ولسمشرغني دهمزنګ د 'شهیدانو' چوک په نوم ونوموه
ولسمشرغني د کابل د شنبې د ورځې د خونړۍ پیښې قُربانیانو ته د درناوي لپاره ، د دهمزنګ څلورلارې د 'شهیدانو چوک' په نوم ونوموه.
د ترکیې ناکامه کودتا: د ولسمشر ځانګړی ګارد منحل شوی
د ترکیې ناکامې کودتا د بدلونونو په لړ کې ددې هېواد د ولسمشر ځانګړی ګارد منحل شوی. د کودتا تر ماتې وروسته لومړیو ورځو کې د ولسمشر د ساتنې نژدې ۳۰۰ ځانګړي سرتېري نیول شوي وو. د ترکیې لومړي وزیر ویلي، د ولسمشر ځانګړي ګارد ته "نوره اړتیا نشته."
په ترکیې کې په زرګونو ښوونځي او مؤسسې تړل شوي
په ترکیې کې جمهوررئیس اردوان د یو فرمان په ترڅ کې په زرګونو خصوصي ښوونځي، خیره موسسې او نورې ادارې تړلې دي.
د کابل خونړي بريد د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په وينا په پلازمېنه کابل کې د هزاره لږکيو پر لاريون ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپیان دي. "اسلامي دولت" نومې ډلې ددغه بريد پړه پر غاړه اخيستې او وايي کابل کې يې د "شيعه ګانو" پر لاريون ځانمرګی کړی
ترکي چارواکي وایي د کودتا په تړوا ښايي ډېر نور کسانو هم ونیسي
د ترکیې حکومت وايي د ښوونځیو، په ګډون یې تر ۲ زرو هغه ادارې تړلې دي چې له امریکا مېشتي عالم فتح الله ګولن سره تړاو لري. پر ښاغلي ګولن ترکیه کې د تېرې اوونۍ د کودتا د هڅې تور دی.
ښځينه مشرانې
په بریتانیا کې د سکاټلنډ مشره وزیره نېکولا سټرجن وايي، ښځینه مشرانې اوس هم د ګوتو په شمار دي. خو د نړۍ په لروبر کې ګورو چې د هغو مېرمنو شمېر چې په سیاسي برخه کې لوړو څوکیو ته رسېدلي دي او یا رسېږي په ډېرېدو دی.
کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه مو درته په کلېک کې راټول کړي دي. کلېک هره اوونۍ پر بي بي سي پښتو ټلويزيون لیدلی شئ.
په افغانستان کې سبا ملي ماتم دی
ولسمشر محمد اشرف غني ګواښ وکړ چې د کابل له بریدګرو به غچ واخلي.
د کابل خونړی بريد په انځورونو کې
افغان پلازمېنه کابل کې د هزاره لږکيو له خوا له ترکمنستان د وارداتي برېښنا د مزو عځولو پر لاريون خونړي بريد کې لسګونه تنه وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپيان دي. دوی دغه لاريون د سالنګ پرځای دباميانو له لارې د مزو غځولو په اړه کړی و. "اسلامي دولت" ډلې يې پړه منلې.
د کابل پر مظاهرې چاودنې شاوخوا ۲۹تنه وژل شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روشنایي غورځنګ د لاریون پر مهال چاودنه کې شاوخوا۱۶۰ ټپيان شوي دي.
کابل کې د لاریونیانو منځ کې چاودنه شوې
د افغانستان پلازمېنې کابل دهمزنګ کې د هغو لاریونیانو په منځ کې چاودنه شوې، چې له ترکمنستانه یې د سالنګ پرځای د بامیانو له لارې د ۵۵۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د مزو د غځولو په پلوۍ پیل کړی و.
کابل کې تښتول شوې هندۍ کارکوونکې ژغورل شوې
پولیس وايي، جودیت ډي سورا د جمعې د ورځې له ماسپښین وروسته په کابل کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د سړي تښتونکو له منګلو ژغورل شوې.
چین کې سېلابونو ۷۸ کسان وزلي 'میلیونونه بې ځایه شوي'
د چین رسمي خبري رسنۍ وايي، د هېواد پهشمال او مرکزي هیبي او هینن ولایتونو کې سېلابونو او د ځمکښویېدو لږترلږه ۷۸ کسانوژلي ګڼ کسان ورک دي او 'میلیونونه نور بې کوره' شوي دي.
افغان لوبغاړي د ۲۰۱۶ اولمپیک لوبو لپاره برازیل ته ولاړل
افغان لوبغاړي د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبو کې د ګډون په موخه د برازیل په لور روان شول. د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټه وايي په دغه پلاوي کې درې لوبغاړي چې دوه یې د اتلتیک او یو یې د جودو په برخه کې لوبه کوي شامل دي.
په کابل کې د روشنايي غورځنگ دویم سترلاریون
روشنايي غورځنګ پلویانو خپل لاریون نن سهار په اوو بجو د شهید مزاري د جومات د انګړ څخه پیل کړ، چې د لاریون د تنظیمونکو په وینا د پښتونستان تر واټ پورې به دوام وکړي.