ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


‌د کرونا وایرس خوریدو مخنیوي لپاره سان فرانسسکو ښار تړلو امر شوی

دا په امریکا کې د کرونا وایرس د خوریدو لپاره د حکومت لخوا تر ټولو سخت اقدام دی. 

17.03.2020 ډیوه

کرونا وایرس نړۍ د کهربونو ډالره اقتصادي نقصان سره مخ کړې

نړۍ کې د کرونا وایرس زیاتېدونکو پېښو له کبله د نړۍ کاروبارونه د کهربونو ډالره نقصانونو سره مخ شوي. د ایشیا او آسټریلیا نه تر د سویلي امریکې پورې ملکونه د ځاني نقصانونو ترڅنګ د لويي اقتصادي نقصانونو سره مخ دي. د کال ۱۹۸۷ راهسې په اول ځل د امریکې د سټاک یا ونډو بازارونه په یو ورځ‌ کې ترټولو ښکته پریوتي او په سټاک مارکیټ کې کاروباریانو ته لوي نقصان شوی. د امریکې د ۳۰ لویو صنعتي‌ کمپنو انډیکس ډاو جونز انډسټرییل ایوریج یواځې د ګل په ورځ خواشاه ۳۰۰۰ پواینټونه غورځېدو سره ۲۰،۱۸۸ ته راکوز شوی کوم چې د دغه انډیکس ۱۳ فیصده جوړیږي.‌ د امریکې د ۵۰۰ لویو کمپنو مجموعه S&P 500 د ګل په ورځ ۱۲ فیصده غورځېدو سره ۲۳۸۶.۱۳ ته راکوز شوی.  د ګل په ورځ سټاک مارکیټ‌ غورځېدو سره ډاو جونز انډیکس په مجمعوعي توګه باندې ۳۱.۷ فیصده او S&P 500 ۲۹ فیصده پریوتی.     د ایشیا کاروبارونه او د سټاک مارکیټونه: د ایشیا د کاروبار مارکیټونه هم د سخت نقصان سره مخ شوي. د ګل په ورځ‌ د چین اقتصادي شمېرې ښکاره کړې چې کرونا وایرس د نړۍ دویم غټ اقتصاد ته څومره نقصان رسولی. د چین سرکاري شمېره ښايي چې په دغه هېواد کې د کرونا وایرس له وجې اقتصادي سرګرمۍ د ریکارډ‌ حد پورې کمې شوي. د چین صنعتي پیداوار ۱۳.۵ فیصده او د عامو خلکو د سودا په خرڅ کې ۲۰.۵ فیصده کمی راغلی. د چین ترڅنګ د سویلي‌ کوریا،‌ جاپان،‌ تهايي لینډ او فلپین په شمول د ایشیا او اسټریلیا د سټاک مارکیټونه د کرونا وایرس د اثر نه بچ پاتې نه دي او په ټولو هیوادونو کې سټاک مارکیټونو د ریکارډ‌ کچې پورې پریوتي.   پاکستان سټاک مارکیټ او د عمران خان په کمزوري ملکي اقتصاد فکرمندي: د پاکستان کراچۍ ۱۰۰-سټاک انډیکس د ګل په ورځ ۲۴۱۶ پواینټونه یا ۶.۷ فیصده غورځېدو سره ۳۳،۶۴۴ ته راغورځېدلی.‌ د کراچۍ ۱۰۰-سټاک انډیکس روان کال کې په مجموعي توګه باندې ۲۲فیصده غورځېدلی. د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ګل په ورځ ناوخته په ټویټر باندې ویلي که چرې پاکستان کېډېر خلک په کرونا وایرس اخته شو نو یره لري چې د خراب ملکي اقتصاد لپاره د هغه د حکومت کوششونه به بېرته په شا لاړ شي چې ودرول به یې ګران وي. نوموړي‌ ویلي‌ د پاکستان برامدات به راښکته شي،‌ بې روزګاري به نوره هم زیاته شي او په ملک ورپورې قرض به د دوي لپاره یو ناممکن بوج جوړ شي.په پاکستان کې تر اوسه پورې لږترلږه ۱۸۴ کسان د کرونا وایرس نه متاثره شوي. په کاروبارونو او اقتصادي‌ وده باندې اثرات: د نړۍ د حکومتونو لپاره د فکرمندۍ یو لویه خبره د کرونا وایرس مخه نیول دي چې د خلکو د عام استعمال سامانونو اخستو وس طاقت به ډېر زیات اغیزمند کړي کوم چې د یو ملک د اقتصادي‌ ودې بنیاد وي. که خلک سامانونه اخستل بند کړي نو یو ملک د لوي اقتصادي بحران سره مخ کیږي. په ټوله نړۍ کې د مسافري جهازونو کاروبار د هرڅه نه زیات نقصان سره مخ شوی ځکه چې امریکې، یورپي ملکونو،‌ په ایشیا کې یو شمېر ملکونو او اسټریلیا د کرونا وایرس سره مخ ملکونو نه د خلکو په راتګ بندیز لګولی. په امریکا کې تعلیمې ادارې،‌د کتابونو دکانونه،د ایپل او سامسنګ په شمول د موبایل کمپنو دوکانونه،‌ د ورزش ځایونه او یو شمېر نور واړه او غټ کاروبارونه بند کړی شوي او ځنې کمپنۍ د وایرس خورېدو مخنیوي لپاره اوس خپل کاروبارونه په عارضي توګه باندې بندوي. د کرونا نه اغیزمند شوي امریکايي اقتصاد ته مرستې لپاره حکومتي‌ ګامونه: د امریکې مرکزي بینک د اتوار په ورځ‌ ناوخته په بېړني‌ توګه باندې د بینکونو لپاره د قرض اخستو په سر د سود شرح خواشاه صفر ته راښکته کړې او د کاروبار په مارکیټ کې یې ۷۰۰ ارب ډالره ورکړي چې مقصد یې ملکي‌ اقتصاد ته په سخت مالي وخت کې مرسته ورکول دي خو ددغه ګامونو باوجود سرمایه کارانو کې یره کمه شوې نه ده. د سود شرح کمولو سره لوې کمپنۍ او سرمایه کار کولی شي چې د سود په کمه شرح باندې د اربونو او ملینونو ډالره قرضې ترلاسه کړي. د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ‌ انتظامیې د کرونا وایرس خورېد مخنیوي لپاره د ګل په ورځ نوي هدایات خپاره کړي چې پکې د سکولونو بندول، د ۱۰ نه زیاتو کسانو په یو ځاې کې راجمع کېدو نه ډډه کول، د سیلګرۍ لپاره سفرونه نه کول او ریسټورنټونو او د سیلګرۍ ځایونو ته د تګ نه ډډه کول شامل دي.   د تېلو کمیدونکې بېعې: د روس او سعودي عرب ترمنځ مارکیټ ته د تیلو ورکولو په سر مخالفت له وجې په ټوله نړۍ کې د تېلو بیعې هم ډېرې پریوتي ځکه چې سعودي عرب د تېلو نړیوال مارکیټ ته د خپل حد نه زیات تېل ورکړي چې له وجې یې څلور کالونو کې په اول ځل د یو بېرل تیلو بیعه د ۳۰ ډالره نه ښکته پریوتې. ځنې څېړنکاران وايي‌ د یو بېرل تېلو بېعه د ۲۰ ډالر نه هم ښکته پریوتی شي.

17.03.2020 ډیوه

افغانستان کې چارواکي‌ وايي د کرونا وایرس ۳۸ ناروغان د هسپتال نه تښتیدلي

ښاغلي تمنا زیاته کړې چې پدغو کسانو کې ۳۶ تنه سړي او دوه ښځې وې. دوي د قرنطین د مرکز شیشو ماتولو وروسته بهر راوتلي او ټول د هسپتال نه وتلي/ تښتیدلي دي.‌

16.03.2020 ډیوه

پاکستان کې د کرونا وایرس پېښې د ۱۸۰ نه سېوا شوې

پاکستان کې د ګل/ دوشنبې په ورځ د کرونا وایرس نه ناروغه شوو تنانو شمیره ۱۸۰ ته رسیدلې خو ځیني پاکستاني مطبوعات دغه شمیره ۱۸۴ ښايي. په ناروغانو کې زیات تره هغه خلک دي چې د ایران نه راستانه شوي. پاکستان کې د کرونا وبا خوریدو په سر د صحت قامي اډاڼې یا نظام په اړه اندېښنې هم سېوا شوي.

16.03.2020 ډیوه

کرونا وايرس په مذهبي رسمونو هم اغېزې وکړې

د کرونا وايرس ښه په درز کې لګيا دے د نړۍ اقتصاد ځپي. د نړۍ د يوې لویې برخې د خلکو د يو ځای نه بل ځای ته تګ راتګ په ځای ودريد ځکه چې ‌‌‌‌‌‌ډېرو ملکونو ځانونه قلعه بند کړل. خو د دې هر څه سره سره به د کرونا وايرس وبا په ‌‌‌‌‌‌ډېره نړۍ کې په مذهبي عقيدو هم ژورې اغېزې پرېږدي.  د دنيا د لويو مذهبونو عالمانو او د هېوادونو حکومتونو د نورو بندېزنو سره په مذهبي غون‌‌‌‌‌‌ډو لا خو بندېزونه لګولي او لا يې مذهبي مشرانو ته پيغامونه لېږلي چې غټې غون‌‌‌‌‌‌ډې دې نه کوي او عبادتونه دې ګړندي کړي چې خلک په يو ځای ‌‌‌‌تر ‌‌‌‌‌‌ډېره وخته پاتې نه شي.  پاکستان چې يو مذهب پاله هېواد دے هم د ملک خلکو ته د مذهبي چارو وزير نور الحق قادري په وي‌‌‌‌‌‌ډيو پيغام کې د غټو مذهبي غون‌‌‌‌‌‌ډو نه د ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډې کولو غوښتنه کړې ده. بلکې ښاغلے قادري دا هم وايي چې امامان دې د جمعې خطبې هم رالن‌‌‌‌‌‌ډې کړي.  البته د پاکستان يو شمېر مذهبي مشران په ذاتي وي‌‌‌‌‌‌ډيوګانو کې د حکومت دا پيغام ردوي او وايي د قران او اسلام منونکي دې د کرونا وايرس نه هيڅ يره نه کوي او نه دې مونځونه او جمې پرېږدي.  دوی په خپلو ويناګانو کې خلکو ته د اودس چهار اندام ګټې ‌‌‌‌‌‌ډېر په وياړ بيانوي ځکه چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټران وايي د کرونا وايرس نه د ځان ساتلو يوه غوره طريقه وخت په وخت په صابن لاس وينځل دي.   دغه مذهبي مشران مسلمانانو ته د قران بيل بيل اياتونه او دعاګانې وريادوي او وايي د دې په ذکر کرونا وايرس تاسو ته هيڅ زيان نه شي اړولے. په پاکستان کې د پوليو د وايرس د څاڅکو خلاف مذهبي تندلاري او ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې تبليغات کوي او ځکه هم په نړۍ کې د ټولو زيات د پوليو ناروغتيا په ياد هېواد کېه چې لويه برخه يې د پښتنو په سيمه کې ده.   خو بل خوا سعودي عرب چرته چې د مسلمانانو د عقيدې بنياد ايښودے شوے او مکه او مدينه يې مقدص ځايونه دي ته د عمرې او زيارت کولو ته په تګ بندېز دے او په نورو لويو لويو غون‌‌‌‌‌‌ډوهم  بندېز لګېدلی دے.  سعودي عرب د پاکستان سره سره د نورو هېوادونو سره هم خپلې هوايي او زمکنۍ لارې تړلي دي.  دغه رنګ ايران هم ياد هېواد ته د شيعه مسلمانانو د مقدصو زيارتونو نه ملکي او غير ملکي عقيدت مند منع کړي او د جومې په شريک مونځ يې بندېز لګولے.  د عسايانو په مقدس مرکز ويټيکن ښار کې پوپ فرانسس يو حېرانونکے اعلان کړے چې د نړۍ د شور او د صحت د ماهيرينو د احتياط کولو د غوښتنو پرته به د دوو کليساګانو دوره کوي چرته چې به د کيتهولېک مذهب منونکي په ګڼ شمېر کې په يو ځای راټول شوي وي.  ترکي هم د سعودي عرب نه راتلونکي خلک کورانټاين کوي او د څه وخت د پاره به يې د نورو خلکو نه بيل ساتي.  دغه رنګ افغانستان د خپلو ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېوادونو سره خپلې پولې او هوايي لارې تړلي دي او  پاکستان د خپلو څلورو ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېوادونو هند، چين، افغانستان او ايران سره ټولې زمکنۍ لارې تړلې دي.  په پاکستان کې د ټولو لويه مذهبي غون‌‌‌‌‌‌ډه تبليغي اجتماع ده چې هر کال په لاهور کې کيږي.  د ملک د ابادۍ په تناسب د لاهور په اجتماع کې د ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېر ګ‌‌‌‌‌‌‌ډونوال پښتانه وي.  دغه رنګ غټې غټې تبليغې غون‌‌‌‌‌‌ډې د پښتونخوا په يو شمېر ښارونو کې وخت په وخت راجوړيږي او برسېره نورې غټې غټې جمې د جومې په مانځه کې جوړې وي چې د صحت پوهان وايي دا غون‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډې د کرونا وايرس نور خورولے شي.  په هندوستان کې د هندو مذهب منونکي د غوا چې دوی ورته ګاو ماتا وايي ميتيازې په دې عقيده څښي چې د کرونا وايرس د دې په څښلو لا خو راتلے نه شي او لا که چرې را هم شي نو مړ به شي. په لاندينۍ وي‌‌‌‌‌‌ډيو کې يې ليدلے شئ. په يوه بله وي‌‌‌‌‌‌ډيو کې هندو عقيدتمند د غوا په غوشانو خپل ټول وجود لېووي او وايي دا کرونه وايرس ته دېوال دے.  د خليج ملکونو په يوه برخه کې څه عربان د اوښې ميتازې په دې نيت او عقيده څښې او ږېرې پرې وينځي چې يو خو د اوښې ميتيازې تقدس لري او بل د هر مرض دوا هم ده. بيل بيل خلک بيلې بيلې عقيدې.  په برطانيه کې د عيسايانو مذهبي مرکز چرچ اف اينګلين‌‌‌‌‌‌ډ، د يهوديانو مذهبي اتحاد يوناېټې‌‌‌‌‌‌ډ سېنېګاګ او کيتهولېک چرچ هم په شريکه د مذهبي احکامو په يو ځای کولو بندېزونه لګولي دي.  عيسايي مذهبي مشرانو د چرچ لا کليسا په ور نه د ايښودل شوو پاکو اوبو د لوخو د لرې کولو او د واين د ګ‌‌‌‌‌‌ډ لوخي نه د اخستلو نه د ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډې کولو امر کړے.  يهودي مذهبي مشرانو هم خپل عقيدتمند ته وييلي يو بل ته دې د سلام لاس نه ورکوي او په سينيګاګ کې د پرتو مذهبي مقدساتو او بوتانو نه د ځان لرې وساتي او وايي مه دغه ته لاس وروړئ او مه يې ښکلوئ.  خو په لندن کې د کيتهولېک کليساګانو مشر کار‌‌‌‌‌‌ډېنل وېنسټ يوه نوې خبره کوي او دا هم د امکان نه نه اوباسي چې د نوي دور د ساينسي طرقۍ ګټه پورته کړي.  هغه بي بي سي ته وييلي که حاجت يې پېښ شو نو کليساګانو ته د راتللو په ځای به يواځې پادري د کوم بل مرستيال په شتون کې کليسا ته لاړ شي او د هغه ماس لا عبادت به د انټر نېټ د لارې سټريم کړي چې هر څوک کولے شي کليسا ته د تلو په ځای په کور کې پاتې شي عبادت هم وکړي. په کيتهولېک مذهب کې هر اتوار يا دوشنبه چرچ لا کليسا ته تلل مهم دي.  

16.03.2020 ډیوه

د کرونا وایرس خورېدل: د بلوچستان حکومت له نېوکو سره مخ دی

په بلوچستان کې ډاکټران، تاجران او د مدني ټولني فعالان وایي حکومت د خبرداریو او احتجاجونو سربېره هم د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د خلکو د پوهاوي او نور اړونده ګامونه نه دي پورته کړي او ویره یې څرګنده کړې چې ښایې یو غټ ناورین رامنځ ته شي. د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې ویاند ډاکټر رحیم بابر، وي او اې ډیوه ته ویلي د کوټي ښار په دوو غټو حکومتي روغتونونو کې ډاکټرانو او روغتیایي مامورینو ته ماسکونه، دستکلې، د پاکوالي سېنېټایزري او د ځان ساتني سامانونه نه دي ورکړي. د ډاکټر بابر په وینا یوازي درې سوه ماسکونه ورکول شو او په دغه روغتونونو کې 1500 ډاکټران کار کوي. دده په وینا د کرونا وایرس د مالومولو لپاره تهرمل ګن نومې آلې هم نشته او حکومت د عملي ګامونو پورته کولو پر ځای د بیانونو له لارې ډرامې کوي. په بلوچستان کې د ناروغیو د مخنیوي د ادارې مشر جان عنایت د ډاکټرانو ادعاوي سمي و بللې او وایې د کرونا وایرس له خورېدو سره سم په ټوله نړۍ کې د ماسکونو، د لاس پاکولو سېنېټایزرو او د ژغورنې د نورو سامانونو کمی رامنځ ته شوی دی، خو حکومت بیا هم له نورو هېوادونو څخه دغه سامانونه راغوښتي دي او ژر به روغتونونو ته ورسول شي. ډاکټر عنایت وویل حکومت له ایران او افغانستان سره د پولو له تړلو سره سم په کوټه او تفتان کې قرنطینې جوړي کړي دي چېري چې مشکوک مریضان تر څوارلس ورځو پورې له ساتنې ورسته د هغوی سیمو ته لېږل کیږي. د روغتیا په چارو کې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا وايی هلته په 94 کسانو کې د کرونا وایرس شتون تایید شوی، خو د سیند صوبې د روغتسا اداره وایي یوازي په دغه صوبه کې د کرونا د تایید شوو پېښو شمېر 103 ته رسېدلی او زیاتره هغه خلک دي چې له ایرانه بیرته ورغلي دي. په بلوچستان کې د تایید شوو پېښو شمېر 8 ښودل شوی دی او د روغتیا چارواکې ادعا کوي که دغه وایرس نور خورېږي نو حکومت ورته اماده دی البته د امادګی د څرنګوالی په اړه څه نه وايي. په بلوچستان کې د تاجرانو د سازمان مشر عبدالرحیم کاکړ ډیوه ته وویل په عادي خلکو کې وېره خوره ده او هر څوک هڅه کوي چې زیات خوراکي شیان زخیره کړي خو وایې حکومت باید د منفي تبلیغاتو پر ځای خلکو ته ډاډ ورکړي او د خوراکي موادو د کمښت لېري کولو لپاره اقدام وکړي. د یوې غیر دولتي ادارې مشر او مدني فعال ودود جمال بړېڅي وویل خلک په ویره کې دي خو په دې نه پوهېږي چې ځان څنګه له کرونا وایرس څخه وساتي. هغه وویل په داسې حال چې حکومت پخپله څه نکوي نو غېر دولتي ادارو په رضاکارانه ډول د خلکو د پوهاوي کار پر غاړه اخستی چې د صوبې وګړي له کرونا وایرس څخه و ژغوري. حکومت وایې له پاکستان څخه تر پنځه زره زیات کسان د زیارتونو لپاره ګاونډي ایران ته تللې وو چې بیرته راروان دي او د کرونا زیاتره پېښي هم په هغه خلکو کې تایید شوي چې له خارجي هیوادونو څخه ورغلي دي. په ایران کې تر 850 زیات کسان له کرونا وایرس څخه مړه شوي چې پکې 12 سیاستوال هم شامل دي او تر 14000 زیات کسانو کې د کرونا وایرس تایید شوی.

16.03.2020 ډیوه

امریکا کې ډاکټرانو د کرونا ویروس ضد لومړی واکسین وازمایه

د امریکا په متحدو ایالتونو کې صحي محققانو د کروناویروس ضد د لومړي واکسین لومړۍ ازموینه وکړه.

16.03.2020 امریکا غږ

کورونا وېروس: افغان حکومت او طالبانو د خپلو بندیانو په اړه اندېښنه ښودلې

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویلي ، د کورونا وېروس له کبله د طالبانو په زندانونو کې د افغان دولت بندیانو وضعیت په اړه اندېښمن دي. طالبانو هم ویلي د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره له نړیوالو روغتیایي موسسو سره همکارۍ ته چمتو دي.

16.03.2020 BBC

د کرونا د وبا پر مخنیوي د دموکراتو کاندیدانو بحث

ولسمشر ډانلډ ټرمپ له امریکایانو نه و غوښتل چی د خوراکی او ضروری موادو له ذ خیره کولو نه ډډه وکړي، ځکه د ضروری شیانو دوکانونه به دکرونا ویروس د ستونوزو په اوږدو کې خلاص وي.

16.03.2020 امریکا غږ

د خېبرپښتونخوا په شمول ټول پاکستان کې د کرونا وايرس کاروبارونه اغېزمن کړي دي

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د کورونا وايرس ښکاره کېدو وروستو د پاکستان د ونډو بازار په درېمه کاروباري اوونۍ نور مخ په ښکته راغلی. د روانې اوونۍ په لومړۍ ورځ شاوخوا دوه زره پواينټونه کمی راغلی او د اقتصادو ماهرين ويره څرګندوي چې د ونډو بازار يا سټاک اېکسچېنج به تر پينځويشت زرو پوائنټونو لاندې راځي. د اقتصادو ماهر سجاد احمد وايي چې په نړيوال کچ د کورونا وايرس له امله د ونډو بازارونه لس فيصده راکم شوي دي او د هغې اغېز په پاکستان هم پرېوځي. "د ۲۹م مارچ نه وروستو په نړيوال بازار اغېز پرېوتل شروع شوي دي، هم د دې له کبله د پاکستان په سټاک اېکسچېنج کې پرتې بهرنۍ پېسې هم ويستل شروع شوي دي. نړيوال کاروبارونه اغېزمن شوي دي او دا ضروري خبره ده چې دلته به ضرور اثر پرېوځي." د کاروباري اوونۍ په لومړۍ ورځ د اخيري معلوماتو ترمخه ۳۳زره شپږ سوه درويشت باندې روان ؤ او په دې کې دوه زره څلور سوه اووه دېرش پواينټونه کمی راغلی ؤ. د پاکستان د ونډو د بازار ترمخه د ګل په ورځ کاروباري مارکيټ شپږ اعشاريه اووه شپږ فيصده راکم شوی دی. د پاکستان د ونډو بازار په داسې حال کې مخ په ښکته راروان دی چې په سند صوبه کې د کورونا وايرس د مريضانو شمېر د ۱۰۰ نه زيات شوی دی. په ټول ملک کې د کورونا وايرس د مريضانو شمېر ۱۳۷ ته رسېدلی دی او په خېبرپښتونخوا کې په لومړي ځل په پينځلس مريضانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی. د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور سليم جګړا ترمخه دغه پينځلس کسان په ډي اي خان کې د درملنې لاندې دي او دوي د تفتان له لارې د ايران نه راغلي وو. د کورونا وايرس د مريضانو شمېرې زياتېدو سره ځايي کاروبارونه هم کم شوي. د خېبرپښتونخوا مردان ضلعې غفور خان د بانډونو اخستلو او خرڅولو دنده لري، هغه وي او ای ډيوه ته وويل چې کاروبار يې په ځای ولاړ دی. ټول بازار خوشی پروت وي او هر قسمه کاروبار د کمي ښکار دی. د پاکستان د ونډو بازار پرله پسې د کمي سره مخ دی چې اثر يې په پاکستانۍ روپۍ هم پرېوتی. يو ډالر په پرانستي مارکيټ کې ۱۵۶روپۍ ته رسېدلی او د خرڅ بيعه يې ۱۵۸ روپۍ وه.

16.03.2020 ډیوه

په امریکا د کرونا وایرس غیرمعمولي اثرات لیدل کېږي

 په امریکا کې ويک اینډ (د رخصتۍ ورځې) په هرکچ او هر ډول لمانځل کیږي.  د شرابو څکلو او رقصونو کلبونو د ښځو سړیو ډک وي. د سکول او کالج پېغلې زلمي د خپلو ملگرو سره د لوبو یا ملاقوتونو پلانونه لري

16.03.2020 ډیوه

کروناویروس؛ د هرات روغتون نه لسکونه قرنطین شوي کسان تښتیدلي

د هرات روغتیایي مقاماتو ویلي چې ۳۸ چې ښايي په کروناویروس اخته وي د هرات ولایت د روغتون د قرنطین له مرکز څخه تښتیدلي دي.

16.03.2020 امریکا غږ

پوتین شپاړس کاله نور هم په واک باندې د پاته کېدو دپاره ځان ته لاره هواره کړه

د روس آئیني عدالت د هغه هېواد په آئین کې ځیني نوي ترمیمات تصویب کړل چې  په هغو کې یو آرټیکل یې ولادیمير پوتین ته دا اجازت ورکوي چې په ۲۰۲۴ کال کې یو ځل بیا په صدارتي انتخاباتو کې د امیدوار په توګه برخه واخلي. د روس په آئین کې نوي ترمیمات به د اپریل په میاشت کې په ټول ملک کې رېفرنډم ته هم وړاندې شي. په جنوري میاشت کې، ولادیمير پوتین د روس په سیاسي چارو کې د یو لوی ادلون بدلون او په آئین کې د پراخو ترمیماتو د راوستلو اعلان وکړ. کرملېن ماڼۍ د دغو تغییراتو هدف دا ګڼي چې اختیارات له صدارت څخه پارلمان ته ووېشل شي. خو تېره هفته، پوتین چې دا دی د روس د څلورمې دورې صدارت تېروي او له تېرو شلو کلونو راهیسي یې یا د صدر یا د وزیراعظم په توګه اختیارات ځان ته ساتلي دي، د روس په پارلمان (دوما) کې راڅرګند شو او د یو داسې آئیني ترمیم ملاتړ یې وښود چې هغه ته لاره هواروي څو د بیا ځلي دپاره صدارتي انتخاباتو ته ودرېږي. د روس اوسنی آئین پوتین ته دا اجازت نه ورکوي. د تازه ترمیماتو نه مخکې قوانین او ضابطې وایي چې یو څوک نشي کولای درې ځله پر له پسې صدر وټاکل شي، خو اوس چې دا ترمیمات نهایي شي، نو هغه کولای شي چې په ۲۰۲۴ کال کې، او همدا راز په ۲۰۳۰ کال کې پر له پسې په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي او په واک باندې د پاته کېدو موده یې شپاړس کاله نوره هم پسې وغځیږي.

16.03.2020 ډیوه

سعودي کې ۲۹۸ چارواکي د فساد په تور نیول شوي

د سعودي د اداري فساد سره د مبارزې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا نږدې درې سوه کسان د رشوت، اختلاس او له واکه د ناوړه ګټې اخستنې په تور نیول شوي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې نیول شويو کسانو له دې لارو ۱۰۱ ملیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

16.03.2020 BBC

پمپیو عراق ته: که برید وشو، امریکا به د ځان دفاع وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د عراق صدراعظم ته خبرداری ورکړ چې د برید په صورت کې به د امریکا متحده ایالات د ځان نه د دفاع لپاره لاس په کار شي.

16.03.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more