بایډن د امریکايي سرتیرو وژلو لپاره د روسیې لخوا د پېسو ورکولو ادعا څېړي
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن استخباراتي ارګانونه وګماري چې هغه ادعاوې وڅېړې چې ګنې روسیې د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې طالبانونه ته انعام او پېسې ورکړيدي.
د امریکا د ټېلیویژن مشهور کوربه لېري کنګ د ۸۷ کالو په عمر کې مړ شو
د سي اېن اېن د رپورټ تر مخه لېري کنګ د تیرې یوې اونۍ راهسې د لاس اېنجلس په سیډر میډیکل سنټر روغتون کې داخل وو.
د روسیې ۶۰ ښارونو کې د الکسي ناوالني د پلویانو مظاهرې
د روسیې پولیسو د نیول شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالني سلګونه پلویان نیولي دي.
پخواني جرنیل عاصم باجوه په کوم حیثیت دچین سفیر سره لیدلي؟داپوزیشن ګوندونو پوښتنه
دپاکستان سينيټ کى مخالفو ګوندونو د سي پيک اټهارټي دقانوني حيثيت ختميدو باوجود ددغه دارې دمشر او دپوځ دپخواني جرنيل عاصم سليم باجوه د چين سفير سره په لیدنه ټکونه کړي دي.
په پاک افغان پوله ازغن تار:څېړونکي وایي قبائیلي ضلعو کې دتشدد کچه بیا هم ۲۷فیصدي لوړه شوې
دپاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد ویلي چې د افغانستان او ايران سره په شريکو پولو د ازغن تار لګولو کار به سږ کال سرته ورسیږي او وايي دې سره به د پولې د امنيت په ساتلو کې مرسته وشي او د خلکو غېرقانوني تګ راتګ به هم د څار لاندې راشي.
دنرښځیانو حقونو پاره پاکستان کې نوی قانون پځائ شو
دپاکستان د انساني حقونو وزارت د نرښځیانو یا هیجړاګانو د حقونو دقانون ۲۰۲۰ په اساس په اړه یوه یوه نوې اعلامیه خپره کړې چې دهغې له مخې به اوس ټولو سرکاري محکمو کې نرښځیانو ته درناوی ورکول کیږي اؤ حتی سړي پولیس به نه شي کولی چې یو نرښځی ګرفتار کړي.
افغانستان کې ۳۶ تنه نور کرونا نیولي، ۵ ناروغان مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۳۶مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۵ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
د پښتونخوا حکومت فېس بک ته خواست کړی دغه رسنۍ دې د پېسو ګټلو جوګه وګرځوي
د خېبرپښتونخوا حکومت يادې ټولنيزې رسنۍ فېس بک ته خواست کړی، د نړۍ د ګڼو ملکونو په څېر دې فېس بک ته په پښتونخوا کې هم هغه ځای ورکړي چې خلک ترې د يوټيوب په څېر ګټه کولی شي، د فېس بک او نورو ټولنيزو رسنۍ کاروونکي وايي يواځې د قدغنونو لګولو په ځای بايد داسې نور ګامونه هم واخستل شي.
خپلو علاقو ته نه ستنول کيږو، د صحت او تعليم اسانتياوې دې راکړل شي، وزيرستاني کډوال
د شمالي وزيرستان کډوال چې د بنو د بکاخېل کېمپ څخه بهر په شاړه کې پاتې کیږي ځانله يې په خپله د پاتې کېدو بندوبست کړی دی، وايي حکومت خو يې بيرته خپلو علاقو ته نه ستنوي، دغلته دې ورته د صحت او تعليم اسانتياوې برابرې کړي.
ولسمشر غني د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې لیري کړ ـ د چارو اداره
د افغانستان د چارو اداره وايي چې ولسمشر غني د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې څخه لیري کړ او پر ځای یې محمد خالد پاینده د دغه وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړی دی.
محب او د امریکا د امنیت شورا سلاکار د افغان سولې په اړه خبرې کړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا له سلاکار جیک سالیوان سره ټلیفوني خبرې کړي دي.
ټرمپ ته دهړکه، د ايران مشکوک ټويټراکاونټ بند
ټویټر د جمعې په ورځ ویلي، د ايران هغه ټويټر اکاونټ پوخ تړلی د کوم نه چې د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته دهړکه ورکړی شوې وه.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې د حکمتیار څرګندونې رد کړې
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د ځانګړو الوتکو کېنستو.
جېن ساکي: د صدر بایډن حکومت به د ملک دننه د سخت دریځۍ د مخنیوي کوښښونو ته بیا کتنه کوي
صدر بایډن د جمعې په ورځ قامي استخباراتي ادارې، وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي او د قامي سلامتیه ادارې ډپارټمنټ اف هوم لېڼد سکیورټي ته امر وکړو چې د ملک دننه د تندورۍ د خطر په اړه جامع رپورټ وړاندې کړي
صدربایډن دپاره په کانګرس کې د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ اکثریت اهم بلل کېږي
د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې په سېنټ کې د هغه د واکمن ریپبلېکن پارټۍ اکثریت و خو په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د ډېموکرېټک ګوند غلبه وه. او هم دغه سبب وو چې د کانګرس ایوان زېرین د صدر ټرمپ دوه وارې مواخذه کړې وه