ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی چین ته تللی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې د دغې ډلې یو لوړپوړی پلاوی په یو رسمي سفر چین ته تللی دی.

28.07.2021 امریکا غږ

عمران خان:دافغانستان خانه جنګۍ ته دپاکستان پښتانه هم راغب کیدای شي

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اندېښنه ښودلې چې که په افغانستان کې خانه جنګي پیل شوه نو دغه خانه جنګي پاکستان هم پخپله غیږه کې اخستی شي.

28.07.2021 ډیوه

افغانستان اروپايي ټولنې ته: د افغان کډوالو جبري ایستل ودروئ

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره د مناسبو شرایطو د نشتوالي له امله له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر ودرولو غوښتنه شوې ده.

28.07.2021 امریکا غږ

د پاکستاني طالبانو مشر: غواړو چې د پاکستان قبايلي ضلعې خپلواکه کړو

د لاقانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي مسيد ويلي د پاکستان د امنیتي ادارو پرضد جنګيږي او وايي چې د پاکستان قبايلي ضلعې به ونسي او خپلواکه به يې کړي.

28.07.2021 ډیوه

سيند: هغه تن نيول شوی چې په زوره يې په هندو هلک د الله اکبر نعرې وهلې وې

د سيند صوبې حکومتي ویاند ويلي هغه تن يې نيولی چې په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ويډیو کې يو تن په تهرپارکر ضلع کې يو هندو هلک په زوره نيولی په هغه د الله اکبر نعرې وهي او په بهګوان پسې دې ښکنځلي وکړي.

28.07.2021 ډیوه

له څه وخت راهیسې مړي پسې 'سقاط' ویشل کېږي؟ 

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو پروګرام مړي پسې د نغدو پیسو وېشل یا د سقاط تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې:  له څه وخت راپه دې خوا په مړي پسې نغدې پیسې ویشل کېږي؟  د اسلام دین یې په هکله څه وایي؟  دا پروګرام د ازادي راډیو یو تن خبریاله جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:  

28.07.2021 ازادي راډیو

کندهار: حکومت څلور خبريالان د طالبانو دپاره د تبليغاتو په تور نيولي

د افغانستان حکومتي چارواکو ويلي په کندهار کې د طالبانو دپاره د تبليغاتو (پروپېګنډې) په تور څلور خبريالان يې نيولي دي، په افغانستان کې د رسنيو د څار او ملاتړ ادارې (نی) ويلي دغه خبريالان په سپين بولدک کې د يو طالب کمانډر نه د مرکې څخه بيرته ستنېدل چې نيول شوي دي.

28.07.2021 ډیوه

افغانان د "خاشه ځوان" وژل او وژونکي غندي

په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې ښودل کیږي چې یو شمېر وسله والو د کندهار محلي ټوکمار نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، په موټر کې کینولی لاسونه یې شاه ته ورتړلي او په مخ یې په څپېړو وهي.

27.07.2021 امریکا غږ

پاکستان له سعودي وغوښتل چې په کارګرو یې سفري محدودیت اسان کړي 

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاد فیصل بن فرحان السعود د یوې ورځې لپاره پاکستان ته تللی دی. 

27.07.2021 امریکا غږ

سټالټنبرګ: ناټو به له افغانستان سره په مالي او روزنیزو برخو کې مرستو ته دوام ورکړي

واشنګټن – د ناټو عمومي منشي ینز سټالټبرګ له افغان ولسمشر اشرف غني سره له ټیلیفوني خبرو وروسته ویلي، چې ناټو به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.‌ سټالټبرګ د نهې یا سې شنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه باندې لیکلي، خوښ شوم چې له ولسمشر غني سره مې نن خبرې وکړې. ښاغلي سټالټبرک وړاندې لیکلي، "د افغانستان امنیتي وضعیت په ژغوره یو چلنج پاتې دی او د خبرو له لیارې یوه جوړجاړي ته اړتیا لري. ناټو به له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي چې په هغه کې مالي مرسته، ملکي حضور او له هېواده بهر روزنه شامله ده."   تر دې څو ورځې وړاندې د جولای په ۲۴ نېټه د امریکا ولسمشر جو بایډن هم له افغان ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان پر امنیت، د سولې په روانو هڅو او سفارتي چارو باندې خبرې کړي.‌ ولسمشر غني هغه مهال په خپل ټویټر باندې لیکلي وو چې ولسمشر بایډن ورته ویلي چې هېواد به یې له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.‌ ښاغلي غني دا هم لیکلي وو چې بایډن ورته بایډن ورته له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دی باور لري چې دوی به د افغانستان دفاع وکړي.‌ بل پلو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) مشر جنرال کېنټ میکینزي ویلي، چې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته به دوام ورکوي. نوموړي دغه خبره د اتورا یا یکشنبې په ورځ چې د جولای د میاشتې له ۲۵ سره سمون خوري له کابل څخه د خپل سفر پر وخت کړې ده. د ناټو او امریکا مشرانو په داسې حال کې له ولسمشر اشرف غني سره ټیلیفوني خبرو کې د مرستې ډاډ ورکړی چې د امریکا د فاع وزارت یو چارواکي د تېرې زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي دي، چې دوی په تېرې یوه میاشت کې په طالبانو یو شمېر هوايي بریدونه کړي دي.‌ بل پلو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان د نهې یا سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې په زرګونو بهرني ترهګر په ځانګړي توګه پاکستانیان د افغانانو په وړاندې جګړه کوی. ښاغلي امان دا هم وویل، هره ورځ په ګڼ شمېر ترهګر وژل کېږي او مړي یې د جګړې په ډګر پاتې وي چې له ځینو سره یې بهرني شناخت کاردونه او نور داسې اسناد هم موندل شوي دي.‌  

27.07.2021 ډیوه

فرانسې د جنسي غریزې قوي کولو لپاره د 'شاتو او جیل' درملو کارول بند کړل

د فرانسې روغتیایي او امنیتي مقاماتو خبرداری ورکړ چې خلک باید د شاتو او جیل درمل چې د جنسي غریزې د قوي کولو تر نامه لاندې بازار ته عرضه شوي، استعمال نکړي. 

27.07.2021 امریکا غږ

امریکا د چین سمندري ادعاوې بې بنسټه وبللې

لویډ استن په سینګاپور کې په یوه وینا کې وویل چې د چین په جنوبي سمندر کې د بیجینګ پراختیايي ادعاوې په «نړیوال قانون کې اساس» نلري. 

27.07.2021 امریکا غږ

پي ټي‌ ام غونډه: افغانستان کې دې د پاکستان منفي لاسوهنې بندې شي 

پي ټي ام غونډه: ریاست تل د پښتنو خاوره د افغانستان په ضد استعمال کړې

27.07.2021 امریکا غږ

روانه میاشت پاکستان کې کرونا وایرس دنړۍ په کچه تر ټولو زیات خلک وژلي،دمطبوعاتو دعوې

مطبوعاتي رپوټونه وايي روانه میاشت جولایي کې په پاکستان کې د کرونا دناروغانو د مړيني کچه ګرده نړۍ کې تر ټولو زياته ريکارډ کړل شوې ده.

27.07.2021 ډیوه

امریکا په عراق کې خپل جنګي ماموریت ختموي 

امریکا په عراق کې د خپل جنګي ماموریت د ختم نېټه اعلان کړه 

27.07.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more