ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د عدالت نه انصاف ته په تمه يوو، په اې پي اېس کې د وژل شوو ماشومانو مياندې پلاران وايي

د پېښور په ارمي پبلک سکول کې په ترهګر بريد کې د وژل شوو ماشومانو میاندې پلاران وايي، دوی يواځې د عدالت نه د انصاف تمه لري، عمران خان چې وزیراعظم نه وو دوی له ورغلی وو او ورته یې باور ورکړی وو چې هغه به د دوی وکالت وکړي خو دغه وکیل يې پرون عدالت په زور راغوښتی وو، د پرونه پورې ورک وو.

11.11.2021 ډیوه

پاکستان يو ځل بيا د افغانستان سره د اقتصادي مرستو غږ کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود یو ځل بیا په نړۍ غږ کړی چې د بشري ناورين څخه بچ کېدو دپاره دې د افغانستان اقتصادي مرستې وکړي.

11.11.2021 ډیوه

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د طالبانو سره د حکومت په خبرو اندېښنه څرګنده شوې

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ نه پس د دغه هېواد په برني اېوان سېنېټ کې هم مخالفه سياسي ګوندونو د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د پارليمان څخه بالا د روغې جوړې په خبرو اندېښنې ښودلي او ویلي يې دي د پارلیمان د باور پرته په دغو خبرو کې د کېدونکي پرمختګ پاېلې به پارلیمان وه نه مني.

11.11.2021 ډیوه

د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته نورې مرستې لېږل شوي

د پاکستان بزنس فورم او د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې د غلام خان په پوله افغانستان ته د یخنۍ نه بچ کېدو لپاره د سويټرونو، جرسيو او نورو سامانونو څلور ټرکونه مرستې لیږل چې د افغانستان خوست صوبې طالب مشرانو ته سپارل شوي دي.

11.11.2021 ډیوه

امریکې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ په مذاکراتو له غبرګون ښودلو انکار کړی

امریکا  دپاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ په روانو خبرو اترو دغبرګون ښودلو نه انکار کړی اؤ وایي امریکا اؤ پاکستان اوس هم دافغانستان په معامله دمفاد په یوه لیکه ولاړ دي.

11.11.2021 ډیوه

دټي ۲۰ سیمي فاینل کې نن دپاکستان اؤ اسټریلیا لوبډلې یو بل ته مخ کیږي

څېړونکي وایي دپاکستان دلوبډلې په هکله  په باور سره هیڅ نه شي ویل کیدای ځکه چې دا لوبډله کله خو خپل تکړه مخالف ټیم هم راپرځوي اؤ کله بیا داسان هدف په ترلاسه کولو کې هم ناکامه شي.

11.11.2021 ډیوه

طالبان وایي واکمنۍ ته له رسیدو راپدیخوا یې ۶۰۰ دداعش غړي نیولي

طالبان وایي داګست دنیمایي نه راپدیخوا چې افغانستان کې واک ته رسیدلي،تراوسه یې داعش سره دتړاؤ لرونکو سیمه ییزو ډلو شاوخوا۶۰۰غړي نیولي دي .

11.11.2021 ډیوه

امریکا په ایتوپیا کې د جګړې دریدو ته هیله منه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰(لړم۱۹) هیله څرګنده کړې چې دیپلوماسي ممکن وکړای شي په ایتوپیا کې د خونړۍ جګړې مخه ونیسي.

11.11.2021 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د میانمار په تاوتریخوالو "ژوره خواشيني" ښودلې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰(لړم ۱۹) په میانمار کې په وروستیو تاوتریخوالو "ژوره اندیښنه" څرګنده کړې او ډیر ژر یې د تاوتریخوالو د بندیدو تر څنګ، ملکي افرادو ته د زیان په نه رسیدو ټینګار کړی.

11.11.2021 امریکا غږ

طالبان: د اسلامي دولت ۶۰۰ جنګیالي مو نیولي 

د طالبانو حکومت د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) وویل چې واک ته له رسیدو وروسته یې د داعش د خراسان څانګې اړوند شاوخوا ۶۰۰ جنګیالي نیولي دي.

11.11.2021 امریکا غږ

امریکا په اوکراین کې د بلې "جدي تیروتنې" په اړه روسیې ته خبرداری ورکړ

د امریکا متحده ایالتونو د چهار شنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم۱۹) خبرداری ورکړ چې روسیه له اوکراین سره پولې ته نږدې په خپلو نظامي تحرکاتو سره "جدي تیروتنې" کوي ‌او په دې اړه یې د مسکو د وضاحت غوښتنه وکړه. 

11.11.2021 امریکا غږ

ځینې زده کوونکې: کلنیو ازموینو ته لږې ورځې پاتې خو لا هم بې برخلیکه یو

طالبانو ژمنه کړې وه چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د زده کړې لپاره خوندي چاپیریال رامنځته کوي، خو ښايي د دوی په خوښه د نجونو لپاره د زده کړو خوندي چاپیریال نه وي برابر شوی ځکه خو لا هم د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي. که څه هم په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو د دغه پرېکړې پر وړاندې لاریونونه وشول او په نړیواله کچه دا موضوع وغندل شوه، خو طالبانو لا هم اجازه نه ده ورکړې. د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې وايي،کلنیو ازموینو ته بیخې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه هېڅ خبر نشته او دوی په دې برخه کې هماغسې بې سرنوشته دي. د بدخشان اوسېدونکې بې نظیر چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، اوس مهال د زده کړو له اساسي حق بې برخې ده او نه پوهېږي چې د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره چاته مراجعه وکړي. نوموړې زیاتوي: "له کومه وخته چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، له هماغه ورځې يې له موږ د زده کړو حق واخېست، د هرې ورځې په تېرېدو په دې اړه زموږ اندېښنې لاپسې زیاتیږي، ځکه ښوونځي ته د نه پرېښودو له امله موږ ورځ تربلې نهیلي کېږو او هره ورځ په دې اړه شکایتونه ډېریږي خو نه پوهیږو چاته ورشو چې زموږ دا ستونزه حل کړي." هغه د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي. د کابل اوسېدونکې طیبه چې د دولسم ټولګې زده کوونکې ده وايي، که سږ کال له کلنیو ازموینو پاتې شوه نو د کانکور په ازموینه کې به یو کال شاته شي: "موږ د بې سرنوشتې په یوه مرحله کې قرار لرو، که سږ کال ونه توانیږو د کانکور په ازموینه کې برخه واخلو نو زموږ یو کال خواري په سیند لاهو کېږي، نو ځکه موږ ډېر اندېښمن یو، که ازموینې هم پیل شي له تېرو څلورو نیمو میاشتو راپه ديخوا مو هېڅ درس نه دی ویلی نه پوهېږو چې د څه شي په اړه ازموینه ورکړو؟" دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې بهیر ته جدي پاملرنه وکړي، خو دا غوښتنه نړیوالې ټولنې بار-بار له طالبانو کړې خو پایله يې نه ده ورکړې. دا په داسې حال کې ده چې تازه له هراته راپورونه خپاره شوي چې په دغه ولایت کې له شپږم ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوي خو د دغه بهیر د څرنګوالي په اړه طالبان څه نه وايي. په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعالانې هم له زده کړو د نجونو د محرومېدو په اړه اندېښمنې دي. زرقا یفتلي چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د یو تحقیقاتي بنسټ رییسه ده وايي، د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړلو سره یو وار بیا اندېښنې راپورته شوي چې دغه ډله به له دې چارې سره د خپل تېر نظام په شان برخورد وکړي. نوموړې وايي: " شل کاله وړاندې چې کله طالبانو افغانستان ونیوه هغه مهال هم دنجونو په زده کړو بندیز ولګېده، کله چې د ازموینو وخت نږدې شو طالبانو اعلامیه خپره کړه چې نجونو ته دې یو لوړو ټولګیو ته یو کال ارتقا ورکړل شي، که څه هم هغه وخت طالبانو ژمنه کوله چې یو میاشت وروسته یا دوه میاشتې وروسته دا ستونزه حلوي خو کلونه تېر شول او دوی د نجونو ښوونځيو ته د پرانستل کېدو اجازه ورنکړه." خو طالبان وايي چې لا هم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه پرېکړه نه ده شوې. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه د معارف وزارت له لوري په دې اړه کومه پرېکړه وروستۍ شوې نه ده." طالبانو له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې نجونو ته به د زده کړو خوندې چاپیریال رامنځته کوي، خو پر افغانستان د طالبانو د بشپړې واکمنۍ نه نږدې درې میاشتې تیريږي په دې اړه لا هم کوم اقدام نه شوی، ان تر دې دې چې د دولت ښځینه کارکونکو ته هم تر دې دمه د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

11.11.2021 ازادي راډیو

میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ مشر وټاکل شو 

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی میرویس اشرف د کرکټ بورډ سرپرست مشر ټاکل شوی دی.

10.11.2021 امریکا غږ

د زرگونو خلکو په قتلونو کې د ککړو طالبانو پخلا کول به غلط مثال جوړ کړي: څېړونکي

د پاکستان د حکومت د طالبانو سره د سولې د خبرو په اعلان یو شمیر څېړونکو  او په ترهگرۍ کې د ځپليو شوېو کورنیو غړیو په حیرانۍ سره تپوس کړی دی چې د حکومت سره داسې کوم قانوني او اسلامي واک دی چې ترهگرو ته د دويي مړي وربخښی؟ د پښتون ملت پال عوامي نيشنل ګوند د پښتونخوا ويانده ثمر هارون بلوروايي جرګه کول ښه خبره ده، دويي غواړي چې جگړه ختم شي خو ریاست ترهگرو ته د دويي د مړو د بخښلو اختیار نه لري، هغې ډېوه ته وویل: "دوي (حکومت) زمونږ شهادتونو او قربانیو ته سپک گوري" د ثمر، خسر بشیر بلور او خاوند هارون بلور د ترهگرۍ په بریدونو کې د وژلو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې وه، پاکستان دا وخت ددغې ډلې سره مزاکرات کوي. د څېړونکو په خیال د ثمر په رنگه په زرگونو کونډې له حکومته ددغه تپوس پوره حق لري. د پاکستان د انگریزۍ ژبې په ورځپاڼه ډان کې مدني فعال اسامه خلجي د"قصابانو پخلا کول" په سر خط په خپل مضمون کې لیکلي د ټي ټي پي بخښل یو غلط مثال قایموي. هغه خبرداری ورکړی دی د طالبانو د بخښلو سره به نور ترهگر هم دا پیغام واخلي چې هغه څوک چې د حکومت په ضد جرمونه کوي په اینده کې د معاهدو د لارې بخښل کیدی هم شي. اسامه خلجي په خپل مضمون کې تپوس کړی چې ددې معاهدې پس به بیا حکومت خلک د وسلې پورته کولو نه څنگه  منع کړی شي؟ د پاکستان طالبانو ددغه هیواد د وزیراعظمې بينظیر بټو د وژلو نه پرته د سکول د ماشومانو، عامو خلکو او حکومتي عسکرو د وژلو زموارۍ  وخت په وخت منلي دي. د پاکستان حکومتي چارواکي پخپله هم وايي چې د ترهگرۍ په ضد روانه جگړه  کې خوا وشا 80000 وگړي وژل شوي دي.  البته د پاکستان وسني وزیراعظم عمران خان په یو شمیر موقوع په خپلو خبرو کې ویلي چې پاکستان ته د ترهگرۍ په ضد جگړه کې شامیلیدل نه وو پکار، دهغه په خیال که چري پاکستان د ترهگرۍ خلاف په جگړه کې د امریکا ملگرتیا نه وې کړی نو دومره زیانونه به نه وو شوي. امریکا وايي پاکستان ته یې د تر هگرۍ خلاف په جگړه کې د مرستې لپاره 33 بیلینه امریکايي ډالرې ورکړي دي.  دترهگرۍ په موضوع لیکل کونکي څېړونکي د پاکستان د حکومت دترهگرو سره په لوظنامه د نیوکو تر څنگ دا هم خبردارې ورکوي چې دا نوې معاهده به یو وار  بیا وسله والو ته گټه ورسوي. د ډیوه سره په خبرو کې لیکوال او د مشال ریډیو منیجینگ اډیټر داود خټک وویل په 2004 کې د طالب کمانډر نیک محمد سره شوې معاهدې نه  اونیسه په کال  2008 کې په سوات کې شوې معاهدېپورې ټولې نه یواځې ناکامه شوي دي  بلکې ددغو معاهدو ریاست ته زیان او وسله والو ته گټه رسېدلې، هغه وايي: "وس چې وسله وال طالبان د پاکستان سره خبرې کوي نو د کمزورۍ د پوزیشن (مقام) نه، نه کوي، بلکې هغه د یو مظبوط مقام خبرې کوي" د ښاغلي خټک په خیال په 2014 کې دغه دعوې سمې نه وې چې د طالب نوغې وښکل شوی، هغويي په تېرو څو میاشتو کې یو وار بیا حملې سوا کړي او ورسره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وجه هغه نور هم مظبوط شوي دي، خو ښاغلی خټک دا هم گمان کوي که د طالبانو سره چري معاهده وشوه: "داسې عوامل شته دی چې د هغې په بنیاد دا ویلي شي چې دا معاهده به ناکامه شي" دښاغلي خټک ددغو فکر مندیو په پرتله د پاکستان حکومتي چارواکي خوشبینه دي چې د طالبانو سره ددې معاهدې ورستو به د څو کلونو راپدیخوا  روانه تر هگري ختمه شي. په کال 2014 وسله والو په پېښور کې په ارمي پبلک سکول په خونړۍ حمله کې  149 کسان وژلي وو چې 132 پکې د سکول ماشومان وو. په وژل شویو ماشومانو کې یو د مدني فعال او قانون پوه فضل خان زوی هم ؤ. فضل خان وايي که د پاکستان سره د ترهگرۍ خلاف د جگړې ختمیدلو لاره مزاکرات ده نو دا یې وړاندې ولې نه کول؟ د هغه په خیال د زرگونو بې گناه خلکو د قتلونو پس دا مزاکرات ډېر مشکوک دي: "داسې نه ده چې دوي د عوامو د مفادو لپاره مزاکراتو ته ناست دي" د فضل خان په آند حکومت د طالبانو سره د مزاکراتو په نوم هغويي یو وار بیا د خپلو پټو مقصدونو لپاره کارول غواړي، فضل خان وايي: " مونږ د ریاست پاکستان دغه فیصله بلکل هم نه منو" د پاکستان طالبانو د هیواد په ضد جگړه کې تل دا دریځ خپل کړی چې دوي د اسلام د نفاذ لپاره د "کُفري نظام" ( جمهوریت) په ضد جنگیږي. په پېښور کې د مېشت څېړونکي عرفان اشرف نه مو چې کله تپوس وکړو چې ایا وس چې طالبان د حکومت سره خبرې کوي نو معنا یې دا شوه چې دوي نور د اسلام نفاذ نه غواړي او جمهوري نظام منلو ته تیار شو؟ نو هغه وویل داسې نه ده چې طالبان به د خپل دریځ نه په شا شي، هغويي مخکې هم د پاکستان ریاست او ایئن نه منلو  او وس هم داسې وايي: " پاکستان وايي چې مزاکرات د پاکستان د ایئن په چوکاټ کې کیږي خو طالبان دغه ایئن نه مني" ښاغلی اشرف وايي د عمران خان حکومت اولس ته یوه وايي اود طالبانو سره پټې نورې خبرې رواني دي. د طالبانو سره د مزاکراتو د خبرونو پس د عمران خان د حکومت مخالفو گوندومو مشرانو هم په دې پرېکړه نیوکې کړي دي. د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي د پاکستان د صدر، وزیراعظم او بهرنيو چارو وزير د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په اړه يې وړاندې هم نيوکې کړې وې او اوس یې هم کوي ځکه چې د دوی سره مشوره نه ده شوې او نه کومه اتفاق رایی جوړه کړی شوې ده. دپاکستان دملي امنیت سلاکار ښاغلي معید یوسف دافغان طالبانو په منځګړتوب پاکستاني طالبانو سره روغې جوړې لپاره د حکومت دسولې د روانو خبرو ننګه کړې اؤ وایي دپاکستان دننه په تیرو وختونو کې هم داسې خبرې اترې شوي دي. تېره اونۍ دلته په واشنګټن کې دموقعیت لرونکي میډل ایسټ انسټي ټیوټ په تابیا راجوړې شوي دستورې ته په ویډیوي بڼه خپله وینا کې ښاغلي معید یوسف دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ دروانو خبرو دفاع وکړه اؤ وئ ویل ټول ریاستونه باید داسې خبرې اترې وکړي. هغه وویل که چرې نورو ریاستونو ته هم داسې لارې ګودرې په نظر ورځي چې خپل وګړي پرې دقانون تابع کولی شي نو هغوئ باید داسې وکړي.          

10.11.2021 ډیوه

نیوزلنډ د شل اوریز کرکټ نړیوال جام پایلوبې ته ووت

د ۲۰۲۱ د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه (سیمي فاینل) په ابوظهبۍ کې د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ وشوه چې نیوزلنډ انګلنډ ته ماتې ورکړه.

10.11.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more