ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کاناډا له متحده عربي اماراتو څخه ۱۰۰۰ افغان کډوال انتقالوي

کاناډايي چارواکو د افغان کډوالو د انتقال د بهیر د دوام په لړ کې له متحده عربي اماراتو څخه دغه هیواد ته د ۱۰۰۰ افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی او ویلي دي، چې د اوبوظبۍ څخه یو شمیر کډوال تورنټو ته هم رسیدلي دي.

27.05.2023 امریکا غږ

د اروپایي اتحادیې او مرکزي آسیا ځانګړي استازي: طالبان دې په افغان میرمنو ټول بندیزونه لیرې کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې او مرکزي آسیا هیوادنو ځانګړو استازو یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو په حکومت غږ کړی چې په میرمنو او نجونو ټول لګیدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

27.05.2023 امریکا غږ

پېنټګان وايي د ضرورت په وخت به سایبر حملې هم کوي

سایبر سټرېټجي په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کې جاري کړی شوي وه چې اوس نوي کړی شوي او پېنټګان په یو بیان کې وویل په تجدید شوي تګلاره کې د کلونو د "حقیقي دنیا" سایبر عملیاتو معلومات شامل کړی شوي دي

27.05.2023 ډیوه

پنجاب کې پلار دغېرت په نوم خپله لور ژوندۍ سوځولې ده

د بشري حقونو مرکزى وزارت قامي اسمبلۍ کې د ښځو پرضد د کورني، جنسي تشدد او د ښځو د وژنو په اړه معلوماتو کې وویل وو چې په تېرو دريوؤ کلونو کې3987 ښځې وژل شوي او په دې مهال نزدې10500 ښځو باندې جنسي تیری شوی وو

27.05.2023 ډیوه

عمران خان د مذاکراتو غوښتنه کړې خو حکومت وایي دمذاکراتو موقعه یې بایللې ده

تېره ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلی وؤ ، د نهمې مئ د پېښو وروسته په ټول ملک کې(دتحریک انصاف دمشرانو اؤ غړو خلاف) 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي

27.05.2023 ډیوه

سپریم کورټ داډیو لیکس پلټنو لپاره جوړ عدالتي کمیشن له کاره منعې کړی دی

دجمعې په ورځ دمشرقاضي عمرعطاء بندیال په مشرۍ دسپریم کورټ پینځه کسیز بینچ دیاد کمیشن پرضد عدالت ته د شوؤ خواستونو اوریدنه کړې وه اؤ خپله پرېکړې یې خوندي کړې وه

27.05.2023 ډیوه

روسیې سومالیې ته د نظامي ملاتړ وړاندیز کړی

د سومالیې چارواکي وایي روسیې د الشباب وسله والې ډلې سره په جګړې کې د دې هیواد د وسله والو ځواکونو سره د ملاتړ کولو وړاندیز کړی.

27.05.2023 امریکا غږ

روس صومالیه ته د پوځي امداد وړاندیز کړی

په 1992 کې په صومالیه کې د خانه جنګۍ او د نسلي تشدد د شروع کېدو نه پس د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل صومالیه ته د وسلو په ورکولو پابندي ولګوله. په 2013 کې داسلامي  وسله والو خلاف د صومالي ځواکونو په جنګ کې د مرستې دپاره  په دغه بندیز کې په جزوي توګه نرمي وکړی شوه

27.05.2023 ډیوه

د لوبو له میدانه؛ د سریلانکا پر وړاندې سیالیو ته افغان لوبډله چمتووالی نیسي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د سریلانکا پر وړاندې درېیو یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله چمتووالی نیسي. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس هندوستان ته په یوه رسمي سفر تللی دی. د آی پي ایل سیالیو پایلوبې ته د ګجرات ټایټانز او چینای سوپرکینګز لوبدلو لار موندلې. افغان کرکټ بورډ دا ځل د میرویس نیکه په نوم درې ورځنۍ سیالۍ پیلوي. د مرکزي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې ښې لوبې کړي. د ازادي راډيو سپورټي خبریال بختیار ساحل د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو درېیو یو ورځنیو سیالیو ته د افغان لوبډلې د چمتوالي په تړاو د لوبډلې له مرستیال روزونکي رییس خان احمدزي سره ځانګړې مرکه کړې ده. خپرونه کې نور مطالب هم شته، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

27.05.2023 ازادي راډیو

آی پي ایل: د ګجرات لوبډله بیا پای لوبې ته ووته

د هند غوره لیګ کرکټ په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې د مومبای انډینز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې د دې سیالیو پای لوبې یا فاینل ته لار ومونده.

27.05.2023 امریکا غږ

په خېبر پښتونخوا کې ولې لا په لویه کې د پي ټي ايي نه مشران نه دي منحرف شوي؟

پرویر خټک او محمود خان په صوبه کې د پي ټي ايي اعلا وزیرانو وو او د دوی د کابېنې د پخوانیو غړو په شمول په وفاقي حکومت کې هم د خېبر پښتونخوا د پي ټي ایي عهدېدارانو په لویه شمېره کې د استعفاګانو څه بیانونه مخې ته نه دي راغلي

27.05.2023 ډیوه

رپورټونه: وایټ هاوس او د ریپبلېکن  پارټۍ مشران حکومت د قرض حد په اړه معاهدې ته نژدې شوي 

وایټ هاوس او ريپبلېکنز کوښښونه کوي چې د جون د لومړۍ نېټې نه مخکې حکومت د قرض حد د 31.4 ټرېلین ډالرو نه زیات کړي. خو که چېرې څه معاهده نه کېږي نو د امریکي حکومت سره به د خپلو خرچو او د مخکې اخیستل شویو قرضونو بېرته ادا کولو دپاره پېسې نه وي او حکومت به دیوالیه ګڼل کېږي

26.05.2023 ډیوه

د ترکیې د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنو کې اردوغان مخکښ کاندید ګڼل کیږي - شنونکي

په ترکیه کې سیاسي شنونکي وايي، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې ددغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکښ نوماند ګڼل کېږي.

26.05.2023 امریکا غږ

د پاکستان په کمپونو کې مېشت یو شمېر افغانان وايي ثانوي ښوونځي نلري

په پاکستان کې د کډوالو په کمپونو کې اوسېدونکي یو شمېر افغانان وايي ماشومانو ته یې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو زمینه نده برابره.

26.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

26.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more