دپاکستان دصدر لخوا شکیله ناز اؤ قمرو جان ته دصدارتي ایوارډ ورکولو اعلان
دپاکستان حکومت دخپل هیواد دازادۍ د۷۵م جشن نمانځلو په مهال دپښتو وتلو سندر غاړو شکیله ناز اؤ قمرو جان ته دهنر په څانګه کې دغوره خدماتو په ترسره کولو د صدارتي ایوارډ ورکولو اعلان کړی دی.
افغانستان کې تر ۲۰۰ زیاتو خبریالانو خپلې دندې پرېښي اؤ له خپلو سیمو وتلي
دافغانستان څخه رارسیدلي اطلاعات وایي ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو نښتو. بمباریو اؤ دامنیت دخرابې وضعې له امله تر ۲۰۰ؤ زیاتو خبریالانو دخپلو دندو نه لاس اخستی اؤ په لسګونو محلي راډيوګانو اؤ رسنیو له خپل ژورنالیستکي فعالیتونه ودرولي دي.
پاکستان نن د خپلې ازادۍ ورځ نمانځي، بلوچستان کې ترهګر بريد شوی
پاکستان چې نن د خپلې ازادۍ 75 ورځ نمانځي په بلوچستان صوبه کې ترهګر بريد شوی، د اېف سي ځواک يو سرتيری پکې وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي او په ځوابي ډزو کې درې ترهګر هم وژل شوي دي.
افغانانو ته د غني ډاډ: د لا زیات تاوتریخوالي مخنیوي لپاره مشورې روانې دي
افغان لسمشر محمد اشرف غني وايي، په هیواد کې د لا زیات تاوتریخوالي مخنیوي لپاره یې سلا مشورې پيل کړي دي.
امریکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر بیا زیات شوی
د امریکا په متحدو ایالاتونو کې په کرونا وبا د اخته شوېو کسانو شمېر یو وار بیا زیات شوی دی. د الاباما ایالت والي کې ایفي پرون جمعه د کرونا تازه څپه د سمندرونو څپو ته ورته وبلله، ویې ویل چې د کرونا وبا د امریکا په دغه جنوبي ایالت کې د طبي خدماتو پر وړاندې کوونکو سخت فشار راوړی دی دی. کې ایفي په خپل ایالت کې فوق العاده حالت اعلان کړی دی. د ده په وینا، بیړنی حالت یې د دې لپاره اعلان کړی چې د روغتیايي خدماتو څارونکو ته اسانتیا رامنځته شي. د امریکا په ډېرو هغو ایالاتونو کې چې جمهوریپالان په کې اکثریت لري، د ماسک کارولو په اړه د روغتیايي چارواکو سپارښتنو ته غوږ نه دی نیول شوی. په اوریګان ایالت کې چې د امریکا په شمال لوېدیځ کې د ارام سمندر په غاړه دی، روغتونونه په بشپړ ډول د کرونا وېروس له ناروغانو ډک شوي دي. د دغه ایالت ګورنر د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ لپاره په روغتونونو کې د ملي ګارډ د یو نیم زر ځواکونو د ځای پر ځای کولو پلان اعلان کړی دی. څو نورو ایالاتونو لکه هاوايي د کرونا وبا د ډېرېدو د خطر زنګ کړنګولی دی. روسیې هم پرون وویل چې د کرونا وبا له کبله په دغه هېواد کې په یوه ورځ ۸۱۵ تنه مړه شوي دي. د روسیې د روغتیا وزارت وايي چې د سږکال په جولای میاشت کې د کرونا له کبله د مړینو شمېر د تېر کال د جولای میاشتې پرتله په سلو کې ۶۰ زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو مشر په طالبانو د بریدونو ودرولو غږ کړی
د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونیو ګېټرس د جمعې په ورځ په طالبانو غږ کړی چې په سمدستي ډول وسله وال عمليات پرېږدي او د افغانستان او ولس دپاره يې په ښه نيت خبرو ته راشي.
عبدالله کابل ته د طالبانو د تړون وړانديز راوړی، راپور
په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان د پلازمينې کابل نه په 150 کلوميټره فاصله د غزني ښار نيولی، عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د دوحې څخه کابل ته ستون شوی او د طالبانو د تړون وړانديز يې راوړی دی.
افغانستان کې جګړه؛ 'کابل ته ۱۳۵۰۰ کورنۍ را کډه شوي'
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) وايي په افغانستان کې د جګړو د زیاتېدو له امله د جولای د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۱۳ مې ۱۳۵۰۰ کورنۍ کابل ته راکډه شوي.
پېنټاګون: طالبان هڅه کوي چې کابل جدا کړي
طالبانو په ټول افغانستان کې بريدونه پېل کړي او ښکاري نظر يې په کابل دی، طالبان کابل پله پرمختګ کوي په داسې حال کې چې د امريکا په زرګونو پوځي سرتيري کابل ته رسېدلي دي.
کاناډا ۲۰ زره افغانان مني
کاناډا د جمعې په ورځ اګست ۱۳ (زمري۲۲) اعلان وکړ چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ شاوخوا شل زره افغان کډوال مني. په دغو کډوالو کې به ښځې، دولتي کارکونکي او له ګواښ سره مخ اقلیتونو پورې مربوط کسان شامل وي.کاناډا په داسې حال کې دغه پریکړه کوي چې طالبانو د افغانستان په ډیرو برخو کې سیمې لاندې کړي او څو مهم ښارونه یې نیولي دي د کاناډا د کډوالو د چاورو وزیر مارکو مندیسنو په یوه خبري کنفرانس کې وویل "په افغاستان کې وضعیت خراب دی او مونږ بې تفاوته نشو پاتې کېدلی." له ګواښ سره مخامخ دغه شمیر افغانان ځینې په افغانستان کې دي او ځینې نور یې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته تښتېدلي دي او په ښځو او دولتي کارکونکو برسیره ، خبریالان ، د ښځو د حقونو فعالان او لږه کي په کې شامل دي. د دغو کډوالو څو طیارې بار شوي او په کډوالو بار لومړنۍ الوتکه د جمعې په ورځ تورنټو ته ورسېدله. کابل ته د طالبانو په نږدې کېدو سره ، د کاناډا یوشمیر ځانګړي ځواکونه له کابل څخه د کاناډا د سفارت د کارکونکو په تخیله کولو کې برخه لري خو د امنیتی حساسیتونو له امله د دوی د ماموریت جزئیات نه دي په ډاګه شوي. د جمعې د ورځې اګست ۱۳ (زمري ۲۲) په لومړیو کې هسپانیې، ډنمارک ، ناروې او هالنډ اعلان وکړ چې له کابل څخه د خپلو سفارتونو کارکونکي باسي کاناډا وايي د افغانستان وضعیت له نږدې څارې او له خپلو متحدینو سره په همغږۍ کې کارکوي. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارینو وویل "په کابل کې د کاناډا د سفارت او کارکوونکو ساتنه یې په لومړیتوبونو کې ځای لري ." هغه په خپل ټویټرکې لیکلي دي چې کاناډا د افغانانو د احسان پوروړی دی او هڅه به وکړي چې هغوي ته خوندیتوب ورکړي. کاناډا په داسې حال کې د نویو مهاجرو د منلو او په کابل کې د خپل سفارت د کارکونکو د راویستلو خبره کوي چې امریکا د خپل سفارت د کارکونکو دشمیر د کمولو او افغان ژباړونکو د راویستلو لپاره ، کابل ته درې زره نوي عسکر لیږي. بریتانیا هم د عین کار لپاره افغانستان ته دلنډ وخت لپاره په سوونو عسکر استوي.
پنټاګان: افغانستان کې د نویو عسکرو ماموریت د سفارت د کارکوونکو ایستل دي
افغانستان ته د نونو تلونکو عسکرو تلل پیل شوي او د یکشنبې تر ورځې به یې ډیره برخه د کابل هوايي ډګر ته ورسیږي
چینايي کمپنۍ واوې په پاکستان د جاسوسۍ او تجارتي رازونو د غلا کولو تورونه پورې کړي
د خبري ايجنسۍ رايټرز د مخه د امريکا د کيليفورنيا بزنس ايفيشېنسي سولوشنز ايل ايل سي نومې کمپنۍ د ياد ايالت په فيډرل عدالت کې د چين واوې کمپنۍ مقدمه کړې او تور يې لګولی چې په پاکستان کې په يوه منصوبه د شريک کار کولو په وخت واوي د دوی تجارتي رازونه غلاکړي. بزنس ايفيشېنسي سولوشنز (بي اي ايس) دا تور هم لګولی چې د چين د ټېکنالوجي دې غټې کمپنۍ په پټه خپله ټېکنالوجي کارولې او داسې معلوماتيې راټول کړي چې د پاکستان د قامي امنيت د پاره مهم دي. تر اوسه نه واوې نه بي اي ايس او نه يې وکيلانو پال ټرېپوډي او ډيوېډ ونډل په دې اړه د رايټر پوښتنو ته ځوابونه ويلي. د مقدمې تر مخه واوې د بي اي ايس سره په ګډه د پاکستان ښار لاهور کې په کال 2016 کې د پوليس او د قانون په ځای کونکو ادارو ته دسافټ وير ټېکنالوجي ټېکه لرله چې د 150 ميلينه ډالره وه. د نورو کارونو سره سره بي اي ايس يو سافټ وير جوړ کړی چې د حکومتي ايجنسيانو معلومات جمع کړي، د سرکاري ودانو کنټرول ته لاس رسی ولري، د سوشل ميډيا څار وکړي او د ډرون د چلولو انتظام وکړي. په مقدمه کې ويل شوي د اتوو سافټ ويرز جوړ سېسټم چې بي اي ايس جوړ کړی د مالکانه حق کوډ، نقشې، ډايګرامز او نور معلومات لري چې دکمپنۍ د تجارت ارزښتناک رازونه دي. ويلي شوي واوې د بي اي ايس نه غوښتلي دغه معلومات دې ورته ورکړي چې په چين کې يې وڅېړي چې د بي اي ايس په وينا دوی ورته تيار وو خو هوواوي ته يې هغه وخت د اجازت ورکولو نه انکار وکړو کله چې هوواوي کمپني ليبارټرۍ ته د بي اي ايس د لاس رسی ورکولو نه پهشا شوه. په درخواست کې ويل شوي دا منلې شوې وه چې هوواوي به ورته هغه د سافټ وير ډيزاين اوزار واپس کوي لا به يې استعمال بندوي خو لاداسې نه دي شوي. بي اي ايس وايي هوواوي ترې بيا دا غوښتنه وکړه چې د معلوماتو جمع کولو سافټ وير دې په چيني لېبارټرۍ کې ولګوي کوم چې پاکستانۍقانون ساتونکې ادارې د مهمو معلوماتو حاصلولو د پاره د مختلف سرچينو او حکومتي ايجنسيانو نه تر لاسه کوي. “دا ځل دا يواځې د ټېسټ په غرض نه بلکې هغه ټولو معلوماتو ته د لاسي د پاره دی چې د لاهور سيف سيټي منصوبې ټول معلومات واخلي”. بي اي ايس وايي دوی هغه وخت پروژې ته پيسې ورکول بند کړل کله چې هوواوي د ټېکې د ختمولو دړکه وکړه او ويې ويل دوی ته پاکستان دداسې کولو اجازت ورکړی. درخوست کې په هوواوي تور لګول شوی چې ياده کمپنۍ “دا سافټ وير چين د يوې پټې دروازې په توګه کاروي چې د چين نه په لاهور کې هغهڅه ته لاس رسی وکړي او باريک معلومات واخلي او بدل کړي چې د پاکستان قامي سلامتيا ته مهم دي”. بي اي ايس دا هم وايي هوواوي ورته د څو سافټ ويرز هډو پيسې نه دي ورکړي او بله دا چې هوواوي په دغه رنګ سيف سيټي منصوبو کې په پاکستان او نوره نړۍ کې د خپل تجارتي رازونو غلط استعمال کوي.
ګراهام: په افغانستان کې د طالبانو کنترول د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه ده
د امریکا د متحدو ایالتونو یو مخکښ سناتور لنډزي ګراهم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو کلک انتقاد کړی دی.
مچ مککانل له بایډن څخه غوښتي افغانستان نور سرتېري واستوي
د امریکا دمتحدو ایالتونو د سنا مخکښ غړي مچ مککانل د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي دي چې د اګست له ۳۱ نېټې وروسته دې هم افغانستان ته اضافي سرتېري واستوي.
ناټو د افغانستان په هکله عاجله غونډه کوي
وروسته تر هغه چې امریکا افغانستان ته د زرګونو عسکرو د لیږلو اعلان وکړ، د شمال اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) ویلي چې د افغانستان په هکله نن جمعه اګست ۱۳ (زمري ۲۲) عاجله غونډه کوي.