اچ ار ډبلیو له افغان چارواکو څخه د نیولو شویو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې
واشنګټن - د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ ادارو له افغان چارواکو څخه غوښتي دي، چې هغه څلور خبریالان ازاد چې په روانه اونۍ کې د "دوښمن د پروپاګند خپرولو" په تور نیول شوي دي. دمګړۍ روښانه نه ده چې ایا دغه خبریالان په رسمي توګه تورن شوي او نه هم افغان چارواکو د ګل یا دوشنبې د ورځې یعنې د دوی له نیول کېدو راهیسې د دوی د برخلیک په اړه څه ویلي دي. د بشري حقونو د څار ډلې (اچ ار ډبلیو) د جمعې ناوخته په ورځ په یو بیان کې په دې اړه خواشینې څرګنده کړې او لیکلي، "د افغان شخړې له زیاتېدو سره، داسې ښکاري چې ټولې خواوې د هېواد د رسنیو د خاموشه کولو هڅه کوي. بیان زیاتوي، "څلور ژورنالستان دې ژر تر ژره خوشې شي مګر دا چې په ريښتیا سره یې کوم جرم کړی وي." د محب عبیدي، ثناالله صیام، قدرت سلطاني او بسم الله وطن دوست هغه مهال ونیول شول کله چې په کندهار کې د طالبانو تر ولکې لاندې سپین بولدک ولسوالۍ څخه د راپور ورکولو وروسته ستانه شوي وي. دوی یادې ولسوالۍ ته د دې لپاره ورغلي وو تر څو د هغو راپورونو په اړه پلټنې وکړي چې ملکي وګړي د طالبانو لخوا وژل شوي وو. عبیدي، سلطاني او وطندوست د کندهار مېشتې ملت غږ راډیو خبریالان وو او صیام یو فریلانس کمره مېن وو. اچ ار ډبلیو دا هم ویلي، چې داسې نیونې، هغه اندېښنې زیاتوي چې افغان حکومت هڅه کوي د رسنیو له نیوکو څخه ځان خوندي وساتي. د افغانستان خبریالان د نورو ټولو ستونزو سره سره باید د خپل کار کولو لپاره شکنجه نشي." یاد خبریالان تللي وو چې په سیمه کې د طالب قومندانانو سره مرکې وکړي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند د نهې یا سې شنبې په ورځ د یادو خبریالانو د نیولو له اقدام څخه دفاع وکړه او وویل، دا غیر قانوني دي چې د هېواد د ګټو پر خلاف د دوښمن په ګټه پروپاګند خپاره کړي.
هرات:بهرنیو ځواکونو په طالبانو بریدونه کړي،د200 طالبانو دمرګ ژوبلې دعوه
افغان چارواکي وایي هرات کې دطالبانو لخوا د سیوا شوؤ بریدونو وروسته بهرنیو ځواکونو په دغه ولایت کې په طالبانو هوایي بریدونه کړي .
سعودي کې ډاکټرانو غبرګ زیږیدلي نښتي ماشومان بیل کړل
په سعودي عربستان کې د ډاکټرانو د عملیاتو له لارې یوه یمنۍ ماشومه چې بل ماشوم هم ورسره نښتی و، سره بیل کړل.
بایډن د افغان ژباړونکو لپاره ۸۰۰۰ نورې ځانګړې ویزې ومنلې
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د افغان ژباړونکو او نورو همکارانو لپاره د مهاجرت ۸۰۰۰ نورې اضافې ویزې ومنلې.
په ښځو جنسي تیري کوونکي دې په ډاګه تیزندي کړل شي،دپارلیمان دښځېنه غړو غوښتنه
پاکستان کښې په زنانه ؤ دتشدد د زیاتیدونکو پیښو نه وروسته دپارلیمان ښځینه غړو دداسې مجرمانو دپاره په ښکاره دتیزندۍ کولو سزا غوښتنه کړې ده چې په ښځو جنسي تشدد کوي.
هرات: چارواکي وايي بهرنیو ځواکونو په طالبانو بمبار کړی او تلفات یې ور اړولي
د هرات په ولایت کې چارواکي وايي د مرکز او مرکز ته نږدې ولسوالیو باندې د طالبانو د بریدونوله زیاتېدو وروسته بهرنیو ځواکونو په طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
پاکستان وایي دافغان سفیر دلور قضیه کې نیول شوي کسان یې خوشې کړي
دپاکستان دکورنيو چارو وزير شيخ رشيد وايي اسلام اباد کې دافغان سفير دلور تښتولو قضيه کې نيول شوي شپږ ټيکسي ډرائیوران بېګناه وؤ ځکه حکومت دوئ خوشې کړي دي.
"د کرونا واکسین له کارت پرته هېڅ محصل ته اجازه نه ورکوو پوهنتون ته ننوځي"
نورجلال د پُل تخنیک پوهنتون د ساختماني څانګې د لومړي ټولګي محصل وايي، دوه ورځې مخکې یې د جانسن اېنډ جانسن د کرونا واکسین وکړ، خو له روغتیايي ستونزو سره یې مخ کړ. ده ازادي راډیو ته وویل، دغه واکسین دوی ته په جبري توګه کېږي: "ما دوه ورځې مخکې واکسین وکړ، کله چې کور ته راغلم لومړی مې پښې درنې شوې او زړه مې خوييدو، نیمه شپه کې ضعف شوم، بخار راته پیدا شو. زما په نظر هغه کسان چې واکسین لګوي مسلکي نه دي، د واکسین کولو پر مهال ان زموږ نه وینې تللې." خو تر اوسه هېڅ روغتیايي مرجع نه ده منلې چې د نورجلال په وجود کې د پیدا شوي حساسیت لامل به د کرونا واکسین وي. دا په داسې حال کې ده چې ډېری محصلینو د کرونا د واکسین هرکلی نه دی کړی او له اجباري واکسین کولو سره یې مخالفت کړی دی. بل خوا د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت خبرداری ورکړی چې د کرونا واکسین له کارت پرته به، یوه محصل ته هم اجازه ورنه کړي چې د پوهنتون ساحې ته ننوځي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال حنیف فرزان د شنبې (د زمري ۹مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د لوړو زده کړو وزارت د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ، په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د کرونا د واکسین ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړی، د افغانستان ټول محصلین مکلف دي چې د کرونا واکسین وکړي، د پوهنتون ساحې ته د ننوتلو لپاره د کرونا د واکسین کارټ الزامي دی." ښاغلي فرزان وویل، تر اوسه ۱۵۰ زره محصلین واکسین شوي او د زمري د میاشتې تر۱۶ مې نېټې چې ټول پوهنتونونه پرانیستل کېږي، باید تر هغې پورې د واکسینونو کول بشپړ شي. د عامې روغتیا د وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي وايي، کوم واکسین چې افغانستان کې کېږي، د نړیوال روغتیايي سازمان له خوا تصدیق شوي دي: "کوم واکسین چې افغانستان کې پلي کېږي، ټول یې د نړیوال روغتیايي سازمان تصدیق لري، نو هېڅوک دې اندېښنه نه کوي، دا واکسین لنډ مهال عوارض لري چې د بدن سستي، بې اشتهايي، کمزورې یا شدیده تبه په کې شامله ده چې له ۲۴ نه ۴۸ ساعتونو پورې دوام کوي او خلک دې ورته نه اندېښمن کېږي." علیزي وايي، ټول واکسین د مسلکي کسانو له خوا پلی کېږي. ده دا هم وویل، اوس افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو دي، خو که روغتیايي سپارښتنې مراعت نه شي، ښايي دغه ناروغي بېرته را وګرځي. حکومت څو اوونۍ مخکې تصمیم ونیو چې په ښوونځي او د لوړو زده کړو په بنسټونو کې دې حضوري زده کړې، په تدریجي توګه پیل شي. حکومت د جوزا په اتمه په ۱۶ ولایتونو کې ټول تعلیمي بنسټونه او د راټولېدو ځایونه وتړل چې دغه بندیز بیا ټول افغانستان کې پلی شو. د دغه تصمیم له مخې تېره اوونۍ په ښوونځیو کې حضوري زده کړې پیل شوې او د لوړو زده کړو په موسساتو کې به د کرونا واکسین د کولو په شرط د اسد په شپاړسمه پیل شي. د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د لوړو زده کړو ۱۲۸ خصوصي او ۳۹ دولتي بنسټونه شته چې ۴۵۰ زره محصلین په کې په تحصیل بوخت دي. هاخوا د عامې روغتیا د وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۹ کسان په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې ۲۸ ترې مړه شوي دي، خو په ټوله کې افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله۱۴۷۴۷۳ په دغه ویروس اخته شوي چې ۶۷۳۶ ترې مړه شوي دي.
په پاکستان کې اوس خلک کولی شي چې د فېس بک د لارې کاروبار وکړي
د پاکستان د وزيراعظم د تجارت سلاکار رزاق داود وايي د ايمازون نه پس اوس فېس بک هم په پاکستان کې د مارکيټ پلېس يا د روزګار اسانتيا جوړه کړه، د نړۍ په نورو 100 هېوادونو کې د فېس بک مارکېټ پلېس يا روزګار د کال 2016 نه کیږي.
جنوبي وزیرستان: په امنيتي پوسته بريد کې يو سرتيری وژل شوی پينځه ټپي شوي
د افغانستان سره په پوله د جنوبي وزیرستان په تیارزه تحصيل کې د امنيتي سرتيرو په پوسته بريد شوی چې پکې یو د ملېشې ځواک سرتيري وژل شوي او پینځه نور ټپي شوي. او په بله پېښه کې یو ځايي تن د ماین چاودنې په نتیجه کې ژوبل شوی دی.
د پاکستان او افغانستان د اړيکو او د سولې د خرابوونکي په ګوته کولو کې د ميډيا کردار، د جنرل باجوه بيان ته د څيړونکو نظر
څيړونکي وايي د پاکستان د پوځ مشر چې افغان جرنلسټانو يا مطبوعاتو ته ويلي چې د دواړو هېوادونو کلتوري، ټولنيزو او د خلکو ترمنځ اړیکو ته د ودې ورکولو په لړ کې د پل کردار ادا کولی شي او د سولې د عمل خرابوونکي په ګوټه کولی شي، د پاکستان مطبوعاتو له هم پکار ده چې دغه رنګ مثبت کردار ادا کړي.
افغان چارواکي:پر لښکرګاه باندې د طالبانو لوی برید په شا تمبول شوی
چارواکي وايي پر لښکرګاه باندې یې د طالبانو لوی برید په شا تمبولی
هرات کې د ملګرو ملتونو په دفتر د حکومت ضد عناصرو بريد کړی، يوناما
د افغانستان په هرات ولايت کې د ملګرو ملتونو (يوناما) د دفتر په ودانۍ برید شوی، يو ساتونکی پوليس پکې وژل شوی او څو نور پوليس افسران پکې ټپيان شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډله: طالبان خپل منتقدین په نښه کوي
بشري حقونو څارله ډله: د طالبانو انتقامي بریدونه زیات شوي
امریکا کې د کرونا ضد واکسین کوونکو ته ۱۰۰ ډالر ورکول کیږي
د امریکا ولسمشر جوبایډن له محلي ادارو څخه غوښتي هر امریکايي چې تازه د کرونا ضد واکسین کوي، د تشویق په خاطر ۱۰۰ ډالر ورکړي.