ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

25.04.2022 امریکا غږ

اسلام اباد هاي کورټ دا عدالتي فېصله معطل کړي چې د پي ټي اي د بهرني فنډونو مقدمه دې په ۳۰ ورځو کې فېصله کړی شي

اسلام اباد هاي کورټ د پاکستان تحریک انصاف د بهرنۍ فنډنونو مقدمې کې د پریکړه په ۳۰ ورځو کې د کولو د یو بینچ پریکړه معطل کړې ده. د اسلام اباد هاي کورټ چیف جسټس اطهر من الله د بهرنې فنډونو په اړه د تحریک انصاف د درخواست د اوریدنې په مهال ویلې د قانون ترمخه الیکشن کمیشن هر کال د سیاسي ‘ګوندونو د اکاونټونو پلټنه کوي، که چطرې ممنوع فنډ ثابت شو نو کمیشن به یې ضبط کوي، عدالت د الیکشن کمیشن، د مسلم لیګ نواز ډلې او پیپلزګوند، په شمول ۱۷ سیاسې ګوندونو ته نوټس جارې کړې او د می تر ۱۷مې نېټې پورې یط ترې ځواب غوښتی دی.  د اسلام اباد هاي کورټ مخې ته د مطبوعاتو سره خبرو کې د تحریک انصاف یو مشر اعظم سواتي د پریکړې هرکلې وکړو او ویې وېل دا قانونی او بنیادې ضرورت دې څومره چې سیاسې ګوندونه دي، د هغوې د بهرنې فنډونو پلټنې دې د یوه قانون ترمخه وکړې شي د دغه پریکړې څخه به د نورو سیاسې ګوندونو فندونو حالت هم مخې ته راشي. د اسلام اباد هاي کورټ دغه پریکړه په داسې حال کې کړې چې تحریک انصاف اعلان کړی چې د اپریل د میاشتې د ۲۶مې نیټې نه به د پاکستان د الیکشن کمشن د مشر سکندرسلطان راجا په ضد په ټول هیواد کې د الیکشن کمیشن  د دفترونو مخې ته احتجاجې مظاهرې کوي. د تحریک انصاف د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري تیره ورځ د ګوند د غونډې وروسته په ټوېټر خپل پېغام کې تور لګولې چې چیف الیکشن کمیشنر متعصب دی او د ټاکنو کمیشن تر اوسه د پي ټې اېې د منحرف غړو د نا اهله کولو د پاره بیان ندې خپور کړی. د تحریک انصاف مشر عمران خان تیره ورځ بنې ګاله کې د مطبوعاتو سره وینا کې د الیکشن کمیشن د مشر سکندر سلطان راجا څخه د استعفا غوښتنه وکړه. عمران خان دا هم ویلې وو چې پې ټی اېې په چیف الیکشن کمشنر باور نه لري او ده هغه ټولې پریکړې د ګوند خلاف وې-  چیف الیکشن کمیشنر سکندر سلطان راجا البته د یو شخصې ټیلې ویژن ډان نیوز سره خبرو کې ویلې چې هغه د استعفا هیڅ اراده نه لرې او د هیواد د غوره ګټو د پاره به کار کولو ته دوام ورکړي. د تحریک انصاف له اړخه پر الیکشن کمیشن او د ادارې پر مشر تورونه وروسته دهغه زیات شوې چې الیکشن کمیشن د اسلام اباد هاي کورټ د پریکړې په اساس د تحریک انصاف پر ضد د بهرنې فنډونو د مقدمې اوریدنه د اپریل د میاشتې د ۱۹مې نیټې راهسې یوځل بیا پیل کړې چې په ۳۰ ورځو کې به ترسره کړې شي. وتلې جرنالسټ مظهر عباس وايي که چېرې الیکشن کمشنر استعفا ورهم کړې، دغه سیاسې ډلې ګارنټې نه شې ورکوې چې بل راتلونکې به کار ته پریښودلې شي- د دغه ساسې ګوندونو حکومتې او مخالف مشران دې چې الیکشن کمیشن غړې، مشر او د نورو ادارو مشران ټاکې خو کله چې پریکرې په ضد راشي نو پر دغه مشرانو نیوکې کیږې- دوې زیاتوې سیاسې ډلې که هغه تحریک انصاف وې ، مسلم لیګ، پیپلز کوند یا یو بل باید د ادارو مشران خپل د خوښې څخه پرته په شفاف توګه وټاکې او بیا وټاکل شوې کس کار ته هم پری شودل شي- که چطرې په هیواد کې سیاسې رویو کې بدلون رانه وستل شو نو حالات نشې بدلیدې. د پي ټي اې د بهرنۍ فنډنګ دغه مقدمه چې د کال ۲۰۱۴ د نومبر د ۱۴مې نیټې راهسې الیکشن کمیشن کې دوام لرې، د پې ټي اې یو منحرف غړې اکبر ایس بابر درج کړې وه- اسلام اباد هاې کورټ د روانې میاشتې په ۱۴مه نیټه الیکشن کمیشن ته هدایت کړې وو چې د دغه مقدمې اوریدنه دې په ۳۰ ورځو کې تر سره کړې شي. تحریک انصاف یو اړخ ته غواړې چې الیکشن کمیشن دې د دوې په ضد د بهرنې فنډونو مقدمه وځنډوې خو بل پلو ته د الیکشن کمشن څخه د دوې د منحرف غړو په ضد د پریکړې ځنډولو د سببه پر الیکشن کمیشن نیوکې هم دوې- تحریک انصاف د ګوند منحرف غړو په ضد عدالت ته د تګ پریکړه هم کړې ده.

25.04.2022 ډیوه

د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې ښځه مړه شوه 

د نړۍ تر ټولو مسنه ښځه جاپانۍ کان تناکا نن دوشنبه اپریل ۲۵ (وري۵) په ۱۱۹ کلنۍ کې مړه شوه. 

25.04.2022 امریکا غږ

د نړۍ مشرانو په ټاکنو کې د مکرون د بري هرکلی کړی 

د اروپایي ټولنې د هیوادونو، بریتانیا، د متحده ایالاتو، جاپان او کاناډا څخه نیولې تر روسیې، چین، اوکراین، افریقایي اتحادیې، هند، استرالیا او نورو هیوادونو مشرانو د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د بیا انتخابیدو هرکلی کړی دی.

25.04.2022 امریکا غږ

پي اېف یوجی: د پاکستان نوی حکومت دې خبریالانوسره د عمران خان د دور چلند نه کوي

په پاکستان کې د خبريالانو مرکزي اتحاديې فېډرل يونين اف جرنلسټ نوې پرځاﺉ شوې حکومت ته دخپلو غوښتنو اساس نامه وړاندې کړې او د حکومت څخه يې غوښتلي چې د تېر حکومت هغه چلند او تګلاره دې ختمه کړی چې د دغو تنئیمونو په قول خبريالان د زروزیاتي او ظلمونو سره مخ ساتل شوې وو ۔ د فېډرل يونين اف جرنلسټس مشر شهزاده ذوالفقار وي او ای  ډيوه سره خبرو کې وويل  حکومت ته یې د شلو  بنيادي غوښتنو اساس نامه وړاندې کړې چې پکې د ميډيا ادارو په حکومت د شپږ اربه روپو د بقايا جاري کولو تر څنګ په څلورو واړو صوبو کې د خبريالانو پرضد د مقدمو ختمول هم شامل دي. خبریالانو د مېډيا د کار کونکو دپاره د وېج بورډ جايزې غوښتنه او د مالي بحران ختمولو دپاره عملي ګامونو غوښتنې هم کړې دي ۔ شهزاده ذوالفقار وويل” دغه د تحريک انصاف تېر شوې واکمنۍ په وخت په خبريالانو تربل هر دوره زيات ظلمونه شوې دي ۔ د خبريالانو زورولو او پرې فشار دپار لانجمن قانونونه او نورې ډېرې حکومتي ګتکې کارول شوې دي ۔ شهزاده ذوالفقار زیاته کړه ” مونږ تمه ساتو چه نوی پرځاﺉ شوې حکومت به نور هغه د تېر حکومت چلن او تګلارې ته دوام ور نکړي او د مېډيا ازادۍ دپاره به قوي ګامونه پورته کړي." د پي۔ټي۔ايي په دور کې د پيکا لانجمن قانونتر سنګ د حکومت په تګلاره دانيوکې کېدلې چه دغه حکومت د خبريالانو قابو ساتلو دپاره غېراييني ګامونه پورته کوي ۔ شهزاده ذولفقار زياته کړه ، حکومت ورسره لوظ کړی چط  نور به د خبريالانو څخه ددوي حقونه نه تروړل کيږي خو که چرته نوې حکومت لکه د تحريک انصاف تش د دعوو سخه کار اخلي نو بيا خبريالان هم به خپله مبارزه روانه ساتي ۔ پخوانی وزیراعظم عمران خان به د هغه د اقتدار په مهال خبریالانو سره د حکومت په سلوک ټکونه ردول او وېل به یې چې په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.

25.04.2022 ډیوه

يو شمېر افغانان: طالبان د تلاشۍ پر مهال پر خلکو ډزې کوي

يو شمېر خلک وايي چې، د طالبانو حکومت ځواکونه له خلکو سره د چلند په باب ډیر نه پوهیږي او د ورته وضعیت په دوام سره به خلک د دوی له حکومته زړه توري شي. د خلکو غبرګونونه وروسته له هغه راپورته شول چې د عادل په نوم يو زلموټی د جلال اباد ښار په زيړني پله کې د تلاشۍ پر مهال د طالبانو په ډزو کې ووژل شو. د نوموړي د کورنۍ یو غړي صلاح الدین مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې عادل د تلاشۍ په پوسته کې د طالبانو په ډزو کې ووژل شو. عادل په یو دکان کې شاګرد وو او د شپې کله چې د خپلې کورنۍ له دوو غړو سره کور ته تلو، دا پیښه رامنځته شوه او دوه ملګری یي هم ټپیان شول. د عادل مشر ورور میرویس په دی اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "موږ چې له دوکانه د کور پر لور تلو نو تقریباْ د شپی لس بجي وې، موږ چې خپل کلي ته ورسېدو نو له کور سره مو اړیکه ونیوله چې دروازه راته خلاصه کړي، په دې وخت کې له فرعي کوڅې پر موږ غږ وشو چې ودریږئ، کله چې موږ ودریدو نو له شا پر موږ ډزې وشوې او په نتیجه کې زما ماشوم ورور عادل جان شهید شو." د ننګرهار امنیه قومندانۍ امنيت امر ظاهر مبارز ازادي راډیو ته ویلي وه، چې د وژل شوي کس د کورنۍ لخوا په سيمه کې امنيتي ځواکونه د ياد تن په وژنه تورن شوي، خو سرتېري وايي، چې ماشوم د وسله والو غلو په ډزو وژل شوى. مبارز وایي چې د یادې پېښې په تور یې څلور طالب سرتېري نیولي او د پېښې په اړه یې ترې څېړنې پيل کړې دي. عادل پنځم کس دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تیرو اتو میاشتو کې د تلاشۍ په پوستو کې د ډزو پر مهال وژل کیږي. ځیني افغانان د طالبانو دا شان کړنې د اندېښنې وړ بولي او د طالبانو حکومت د خلکو په وړاندې په نه پاملرنه تورنوي. د ننګرهار یو اوسیدونکی سلیمان وایي چې، د طالبانو د ځواکونو له لوري د عادل په وژل کېدو سره داسې غم جن شوی چې ګڼې خپل زوی یې له لاسه ورکړی وي. نوموړی وايي: "په دی پیښه کې حکومت پړ دی، ځکه دا یوازينۍ پیښه نه ده، کونړ کې هم وشوه او دلته هم دوه – درې پېښې وشوې او هیڅوک پوښتنه نه کوي. دا د طالبانو حکومت لپاره ستونزه جوړوي او همدا اوس خلک ناراضه دی. ترڅو چې د دی قضیو عاملین ونه نیول شي او سزا ورنکړل شي، دا موضوع د خلکو په زړونو کې پاتې کیږی." د طالبانو د حکومت ویاند عبدالنافع ټکور په دی اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "موږ څېړنې کوو چې دا ستونزه په څه دلیل رامنځته شوې او دا هلک د چا له لوري ویشتل شوی دی. هرڅوک چې تېروتنه وکړي نو د خپلې تېروتنې جزا ویني، هیڅوک له قانونه پورته نه دی." د طالبانو حکومت ویاندویانو د ورته پېښو په غبرګون د خلکو د شکایتونو په ځواب کې تل ویلي، چې د دوی د ځواکونو د روزلو چارې روانې دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کوي.

25.04.2022 ازادي راډیو

د طالبانو حکومت: نزدې راتلونکي کې مو يو پلاوی ايران ته سفر کوي

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کريمي د دې موضوع په څرګندولو سره وايي، یاد پلاوی د قضا او لوې څارنوالۍ څخه جوړ دی. هغه د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: " د افغانستان د اسلامي امارت د لوې څارنوالۍ او قضايي برخې څخه یو پلاوی جوړ شوی چې دغه پلاوی به هلته له ایراني چارواکو سره د افغان مهاجرینو د بندیانو په اړه چې په زندانونو کې دي، د هغوي د ستونزو د حل او د استرداد لپاره خبرې وکړي، خو تر اوسه مشخصه نه ده چې ددغه پلاوي په ترکیب کې به څوک وي او کله به ځي. " که څه هم ښاغلی کریمي د دې سفر په اړه ډېر جزییات نه ورکوي خو له دې وړاندې داسې راپورنه ورکړل شوي و چې د طالبانو یو پلاوی تهران ته په سفر کې د یاد هېواد له چارواکو سره د کډوالو د ستونزو او دغه شان د دواړو ملکونو ترمنځ د حق ابې پر سر د رامنځته شویو ورستیو ناندریو د بحث او حل په موخه سفر کوي. ایران څو مياشت وړاندې پر طالبانو غږ کړی و، چې له ایران سره د حق ابې مسئله ژر تر ژره حل کړي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې ورستیو کې یو ځل بیا، په یوې خبري غونډه کې دې موضوع ته په ورته ډول اشاره دلوده ویلي یې ول، چې دا ستونزه به د خبرو له لارې حل شي او په دې اړه د افغانستان او ایران تر منځ له پخوا کلونو راهیسې تړون موجود دی. د طالبانو د حکومت ویاند انعام الله سمنګاني هم تسنیم خبري آزانس ته ویلي وه، چې دوی هغه تعهداتو ته چې پخوا یې د حق ابې په برخه کې له ایران سره لرل او لري یې، ژمن دي. له دې ور ها خوا بیا یوشمېر ایراني رسنیو تهران ته د طالبانو د یو ډيپلوماټ د رسېدو خبر ورکړی. دغو رسنیو د یوې سرچینې له قوله که څه هم ددغه ډیپلوماټ د تک کره نېټه نه ده په ډاکه کړې خو ویلي یې دي، چې یاد ډیپلومات ښايي په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې پرمخ یوسي. سره له دې چې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده په تهران کې د دوشنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې د طالبانو د ډيپلوماټانو د ورتک مسلې ته په اشارې سره ویلي، د ډیپلوماټانو تګ راتګ یوه عادي چاره ده خو دا د دې معنی نه لري چې ایران دې طالبان په رسیمت وپېژني. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت او ایران ترمنځ اړیکي یو څه ترینګلي شوي. دغه اړیکي هغه مهال تړینګلې شوې، چې په ټولنیزو رسنیو کې د ایراني پولیسو لخوا د افغان کډوالو په وړاندې د تاوتریخوالي ویډوګانې راووتې، چې دغې چارې د افغانستان دننه او بهر ګڼ غبرګونونه له ځان سره درلودل او ایراني، چارواکو په دې اړه راپورونه رد کړل.

25.04.2022 ازادي راډیو

ماما قدير:د بې درکه بلوڅانو د موندنې اختیار او اصل واک د پاکستان د پوځ سره دی

د بې درکه  بلوڅانو دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم (وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز) مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وايي د بې درکه بلوڅانو د موندنې اختیار او اصل واک د پاکستان د پوځ سره دی. د ماما قدير په خبرہ د پاکستان د وزير اعظم  شهباز شريف له لوري دا خبره کول چې دی به د لادرکه کسانو په حقله له هغه چا سره خبري اتري کوي د کومو چې واک په لاس کې دی، د دې خبري دلالت کوي چې په پاکستان کې اصل واک له پوځ او له سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه سره ده. د ماما قدير په خبره " ايا د پاکستان د ايين د "قانون" مطابق د وزير اعظم څخه زيات بل څوک زيات اختيار لري؟، د شهباز شريف دا اعلان د دې  مکمل تاييد کوي چې د هيواد اصلي واکداره پوځ او د هغه سر لښکر باجوہ دی، ګورنر، وزير اعلا، وزير اعظم دا ټوله بې اختياره دي، مونږ که په دې اړه بيا کله خبرې کولې نو مونږ به يې مخامخ د ارمي له مشر او يا د ايي ايس ايي له مشر سره کوو او له دوی به غواړو چې د بې درکه کسانو مسله تاسو حل کړئ". ماما قدير دغه خبرې د  پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف د هغې خبرې په ځواب کې کړې چې شهباز شريف په وروستيو کې د کوټې سفر کړی او ويلي يې وو له قانون سره سم به د لادرکه کسانو ستونزې د حل کولو هڅه کوي. هغه  د اپريل په 23مه د کوټې په يوه ورځنی سفر کې  د خضدار او کچلاغ ترميان د سړک د پراخېدو پرانست غونډې ته د وينا پر مهال وويل د ايالت وکيلانو،  سياسي،مدني فعالانو او سياسي مشرانو  په بلوچستان ايالت کې د پرمختګ يا ترقياتي  کارونو تر څنګ د بې درکه کسانو د ستونزې د هوارولو غوښتنه ځينې کړې ده؟ شهباز شريف وويل،  "زه به په دې لړ کې د زړه له اخلاصه ستاسو له غږ سره غږ پورته کوم او په دې اړه چې کوم واکداره کسان دي او ذمه واري يې پر غاړه ده، له هغو سره په دي اړه خبره کوم. دا خبره به د قاعدې، قانون او مېرټ پر اساس کوو چې دا ډول دا مسله حل شي".   نوموړي د خپلي وينا پر مهال زياته کړه چې تر څو د بې درکه کسانو ستونزه نه وي حل کړل شوي د بلوچستان ايالت ستونزي به د کمېدو په ځای لا نورې زياتيږي. د ماما قدير په خبره دوی خوشحاله و چې شهباز شريف به د لادرکه کسانو د موندلو په اړه يو ښه پېغام ورکړي او د لادکره کسانو د کورنيو د راروان اختر خوشحالۍ به  يو په دوه شي، خو په خبره یې د لومړي وزير دې خبرې دوی زيات ناهيلې کړل. د شهباز شريف په دې بيان پر ټولنيزو رسنيو هم بحث ﺭوان دی،  استاد او ليکوال عابد مير پر خپل فيسبک پاڼه  ليکلي، "د شهباز شريف له بيان ورستو دا منل پکار دی چې د لادرکه کسانو د ستونځې د حل اختيار د ملک له وزير اعظم سره هم نشته، او چې له چا سره اختيار دی هغه دومره زورور دي چې د ملک وزير اعظم هم پدې اړه نه حکم کولای شي او نه له هغو کومه پوښتنه". په بلوچستان ايالت کې له تيرو څو لسيزو راهسې د خلګو د لادرکه کېدو لړۍ دوام لري، د لادرکه کسانو لپاره کار کونکی تنظيم  د زرګونه کسانو د لادرکه کېدو تور پورې کوي. د بشري حقونو لپاره کارکوونکي نړيوال سازمانونه، بلوڅ قام پرسته سياسي او وسلوال ګوندونو  د لادرکه کسانو لپارہ کار کونکی تنظیم دا تور د پاکستان په پوځ او استخباراتې ادارو پورې کوي خو د پوځ په شمول استخباراتې ادارو هم تل دا تورونه رد کړي. د پاکستان پوځي او ډيری سياسي مشرانو وخت ناوخته بیا دا تورنه پورې کړي چې د پاکستان دوښمن قوتونو په دلاسه  بلوڅ ځوانان د پاکستان پر ضد اسلحه اخیستې او غرو ته ختلي،  او بيا و هغوی ته د لادرکه نوم هم ورکول کيږي. بلوڅ قام پرسته سياسي ګوندونه، مدني تنطيمونه او د لادرکه کسانو کورنيو  په وار وار له حکومت او د پاکستان له استخباراتي ادارو غوښتي چې لا درکه کسانو سره د دې د قانون مطابق چلند وشي او که هغه په کوم جرم کې ککړ دي عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

25.04.2022 ډیوه

پاکستان کې ايسار افغانانو ته خپل هېواد ته پر تذکرو د ستنېدو اجازه ورکول شوه

د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې هغه ایسار افغانان چې یوازې تذکرې لري اوس هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکول کېږي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن په خپل ټوېټر لیکلي چې د اپرېل تر نهه ویشتمې یعنې را روانې جمعې پورې تذکره لرونکي افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته پرېښودل کېږي. محمد صادق لیکلي په عادي توګه یوازې ناروغان د تذکرو په وسیله پاکستان ته د اوښتو اجازه لرلی شي. خو په تورخم کې ایسارو افغانانو مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت کړی وو چې پاکستاني چارواکي تذکره لرونکو ناروغانو ته هم د ور اوښتو اجازه نه ورکوي. د فیاض او وحیدالله په نوم دوو کسانو ازادي راډیو ته وویل: “حکومت باید زموږ پوښتنه وکړي. دغسې مشکل خلک تر کومه پورې وزغمي. دې کې ناروغان هم شته. ښځې او واړه هم شته. دواړو خواوو کې خلک په تکلیف دي.” “ تذکرو باندې څوک نه پریږدي. مور مې ګېر ده، ورونه مې، ورېندارې مې خویندې مې. ورځې تېروي اجازه نه ورکوي بېرته مجبوره دي تورخم ته وګرځي.” په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې دوشنبه بیا یوه ډله افغانان بېرته د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي. په پاکستان کې د افغانستان سفارت هم په خپل فیسبوک په یوه خبرتیا کې ویلي چې د دوی د هڅو په نتیجه کې پاکستاني چارواکو ورسره ومنله چې تذکره لرونکو افغانانو ته د تګ اجازه ورکړي. سفارت ویلي په تورخم او د پاکستان نورو سیمو کې ایسار افغانان دې له دې فُرصت په استفادې هېواد ته ستانه شي. د راپورونو په اساس پاکستان په دې وروستیو کې په بېلابېلو بندرونو تورخم، سپین بولدک او هاخوا غلام خان باندې چې عموماً د ټرانزیټ لپاره کارول کېږي ګڼ محدودیتونه لګولي دي. تازه د غلام خان څخه د راپورونو له مخې له دریو ورځو راهیسې دا لار تړل شوې ده چې له امله یې د سوداګرو مالونه دواړو خواو ته دېره پاتې دي. د شمالي وزیرستان د سوداګرو مشر عبدالله خان د ازادې اروپا مشال راډیو ته ويلي: “د غلام خان بندر له دریو ورځو راهیسې تړلی دی. د افغانستان او پاکستان خوا ته په سلګونه لارۍ ولاړې دي. په دې کې د مېوې او سبزیو ګاډي شته. له حکومته غواړو چې مهرباني دې وکړي او غلام خان بندر دې نه تړي”. پاکستان په دې وروستیو کې د خوست او کونړ په څو سیمو بمباري هم کړې او تر هغه را وروسته یې په پولو باندې د افغانانو د اوښتو را اوښتو جدي مخه نیولې ده.

25.04.2022 ازادي راډیو

پاکستان: تذکره لرونکي افغانان د 29 اپرېل پورې د تورخم د لارې بيرته ستنېدی شي

پاکستان ويلي، هغه افغانان چې تذکرې لري او بيرته خپل وطن ته ستنېدل غواړي، کولی شي چې د 29 اپرېل پورې د تورخم د لارې بیرته لاړ شي. دغه خبره د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (25اپرېل) په ټويټر کړې ده. "هغه افغانان چې تذکره لري، د 29 اپرېل 2022پورې کولی شي چې د تورخم د لارې بيرته خپل هېواد ته ستانه شي. هغه څوک چې بيرته تلل غواړي کولی شي د دغه لارې بيرته ستانه شي، له دې وړاندې به په معمول کې يواځې ناروغانو ته اجازه وه چې د ويزې پرته په تورخم واوړي". هم دغه خبره په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارتخانې د ټویټر څخه شوې ده. خبرتیا ټول هغه هیوادوال چې اوس مهال په تورخم کې بند پاتي دي، او یا د پاکستان نورو برخو کې دي ؛ اسلام آباد کې د سفارت د هلو ځلو په نتیجه کې کولای شي د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اپرېل د میاشتې تر ۲۹ مې نېټي د تذکرې په وسیله هېواد ته سفر وکړې. پاکستان دغه ګام وروسته له هغې پورته کړی چې د تيرو څو ورځو راهسې د تورخم په پوله د ويزې پرته د اجازت نه ورکول کېدو له امله په سلګونو افغانان دې اړخ ته ايسار پاتې شوي وو. د ايسارو شوو افغانانو په وېنا په دوی کې زنانه او ماشومان هم شامل وو. د روانې میاشتې په سر کې پاکستان افغانانو ته په تذکره د تلو راتلو بندېز لګولی وو، په پوله ايسارو پاتې افغانانو ويلي وو، روژه په خوله د سخت تکليف سره مخ دي. دوی غوښتنه کوله چې خپل وطن ته اوړي او د وطن تذکرې لري، خو خپل وطن ته نه پرېښودل کيږي.

25.04.2022 ډیوه

د نجونو د ولور د کمولو هوکړه؛ د پکتيا په څمکنيو کې ورته جرګه جوړه شوې

نن د اپریل په ۲۵مه د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو په یوه ګډه ناسته کې پرېکړه وکړه، چې په دې سیمه کې به د دود شوي ولور اندازه راکموي. دوی وویل، د ولور لوړې اندازې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي او ځوانان يې د ولور د ګټلو لپاره کلونه، کلونه په بهرنیو هېوادونو کې مساپرتیاوې کوي. د څمکنیو ولسوالۍ یو تن مدني فعال رحمت الله هېوادمل ددې مشورتي ناستې په باب مشال راډیو ته وویل، جرګه د ولور د اندازې د کمولو په اړه هوکړې ته ورسېده او په راتلونکې ناسته کې به د ولور اندازه اعلان شي. نوموړي زیاته کړه: "د څمکنیو ولسوالۍ د بېلا بېلو قومونو مخورو، علماء کرامو او متنفذینو په دې غونډه کې د ولور په اړه راټول شوي ول، د ټولو ګډونوالو په یو غږ له دې نظام غوښتنه داوه چې څومره ژر کیدلای شي، په دې موضوع باندې کار وشي، تر څو ځوانان مو له انحرافاتو منع شوي وي، او په ډېر نږدې راتلونکې کې به په دې موضوع عملي کار کیږي. " د منده خېلو قومي مشر میرګل وویل، نظر داسې وو، چې د ښځې ولور درې لکه افغانۍ وي، خو مشرانو د ولسوالۍ مسوولینو ته وویل، په درې لکه افغانۍ نن سبا د واده لګښتونه نه پوره کیږي او په دې پرېکړه دې له سره کتنه وشي. نوموړي وویل، خلک ټول د ولور د کمولو پلوي دي، ځکه د دوی ځوانان کلونه کلونه د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د ولور د ګټلو لپاره وخت تېروي، ځوانان يې بې ودونو سپينږیري شول او نجونې يې بې ودونو زړې شوې. قومي مشر بخت ولي هم وايي، د ټولو پرېکړه دا شوه چې په ګډه به داسې ولور ټاکي چې هغه د اوس وخت سره مناسبه وي او بیا به يې په ګډه پلي کوي. د څمکنیو دیني عالمان هم د قومي مشرانو د ولور د کمولو پرېکړه پر ځای بولي او وايي، دوی په دې ګام کې د مشرانو ملاتړي دي. د څمکنیو اوسیدونکی مولوي سمیع الله ساجد وايي: "د ولور د ګټلو لپاره زموږ ځوانان خارج ملکونو ته ځي، یو شمېر يې په دریابونو کې د ماهیانو خوراک شول، ددې لپاره چې خپل ولور پوره کړي، په کلونو کلونو خپلو کورونو ته نه دي راغلي، نو خلک په ډېرو مشکلو کې راګیر دي، په دې علماء کرامو د دین په رڼا کې خبرې وکړې، سپینږیرو د خپلې ټولنې د اړتیا په باب خبره وکړه چې دغه مشکل حل شي، ښه اقدام دی او ډېر خلک دې ته خوشال دي. " یو بل دیني عالم مولوي احسان الله محسن وايي، دیني علماء د هغو غونډو او پرېکړو ملاتړ کوي، چې په هغه کې د خلکو نفع موجوده وي او ټولنیز ستونزې ورباندې حلیږي. ده د لوړ ولور پرېکړه پر ځای وبلله او هيله يې وکړه چې نورو ټولنیزو ستونزو لپاره هم وخت په وخت جرګې او مرکې جوړې شي. بل لوري ته د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ چارواکي وايي، چې دا قومي ناسته يې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ راغوښتې وه. د څمکنیو ولسوال مولوي عزت الله مخلص وویل: "دا دلته د مشتو قومونو او ولسونو غوښتنه وه، چې امارت دې زموږ حمایت وکړي چې دا ولور راکم کړي، داسې نورې پرېکړې هم د قومي مخورو لخوا شوي دي، موږ هم د هغوی په تائید او نقش قدم یوې داسې فیصلې ته رسېدلي یو، چې انشاالله په لنډ وخت کې به دا ولور راکم کړو او د خلکو مشکل به ورسره حل شي. " یاده دې وي، څه موده مخکې په خوست کې هم لسګونو قومي مخورو، دیني عالمانو او ځايي چارواکو په یوه جرګه کې د ښځو مهر درې لکه افغانۍ کېښود، خو وروسته ونه ارزول شوه، چې په یاده پرېکړه خلکو څومره عمل کړی او ددې پرېکړې په پلي کیدو کې څه ستونزې او نیمګړتیاوې پیدا شوې دي.

25.04.2022 ازادي راډیو

"په فرانسه کې له افغان کډوالو سره "تبعیضي چلند

په فرانسه کې مېشت افغان کډوال وايي چې اروپايي هېوادونو ته د میلیونونه اوکرایني کډوالو له رسېدو سره سم افغان پناه غوښتونکو ته د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو پاملرنه لږه شوې ده. د کډوالو ځینې مدافع ټولنو هم پر هغه څه، چې دوی یې له کډوالو سره دوه ګونی چلند بولي، انتقاد کړی دی.

25.04.2022 ازادي راډیو

پاکستان افغانانو ته پر تذکرې خپل هیواد ته د ستنیدو اجازه ورکړه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، په پاکستان او یا هم تورخم کې بند پاتې افغانان کولای شې د اپرېل میاشتې تر ۲۹ مې پر تذکرو افغانستان ته واوړي.

25.04.2022 امریکا غږ

امریکايي سفارتکار به روانه اوونۍ اوکراين ته بيرته تګ پېل کړي

امريکايي سفارتکار به روانه اوونۍ اوکراين ته بيرته تګ پېل کړي، اول به لويديځ ښار ليويو ته او بيا پلازمینې کيف ته لاړ شي. د وي او اې د خبر ترمخه يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي، امریکا اوکراين ته نورې پوځي مرستې ورکوي چې د روس د بریدونو مخنيوی وکړي. د چارواکي په وېنا صدر جوبايډن به بریجټ برینک د اوکراين دپاره د امریکا نوی سفير وټاکي، څوک چې دا وخت په سلواکيه کې د امریکا سفير دی. د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت يو چارواکي ويلي، دغه ګام چې دوی يې پورته کوي د اوکراين سره د ژمنې څرګندونه ده، او دوی به زر تر زره خپل سفارتکار کيف ته واستوي. نور د يورپي يونين او نېټو هېوادونو غړي هم خپل سفارتکار کیف ته ليږي چې پکې د اسټريا، بيلجيم، چيک ريپبلک، فرانس، اټلي، سلواکيه او سلووينيا شامل دي، د برتانيې حکومت هم د جمعې په ورځ اعلان کړی زر په کيف کې خپله سفارتخانه پرانيزي. راپورونه وايي د امریکا او يورپي هېوادونو لخوا په اوکراين کې د سفارتکارو بيرته په ځای کول دې پله اشاره ده چې په اوکراين د روس د دوه مياشتو جګړې وروسته حالات بیرته امن پله روان دي. د اتوار په ورځ د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن او د دفاع وزير لوېډ اسټېن هم په کيف کې د اوکراين د صدر ولاديمیر زيلنسکي او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي وو. روس چې په 24 فرورۍ په اوکراين بريد کړی دا د هغې وروسته د امریکا د کومو لوړ پوړو چارواکو د اوکراين لومړی سفر وو. د امریکې د بهرنيو چارو وزير به د نهې/ سه شنبې په ورځ په جرمني کې يوه غونډه کې ګډون کوي چې پکې به امریکا او نورو ايتلافيان يې د اوکراين په اړه مشوره کوي. ويل شوي د لويديځ هيوادونو د پوځي اتحاد نېټو مشر جنرل سټولټنبرګ او د اوکراين د دفاع وزیر اوليکسي ريزنيکو به هم په دې غونډه کې ګډون کوي. په ياده غونډه کې به د اوکراين په تازه جنګي حالاتو، د روس د بريدونو پرضد د اوکراين مزاحمت، او اوکراين ته د ضروري مرستو په اړه خبرې کيږي. لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي امریکا به اوکراين نورې مرستې کوي. د چارواکو په وېنا امریکا د بهرني امداد په مد کې د 713 ملينه ډالرو نه د زياتو مرستو ورکولو اراده لري، چې پکې د اوکراين په ګډون 15 نورو اتحادي ملکونو ته فنډونه ورکول شامل دي، او دا مرستې به د اوکراين په ضرورتونو کې مرستندويه وګرځي. روس چې اوکراين بريد کړی، له هغې وروسته امريکې د اوکراين دپاره د درې اعشاريه څلور اربه ډالرو مرستو اعلان کړی دی.

25.04.2022 ډیوه

د افغانستان د حقوقو څار بنسټ 'د خپل سرو نیونو او وژنو د بندېدو' غوښتنه وکړه

د افغانستان د حقوقو د څار په نوم یو مدني بنسټ، په افغانستان کې د خپل سرو نیونو او عدالت پرته وژنو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

25.04.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more