د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
ملیشیا د خلکو په بهر تګ بندیز ولګولو
ملېشیا کې د کورونا وایرس څخه د اغېزمنو کسانو شمېر د ۵۰۰ تنو څخه هم زیات شوی دی او حکومت یې د دوو اونیو لپاره نیمه بندیز هم اعلان کړی
د کرونا دلاسه بې روزګاره شویو امریکایانو سره به حکومت مالي مرسته کوي، د صدر ټرمپ اعلان
صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل هغه خلک چې د احتیاط په توګه په کور ناست دي او هوټلونه، رېسټورانټونه او بارونه یا شرابخاني یې تړل شوي دي "پېسې به زر در روانې شي."
ټرمپ: د "چیني ویروس" نه زیانمن شویو امریکایانو ته پیسې ورکوو
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي، د هغو امریکایانو سره به ډیر ژر مالي مرستې وشي چې د کروناویروس د خپریدو په وجه زیانمن شوي دي.
د افغانستان بازارونو کې د خوراکي توکو بیې بېرته راټیټې شوې
د افغانستان له شمالي بندرنو دغه هېواد ته د واردو شویو خوراکي توکو سره په بازارونو کې لوړې بیې راټیټي شوې. د کورونا وېروس له امله د پولو بندیدو اندېښنو تېرو څو ورځو کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ کړي وو. ولسمشر غني ویلي، افغانستان د خوارکي توکو له کمښت سره مخ نه دی
د فرانسې د روغتیا وزیره: د کرونا خپریدل به په شاوخوا ۱۲ ورځو کې راکم شي
د فرانسې د روغتیا وزیرې نن د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۸) ویلي چې هیله منه ده چې د راتلونکو اتو ورځو څخه تر ۱۲ ورځو پورې د کروناویروس د خپریدو کچه راکمه شي
کورونا وېروس؛ تېر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو څلورو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. خو دغه وزارت وايي د کورونا وېروس ټولې ۳۴۰ مشکوکې پېښې ثبت شوې چې د ډېری ازموينې منفي دي. د دغه وزارت په وینا، نوې مشکوکې پېښې په ۲۳ ولایتونو کې ثبت شوې
په پاکستان کې د کرونا کېسونو شمیره ۲۴۷ ته ورسېدله
بلخوا د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي د کرونا د شک په بنیاد هغه ځانله کیږي. شاه محمود قرېشي په تېرو ورځو کې د چين د پنځو ورځو سفر کړی و
خیبر پښتونخوا کې د کرونا وائروسو درې نورې پېښې رامنځته شوي
په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وائروسو درې نورې تازه پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره صوبه کې په کرونا وائروسو داخته مریضانو شمیره ۱۹ؤ ته رسېدلې ده.
امریکا په افغانستان کې د کونسلګرۍ ټولې چارې ودرولې
په کابل کې د امریکا سفارت پرون دوشبنې په ورځ ناوخته په خباره شوي بیان کې په افغانستان کې د امریکايي وګړو روغتیا ته اندیښنه ښودلې اوله هغوی غوښتي چې له دې هیواد څخه ووځي
کابل کې د امریکا سفارت خپل خدماتي فعالیتونه وځنډول
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت ویلي چې په افغانستان کې یې خپل ټول کونسلي او د امریکايي اتباعو خدمات تر راتلونکې خبرتیا ځنډولي دي.
ایشیایي ترقیاتي بانک دکرونا وائروسو مخنیوي دپاره پاکستان ته په عاجل ډول پینځه کروړه ډالر ورکوي
ایشیایي ترقیاتي بانک نړۍ کې دخور شوي کرونا وائروس د مخنیوي دپاره پاکستان ته په سمدستې توګه د پینځوؤ کروړو ډالر دمرستو ورکولو اعلان کړی دی.
کورونا وېروس؛ ځینو اسلامي هېوادونو د جماعت پر لمانځه بندیز لګولی
سعودي عربستان له روغتیايي او خوارکي توکو پرته د دوو اونیو لپاره د ټولو سکټورونو چارې ځنډولې او جوماتونه یې بند کړي، خو یوازې د مکې مکرمې او مدینې منورې حرمینو کې به په جماعت لمونځ کېږي. ځینو نورو اسلامي هېوادونو هم د کورونا وېروس له کبله د جمعې او په جماعت لمونځ بند کړی
کرونا وائروس:ملګرو ملتونو پاکستان څخه دافغان کډوالو دبېرته ستنولو بهیر وځنډولو
دپاکستان لخوا افغانستان سره دپولو تړلو وروسته ملګرو ملتونو پاکستان څخه افغانستان ته دافغان کډوالو پخپله خوښه د ستنېدنې بهیر ځنډولی دی.
هرات او بلخ کې د کروناویروس تشخیص مرکزونه پرانیستل کیږي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کروناویروس د تشخیص لپاره د دغه وزارت د ظرفیت لوړولو په برخې کې هڅې روانې دي.