ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پېښور کې سړي یوه نجلۍ د 'پت' په نامه بربنډه کړې

د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور کې يوه سړي د 'پت' په نوم د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ جامې څیرې کړې او د خلکو مخ کې یې بربنډه کړې ده. پولیس وايي، د تورن کس او د نجلۍ د کورنۍ، چې سره خپلوان دي، ترمنځ وړاندې شخړه شوې وه.

02.06.2018 BBC

د غزې په اړه د امنیت شورا ناسته کې امریکا بشپړه ګوښه شوې

په داسې حال کې چې غزه کې د فلسطیني وګړو خوندیتابه لپاره د کویت غوښتنه د امریکا له خوا دا پرېکړه ویتو شوه، د حماس پړ بللو په پار د امریکا غوښتنې یوازې یوه مثبته رایه واخیسته، هغه هم یوازې د امریکا رایه.

02.06.2018 BBC

کندوز کې ټاکنو ته د نوم لیکنې نږدې ۶۰ سلنه مرکزونه تړلي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، د کندوز په څلورو ولسوالیو کې د رایه ور کوونکو د نوم لیکنې له ۲۲۰ مرکزونو ۱۲۰ تړلي دي. د ټاکنو کمیسون د کندز ولایتي دفتر امنیتي ګواښونه د مرکزونو د تړل کېدو لامل بولي.

02.06.2018 BBC

"افغان جګړه کې ورک روسی پیلوټ ۳۰ کاله وروسته ژوندی وبلل شو"

گارډين ورځپاڼې په خپل خپاره کړي يوۀ رپوټ کې ويلي يو روسى پيلوټ چې دېرش کاله وړاندې يې الوتکه نسکوره شوې وه او انگېرنه دا وه چې پېښه کې به وژل شوى وي، اوس مالومه شوې چې ژوندى دى او غواړي بېرته روسيې ته ستون شي.

02.06.2018 BBC

د افغانستان او مصر د دوستۍ ۹۰ یمه کلیزه

کله چې د مصر چارواکي خبرل شول افغان پاچا غازي امان الله خان د اروپا شپږ میاشتنی سفر پیل کړی او د مصر له لارې دې وچې ته ځي، نو دا یې زرین چانس وباله، چې شاه امان الله غازي ته بلنه ور کړي.

02.06.2018 BBC

"امریکا پر اروپايي توکو تعرفې لګولو سره خطرناکه لوبه کوي"

د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ مشره وايي، امریکا پر اروپايي پولادو او المونیمو د تعرفې لوړولو سره خطرناکه لوبه کوي. اروپايي ټولنې هم د ډونلد ټرمپ له دغه ګام وروسته پر امریکايي توکو د محصول لګولو لس مخیز نوملړ خپور کړی، چې هارلي ډیوډسن موټر سیکل او بوربن شراب هم پکې دي.

02.06.2018 BBC

د فوټبال لوبغالي کې د سرتېرو مړي

د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام لپاره یو لوبغالی په هغه ښار کې جوړ شوی دی چې، د سټالېن ګراډ په جګړه پکې دوو میلیونه کسان مړه شول. د روسیې دغه ښار اوس د ولګوګراد په نامه یادېږي.

01.06.2018 BBC

پاکستان کې د شيعه لږکيو ستونزې

په دې وروستیو څو میاشتو کې په پاکستان کې لسګونه شیه ګان ورک شوي دي. کورنۍ یې وايي دا خلک امنیتي ادارو وړي دي خو ورک کسان هېڅکله محکمې ته نه دې حاضر شوي او نه هم په رسمي ډول په کوم جرم پړه پیژندل شوي دي.

01.06.2018 BBC

"د نړۍ له نیمایي ډېر ماشومان له ګواښونو سره مخ دي"

د جون لومړۍ نېټه د نړۍ په کچه د ماشومانو د ورځې په توګه لمانځل کېږي. د ماشومانو د خوندیتوب اداره "سېو ده چلډرن" وایي، د نړۍ تر نیمایي ماشومان له بې وزلۍ او جګړې کړېږي، او له نجونو سره توپيري چلند کېږي. په یو شمېر هېوادونو کې وضعیت ښه شوی خو نورو کې تر پخوا بد شوی دی.

01.06.2018 BBC

خيبرپښتونخوا کې د معلولينو حال

د افغانستان په څېر خيبرپښتونخوا کې هم معلولين (معذور خلک) له ګڼو ستونزو سره مخ وي په ځانګړې توګه ښځې. خيبر پښتونخوا کې د معلولينو د حقونو فعاله افشان اپريدۍ چې خپله هم معلوله ده د خپل ژوند او هلو ځلو کيسه کوي.

01.06.2018 BBC

"افغان دولت د سیمه ییزو پاڅونوالو ملاتړ نه کوي"

افغان دولت په تېره یوه لسیزه کې خپلو وسله والو د مخالفینو د ځپلو په موخه او د لېرو پرتو سیمو د امنیت لپاره د سیمه ییزو دپاڅونونو ملاتړ کړی. خو اوس داسې اندیښنې پيدا شوي چې که دولت دغه ولسي ځوک پیاوړی نه کړي، د طالبانو له خوا به د ولایتونو مرکزونو او په ځانګړې توګه ولسوالیو ته ګواښونه زیات شي.

01.06.2018 BBC

د کابل زنبق څلورلارې مرګوني بريد اغېزې

د کابل زړه ډیپلوماټیکه سیمه کې د ټانکربم چاودنې یو کال پوره شو. تېر کال د مې پر ۳۱ مه د کابل زنبق څلورلاري دې زوروه چاودنه کې له ۱۵۰ زيان کسان ووژل شول او نژدې ۵ سوه نور ټپيان شول.

01.06.2018 BBC

للو للو: د بوم مارغه کيسه

للو للو د ماشومانو لپاره د بي بي سي‌ نویو کیسو لړۍ ده چې هره جمعه پر شمشاد تلویزیون او بي بي سي پښتو وېبپاڼه خپرېږي. دغه ویډیو له خپلو کوچنیانو سره شریکه کړئ.

01.06.2018 BBC

بحث: خيبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمو ورګډول، ګټې او زیانونه او د افغانستان دریځ څه دی؟

کابل کې د قبایلي سیمو د قومونو استازو د پاکستان د پارلمان هغه پرېکړه وغندله چې پر بنسټ یې قبایلي سیمې په خیبر پښتوانخوا ایالت کې ورګډېږي.

01.06.2018 BBC

د پرویز مشرف د تذکرې او پاسپورټ ناچلېدو امر شوی

د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ نواز د خپل حکومت په وروستۍ ورځ د پخواني پوځي ولسمشر مشرف د پېژند پاڼې او پاسپورت د ناچلېدو امر ورکړی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي بي بي سي ته ویلي چې د حکومت لخوا د مشرف پر وړاندې دا پرېکړه یې د ځانکړي عدالت د حکم پر بنسټ کړې.

01.06.2018 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more