دا مهال د فرانسې په کلې کمپ یا ځنګله کې بند پاته دي.

25.09.2016 BBC

د يمن جګړې ولسي زيانونه

په یمن کې د سعودي په مشری ائتلاف چې د امریکا او بریتانیا له ملاتړه برخمن دی هوايي بریدونه کوي. دا بریدونه په هغو یاغیانو کیږي چې ۱۸ میاشتې مخکې یې د دغه ځای حکومت له واکه غورځولی و. د سعودي ائتلاف پر یمن هوایي او سمندري لاري هم تړلې.

25.09.2016 BBC

د ملي يووالي حکومت دویمه کليزه، د عبدالله برخليک

د روانې مياشتې سپټمبر له پای سره افغانستان کې د ملي يوالی حکومت دوه کاله پوره کېږي. دا حکومت چې د ټاکنو له ناندره ييزه پايلو سره له لانجو او ستونزو وروسته جوړ شو، تېرو دوو کلونو کې تر لوړو ژورو تېر شوی.

25.09.2016 BBC

د کلینټن او ټرمپ د دوشنبې مناظره به ۱۰۰ میلیونه لیدونکي ولري

د دوشنبې په ورځ به د جمهوري ګوند د کاندید دونالډ ټرمپ او ډموکرات ګوند د کاندیدې هیلري کلینټن ترمنځ لومړۍ مخامخ مناظره وسي.

25.09.2016 امریکا غږ

پرېمیرلیګ فوټبال: د پوګبا لومړی ګول او د ارسنل بری

د انګلستان پرېمیرلیګ فوټبال کې دا اوونۍ له پرېمانه ګولونو سره مله وه. روان لوبیز کال ۷ اوونۍ وړاندې پیل شوی – لوبې به یې پخوا تر ډېره د شنبې او یکشنبې په ورځو کېدې خو سږ به ځینې لوبې د جمعې په ماښام هم ترسره کېږي.

25.09.2016 BBC

د ولسي تړون ملي پروګرام کې به پنځوس فيصده ښځې ونډه ولري

نن په ارګ کې د ولسي تړون ملي پروګرام پرانستل شو. د ولسي تړون ملي پروگرام يو بين الوزارتي برنامه ده چې حکومت به خپل اساسي خدمات د همدې لاری تر سره کوي. د کلیو پراختيا چارو وزير نصير احمد دراني اشنا راډيو سره په خبرو کې وويل ، د کارونو د انسجام او د پرمختيايی پروژو د با کيفيته او پرځای تطبيق لپاره هغه وزارتونه چې انکشافي پروژې لري د ولسي تړون ملي پروگرام له طريقه به يي پلي کوي. د عامی روغتيا ، ښوونې روزنې ،زراعت او کليو پراختيا هغه وزارتونه دي چې د همدې پروگرام له لاری به انکشافي پروژې تطبيقيږي . د کلیو پراختيا چارو وزير دا يادونه هم وکړه چې د ملي پيوستون د تير پروگرام له نيمگړتياو نه يي تجربه اخيستې ترڅو په نوې پروژه کې تکرارنشي او مثبتې برخې يي تقويه شي ، دا يي هم وويل چې د محلي شوراگانو نوي استازي به وټاکل شي چې د هرې شورا په رهبرۍ کې به پنځوس فيصده ښځو ته ونډه ورکړل شي وزير په ټينگار ويل : ( د هری شورا د ايجاد شرط به دا وي چې په هرې شورا کې به له هرو څلورو تنو څخه دوه يي ښځې وي او د هر ډول پروژو په تطبيق کې به مساويانه برخه اخلي). ښاغلي دراني دراني د پروژو د انتخاب په هکله وويل چې د خلکو او ولس د اولويتونو په حساب به انتخابيږي اوهغو پروژو تطبيق ته به ژر فرصت برابر شي چې په ټولنه کې يي اثر ډيروي د ولسي تړون ملي پروګرام به د ملي پیوستون د پروګرام پر ځای تر راتلونکو لسو کلونو کې په افغانستان کې عملي شي. د ولسي تړون ملي پروګرام له لاری د پروژو د تطبيق پرڅرنگوالي او اهدافو يی د کلیو پراختيا چارو وزير نصير احمد دراني سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :  

25.09.2016 امریکا غږ

ایا ډېر خوب د کار لپاره ښه دی؟

د شرکتونو نامتو مشران لکه د یاهو ماریسا مییر، د پپسیکو ایندرا نويي او د فیات کرایسلر سیرګیومارکیوني ټول په دې ویاړي چې د شپې لخوا یواځې څلور ساعته خوب کوي.

25.09.2016 BBC

افغان مهاجرین په پاکستان کې په تنګ راغلي

د پاکستان حکومت وایي افغان مهاجرین د ۲۰۱۷ کال تر مارچ ۳۱ نیټې پورې پاتې کیدی شي.

25.09.2016 امریکا غږ

کرېکټ:بنګله دېش افغانستان ته په اوو منډو ماته ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ لوبډلو تر منځ د دريو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه بنګله دېش په اوو منډو وګټله. نننۍ لوبه چې د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې ترسره شوه پچه يې بنګله دېش ګټلې او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه کړې وه

25.09.2016 BBC

بنګلدېش په یوې په زړه پورې لوبې کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د دریو نړیوالو سیالیو د لړۍ لومړني لوبه بنګلدېش وګټله.

25.09.2016 امریکا غږ

افغانستان: ګاوڼډیان د مخدره موادو او قاچاقبران پر ضد مبارزه کې همغږي نلري

د افغانستان دولت وایي بودیجه نه لري، نا امنیو سره مخ دی او د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ همغږي نشته‪.

25.09.2016 امریکا غږ

پاکستان له حزب اسلامي سره د سولې تړون وستایه

د پاکستان حکومت د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې او بیا پخلاینې تړون ستایلی دی

25.09.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more