ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا کې د بالون پرېوتو ۱۶ کسان وژلي

د امریکا ټکساس ایالت چارواکو تایید کړې چې سټین ښار ته څېرمه نن سهار د بالون پرېوتو په پېښه کې بالون کې ټول سپاره کسان مړه شوي. دغه بالون چې د راپورونو له مخې تر نسکورېدو وړاندې یې اور اخستی و، ۱۶ کسان سپاره وو او ټاکل شوې وه یواځې یو ساعت هوا کې والوزي.

31.07.2016 BBC

غور کې هغه پلار نیول شوی چې ۶کلنه لور یې سپین ږیري ته په نکاح کړې

د غور امنیتي چارواکي وايي، هغه پلار يې نیولی چې خپله ۶ کلنه لور يې د یوې اوزې، یوې بوجۍ وریژو او یوه اندازه چای او خوږو په بدل کې یوه سپین ږیري ته په نکاح کړې ده. د عبدالکریم په نوم سپین ږیری چې ۶ کلنه نجلۍ يې ځانته نکاح کړې هم د پولیسو په توقیف کې دی. د غور د امنيې قومندانۍ د جنايې جرمونو د ادارې سرپرست محمد عظیم وکیلي ازادي راډیو ته وویل، د دې قضيې دوسیه بشپړه او څارنوالۍ ته استول شوې ده. د ۶ کلنې نجلې چې غریب ګل نومیږي پلارعبدالقادر د غور د دشت کهر ولسوالۍ په یوه جومات کې امام دی. نوموړي تر دې مخکې ادعا کړې وه چې لور يې تښتول شوې ده.

31.07.2016 ازادي راډیو

د روسیې په کمپیوټرونو کې د جاسوسۍ ویروس موندل شوی

روسیه وايي چې د ۲۰ سازمانونو په کمپیوټري شبکو کې یې داسې ویروس موندلی چې د جاسوسۍ لپاره استعمالیږي.

31.07.2016 امریکا غږ

د چرګانو بوی د ملاریا په مخنیوي کې ګټوره نسخه

په یوې نوې څیړنې کې دا ثابته شوې چې د چرګانو بوی د شپې لخوا میاشې دیته نه پریږدي چې انسان ته نږدې شي.

31.07.2016 امریکا غږ

په بلجیم کې یو کس د تروریزم په تور ونیول شو

په بلجیم کې پولیسو یو کس د تروریزم په تور نیولی دی. په هغه تور دی چې قصد یې درلود چې تروریستي برید وکړي او خلګ ووژني.

30.07.2016 امریکا غږ

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه مو درته په کلېک کې راټول کړي دي. کلېک هره اوونۍ پر بي بي سي پښتو ټلويزيون لیدلی شئ.

30.07.2016 BBC

اروپا ته پر ورکو افغانانو لټه

افغانستان کې د بېړنیو مرستو او پراختیا په نوم یوه اداره وايي په دغه هېواد کې د انسانانو قاچاق ډېر شوی دی. دومره ډېر لکه ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو کې چې و. دا اداره له افغان حکومته غواړي چې د دې ستونزې غم وخوري.

30.07.2016 BBC

ترکيه کې د يووالې هڅه

ترکي ولسمشر رجیب طیب اردوګان اعلان کړی چې له ښه نیته د ټولو هغو کسانو پر ضد قضیې لغوه کوي چې د ده سپکاوی یې کړی و. خو ده پر امریکايي او اروپايي حکومتونه نیوکې وکړې. ويل یې هغه کسان چې د ناکامه کودتا د پلانوونکو په اړه اندېښمن دي د ترکیې دوستان نه دي

30.07.2016 BBC

وېنزويلا کې لوږه

وېنزويلا کې د خوړو قحطي ده، همدې یې د خلکو په ځانګړې توګه د ماشوماتو پر روغتیا ډېر بد اغېز کړی دی. ډېری وايي د ورځې درې وارې ډوډۍ نشي خوړولی. د هېواد په ځینو برخو کې لا هم خلک وږي او خوارځواکي دي. دلته د خوړو بیې لوړې دي او خلک یې وس نه لري.

30.07.2016 BBC

هنديان ولې په سرو زرو مين دي؟

هند کې خلک له سرو زرو سره یو ډول مینه لري. که فیسټیوال وي،که ډالۍ، ودونه او که مذهبي مراسم دوی ورته سر زر اخلي. باور کېږي تر ۲۰ زرو ټنه سره زر د خلکو په کورنو، کاروبارونو او معبدونو کې دي. خو دا ارزښت ناک توکی د دغه هېواد د وارداتو لګښت ډېروي.

30.07.2016 BBC

د لويې وچې کپ سياليو کې افغان لوبډلې هالنډ ته ماته ورکړه

د افغان کرېکټ لوبډلې د ای سي سي لويې وچې کپ سیالیو په څلورمه لوبه کې کوربه هېواد هالنډ ته په یوه اننګز (نوبت) او د ۳۶ منډو په توپير ماته ورکړه. په دغې بریا افغانستان د انټرکانټیننټال يا لويې وچې کپ سیالیو کې له ټولو لوبډلو مخکې شو.

30.07.2016 BBC

"لسګونه کورنۍ له حلب ښاره وتلې دي"

د سوريې دولتي رسنۍ وايي، لسګونه کورنۍ د حلب ښار له ختيځ څخه د هغه خوندي لارو څخه وتلي چې حکومت پرانيستې دی. د سوريې حکومتي رسنۍ سانا او دولتي تلويزيون داسې ويډيوګانې او انځورونه خپاره کړي چې ښيي کورنۍ په موټرونو کې سپرېږي او له ښاره وځي.

30.07.2016 BBC

په خيبر کې د ورا موټر اوبو وړی، ۲۴ تنه په کې مړه شوي

له ډيورنډ کرښې سره نژدې په قبایلي سیمه خیبر کې د واده یو موټر سیلابي خوړ وړی، چې له امله یې ۲۴ تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي. چارواکي په مړو شویو کې شاوخوا ۱۸ ماشومان دي. د خیبر د چارواکو په خبره د ډېری کسانو مړي يې را ایستلي، خو ځينې نور لادرکه دي.

30.07.2016 BBC

د هرات ښځینه کریکټ لوبغاړې

هرات کې په وروستیو څو کلونو کې کریکټ لوبه مخ پر ودې ده او یو ګڼ شمېر ځوانانو دغې لوبې ته مخه کړې ده. خو تر اوسه په دغه ولایت کې د کریکټ کوم معیاري لوبغالی نه دی جوړ شوی.

30.07.2016 BBC

هرات کې کریکټ لوبه مخ پر ودې ده

هرات کې په وروستیو څو کلونو کې کریکټ لوبه مخ پر ودې ده او یو ګڼ شمېر ځوانانو دغې لوبې ته مخه کړې ده. خو تر اوسه په دغه ولایت کې د کریکټ کوم معیاري لوبغالی نه دی جوړ شوی.

30.07.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more