ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


هرات کې ځوانانو د کرېکټ لوبې ته مخه کړې

په هرات کې په وروستیو څو کلونو کې کرېکټ لوبه مخ پر ودې روانه ده او یو ګڼ شمېر ځوانانو دغې لوبې ته مخه کړې ده. خو تر اوسه په دی ولایت کې د کرېکټ کوم معیاري لوبغالی نه دی جوړ شوی او لوبغاړي یې هم وايي له دې ولایته بهر ورته د لوبو چارې نه دي برابرې شوې.

29.07.2016 BBC

افغان غر ختونکې نجونې

افغانستان کې د غر ختونکو نجونو ملي لوبډله وايي د غړو شمېر یې ډېر شوی او د غره ختلو دود مخ په غوړېدو دی. په دغه لوبډله کې داسې نجونې هم شته چې په ځان باوري دي، له نړیوالو غرختونکو سره به سیالې شي او لوړو څوکو ته به وخېژي.

29.07.2016 BBC

په لندن کې افغان مېله

په لندن کې هر کال د افغانانو کلتوري میله کېږي چې د بریتانیا له بېلا بېلو سیمو څخه سلګونه افغانان ورځي. د خوندرو خوړو تر څنګ په دې میله کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو مشهور افغان سندرغاړي هم ګډون کوي. دا ځل زموږ همکار اسماعیل میاخیل هم ورغلی و.

29.07.2016 BBC

د سوريې کړکېچ او مرستندويه چارې

سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي پر روسیې غږ کړی دی چې مرستندویه چارې ملګرو ملتونو ته پرېږدي. دی دا خبرې له هغه وروسته کړې چې روسیې اعلان وکړ چې د سوریې له پوځ سره کار کوي چې بشري مرستو لپاره لارې پرانیزي او هم ولسي وګړو ته یو فرصت شي.

29.07.2016 BBC

افغانستان نړيواله سوداګريزه اداره کې

افغانستان رسمآ د سوداګرۍ نړیوال مرکز غړی شو. پر دې پروسې دا ۱۲ کاله خبرې کېدې. افغان حکومت هیله لري دا غړیتوب به یې د هېواد له اقتصاد سره لویه مرسته وکړي. خو اقتصاد پوهان نیوکه کوي چې افغان حکومت تر حده ډېر خوشبینه دي.

29.07.2016 BBC

۲۱ ترک خبریالان د ناکامې کودتا په تړاو محکمې ته حاضر شوو

ترکیه کې ۲۱ ژورنالستان د ناکامې کودتا په تړاو استانبول په یوه محکمه کې حاضر شول. په ۲۰ نورو پسې یې چارواکي ګرځي. ويل کېږي ځینې تښتېدلې دي.

29.07.2016 BBC

سوریې کې پر زېږنتون هوايي بمباري شوې

سیف د چلډرن یا د ماشومانو ژغورنې ټولنه وايي، بم له الوتکې غورځول شوی، چې د ادلیب ایالت کلیوالې سیمې د دغه روغتون په درشل کې وچاودید. تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د ودانۍ یوه برخه نړېدلې ده، خو د اوښتي زیان په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

29.07.2016 BBC

ننگرهار کې د داعش په ضد جگړه کې پنځه امریکایي سرتیري ټپي شوي

جنرال نیکلسن وایي د افغانستان په ختیځ کې د داعش جنگیالیو پر ضد په عملیاتو کې پنځه امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي.

29.07.2016 امریکا غږ

د وینډوز وړیا تمدید لپاره وروستۍ نېټه

هغه کاروونکي چې د دغه سیسټم کورنۍ بڼه کاروي که له دغه فرصته ګټه وانخلي ویل کېږي راتلونکي کې به د سیسټم تمدید لپاره ۱۲۰ ډالره بیه ورکوي او هغه چې مسلکي یا پروفیشنل بڼه یې کاروي ۲۰۰ ډالره به ورکوي.

29.07.2016 BBC

افغانستان په رسمي ډول د ډبلیو ټي او غړی شو

افغان حکومت د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې، ټولې قانوني غوښتنې پوره کړي او سر له نن جمعې ورځې څخه د سوداګرۍ په برخه کې د دغې ټولنې د ټولو ګټو نه کار اخیستلای شي.

29.07.2016 امریکا غږ

راجپوت: نړيوالو ټیسټ لوبو ته چمتوالی یو کال وخت غواړي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی لال چاند راجپوت له بي بي سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ويلي افغان لوبډله د پرمختګ په حال کې ده او د نړیوالو ټیست لوبو ته د چمتوالي لپاره "یو کال" وخت ته اړتیا لري.

29.07.2016 BBC

هند: هټیوال د ۱۵ روپیو پور له کبله ميړه او مېرمن یې ووژل

د هند ماڼي پور سیمه کې پولیس وايي یوه هټیوال هغه میړه او مېرمن یې وژلي چې له ده یې د ۱۵ روپیو پور لنډولو لپاره نور وخت غوښت.

29.07.2016 BBC

یاسمین: خپل هوډ په غره وخېژولم

۱۹ کلنه یاسمین حسن په ننګرهار کې زېږېدلې هلته چې غرونه یې له کوره خورا په لرې واټن کې وو خو لیدل یې چې د نړۍ غره ختونکي تر لوړو څوکو خېژي او داسې تصور يې کاوه چې یوه ورځ به دا هم داسې شي.

29.07.2016 BBC

بنو کې نامعلومو کسانو پولیس سرتېری وژلی

پولیس سرتېری هدایت الله دندې ته روان و، چې د بنو نوې سبزې منډيي کې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې او ویې واژه.

29.07.2016 BBC

له پاکستان نه د افغان مهاجرو ستنیدل زیات شوي

په څو وروستیو اونیو کې له پاکستان نه افغانستان ته د افغان مهاجرو د راستنیدو کچه لوړه شوی او د افغان مقاماتو په وینا یواځې په تیره یوه اونۍ کې شاو خوا ۲۰۰۰ کورنۍ له پاکستان نه افغانستان ته راستانه شوي دي چې اکثر یې هغه کډوال دي چې په پاکستان کې د اوسیدو رسمي سند یا شناختي کارت نه لري. د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو عالي کمیشنري رپوټ ورکوي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه شاوخوا ۱۷ زره افغان مهاجر – په پاکستان کې د اوسیدو د کارت لرونکي – افغانستان ته ستانه شوي دي چې د هغې جملې څخه ۱۰ زره یې یواځې په څه کم تیرې یوې میاشتې کې راستانه شوي دي. په کابل کې د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ویاند نادر فرهاد د امریکا غږ ته وویل چې د جون له ٢٥ راپدیخوا دې ادارې افغان راستنیدونکو ته نغدي مرسته له ۲۰۰ ډالرو څخه ۴۰۰ ډالرو ته لوړه کړې ده چې کیدای له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د خپلې خوښې راستنیدنې د زیاتوالي یو لامل اوسي. د ملگرو ملتونو د شمیرو له مخې په ٢٠١۴ کال کې شاوخوا ۱۶ زره، په ۲۰۱۵ کې شاوخوا ۵۹ زره او د ۲۰۱۶ د پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ١٧ زره افغان کډوال په پخپله خوښه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سیاسي اړیکو د خړ پړ کیدو سره سم په پاکستان کې پر میشتو افغان مهاجرو باندې فشارونه زیاتیږي. یو شمیر پاکستاني مقاماتو په تنده لحجه له پاکستان څخه د افغان مهاجرو جبري ایستل غوښتي دي. دا ځل هم اکثر افغان راستنیدونکي چې په تیرو څو ورځو کې له پاکستان نه افغانستان ته راغلي د پاکستان د پوځیانو د جبر او ناوړه چلند څخه شکایت کوي او ادعا کوي چې پاکستاني پوځیان د شپې له مخې د مهاجرو پر کورونو باندې یرغل کوي او هغوی په زور له کورونو څخه باسي. په دې ترڅ کې هغه افغان مهاجر چې "شناختی کارت" نه لري ډیر ځورول کیږي. د ننگرهار ولایت د غني خیلو اصلي اوسیدونکی غریب نواز د ٣٠ کالو راهیسې د خیبر پشتونخواه په شب قدر کې اوسیده او اوس اړ شوی چې افغانستان ته راشي. هغه وایي چې ټول شته یې په پاکستان کې نابود شوي او اوس په افغانستان کې د اوسیدونې لپاره هیڅ شئ نه لري. د ننگرهار د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی یوسف چې د پیښور له جمرود څخه افغانستان ته راستون شوی د تورخم په بندر کې د امریکا غږ ته وویل "هلته مونږ ته شرایط خورا ستونزمن وو، له کوره نشو وتلای او په تکلیف وو. پولیسو پر مونږ ناڅاپي بریدونه کول." د هغو شمیرو له مخې چې افغان مقامات یې وړاندې کوي شاوخوا ٩٠ په سلو کې راستنیدونکي هغه مهاجر دي چې په پاکستان کې نه دي راجستر شوي او د اوسیدو کارت نه لري. په پاکستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه ثبت شوي او شاوخوا یو میلیون هغه افغان مهاجر چې د اوسیدو کارتونه نه لري اوسیږي. د ننگرهار ولایت د مهاجرو او راستنیدونکو ادارې رئیس غلام حیدر فقیرزي د امریکا غږ ته ویلي دي چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه څه دپاسه ۲۷۰۰ ثبت شوی او نه ثبت شوې ړورنۍ په پاکستان کې اوسیږي او همداشان ۳۵۹ کورنۍ چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې ترڅ کې ښاغلي فرهاد وویل چې د افغانستان، پاکستان او ملگرو ملتونو استازو تیره اونۍ د پاکستان څخه هیواد ته د افغان مهاجرو د بیرته ستنیدو په هکله خبرې وکړې او د پاکستاني مقاماتو په وینا یو ځل بیا د افغان مهاجرو د خپلې خوښې ستنیدنې پر اصل باندې ژمنه وشوه. د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ددې په څنگ کې چې افغانستان ته د ستانه شویو افغان کډوالو ستونزې په ځانگړې توگه بې کوري، بیکاري او روغتیایي او زده کړو خدمتونو ته د هغوی نه لاس رسی  تائیدوي، د راستنیدونکو او بې ځایه شویو کسانو ستونزو ته د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د هڅو ستاینه کوي او له حکومت څخه غواړي چې ددې ستونزې حل د خپلو ملي پروگرامونو په اساسي اولویتونو کې ځای کړي.

29.07.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more