ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سیګار: د افغانستان سره د امریکا د مرستو راتلونکې ناڅرګنده ده

د افغانستان د بیار رغونې لپاره د امریکا د سر مفتش دفتر (سیګار) په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستو راتلونکې معلومه نده.

29.10.2021 امریکا غږ

پاکستان افغانستان ته د T_20 ورلډ کپ مېچ کې په پینځو وکټو ماتې ورکړه

د افغانستان په بېتڼګ کې کپتان محمد نبي او ال راوڼدر ګلبدین نایب په مجموعي ډول 71 رنز وکړل. نایب په 25 بالونو 35 رنز وکړل او نه و اوټ شوی او نبي په 32 بالونو 35 رنز جوړ کړل

29.10.2021 ډیوه

پاکستان په کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

پاکستان د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان ته ماتېورکړه.

29.10.2021 امریکا غږ

شمالي وزیرستان:چاودنو،هدفي وژنو اؤ عملیاتو کې د دوؤ عسکرو په ګډون اته کسان وژل شوي

امنیتي سرچینې وایي شمالي وزیرستان کې دتیرو دوؤ ورځو په مهال دسړک دغاړې چاودنو،هدفي وژنو اؤ دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې دوه امنیتي سرتیري،درې عام وګړي اؤ دوه ترهګر وژل شوي دي.

29.10.2021 ډیوه

طالبانو پاکستان کې افغان سفارت او قونسلګریو ته خپل 'دپلوماتان' استولي 

پاکستان کې په افغان سفارت او قونسلګریو کې د طالبانو استازو کار پیل کړی

29.10.2021 امریکا غږ

دافغانستان دوضعیت له امله پاکستان کې دګاډو دکابلي پرزو نرخ ختلی دی

د افغانستان د روان وضعیت اغېزې دپاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو په اقتصاد او د عام ولس په کاروبارونو هم شوې دي.

29.10.2021 ډیوه

پاکستان کې تحریک لبیک ډله څنګه رامنځته شوه اؤ ترشا یې څوک ولاړ دي؟

څېړونکي وايي دا تندروه مذهبي ډله په بنيادي توګه بریلوي فکر لري او ددې مضبوط مرکز د پنجاب سرښار لاهور ګڼل کېږي خو ددې په پلويانو کې د پنجاب د جي ټى روډ په اوږدو کې د پرتو سیمو خلک شامل دي څوک چې په تاریخي توګه د طاقتور پوځي اسټبلشمنټ د پلويتوب مزاج لري.

29.10.2021 ډیوه

"لوبې نه خوند واخلئ،سیاست ترې مه جوړوئ"پېښور کې دمیشت افغان کډوالو غوښتنه

نن دجمعې په ماسخوتن دافغانستان اؤ پاکستان دکرکټ لوبډلو ترمنځ کیدونکې سیالۍ ته خلک زیات لیواله دي اؤ ددې سیالۍ دکتلو دپاره پېښور کې په ځېنو سیمو کې ځانګړي انتظامات نیول شوي.

29.10.2021 ډیوه

په افغانستان کې د داعش او القاعده پياوړې کېدو بدې اغېزې به په ګاونډيانو وي، څيړونکي وايي

څيړونکي وايي که چرته د طالبانو د کمزوري حکومت له امله داعش او القاعده په افغانستان کې پياوړي کيږي نو د امريکا او لويديځ په پرتله زياتې اغېزې به يې د افغانستان په ګاونډي هيوادونو وي.

29.10.2021 ډیوه

میر عبدالقدوس بزنجو دبلوچستان نوی اعلا وزیر وټاکل شو

دصوبې داعلا وزیر دټاکنې دپاره دبلوچستان اسمبلۍ غونډه دجمعې په ورځ دسرپرست یا قائمقام اسپیکر بابر موسا په مشرۍ شوې چې پکې داسمبلۍ ۳۹ غړو دمیرعبدالقدوس بزنجو په پلوۍ خپلې رایې کارولي دي.

29.10.2021 ډیوه

د تحریک لبېک لاريون ګوجرانوالې ته رسېدلی، حکومت يې 32 غړي نيولي

د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک لبېک پاکستان (ټي اېل پي) لاريون د پنجاب صوبې ګوجرانوالې ښار ته رسېدلی، حکومت ویلي د ټي اېل پي 32 غړي نيولي او د کورنیو چارو وزير ویلي د لاريون مخه به نيسي.

29.10.2021 ډیوه

کرکټ: پاکستان دې د افغانستان لوبډله اسانه ونه ګڼي، انضمام الحق

د افغانستان او پاکستان لوبډلې چې نن په شل اووريز نړيوال جام کې مخامخ کيږي، د افغانستان پخواني کوچ او د پاکستان پخواني ياد لوبغاړي انضمام الحق ویلي، پاکستانۍ لوبډله دې د افغانستان لوبډله اسانه ونه ګڼي.

29.10.2021 ډیوه

امریکايي جنرال: چین غواړي تر امریکا او روسیې خپل نظامي قدرت زیات کړي

یوه امریکایي‌ جنرال خبرداری ورکړی د چین یوازې وخت پکار دی څو د امریکا لوړ نظامي ځای ونیسي. هغه له واشنګټن او متحدینو غوښتي دي چې د بیجینګ‌ په وړاندې د مقابلې لپاره خپلې هڅې ډیري کړي.

29.10.2021 امریکا غږ

امریکې افغانستان ته د 144 ملينه ډالرو مرستو ورکولو اعلان کړی

امریکې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې افغانستان ته به د 144 ملينه ډالرو بشري مرستې ورکوي، امریکې دا اعلان  په داسې حال کې کړی چې په افغانستان کې خلک د خوراک د کمي سره مخ دي او دپاسه پرې ژمی را روان دی.

29.10.2021 ډیوه

د ایټوپیایي پوځیانو په هوایي برید کې شپږ تنه وژل شوي

صحي چارواکو د پنجشنبې په ورځ اکټوبر ۲۸ (لړم شپږمه) امریکا غږ ته ویلي دي چې د تیګري سیمې په مرکز مکله کې د ایتوپیایي پوځیانو په هوایي برید کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي‌او ۲۱ نور ټپیان دي.

29.10.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more