پاکستان کې د221 لادرکه کسانو مړي موندل شي چې 55 پکې دپښتونخوا دي،دکمیشن رپورټ
پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه کړل شوؤ کسانو د موندنې سرکاري کمېشن وایي چې تېرو نهو کلونو کې په زور د لا درکه کړی شوؤ کسانو دجملې څخه د تشدد ښکار د221 کسانو مړي ترلاسه شوي چې پکې د 55 کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی.
ایا پاکستان کې میډيا ازاده ده؟ قاضي فائر عیسا عدالت کې ریفرنډم کړی
دپاکستان دسپریم کورټ جج ښاغلي قاضي فائز عیسا وایي په هیواد کې چې هر څوک دحکومت پلوی دی هغه په وطن مئین بلل کیږي اؤ چې څوک د حکومت مخالف دی هغه ته غدار ویل کیږي.
د جنډولې بېټني د نورو جنګ ځپلو په څېر مرستې غواړي
د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ټانک د جنډولې اوسيدونکي بېټني وايي، په کال 2009م کې د (راه نجات) پوځي عملياتو په وخت چې دوی ته کوم تاوانونه اوښتي حکومت دې ورته هغه تاوان ورکړي، مرستې دې ورسره وکړی شي.
اتمر: ۹۰سلنه خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړې ډګر ته تللي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبانو د سولې په بهیر کې په درېیو اساسي برخو کې خپلې ژمنې نقض کړي دي.
امريکا بايد د افغانستان نه د ټولو سرتيرو ويستل وځنډوي، کانګرس ته رپورټ
د امریکې ګانګرس ته په وړاندې کړی شوي يو رپورټ کې ویل شوي، چې بايد امریکا د افغانستان څخه د ټولو ځواکونو ويستلو د لومړۍ مې نېټه نوره وغځوي او په دې فشار راوړي چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي، طالبان تشدد راکم کړي او د القاعده سره اړیکې ختمې کړي.
له افغانستانه د امریکا په بیړه وتل به د کورنۍ جګړې لامل شي – ډنفورډ
د افغانستان د مطالعې ډله وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په بیړه وتل، په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې احتمال زیات کړی دی.
شمالي وزيرستان: په نښته کې څلور ترهګر او دوه پوځيان وژل شوي، پوځ
د پاکستان پوځ ویلي په شمالي وزیرستان کې يې د ترهګرو سره نښته شوې چې پکې څلور ترهګر وژل شوي دي، په نښته کې دوه پوځيان وژل شوي او څلور ژوبل شوي هم دي.
له غرمې وروسته د لنډ خوب ګټې
پوهانو ویلي دي چې له غرمې وروسته ساعتونو کې څو دقیقې خوب کول د ماغزو د فعالیت د ښه کیدو سبب کیږي.
دوه فېصلې: په ترهګرۍ تورن بري او د حقونو مبارز په پوځي عدالت کې
په تیره یوه اونۍ کې د پاکستان دوه و اعلا عدالتونو دوه داسې فیصلې کړي دي چې نه یواځې په هیواد دننه بلکې په نړیواله کچه پرې هم نيوکې شوي دي
د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
صدر جو باېډن په امریکا کې د مهاجرت په اړه د پخواني حکومت ځینې بندیزونه ختم کړل
د وي او ای انګریزۍ د وېب پاڼې ترمخه جو باېډن د مهاجرینو معاملاتو ته د کتنې لپاره یو داسې بل امر هم لاس لیک کوي چې د هغې د لارې به یو ټاسک فورس جوړول کېږي چې وکړی شي د 600 نه زیات بیل شوي ماشومان د خپلو خاندانونو سره یو ځای کړي
امریکا له روسیې سره د اټومي وسلو د 'نوي پیل' تړون وغځاوه
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له روسیې سره یې د "نوي پیل"په نامه د اټومي بې وسلې کولو تړون د پنځو نورو کلونو لپاره وغځول شو.
جرمني: افغانستان نه د قواوو وتل باید د سولې خبرو د کامیابۍ سره تړلې وي
د جرمني خارجه وزیر وایي «د اپرېل د وروستۍ نېټې معیاد ته باید تابعداره پاته نشو او چې کله د سولې مذاکرات په کامیابه ډول نتیجې ته ورسیږي، بیا نو د خارجي عسکرو د وتلو وخت برابریږي.»
پاکستان وایي د"غزنوي" په نوم د اټومي توغندي بله بریالۍ ازموئنه یې وکړه
دپاکستان پوځ وایي د شورو په ورځ یې د زمکمې نه په زمکه د وار کوونکي اټومي توغندي غزنوي بریالۍ ازموئنه کړې ده چې دا توغندی ۲۹۰کلومیټره پورې دخپل هدف په نخښه کولو توان لري.
په چین کې پر اویغوري مسلمانو ښځو د ډله ییز جنسي تیري ادعاوې
د چین د شینژیانګ په توقیف ځایونو کې ایغوري مسلمانې ښځې د تیریو، جنسي سواستفادې، شکنجې او بد چلند له ګواښ سره مخامخ دي.