سپریم کورټ: د ډېنيل پرل په قضيه کې تورن ملزمان دې د تيزندۍ له خونې وويستل شي
د پاکستان ستري محکمې (سپريم کورټ) ويلي چې د امریکايي جرنلېسټ ډېنيل پرل په تښتونه او وژنه تورن احمد عمر شېخ او نور دې په سمدستي ډول د تيزندۍ د خونې وويستل شي.
د دوحې تړون د ټولو "بین الافغاني مسائیلو د پرېکړو" اساس نه دی
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د امریکا او طالبانو د دوحې توافق د ټولو بین الافغاني مسائلو د پرېکړو «مطلق» بنسټ نه دی.
پېښور هايکورټ: د ادريس خټک مقدمه دې په پوځي عدالت کې وچلول شي، خواست رد
د پېښور هايکورټ د بشري حقونو فعال ادريس خټک په اړه هغه خواست رد کړی چې د هغه پرضد په پوځي عدالت کې مقدمه چلول غېر قانوني ده. خو د خټک وکيلان وايي دوی د عدالت د يادې فېصلې په اړه مشوره کوي او د خټک دپاره به ټولې قانوني لارې خپلوي.
کابل کې ماین چاودنې؛ د جمعیت اصلاح ټولنې د مشر په ګډون دوه تنه وژل شوي
کابل ښار کې یو ځل بیا د چسپکي ماین چاودنو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عليپور د "وسلهوالو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته" څېړل کیږي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د بهسود ولسوالۍ د پېښې په تړاو د څیړنو لپاره د حکومت یو صلاحیت لرونکی پلاوی میدان وردګو ته رسېدلی دی.
پوځ وايي، د افغانستان سره پولې ته څېرمه په نښته کې درې ترهګر وژل شوي
د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره پولې ته څېرمه د خېبرپښتونخوا په کوز دير علاقه کې يې د ترهګرو سره نښته شوې او درې ترهګر يې وژلي دي.
د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
په خېبر پښتونخوا کې د اول نه تر د اتم ټولګي پورې سکولونه هم پرانېستل شوو
په سکولونو کې د اول نه تر اتم او په کالجونواو يونيورسټيو کې د ديارلسم نه تر پي ايچ ډي پورې کلاسونه شروع شول۔ زده کووونکو د سکولونو په پرانیستل کېدو د خوشالۍ سرګندونه وکړه او وايي چې د کورونو په پرتله دوی په اسانۍ خپل سبقونه زده کولی شي
طالبان: که بهرني ځواکونه ونه وتل، جګړه روانه ساتو
له هغه یوه ورځ وروسته چې د ناټو ځینو چارواکو وویل داسې نه ښکاري چې د مۍ میاشتې پورې د دوی ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، طالبان وايي که بهرني عسکر ونه وتل، خپله جګړه به روانه ساتي.
چارواکې وايي په بلوچستان کې د وچکالۍ له امله ډېری خلک کوچېدلي
په عین حال کې وزیراعظم عمران خان ویلي په بلوچستان کې کروندګرو سره د مرستې په غرض به ټیوب وېلو (برمو) ته شمسي توانايي ورکول کېږي
په افغانستان کې د تښتول شوي امریکايي کورنۍ له بایډن څخه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې
واشنګټن – په داسې حال کې چې د بایډن اداره په دې غور کوي چې په راتلونکو میاشتو کې له افغانستان څخه خپل پاتې سرتیري وباسي، په دغه هېواد کې د تښتول شوي امریکايي قراردادي د برخلیک په اړه ویره څرګندېږي چې ویل کېږي طالبانو پورې تړلې ترهګرې ډلې به له ځانه سره بیولی وي. د مارک فریریچ د تښتول کېدو څخه کال پوره شو او د کورنۍ غړو او ملاتړو یې د بایډن له ادارې څخه غوښتي دي چې تر هغو دې له افغانستان څخه نور سرتیري نه باسي تر څو د امریکا د سمندري ځواکونو دغه پخوانی سرتیری او اوسنی قراردادي له برمته کونکو څخه ازاد شوی نه وي. فریریچ له نن څخه پوره یو کال مخکې د اتوار یا یکشنبې په ورځ هغه مهال وتښتول شو چې د انجینیرۍ په پروژو باندې یې کار کاوه. امریکايي چارواکي باور لري چې دی له حقاني شبکې سره دی که څه هم طالبانو د هغه د برمته کولو په اړه په ظاهره څه نه دي ویلي. د هغه خور چارلین کېکورا اسوسېټېډ پریس سره په یوې مرکه کې ویلي، "مونږ باور لرو چې هغه تر اوسه ژوندۍ او روغ دی." هغې دا هم وویل، چې "مونږ د هغه د مړ کېدو او ټپي کېدو په اړه هېڅ خبر نه لرو." د امریکايي سیاستوالو لپاره د فریریچ تښتونه د یو ستر جیوپالیټیک معما یوه برخه ده چې هېواد ته د امریکايي سرتېرو له بېرته ستنېدو سره باید ورته پام وشي. د بایډن د ادارې چارواکو دا په ډاګه کړې چې دوی د طالبانو او د امریکا د حکړومت ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فیبرورۍ د میاشتې د سولې تړون ته بیا کتنه کوي. د ټرمپ اداره چې د برمته امریکایانو خوشې کېدل یې په لومړیتوبونو کې وو بې د فریرېچ په ګډون د برمته کسانو له خوشې کېدو مخکې پای ته ورسېده او اوس دغه کار د بایډن ادارې ته په میراث کې پاتې شول. فریرېچ د امریکا د الیونس ایالت اوسېدونکی دی. ددې ترڅنګ اسټن ټایس په ۲۰۱۲ کال کې په سوریه کې ورک شوی او همدارنګه د ټریور رییډ او پاول ویلن په نامه دوه نور امریکایان په روسیه کې بندیان دي.
د وایس اف امریکا د قیام ۷۹ کاله وشول
د وي او ای په لومړۍ خپرونه کې اناونسر وېلیم هارن وویل "مونږ درته د امریکې غږونه راوړوو. نن او هره ورځ به مونږ درسره د امریکې او د جنګ په باره کې خبرو کوو. دغه خبرونه ښه هم کېدلی شي. کېدی شي چې دغه خبرونه بد وي. خو مونږ په تاسو ته ريښتیا وایوو."
امریکايي سفارت: د طالبانو ویجاړوونکي او له تاوتریخوالي اعمال نړۍ په غوسه کوي
د جمهوري ریاست وايي د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو محمد اشرف غني او رجب طیب اردوغان پرون په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ او سوداګرۍ هم خبرې وکړې
ټرمپ د استیضاح تر محکمې مخکې نوي مدافع وکیلان وګمارل
ټرمپ د استیضاح تر محکمې مخکې نوي مدافع وکیلان وګمارل
د سیګار رپورټ: په افغان پایتخت کابل کې د طالبانو حملې زیاتې شوي
د نړیوال بېنک ترمخه افغانستان کې په هره کچه کرپشن یا بډې رشوتونه موجود دي چې له کبله یې د حکومت او عام اولس ترمنځ فاصلې زیاتې شوي، نړیوال مرستندویه ادارې یې د مایوسۍ سره مخ کړي او په ملک کې د غربت کچه د 72 فیصد نه زیاته شوې