ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان؛ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ګډونوالو د وینا موضوع – یوه موضوع څو زاویې

د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه په داسې حال کې پای ته ورسیدله، چې د افغانستان په استازیتوب چا خبرې ونه کړې، خو افغانستان د نړۍ د ډېرو هېوادونو د مشرانو په ویناوو کې یاد شو.

30.09.2023 امریکا غږ

له قره باغ څخه د ۱۰۰ زرو ارمنیانو په تیښته دا سیمه له اوسیدونکو تشه شوی

د ارمنستان حکومت د شنبې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې اتمه) اعلان وکړ چې دغه هېواد ته د ناګورنو قره باغ له سیمې څخه د کډوالو د راتګ کچه کمه شوې ده، ځکه د دغه هېواد د چارواکو په وینا د دغې غرنۍ سیمې نږدې ټول نفوس وروسته له هغې خپل کورونه پرېښودل چې اذربایجان بیرته ددې سیمې کنټرول ترلاسه کړ.

30.09.2023 امریکا غږ

پېښور کې د تخلیقي او هنري زدکړو سکول پرانیستل شوی: "د ماشومانو فني تعلیم ډېر ضروري دی"

په پېښور کې د تخلیقي او فني آرټس یوه ځانګړې علمي هنري اداره یا ښوونځی پرانیستل شوی خو یو کال پوره کیږي چې صرف پینځو ماشومانو په دې اداره کې د زدکړې لپاره داخله اخیستې ده. پینځه کلن الم خان د خپلو زدکړې شورو د آیډیا سکول آف آرټ نه کړې ده، هغه پېنټنګ یا انځورګري او موسیقي زده کولو کې دلچسپي لري. الم خان په یو داسې ماحول کې دغه زدکړه کوي چې رباب او هارمونیم هم اوري. ‎د غیررسمي او هنري تعلیم دا شخصي ښوونځی د پېښور ړومبۍ داسې اداره ده چې د ماشومانو د تخلیقي او هنري زدکړو لپاره پرانیستل شوې ده.  خو د ادرې  کارکوونکي او هنرمندان وایي، اوس هم په ټولنه کې د داسې غیررسمي سکولونو رواج نه شته او بل دا چې وایي خلک د فني او هنري علومو زدکړې ته په بد نظر ګوري. ‎د دغې ادارې رابطه کار او هنرمند حنیف دریاب وایي، اوس هم د ټولنې او په خصوصي توګه د مور پلار د ماشوم لپاره د فني علومو د ضرورت او اهمیت په اړه کم علمي او د دې د غیرمهم ګڼلو سوچ د دې سکول لپاره غټ چیلنج دی: "دا زمونږ دپاره یو قسم چېلنج هم دی خو بیا هم مونږ خوشبینه یو چې ماشومان به دلته راځي، ځکه چې د یو ماشوم روزنه داسې ځای کې وشي چې هلته موسیقي وي، پېنټنګ وي، آرټ وي، کیلیګرافي وي، فیزیکل فیټنس وي نو هغه ماشوم به یو ډېره ښه نتیجه ټولنې ته ورکوي".   په دې هنري سکول کې د استاد موجودګي او د زده کوونکو کمی د ټولنې د علم او فن په حقله سوچ هم ښکاره کوي. د دغه سکول د رباب استاد خان آغا بې سودي وایي، موسیقي او هنر ته په ټولنه کې په سپک نظر کتل کیږي خو ماشوم خپل ژبه او کلتور د فن د لارې زده کوي. ښاغلي بې سودي وي او اې ډیوه ته وویل، د موسیقۍ د بدنامولو لپاره په پښتنو کې ډېر کار شوی دی: "زه به په لنډو الفاظو کې تاسو ووایم دا میوزک چې دی دا د الله تعالی یو نعمت دی یو هنر دی یو فن دی. که مونږ نورو ملکونو ته وګورو نو هلته په سکولونو، یونیورسټیو او اکاډمیانو کې د میوزک زدکړه کیږي. که هندوستان ته لاړ شو که يورپ ته لاړ شو". خو د دغې ادارې مقصد او کوشش دی چې په دې سکول کې د ماشومانو فني او تخلیقي روزنه وشي.     هنرمند او د دې ادارې رابطه کار حنیف دریاب وایي د هر ماشوم د پاره دا ضروري دی چې د موسیقۍ څه نه څه آلې سره تړلې پاتې شي: "چې ماشوم څومره تخلیقي څيزونو ته پرېښودل شي دومره د هغه روزنه ښه کیږي په ځای د دې چې د یو ماشوم داسې ځای کې روزنه وشي چې هغه ځای کې ‌‌‌‌‌‌ډزې وي هلته جګړې وي او نور څيزونه وي". لیکوال، تعلیمي‌ ماهر او د عوامي‌ نېشنل ګوند د کلتور استازی ډاکټر خادم حسېن وایي، د ماشومانو په تخیل او سوچ کې د زېبا هنرونو زدکړه مهم رول تر سره کوي، وایي له لومړي ټولګي تر لسمه دغه فني تعلیم ډېر ضروري دی: "هسې هم په ټوله دنیا کې اوس د علم معیشت دی، لکه نوی خیال پیدا کول او تخلیق کول او د نوي خیال په حساب نوي څیزونه را پیدا کول، خلکو ته ژوند اسانه کول او په ژوند کې نوې نوې موندنې کول او کایینات پېژندل د تخلیقي او هنري علومو د لارې کېږي".   دغه سکول د پېښور راحت آباد علاقه کې په یو ښایسته روایتي انداز جوړ شوی او په رنګونو رنګول شوی دی، چې یو هال لري او په هغه کې د ماشومانو له کلاسونو سره سره مازیګر کې د موسیقۍ آلات یا سازندې لکه رباب، طبله او هارمونیم هم ور ښودل کېږي. یو کال کیږي په پېښور کې د تخلیقي او هنري علومو ښودنه د دې ادارې د لارې شورو شوې ده، هنر ته په ټولنه کې په بد نظر کتل دې سکول ته د زدکړو لپاره د ماشومانو له نه راوستلو ښکاره ده خو الم خان غوندې ماشومان د دغه سوچ نه لرې په تخلیقي او فني زدکړو مشغول وي.

30.09.2023 ډیوه

نری رنځ یو وژونکې ناروغي خو په بشپړه توګه د مخنيوي وړ ده: بو علي سينا خپرونه

د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د احتمالي ناروغیو د مخنیوي او درملنې په اړه نړیوالې ژمنې، د اوریدو د ستونزو درملنه، د رواني روغتیا له امله د ځوانانو ټولنیزې ستونزې او په کاناډا کې د یو کډوال ډاکټر لخوا د یو لنډ مستند فلم سربیره، د روغتیا له نړۍ څخه پر یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث کیږي.

30.09.2023 امریکا غږ

هند کې د افغان سفارتخانې سفارتکارانو امریکا اؤ یورپ کې پناه اخستې، سفارت خپل فعالیتونه وځنډول

په نوي ډيلي کې افغان سفارت خپل فعاليتونه ځنډولي دي ځکه چې پينځه ډېپلوماټان يې د هند څخه وتلي دي او په یورپ او امريکا کې يې سياسي پناه اخستې ده۔ په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر سهیل شاهين ډیوه ته ویلي، د طالبانو د حکومت [چې دوی یې اسلامي امارت بولي] د ډیپلومېټانو په شتون کې د افغانانو قونسلي او نورې مسئلې حل کیدای شي او اړوند هیوادونو سره مثبتې اړیکې او اعتماد جوړېدای شي چې اوس ورته اړتیا ده هغه که هند سره وي او که نورو هیوادونو سره. په هند کې د افغانستان سفارت کې موجود ډېپلومېټان د ډاکټر اشرف غني حکومت کې ګومارل شوي وو او په افغانستان کې په زور د طالبانو له واکمنېدو وروسته يې هم خپلو سفارتي فعاليتونو ته دوام ورکړی وو. . د هندوستان د وتلې ورځپاڼې دي ټايمز اف انډيا د رپورټ تر مخه د افغانستان د سفارت د لګښتونو انتظام بيا دغه ډېپلوماټانو پخپله کولو چې له دوؤ کلونه وروسته اوس د مالي ستونزو سره مخ وو ۔ د عالمي اړيکو څېړنکار پروفېسر اعجاز خټک وايي، دا يو داسې پرمختګ دی چې د طالبانو او هند اړيکو ته يې لاره هواره کړې ده، ځکه چې وايي اوس به دغلته د پخواني حکومت پر ځاي طالبان خپل سفارتي مامورین ليږي. وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل په هند کې د افغانستان سفارت کې دغه له وړاندې موجوده سفارتي عمله د ډاکټر اشرف غني د وخت وه او د طالبانو دحکومت استازيتوب يې نه کولو: "اوس چې دوي ډیلی پرېښودو نو دغه پرمختګ لکه چې د طالبانو دهند سره اړېکې د ښه کېدو لوري ته اشاره کوي، امکان دی چې طالبانو له خوا که سفير نه وي خو د سفير په ځای ناظم الامور وټاکل شي چې هغه به د طالبانو استازيتوب کوي". په اګست کال ۲۰۲۱م کې چې طالبانو په ملک بیا قبضه وکړه هند د کابل څخه خپل سفير بيرته راغوښتی ؤ او لکه د نورو هېوادونو يې د طالبانو حکومت نه دی تسليم کړی خو بيا په هند کې نه يوازې افغان تاجران او لوستونکي بلکې يوه غټه شمېره وګړي هم اوسېږي.

30.09.2023 ډیوه

میدویدیف: روسیه ښایي د اوکراین نورې سیمې هم په خپلې خاورې پورې وتړي

د روسیې پخواني ولسمشر او ددې هیواد د ملي امنیت شورا برحاله مرستیال، دیمیتري میدویدیف د شنبې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې ۸) څرګنده کړه چې مسکو ښایي د اوکراین نورې سیمې هم د روسیې د خاورې سره ضمیمه کړي.

30.09.2023 امریکا غږ

د ماسکو غونډه کې طالبانو نه د داعش‌ اؤ نورو ترهګرو ډلو پرضد د کوټلو ګامونو اخستو غوښتنه شوې ده

د افغانستان موجوده وضعيت په اړه د روس کازان ښار کې شوې د ماسکو فارمېټ په غونډه کې ګډونوالو د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو پرضد کوټلي ګامونه واخلي چې دا هېواد یو وارې بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي. د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو، د جينکو په تعليم او د ښځو په کار لګول شويو محدوديتونو او تر اوسه د يو ټولشموله حکومت په نه جوړېدو هم اندېښې څرګندې کړي دي۔ څېړونکي وايي داعش خراسان د منطقې ټولو هېوادونو لپاره ګواښ دی ځکه يې د منځه وړلو لپاره ټول هېوادونه یوه خوله دي. د افغانستان په اړه د ماسکو فارمېټ پینځمه غونډه د طالبانو د بهرنيو چارو وزير او د نورو لسو هېوادونو د استازو په موجودیت کې پرون د سپتمبر په ۲۹مه د روس په کازان ښار کې وشوه. په غونډه کې د داعش خراسان پرضد د طالبانو له خوا د اخستل شويو ګامونو ستاینه شوې او ګډونوالو د طالب چارواکو نه غوښتنه کړې چې د داعش ترڅنګ د ټولو وسله والو پرضد کوټلي ګامونه واخلي. پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاد او څېړونکی ډاکټر خورشيد خان وایي د روس اؤ چین په څېر ستر نړیوال طاقتونه دا اندېښنه لري چې داعش په دې سیمه کې د دوي پرضد د پراکسي په توګه کارول کېدای شي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"دداعش چې دلته کومه موجودګي ده نو دا کوم داسې رياستونه چې دي چې په دنيا کې د طاقت د توازن لپاره اهم دي لکه روس او چين هغوی دا ګڼي چې د داعش استعمال په دې علاقه کې د دوی خلاف د پراکسي په طور کېدای شي، نو له دې وجې څه مشترکه خبرې دا دي چې دا ملکونه خپل منځ کې رايو ځای شي او د دې خلاف ګامونه واخلي" د روس د بهرنيو چارو وزارت د ماسکو فارمېټ د غونډې په اړه اعلامیه خپره کړې او پکې دا هم ويل شوي چې طالبان باید د نشه یي توکيو د قاچاق د مخنيوي لپاره نورو هېوادونو سره همکاري چټک اؤ پراخه کړي. په اعلاميه کې ويل شوي چې په افغانستان کې د یوه داسې ریښتیني ټولشموله حکومت په جوړولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی چې د هیواد د ټولو قامي او سیاسي ډلو ګټې پکې خوندي وي. د ماسکو فارمېټ د غونډې په اعلاميه کې د طالبانو څخه غوښتنه شوې چې د افغانانو لپاره اسانۍ برابرې کړي چې د کډوالۍ مخه ونيول شي او خلک خپل وطن ته ستانه کړل شي. د اعلاميې ترمخه د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د جينکو په تعليم او د ښځو په کار لګول شويو محدوديتونو باندې ژورې اندښنې ښودلې او د بنیادي حقونو او ازاديو د درناوي لپاره يې خبرې کړي. د سياسي چارو څېړونکي وايي که چېرې افغان طالبان د سيمه یيزو هېوادونو او د نړيوالې ټولنې دې پر ځای غوښتنو نه درناوی نه ورکوي نو ستونزې به يې نورې هم سېوا شي. په افغانستان کې د سیاسي چارو څېړونکی امين الله احساس وي او ای ډیوه وایي: "اغيزې به يې دغه وي چې اسلامي امارت نه شي کولی چې پراخه اقتصادي او تجارتي فعاليتونه ولري، پېسې انتقال کړي، هېوادونو سره په پراخه پېمانه راکړه ورکړه وکړي او په دې سره به د افغانستان اقتصاد نور هم خراب حالت ته ځي او دغه وضيعت خرابېږي". د ماسکو فارمېټ د غونډې د اعلاميې ترمخه فريقېنو افغانستان د يو ازاد، متحد او پرامن رياست جوړولو وکالت وکړو او په افغانستان يا نورو ګاونډي هېوادونو کې یې د څه رقم بهانې په اساس د دريمګړو هېوادونو پوځي تنصيباتو ځای پرځای کول په هېڅ ډول د نه منلو وړ وبلل.

30.09.2023 ډیوه

پنجاب کې د احمدي لږکیو عبادتخانې رانړول شوې دي

د پاکستان د پنجاب صوبې په دوؤ ښارونو جهلم اؤ اوکاړه کې توندروه کسانو د احمدي لږکیو عبادتخانې نړولې دي. دا په دې هېواد کې په دوو میاشتو کې د مذهبي لږکیو پر عبادتخانو دویم برید دی. د وایس اف امریکه اردو څانګې د رپورټ له مخې د احمدي ټولنې ویاند پخپل بیان کې دعوه کړې ده چې په اوکاړه او جهلم کې د دوي عبادتخانو ته نقصان د "توندروه اسلامپاله" ډلې تحریک لبیک پاکستان څو پلویانو رسولی دی. د احمدي ټولنې ددې دعوې په اړه چې کله وي او ای د تحریک لبیک پاکستان د ویاند سره تماس ونیولو نو هغه دا دعوه رد کړه اؤ ويې ویل د احمدي ټولنې عبادتخانو ته زیان رسوونکي د تحریک لبیک پاکستان سره هیڅ تړاؤ نه لري. هغه وویل د احمدیانو د عبادتخانو مینارو ته ټي ایل پي زیان نه دی رسولی. تر دې وړاندې په 22م ستمبر د مذهبي ګوندونو پلویانو د پنجاب په سیالکوټ سیمه کې ځایي انتظامیې ته د احمدي ټولنې د عبادتخانو د مینارو غورځولو لپاره تر 29م ستمبر مهلت ورکړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ که انتظامیه دا مینارې پخپله ړنګې نه کړي نو دوي به یې پخپله راونړوي. هغه مهال د احمدي ټولنې ویاند عامر محمود ویلي وؤ چې هغوي به خپله کومه عبادتخانه پخپله هیڅکله ړنګه نه کړي. د پاکستان ایین کې احمدیان غبر مسلمه ګرځول شوي خو هغوي ځانته مسلمانان وایي. د تېرو څو میاشتو راهیسې په سوشل مېډيا داسې ویډيوګانې خوریږي چې پکې لیدل کیږي د هیواد بیلابیلو برخو کې خلک د احمدي ټولنې د عبادتخانو د جومات په څېر مینارې اؤ محرابونه رانړوي. روانه میاشت لاهور هایکورټ د اسلامي ودانیو په څېر د احمدیانو د عبادتخانو د جوړولو په قضیه کې د فیصلې اورولو په وخت ویلي وؤ، دا سمه ده چې مینارې د مسلمانانو مذهبي علامت یا نخښه ده خو دا یو تعمیراتي خاکه هم ده. په 16م اګست د پنجاب په جړانواله سیمه کې ګڼ شمېر قهرجنو مسلمانانو د عیسایانو کلیساګانې او کورونه هم سوځولي وو چې د پاکستان په ګډون په نړېواله کچه دغو پېښو ته سخت غبرګون ویل شوی وو. سږکال د مې په میاشت کې په نړیواله کچه مذهب د ازادۍ په اړه د امریکې د حکومت ادارې یونايټډ سټېټس کمېشن ان انټرنېشنل ريليجيس فريډم، یو اېس سي آی آر اېف، په خپل کلني رپورټ کې ویلي وو په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ حالات مخ په خرابېدو دي او د احمدي ټولنې، عیسايي، هندو او سيک ټولنې غړي ځانونه په پاکستان کې غېر محفوظ ګڼي. دغه رپورټ ته پاکستان کوم غبرګون نه وو ښودلی خو پاکستاني چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې لږکیو ته هیواد کې ټول حقونه او د سر و مال تحفظ ترلاسه دی. یادونه:- په دې رپورټ کې د وي او ای اردو د رپورټ نه استفاده شوې ده.

30.09.2023 ډیوه

د مسکو فارمټ غونډه له طالبانو څخه د ټولشموله حکومت او تروریزم سره د مبارزې په غوښتنه پای ته ورسیده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مسکو فارمټ د غونډې ګډه اعلامیه خپره کړې، چې په کې په افغانستان کې د ټولو قومونو د استازو په ګډون د یو ټولشموله حکومت په جوړیدو، د ښځو حقونوتامین او د تروریزم سره د مبارزي په پیاوړي کیدو ټینګار شوی دی.

30.09.2023 امریکا غږ

رینا امیري: طالبان د افغانانو حقونو ته د درناوي پرته د نړیوالې ټولنې غړیتوب نشي ترلاسه کولی

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، چې طالبان دې دا تمه نه کوي، چې د افغانانو حقونو ته د درناوي پرته به د نړیوالې ټولې برخه شي.

30.09.2023 امریکا غږ

پاکستان: طالبان دې نیول شویو ټي ټي پي وسلوالو ته سزا ورکړي. څېړونکي: نه ښکاري چې طالبان دا کار وکړي

د پاکستان حکومت کابل کې د طالبانو حکومت نه غوښتنه کړې افغانستان کې نيول شوي د تحريک طالبان پاکستان 200 پورې جنګيالو ته دې د قانون سره سم سزا ورکړي، خو څيړونکي وايي د ټي ټي پي د وسلوالو نیولو خبرونه باوري نه دي ځکه چې په دې حقله افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه دريځ مخي ته نه دی راغلی. د زیارت- پنجشنبې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني وويل، دوی غواړي په وروستیو کې نيول شوي د ناقانونه ګرځول شوي ټي ټي پي وسلوالو ته دې د افغانستان د طالبانو حکومت سزا ورکړي. خو څېړونکي وايي په دې حقله د طالبانو د حکومت قوي معلومات مخې ته نه دي راغلي او د دوی په وینا دا خبره امکان هم نه لري ځکه چې وایي افغان طالبان او ټي ټي پي يو بل سره د کلک مسلکي او عقيدوي تړون ترڅنګ جګړه کې هم قوي ملګري پاتي شوي دي. څېړونکي او خبريال وقاص شاه وایي، د ده نه دی خيال چې د ټي ټي پي خلاف به افغانستان کې داسې کاروايي وشي ځکه چې وایي د هغې ډېر وجوهات دي: "که د ټي ټي پي په افغانستان کې کاروايي کوي نو ټي ټي پي سره نورې لارې دي، هغه داعش ته تلی شي القاعدې ته تلی شي نورو تنظيمونو ته تلی شي، په افغانستان کې امارت اسلامي په دومره مضبوط پوزيشن کې نه ده اوس اګرچې په ټول ملک کې د هغوي حاکميت دی قبضه يې ده خو زما نه دی خيال چې ګنې د هغوي سره دومره قدرت او طاقت شته چې خپل زاړه ملګري چې روس خلاف جهاد کې يا د امريکې خلاف په جنګ کې د امارت اسلامي ملګري وو د هغوي خلاف کاروايي وکړي". د کابل طالبانو په وروستيو کې نه يواځې د ټي ټي پي په حقله د پاکستان لګول شوي تورونه په سختۍ سره رد کړي بلکې ايران او پاکستان دواړو هيوادونو ته يې د افغان کډوالو سره د نړيوالونو قانونو سره سم د چلند يادونه هم کړې ده. د خبري غونډې پرمهال جليل عباس جيلاني ويلي، په تېرو څو هفتو کې پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه نه يواځې پاکستان بلکې ټوله نړۍ اندېښمنه ده۔ هغه وويل د افغانستان د خبرو پروسه هم روانه ده او په هغې کې په دې خبره زور راوړل شوی چې د هغې غاړې نه د بريدونه مخه دې ونيول شې کومه چې ددغه هېواد ذمه واري هم جوړيږي۔ د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح ا لله مجاهد يو وار بيا دا خبره تکرار کړه چې دوي به هيچاته هم د افغانستان خاوره د پاکستان ضد استعمالو اجازه ورنه کړي. څېړونکي وايي بايد پاکستان په ړومبي فرصت کې خپلې پولې په صحيح معنو کې خوندي کړي ګنې د څه ډول عملياتو په صورت کې به د دواړو هېوادونو اړيکې په دښمنۍ بدلې شي. خبريال او څېړونکی علي اکبر وایي د دې خبرو د لاسه د پاکستان او افغانستان په مستقبل کې تاوتريخوالی سېوا کېدی شي: "که فرض کړه پاکستان په افغانستان کې کاروايي کوي د افغان طالبانو د مرضۍ خلاف يا د هغوی په نوټس کې د نه راوستلو نو بيا به هغوي هم په پاکستان کې کاروایي کوي او دغه شان د دواړو خوږو ملکونو تعلقات نور هم خرابېدلی شي". د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني د دې خبرې تصدیق وکړو چې حکومت یې فیصله کړې ده ټول هغه افغانان او نور بهرنیان له ملک نه په زوره وباسي چې په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسیږي. خو څېړونکي وايي د پاکستان د کډوالو بيرته ویستلو فيصله يو سياسي دام ښکاري چې وایي څه مثبتې ګټې به را نه وړي. خبريال او څېړونکی وقاص شاه وایي، د افسوس خبره ده چې پاکستان دا معامله هم د سياست ښکار کړې ده، وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وایي‌ د پاکستان ولس او د افغانستان ولس بیا بیا د دواړو دولتونو نه غوښتنه کړې ده چې که ستاسو په رياستي کچه باندې څه مسلې وي په دې کې ولس، تجارت او کاروبار مه راولئ: "د بدقسمتي نه د پاکستان سره اوس ډېر لږې لارې او اپشن دي چې کډوال اوس وليږي، که کډوال واپس افغانستان ته لاړو نو پاکستان سره به ليوريج [په طالبانو باندې د اغېز] څه پاتې شي". ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ویستلو په فيصله اندېښنه ښکاره کړې ده، ځکه چې دې کې به هغه افغانان هم اغېزمن شي چې په نړېواله کچه د تحفظ په لټه کې دي. ښاغلي جيلاني ويلي دي د غيرقانوني افغان کډوالو د ویستلو د فيصلې منظوري نګران کابينې ورکړې ده او دا چې دغه پرېکړه يواځې د افغان کډوالو په اړه نه ده بلکې د نورو ملکونو غير قانوني وګړي به هم ویستل کېږي.

30.09.2023 ډیوه

پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد محکمې د 30 ترهګرو پر سرونو انعام ویستی دی

په پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد محکمې د بې کچه مطلوبو ترهګرو نوی نوملړ خپور کړی اؤ د یو شمېر ترهګرو په سر یې درانه انعامونه هم ویستي دي. د سي ټي ډي په خپور کړي دې نوي نوملړ کې د 30 ترهګرو نومونه اؤ عکسونه شامل دي . د ترهګرو په سر په مجموعي توګه تر دریوو کروړو روپو زیات انعام ویستل شوی دی. د سي ټي ډي د نوملړ ترمخه د لکي مروت د حبیب الله نومې ترهګر د سر قیمت 50 لکه روپۍ ټاکل شوی دی اؤ د بنو د کمانډر مولوي نعمت الله د سر قیمت بیا 40 لکه روپۍ اېښودل شوی دی. د ترهګرۍ ضد محکمې له لوري خپور کړل شوی دا نوملړ ښیي چې قانون پر ځای کوونکو ادارو ته په مطلوبو دې 30 ترهګرو کې د 13 تعلق د لکي مروت اؤ د 13 نورو تعلق د بنو سیمې سره دی . ددې ترڅنګ په دې فهرست کې د ډيره اسماعیل خان سیمې د ترهګرو نومونه هم شامل دي چې د سرونو قیمتونه یې د درېوؤ لکو نه نیولې تر 50 لکو روپو پورې ټاکل شوې ده. سي ټي ډي د ولس نه هم غوښتنه کړې ده چې د یادو ترهګرو په نیولو کې باید د قانون پر ځای کوونکو ادارو سره کومک وکړي. تر دې دوه ورځې وړاندې دخېبر پښتونخوا حکومت پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې د روان کال په اوږدو کې په صوبه کې د ترهګرو د مالي مرستو کوونکو پرضد 198 مقدمې درج کړل شوې دي. د حکومت د جاري شوو شمېرو له مخې د ترهګرو سره د مالي مرستو پرضد تر ټولې زیاتې مقدمې په سرښار پېښور کې درج شوې دي چې شمېره یې 71 ښودل شوې ده. په دې حکومتي شمېرو کې ویل شوي چې سږ کال د جنورۍ د میاشتې نه راواخله د ستمبر تر نیمایي پورې دداسې 777 کسانو نومونه مخې ته راغلي دي چې ترهګرو سره یې مالي مرستې کړې دي اؤ وایي په دوي کې 15 نیول شوي هم دي. په دغه رپورټ کې دعوه شوې ده چې د ترهګرو سره کوم 777 کسان په مالي مرستو کې ککړ دي په هغوي کې 15 تنه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي هم دي. رپورټ ښیي چې پېښور کې د عملیاتو په مهال شپږ اؤ قبایلي ضلعه خېبر کې اووه تنان وژل شوي دي. همدا شان د ترهګرو سره د مالي مرستو په تور د پېښور نه 147، د خېبر نه د 32، مردان نه د 19، مومند قبایلي ضلعې نه 10، چارسدې اؤ نوښار نه 7، 7 باجوړ نه 5، بنو نه 5 کوهاټ نه 4، هنګو نه 3، ایبټ اباد، ډېره اسماعیل خان سوات اؤ ټانک نه یو یو تن نیول شوی دی. په دې وروستیو کې دپاکستان بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي. دڅېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده. پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي. د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهګري یو ځل بیا سېوا شوې ده. پاکستان هیواد کې د ترهګرۍ د چټک شوي بهیر تور افغانستان کې په موجودو ترهګرو تنظیمونو لګوي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.

30.09.2023 ډیوه

بخښنې نړیوال سازمان طالبانو ته: ژولیا پارسي او نور مدني فعالان سمدستي خوشې کړئ

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا پر دغې ډلې د انتقادکوونکو فعالانو په خپلسر او غیرقانوني نیولو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت یې سمدستي د ژولیا پارسي د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

30.09.2023 امریکا غږ

بلوچستان: له ډېره بګټي د فوټبال په تښتول شوو شپږو لوبغاړو کې څلور خوشي شوي

د بلوچستان له ناامنه سیمې ډېره بګټي څخه د وسله والو له لوري شل ورځې وړاندې د فوټبال په تښتول شوو شپږو ځایي لوبغاړو کې څلور بیرته خوشي شوي او خپلو کورونو ته رسېدلي دي. د لېویز یوہ چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوہ ته وویل“عامر، فیصل،یاسر او سهېل خپلو کورونو ته روغ رمټ رسېدلي خو شېراز او بابر لا هم لا درکه دي”. ځینې سرچینې وایي دغه تښتول شوي کسان د ډېره بګټي په غرنۍ «شاري دربار» سيمه کې تښوونکو خوشي کړي دي خو د سيمې امنيتي چارواکو ویلي د ایف سي ځواک د هڅو په نتیجه کې د فوټبال لوبغاړ‎ي خوندي موندل شوي. د روانې ستمبر مياشتې پر نهمه نېټه د ډېره بګټي له سويي سيمې د پینځلس کيلوميټره په فاصله پرته د لونډو ناله په سيمه کې وسله والو شپږ د فوټبال لوبغاړی تښولي وو. د دوی د تښتونې ذمه واري يو نوي وسله وال تنظيم بلوڅ ليبرېشن ټايګرز منلې وه. د تنظيم وياند ويلي، څلور لوبغاړي یې په حکومت پوري د کوم تړاو نه لرلو له وجې د قبايلي مشرانو په ضمانت خوشې کړي دي. ازادو سرچینو د یاد تنظیم او د امنیتي ځواک ایف سي د دعوو تصدیق یا تردید نه دی کړ‎ی. د سويي سيمې د ليويز رسالدار صالح محمد رسنيو ته ويلي، چې له سويي سره تعلق لرونکي لوبغاړي په سيوۍ یا سبي کې د فوټبال په ټورنامنټ کې د ګډون لپاره روان وو، چې په لاره تښتول شوي وؤ. "د لونډو ناله په سيمه کې ناڅرګنده موټرسايکل سپرو وسله والو د لوبغاړو موټر ودراوه، د هغو شناخت يې وکړ او شپږ لوبغاړي يې د غرنۍ سيمو پر لور وتښتول". هغه وایي په موټر کې ټول 24 کسان سپاره وو خو 18 يې پريښوول چې هغو بيا وروسته چارواکي له پېښي خبر کړل. ليويز چارواکی زياتوي د تښتول شوو لوبغاړو عمرونه له 24 اؤ 30 کلونو په منځ کې دي او ټول د سويي ځايي اوسېدونکي دي. د سيمې د ضلعي انتظاميې چارواکي وايي، د پاتې دوو ځوانانو د خوشي کولو لپاره هم هڅې روانې دي. د پاکستان نګران داخله وزير سرفراز بګټي د پېښې پرمهال ویلي وو، چې لوبغاړي ترهګرو تښتولي دي، خو په وينا يې د خوشي کولو لپاره يې د ملېشه ځواکونو او لېويز سرتېرو هڅې روانې دي. په بلوچستان کې د سړي تښتول که څه هم نوې خبره نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې لوبغاړي تښتول شوي دي. ډېره بګټي د بلوچستان د پخواني اعلی وزير او پخواني ګورنر نواب اکبرخان بګټي پلرنۍ سيمه ده، او نواب بګټي د جنرال مشرف په واکمنۍ کې د کاهان په غرونو کې په پوځي عملياتو کې وژل شوی و. د بګټي له وژنې وروسته په بلوچستان په تېره بيا په ډېره بګټي کې د ناامنۍ پېښو زور نیولی دی.

30.09.2023 ډیوه

د کرکټ نړيوال کپ وارم اپ سیالۍ: پاکستان د 345 رنزونو باجود د نیوزي لېنډ نه لوبه وبايلله

د کرکټ نړيوال کپ، جام 2023 د وارم اپ سياليو په لړۍ کې پاکستان د 345 رنزونو باجود د نیوزي لېنډ لوبډلې نه ماتې خوړلې ده.

30.09.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more